Feb 17, 2016 12:01 Asia/Kabul

ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره امریکه په تېره اونۍ کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو

د تېرو مطلبونو په شان به په دې مطلب کښې هم په تېره هفته کښې د امریکې ډېرو مهمو سیاسی، اقتصادی او اجتماعی حالاتو او بدلونونو ته یوه کتنه وکړوو.

په نیوهمپشائر ایالت کښې د مقدماتی انتخاباتو جوړېدنه، د وېزې د صادرولو د قانون د اسانتیا لپاره غوښتنه، د امریکې د ملی استخباراتی اژانس د رپوټ خپرېدنه او د سوریې د کډوالو د قبلولو د پروګرام په سر د شخړې دوام د امریکې د تېرې هفتې ځینې مهم خبرونه وو.

تېره هفته په نیوهمپشائر ایالت کښې د مقدماتی انتخاباتو لپاره په دواړو ګوندونو یعنې ډېموکرېټ او ری پبلېکن ګوند کښې د نامزدو کسانو سیالۍ له مخکې نه زیاتې جدی شوې. په امریکه کښې د سیاسی دود له مخې په نیوهمپشائر ایالت کښې انتخابات د مقدماتی انتخاباتو په شکل کیږی، په داسې حال کښې چې له دې مخکې په آیووا ایالت کښې د حزبی انجمن انتخابات وشول. د حزبی انجمن په انتخاباتو کښې د راې صندوقونه نه وی او ګډون کوونکی په حزبی غونډو کښې د اودرېدو یا کښېناستېدو په شکل یا د سیکې په اچولو سره کامیاب نامزد کسان غوره کوی.

خو په مقدماتی انتخاباتو کښې د ولسمشرۍ د اصلی انتخاباتو په شان د راې صندوقونه اېښودل کیږی او راې ورکوونکی په انتخاباتو کښې له حاضرو نامزدو کسانو څخه یو کس غوره کوی.

د نیوهمپشائر په انتخاباتو کښې د حزبی قوانینو له مخې د ری پبلېکنانو او ډېموکرېټانو د راې اخېستنې په حلقو کښې د دواړو ګوندونو پلویان ګډون کولې شی. په داسې حال کښې چې په آیووا ایالت کښې مېرمن هېلری کلېنټون او ټېډ کروز وکړې شول ډېموکرېټ او ریپبلېکن سیال شا ته پرېږدی، په نیوهمپشائر ایالت کښې برنی سېنډرز او ډونالډ ټرامپ ته نوبت ورسېد چې زیاتره راې یې ترلاسه کړې.

د ورمونټ ایالت سېنېټر برنی سېنډرز د خپل پلارنی ایالت په ګاونډنیوهمپشائر ایالت کښې په مقدماتی انتخاباتو کښې اتۀ پنځوس فیصده راې ترلاسه کړی.د امریکې د ری پلېکنانو جنجالی نامزد ټرامپ هم د پینځۀ دېرش فیصده رایو په اخېستو سره له خپلو حزبی سیالو وړاندې شو.

اوس مېرمن کلېنټون کوشش کوی چې د انتخاباتی کمپېنونو په شروع کولو سره په راتلونکو دوو انتخاباتو کښې چې نواډا او جنوبی کېرولینا نسبتاً محافظه کارو ایالتونو کښې کیږی له سېنډرز مخکې شی. په ډېموکرېټو کېمپونو کښې د انتخاباتو په اپوټه په ری پبلېکنو کېمپونو کښې حالات زیات پېچلی دی.

د ایووا او نیوهمپشائر د انتخاباتو د نتائجو له مخې همدا اوس په ری پبلېکنو کېمپونو کښې د کامیابۍ لپاره د ټېډ کروز او ډونالډټرامپ ترمېنځ سخته سیالی روانه ده.

د امریکې د کانګرېس ډېموکرېټانو تېره هفته د هغه نوی قانون د اسانولو غوښتنه وکړه چې دغه هېواد ته د سفر لپاره یو لړ محدودیتونه په نظر کښې نیسی. دیارلسو ډېموکرېټو سېنېټرانو تېره هفته د امریکې د کورنی امنیت وزیر جې جانسون ته په یو لیک کښې تاکید وکړ چې د وېزې د جاری کولو نوے قانون چې عراق، ایران، سوډان او سوریې ته د دوه تابعیت لرونکو ښاریزو د سفر لپاره یو لړ محدودیتونه په نظر کښې نیسی د امریکې له ارزښتونو سره سمون نۀ خوری.

