Feb 20, 2016 12:06 Asia/Kabul

دتهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو خپرونې په دې شیبو کې درته ښه او نیکمرغه ژوند غواړو دوستانو مینځنی ختیځ په تیرې اونۍ کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې یوو

تیره اونۍ په بحرین کې دناکراریو دوام ،دغزې دحالاتو په لاترینګلتیاؤ د نړیوالې ټولنې اندیښنې ،په لبنان کې داختلافاتو دختمولو او دسورئې د بدلونو په اړه هلې ځلې په مینځنی ختیځ کې دتیرې اونۍ خورامهم خبرونه دی .
تیره اونۍ دبحرین دد الوفاق ملی اسلامی غورځنګ دعمومی منشی شیخ علی سلمان دوسیه یوځل بیا دڅوم ځل لپاره لوئې څارنوالۍ ته ولیږدول شوه . دې ځل دبحرین دکورنیو چارو وزارت دشیخ علی سلمان دوسیه دحکومتی ضد مطلبونو دلیکلو په تورونو سره لوئې څارنوالۍ ته لیږلی ده .
شیخ علی سلمان په همداوروستیو کې په ټویټر کې پخپلې شخصی پاڼې کې لیکلی وو،دبحرین کمزوری اولزړانه حکومت په قدرت کې دپاتیکیدو لپاره،دخلکو دغوښتنو دپوره کولو اوآزادۍ په ځای دهغوی ځپلو ته مخه کړې ده . دآل خلیفه رژیم د ۲۰۱۵کال له جون میاشت راهسې شیخ علی سلمان په څلورکلن بند محکوم کړی دی .له دې سره په یووخت دبحرین اعتراض کونکو دبحرین دپلازیمې صنعا پشمول دبیلابیلو ښارونو اوښارګیو په واټونو او کوڅو کې په مظاهرو جوړولو سره دشیخ علی سلمان او دټولو سیاسی بندیانو دخوشی کیدا غوښتنه کړې ده . داپه داسې حال کې د ی چې د بشری حقوقو اروپائی بحرینی موسسې داسلامی ملی غورځنګ دعمومی منشی شیخ علی سلمان په ضد دآل خلیفه رژیم له خوا اعمال شوی ممنوعیت دبندیانو دحقوقو خلاف ورزی بللې ده . دبحرین دبشری حقوقو دغه اورګان له شیخ علی سلمان سره دهرډول لیدوکاتو او له تماس ټینګولو دهغه دبې برخې کولو په باب دآل خلیفه رژیم اقدام ته په اشارې سره ، پّه دې باب اندیښنه څرګنده کړې ده . له شیخ علی سلمان سره دهغه دکورنۍ له تماس او لیدوکاتو دهغه بې برخې کول ،دسیاسی مخالفانو او فعالانو په ضد دبحرینی چارواکو د ځپونکی او غچ اخستونکی سیاست په چوکاټ کې ترسره کیږی .دبندیانو لپاره دمناسبو طبی او روغتیائی شرائطو نه برابرول او له هغوی سره دخپلو کورنیو دلیدوکاتو مخنیوی ، د بندیانو د لومړنیو حقوقو خلاف ورزی حسابیږی . دآل خلیفه رژیم مامورانو شیخ علی سلمان یوکال مخکې نیولی او ټاکل شوې ده چې دهغه داپیل محکمه له څوم ځل وروسته سږکال په مارچ میاشت کې دهغه پر دوسیې یو ځل بیا غور وکړی . له دې سره په یووخت هم دبحرین دملی اسلامی غورځنګ مشرانو داعتراض کونکو په ضد پر هرې امنیتی ټاکنې دآل خلیفه پر ټینګار نیوکې کړی او په یوې اعلامیې کې ئې ویلی دی، آل خلیفه رژیم هماغه راز ځپنې او امنیتی ټاکنې پخپلې ایجنډا کې لری . په دې لړ کې هم دبحرین دبشری حقوقو اورګان دبندی شویو ماشومانو په ضد د صادرو شویو حکمونو دلغوه کولو ، دماشومانو دحقوقو د موافقو دبشپړ اجرا او په بندونو کې دبحرین دماشومانو دشکنجو په باب دڅیړنو او ارزونې غوښتنې کړی دی . دبشری حقوقو د اورګان په اعلامیې کې راغلی دی ، په بحرین کې په ۲۰۱۵کال کې ۲۳۷ماشومان هم نیول شوی او په سخته شکنجه شوی دی .
دلبنان دحزب ا... غورځنګ او د المستقبل بهیر درویشتمه ګډې غونډې دلبنان دحکومت فعال کونې په سر دنظر او تفاهم په اشتراک سره خپل کار پای ته رسولی دی . دغه غونډه په بیروت کې دلبنان دپارلیمان په مرکز کې جوړه شوې او په پایزې اعلامیې کې ئې د داخلی امنیت او سولې د پیاوړتیا او ساتنې په موخې سره په مسولانه او آرامو سیاسی خبرواترو په چوکاټ کې دلبنان دسیاسی بحران او د اختلافاتو دختمولو په ضرورت ټینګار کړی دی .له اوسنی ځوړتیا دحکومت ژغورل اودتمام سلام دحکومت د کړچار فعالول ،ددغه نمایندګۍ دپلاوی د ارزونې خورا مهمې موضوعګانې دی .
