دهدایت حدیث
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو د هدایت حدیث نومې لړۍ له یوسل پنځم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو او دغه نننۍ برخه ئې هم دمعصومین علیهم السلام دقولونوپه اساس د دوکې اوچلول په اړه ده . په دې هیله چې د استفادې وړ مو وګرځي ترپایه راسره مله او ملګري ووسئ
خوږو دوستانو!ستر دیني عالم محمد مهدي نراقي پخپل : جامع السعادات : نومې اخلاقی کتاب کې لیکلي ؛ مکر ،دوکه او چلول ، یوه ستره هلاک کونکی چاره ده او ګناه ئې په ښکاره د نورو د کړولو له ګناه لازیاته ده ، ځکه په غه حالت کې مقابل لوری د یرغلګر کس په ناسم نیّت دپوهیدا په دلیل احتیاط کوي او ځان دهغه په وړاندې خوندي ساتي او ممکنه ده د هغه کړول دفع کړي ، خو غافل کس احتیاط نه کوي ، ځکه ګمان کوي دغه دوکه باز حیله ګر، دهغه دوست او زړه سوانده دی او په همدې اساس د دوستۍ او محبت په جامو کې دهغه له چلول او دوکو او کړولو سره مخامخ کیږي . له همدې امله د خداي رسول فرمائي ؛ څوک چې له بل مسلمان سره چلول او دوکه و کړي ، او دهغه لپاره دسیسه جوړه کړي ، له مونږه نه دی :::::
ځيني،په حیلې او چلول او دوکې سره دنورو د حقوقو چخڼي کول چالاکي ګڼي ، له دې غافل چې،چالاک هغه څو ک دی چې دشیطان د دوکو په وړاندې ا حتیاط وکړي او نفساني خواهشات ترپښو لاندې کړي او په مستقیمې لارې کې پر مخ لاړ شي او دنورو په حقوقو له تیریو ډډه وکړي . حضرت امام علی علیه السلام دیو شمیر ساده کسانو په ځواب کې چې د معاویه دچالاکۍ او سیاستمدارۍ په هکله ئې خبرې کولې ا و هغه ئې دښه استعداد او ځيرتیا لرونکی او امام ئې له هغه سره دمقابلې لپاره ناتوانه باله ،وفرمآئيل ؛ په خداي قسم ،که د پرهیزګارۍ حدود نه وائ ، زه له ټولو خلکو لازیات هوښیار او ځیر یم ::::
په یوه بل تعبیر کې له هغه بز رګواره نقل شوي دي چې فرمائي ؛ که دا نه وائ چې له نورو سره د دوکې او مکر نتیجه جهنم دی . نو زه له بل هرچا دحیلې او چالاکۍ په دود او دستور ښه پوهیږم ::::
همداراز امام علی علیه السلام له دوکې او چلول سره دځيرتیا او هوښیارتیا د فرق په روښانه کولو سره فرمائي ؛د چالاکۍ آفت مکر او حیله د ه :::::
دوکه او چلول یو شیطاني آوزار دی او په اسلام کې ډير رټل شوی دی . په یوه روایت کې له رسو ل ا... بز رګو اره روایت شوي دي ، که څوک سهار کړي په داسې حال کې چې د بل مسلمان ورور ته د دوکې ورکولو فکر په ذهن کې ولري ، نو ځان ئې دخداي له غضب او غوسې سره مخامخ کړی دی، مګر دا چې توبه وکړي او پښمانه شي . خو که په دغه فکر کې مړ شي ، نو له نړۍ به مسلمان نه وي تللی .::::
داسلام دین دانسانانو د روحي سلامتیااو د فکر سمولو ته ډير پام کړی دی . په دغه دین کې حتی انسان باید اجازه ورنکړي ، چې دهغه په فکر او نیّت کې دوکه ورکول او چلول لاره ومومي . حضرت امام علی علیه السلام فرمآئي؛ دوکه او غولول ، د روحي ککړتیا او پستۍ نښه ده :::::
په حقیقت کې هغه کس چې خپل انساني کرامت ته پابنده وي او خپل شخصیّت او هویّت ته قایل وي ، په طبیعي توګه باید له نورو سره پخپلو اړیکو کې له دوکې او چلوله استفاده ونه کړي . ځکه له دې ورتیر چې چلول، دنفس دذلت او دپستۍ نښه ده ، یوډول ځان ته دوکه ورکول هم دي . نوځکه امام علی فرمائي ؛ څوک چې عقل نورو ته د دوکې ورکولو لپاره وکاروي ، په حقیقت کې ئې خپل عقل ته دوکه ورکړې ده :::::: نو ځکه څوک چې دخپل هوش اووړیتاؤ په ملاتړ سره ، نورو ته دوکه ورکولو ته مخه کړي ، نو په حقیقت کې ئې خپل عقل او پوهې ته دوکه ورکړې ده اوکله انسان خپل عقل ته دوکه ورکړي ، نو معنا ئې داده چې خدآي پاک ورکړي له دغه ځواکه ئې سمه استفاده نه ده کړې . له امام علی څخه په بل تعبیر کې ، په دغه مضمون کې راغلي دي ،دوکه ورکونکی دین نه لري :::::
ګناه او بداخلاقي ، تل او هرچرته ناخوښ دي ، په تیره بیا که څوک په یوه انسان ډاډمن شي او هغه له دغه ډاډمنیدا ناسمه استفاده وکړي ، په ځينو روایتونو کې له هغه چا سره د دوکې او د مکار چلند ګناه، چې پرې ئې ډاډ څرګند کړی وي ، دتوحید دانکار له ګناه سره برابره ده . لکّه څنګه حضرت امام علی علیه السلام فرمائي؛له هغه چا سره مکر او دوکه چې پر تا ډاډمن وي ، ته ئې امین بللی وې ، کفر دی :::::
په همدې اساس طبعا په دیني تعلیماتو کې سپارښتنه کیږي چې مکار او حیله ګر کسان خپل سلاکاران مه جوړوئ او هغوي ته خپل امانتونه مه سپارئ . یعني دخپل ژوند مهمې مسئلې له حیله ګرو او دوکه بازو پټې وساتئ . ځکه چې دامام علی علیه السلام دفرمائش په اساس مکار کس امین نه دی ::::::
څوک چې له خلکو سره پخپلو اړیکو کې دوکه کوي ، خداوندمتعال هم ټوله دوکې اوحیلې هغه ته ورګرځوي .حضرت امام علی په دې باب روښآنه کړې ؛ هرڅوک چې له خلکو سر ه دوکه وکړي ، خداوندسبحان ئې دغه دوکه او چلول هغه ته ور ګرځوي :::
په دغه ډول دوکې کې په عمل او ګفتار کې دوکه هم شامله ده یعني دا چې له دروغو،غیبت ،تهمت ، تور ، دخبرو ګرځول او داسې ځيني نور کرغیړن کارونو څخه ډډه کول پکار دي .حضرت امام حسن عسکري علیه السلام دروغ وئيل چې په ګفتار کې دوکه ده ، دټولو ګناهانو سرخیل ګڼي او فرمائي ؛ ټول رذالتونه او پلیتۍ او اخلاقي نیمګړتیاوې ئې په یوه کور کې غونډې کړي او هغه کور ته ورتلل د در وغو له لارې دي :::::::
(سیماب)
*********************************************************************************************************************************