په دغه لیک کښې راغلی دی چې د دغو کسانو لپاره د دغو محدودیتونو عملی کول به امریکه لا زیاته امنه نه کړی. د دغه لیک لیکونکو د امریکې له حکومته غوښتی دی چې د دوه تابعیت لرونکو دغو ښاریزو لپاره دې عملی شوی محدودیتونه اسان کړی.

امریکه د وېزې د معافیت په نامه له تېرو پینځۀ دېرش کلونو راهسې د وېزې د تمهیداتو د اسانۍ لپاره له مختلفو هېوادونو سره یو لړ دوه اړخیزه موافقې لری چې د اتۀ دېرشو هېوادونو ښاریز اجازه لری چې امریکې ته د سفر لپاره د نوی ورځو تر اندازې پورې بې له ویزې د دغه هېواد خاورې ته ننوځی او امریکائی ښاریز به هم په مقابل کښې دغو هېوادونو ته د سفر لپاره د ویزې ضرورت ونۀ لری.

د هغه قانون له مخې چې په دې وروستیو کښې د امریکې د کانګرېس لخوا تصویب شو او د امریکې د ولسمشر باراک اوباما په لاسلیک سره په یو قانون بدل شو د اتۀ دېرش هېوادونو ښاریز که له دوه زره یولسم کال څخه ایران، عراق،سوریې او سوډان څلورو هېوادونو ته سفر کړے وی نو امریکې ته د سفر لپاره پکار دی له دغه هېواد د وېزې د اخېستو تشریفات پوره کړی.

دغه محدودیتونه د دغو څلورو هېوادونو د دوه ګونی تابعیت لرونکو ښاریزو لپاره هم عملی کیږی.

دغه جنجالی قانون نه یوازې د ایران له اعتراض سره مخامخ شو بلکه اروپا اتحادیې هم د متقابل اقدام ګواښ ورکړ.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلی دی چې په نوی قانون کښې هغه کسان چې له پینځۀ جمع یو ډلې سره د تهران د اېټمی موافقې یعنې برجام له مخې د کار، روزګار او سوداګرۍ د چارو لپاره ایران ته سفر کوی او همدارنګ هغه خبریالان نه شاملیږی چې ایران، عراق، سوریې او سوډان ته لېږل کیږی.

د امریکې ملی استخباراتی اژانس په تېره هفته کښې د دغه هېواد مخې ته د یو لړ ګواښونو په باره کښې خپل نوے رپوټ خپور کړ.

د امریکې د ملی استخباراتو د ادارې مشر جیمز کلېپر په دغه هېواد کښې د مېشته تندلارو لخوا د ترهه ګرو حملو دوام او پراختیا او د روسیې، چین او شمالی کوریا د سائبری حملو په شان مسائل د امریکې ترټولو مهمې امنیتی اندېښنې وبللې.

د امریکې ملی استخباراتی اداره چې د دغه هېواد په شپاړسو جاسوسی ادارو مشتمله ده هر کال د هغو اطلاعاتو په بنیاد چې د امنیتی ادارو لخوا راغونډیږی د امنیتی ګواښونو یوه بشپړه جاجونه کانګرېس ته وړاندې کوی.

د امریکې د تر ټولو لوړې استخباراتی ادارې له نظره ترهه ګرې ډلې په تېره بیا داعش ډله او تندلاری کسان د امریکې په خلاف د ګواښونو په لټه کښې دی.

د کلېپر د وېنا له مخې دا تصور چې چاټانوګا یا سن برنانډینو په شان ترهه ګرو حملو کامیابه نتیجې لرلی دی کېدې شی نور هم وهڅوی چې دا ډول فرصت غوښتونکې حملې ترسره کړی.

د امریکې د ملی استخباراتی ادارې مدیر کانګرېس ته په خپل کلنی رپوټ کښې تاکید وکړ چې د هغو پېچلو نېټ ورکونو زیاتوالے چې تندلاری ورسره ملګری کیږی او د هغو وسیلو او طریقو تنوع او شمېر چې د خپلو حملو لپاره ترې استفاده کوی د امریکې غېر فوځی بنسټیزو مرکزونو او حکومتی سېسټمونو ته زیان رسونه زیاته کړی.