دلبنان دحزب ا...اسلامی مقاومت غورځنګ په مشرۍ دمارچ داتمې دبهیر او دسعدحریری په مشرۍ دمارچ دڅوارلسم لودیځ پال بهیر ترمینځ اختلافاتو دلبنان دولسمشرۍ د څوکۍ وضعیت بې برخلیکه پاتې دی . د ۲۰۱۴کال په مئ میاشت کې دمیشل سلیمان دولسمشرۍ دپړاؤ له ختمیدو وخت راهسې دلبنان دولسمشرۍ مرکز: بعبدا مانۍ : هماغه شان خالی ده او ددغه وضعیت دوام لبنان ، له سختو شرائطو سره مخامخ کړی دی . په لبنان کې دولسمشرۍ د وضعیت نه روښآنه کیدا د دغه هیواد دحکومت پرکړچار ،سیوری غوړولی دی او د سلام تمام دحکومت لاسونه ئې په لبنان کې د اجرائی کارونو په باب دفیصلو په اړه تړلی دی . دلبنان داوسنی بحران دختمولو لپاره خورا وروستۍ هیله او ټاکنه چې ډیرو بهیرونو پرې سره موافقه کړې ده ، د مسیحی جنرال میشل عون کاندید کول دی .
په لبنان کې د د ولسمشر ټاکل داساسی قانون په اساس دپارلیمان په غاړه ده . ولسمشر هم یوازې باید د مسیحیانو له مارونی فرقې وټاکل شی . له دې امله پریوه داسې کس دپارلیمان دګوندونو اجماع چې مارونی مسیحی سیاستوال وی ،سخت کار دی چې هر ځل لبنان له جدی او خطرناک مشکل سره لاس اوګریوان کوی . اوس هم په لبنان کې د ولسمشرۍ له دوې کلنې خلاوروسته او په داسې شرائطو کې چې دغه سیاسی بحران دلبنان پر امنیتی اواقتصادی حالاتو سیوری غوړولی دی ، ټوله توجه هماغه راز دلبنان دنوی ولسمشر په باب داختلافاتو په څنګةکولو او دغه راز دنظر په یووالی ده څو دغه هیواد ته آرامښت بیرته وګرځوی .
دملګروملتو سرمنشی بان کی مون ، د اردن سین په لودیځی غاړې کې د صهونیسټ رژیم په ښارګوټو جوړونې یو ځل بیا نیوکې کړی دی . بان کی مون چې دمینځنی ختیځ په باب ئې د ملګروملتو په امنیت شورا کې وینا کوله ، په لودیځی غاړې کې ئې دصهونیسټ میشته ښارګوټو په پراختیا کې داسرائیلو داقداماتو په لمسونکو بللو سره ویلی دی ، دغه اقدامات یوازې دتاؤتریخوالو دلازیاتولو لامل کیږی او د دواړو لورو داختلافاتو د سیاسی حل لرلید ته تاوان رسوی . دملګروملتو سرمنشی روښانه کړې ، په فلسطینیوسیمو کې دصهونیسټ رژیم دښارګوټو دجوړولو دوام،د فلسطین ولس او نړیوالې ټولنې ته ښکاره سپکاوی دی او دسولې دبهیر د پرمخ بیولو لپاره باید دا اقدامات ودرول شی .داسرائیلو لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو دملګروملتو دسرمنشی بان کی مون څرګندونې د صهونیسټ رژیم دښآرګوټو جوړولو له سیاست سره ناسمې او له ترهه ګرۍ په ملاتړ کې وبللې .
دوستانو تیره اونۍ دمدیترانې – ارو دحقوقی مرکز مسئولانو دغزې د اوسیدونکو دفلسطنیانو دحالاتو د لاترینګلی کیدا په باب خبرداری ورکړ. د ارو – مدیترانې حقوقی مرکز پخپل یوه وروستی راپور کې ویلی دی ، دغزې تړانګې لس کلنې کلابندۍ دفلسطنیانو حالات له جدی غمیزې سره مخامخ کړی دی چې ددغې سیمې له یو میلیون نهه لکه پنځوس زره کسیزجمعیت څخه کابو څلویښت فی صدی برخه دبې وزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوی . دغه اورګان چې مرکز ئې په جینیوا کې دی ، پخپلې اعلامیې کې ویلی دی،دغزې کابو اتیا فی صدی فلسطنیان هم دانسان دوستۍ مرستو ته اړتیا لری .داپه داسې حال کې دی چې نړیوال بانک په غزې کې د خوراکی موادو دسخت کمښت په باب خبرداری ورکړی دی . دغزې تړانګې اوسیدونکی فلسطینان داسرائیلو په وسیله له سختې کلابندۍ او له دغه رژیم سره په دې باب دمصر دملګرتیاؤ له امله ډیر زیات کړیږی . صهونیسټ رژیم په تیرې لسیزې کې دغزې تړانګې په کلابندۍ سره ، دغې پرنفوسه سیمې ته دضروری شیانو اوسونګو د جوپو او تجهیزاتو له وروړلو مخنیوی کوی .