یوه بله مسئله چې د امریکې د ملی استخباراتی اژانس په رپوټ کښې ورته اشاره شوې ده له اېشیا او د اېشیا له ختیځه وراخوا د امریکې د سیالو او دښمنانو یعنې روسیې، چین او شمالی کوریا د اقداماتو په وجه ده.

امریکه څو کاله وشول چې روسیه د امریکې په خلاف په ګڼ شمېر سائبری حملو تورنوی ، البته په دې لړ کښې د تور اصلی ګوته چین ته نیول کیږی.

پېکنګ د امریکې په فوځی، صنعتی او تجارتی مرکزونو او تاسیساتو بانددې د مختلفو سائبری حملو په کولو تورن دے.

البته چین هم په مقابل کښې امریکه د چین په فوځی او اقتصادی مرکزونو باندې په سائبری حملو تورنه کړې او د واشنګټن لخوا د دغه چلند د اودرولو غوښتنه یې کړې ده.

له دې نه علاوه د شمالی کوریا اېټمی او سائبری اقدامات د اېشیا په ختیځه سیمه کښې د واشنګټن بله اندېښنه ده او د شمالی کوریا لخوا هېډروجنی بم چاودنې او په دې وروستو کښې د دغه هېواد سپوږمکۍ یا سیټیلائټ وړونکی توغندی توغولو د امریکې اندېښنه لا زیاته کړې ده.

د سوریې د کډوالو د قبلولو د چلند د اودرولو یا سستولو لپاره د محافظه کارو غوښتنې ته د سپینې ماڼۍ بې پامۍ تېره هفته د کانګرېس د ری پبلېکنانو قهر راوپاروۀ.

د کانګرېس د ری پبلېکنانو قهر هغه وخت زیات شو چې د امریکې د سېنېټ قضائی کمېټۍ د تېرې جمعې په ورځ وویل چې حکومت یو شمېر استازی اردن ته لېږلی دی چې د سوریې له کډوالو سره مرکه وکړی او په امریکه کښې د هغوی د قبلولو لپاره حالات رامنځته کړی.

د حکومت د دغه اقدام په غبرګون کښې ری پبلېکنو سنېټرانو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جان کیری او د کورنی امنیت وزیرجې جانسون ته د یو لیک په لېږلو سره په دې اړه د حکومت د وضاحت غوښتنه وکړه.

د دغه لیک لیکونکو د هغه څه له احتماله چې د کډوالو په پرده کښې د امریکې خاورې ته د ترهه ګرو ننوتل یې نومولی دی هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

له دې سره په یو وخت د امریکې د پارلېمان د ملی امنیت د کمېټی ریپبلېکن مشر مائېکل مېک کال وویل، د امریکې د کورنی امنیت وزیر، د اېف بی آئی مشر او د ملی استخباراتی ادارې مشر پکار دی ضمانت ورکړی چې هغه کډوال چې د امریکې خاورې ته داخلیږی د دغه هېواد لپاره هیڅ ګواښ نه رامنځته کوی. د امریکې حکومت وعده کړې ده چې د سوریې لس زره کډوال به په نوی کال کښې قبلوی.

خو د پېرس د ترهه ګرۍ حملې له پردیو سره د دښمنۍ د بهیرونو د پیاوړتیا سبب شوې دی چې اوس کوشش کوی د دغو حملو په بهانه د امریکې په خاوره کښې د کډوالو د قبلولو خنډ شی. دغه مسئله له دې نه علاوه چې په امریکه کښې د کډوالو د قبلولو له مسئلې سره اړوند وی په دغه هېواد کښې د دوو سیالو ګوندونو د سیاسی سیالیو لپاره یو بل مېدان دے.

نه یوازې د ری پبلېکنانو ترکنټرول لاندې ایالتونو او پارلېمان د امنیتی مسائلو په بهانه د کډوالو له قبلولو سره مخالفت کړے دےبلکه د امریکې د شپږویشتو ایالتونو ګورنرانو هم چې پینځویشت پکې ری پبلېکنان دی د سوریې د لسو زرو کډوالو د قبلولو لپاره د باراک اوباما په طرح نیوکه کړې او وې ویل چې په خپلو ایالتونو کښې د سوریې د کډوالو قبلولو ته تیار نۀ دی.