دغزې تړانګې دکلابندۍ سختیدا عملا ددغې سیمې اوسیدونکی د شیانو او دغه راز دخوړو ، دڅښاک داوبو ، قالیو اودرملو په څیر دضروری شیانو له سختو کمښتونو سره مخامخ کړې او په دغې سیمې کې ئې د انسانی غمیزې دلازیاتیدو په باب اندیښنې زیاتې کړی دی . . غزه د خوراکو، درملو اوسونګو په څیر دضروری موادو دسخت کمښت په دلیل له پراخې انسانی غمیزې سره مخامخ شوی ده . داپه داسې حال کې دی چې په ملګروملتو امنیت شورا کې دقطر دایمی استاذې میرمن علیا بنت سیف ال ثانی تیره اونۍ دیوې اعلامیې په صادرولو او دملګروملتو دامنیت شورا په رسمی غونډې کې ئې په لوستلو سره وویل ، دفلسطین په نیواکی ټاټوبو کې داسرائیلو پراختیا غواړی اقدامات او دغزې دکلابندۍ دوام ، له ټولو نړیوالو قوانینو او مصوبو او دملګروملتو له پریکړه لیکونو سره توپیر لری .
دامنیت شورا غونډه دمینځنی ختیځ دوضعیت او دفلسطین دموضوع په چورلیزتوب سره جوړه شوې ده .
د قطر داستاذې په اعلامیې کې همداراز له امنیت شورا غوښتل شوی څو صهونیسټ رژیم نړیوالو قوانینو او دانسان دوستۍ قوانینو منلو ته پابنده کړی او پر دغه رژیم دباؤنه زیات کړی .
په تیره بیاداچې نړۍاوس دفلسطین له ملته دملاتړاود اسرائیلودتیریو ختمولو لپاره د لازمو او اجرائی تدبیرونوغوښتنه کړې ده .په ۱۹۴۷ کال کې په فلسطین کې دصهونیسټ غاصب رژیم دموجودیّت له اعلان وخت راهسې تراوسه پورې په متوسط ډول هرکال دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ اویا امنیت شورا کې لږترلږه یو ځل یا دوه ځله ددغه تیریګر رژیم په ضد پریکړه لیکونه اویا اعلامیې تصویب شوی دی . صهونیسټانو په تیرو ۶۸کلونو کې دامریکا په بشپړ ملاتړ سره دملګروملتو څه دپاسه سلو مصوبو او پریکړه لیکونو له اجرا سرغړولی دی او دنړیوالې ټولنې ارادې اوغوښتنې ته ئې بې پروائی کړې ده .
په سورئې کې دمرستندویه اورګانونو دټولنې مشر عبیده المفتی ویلی دی ، د ۲۰۱۲کال له اګست راهسې د ۲۰۱۵کال تر دسمبر پورې دترهه ګرو ډلو په وسله والو حملو کې د ۱۷۷روغتونونو پشمول څه دپاسه ۳۳۰طبی مرکزونه په کنډوالو بدل شوی دی . دعبیده المفتی په وینا، په دغې مودې کې همداراز دایمرجنسی دڅه پاسه اوه سوه مرستندویه پرسنل ، چې په هغو کې نرسان ، او کارکونکی شامل دی وژل شوی دی . دا په داسې حال کې دی چې په سورئې کې دنړیوالې روغتیائی موسسې استاذی الیزابت هوف هم د په سورئې کې د شپیته فی صده روغتونونو دتباه کیدو او دغه راز د پنځوسو فی صدو روغتیائی مرکزونو دبندیدو خبر ورکړی دی .
دروغتیائی نړیوالې ادارې استاذی په سورئې کې دطبی مرستو اړمنو کسانو سره مرستې په دغه هیواد کې یو خورا ستر چیلینج اعلان کړی دی . له ۲۰۱۱کال راهسې دسورئې بحران دبشار اسد د ولسی حکومت د نسکورولو لپاره دامریکا او دهغې دمتحدانو تر ملاتړ لاندې دترهه ګرو ډلو په پراخو حملو او تیریو سره پیل شوی دی او تراوسه پورې ئې دسورئې په ولس ډیرې غمیزې او ترینګلتیاوې تپلی دی . ډله ایزې وژلې ، بې کوره کیدل ، او کډوالی دسورئې پر خلکو دتپل شویو غمیزو ځینی برخې دی . داپه داسې حال کې دی چې دامریکا خارجه وزارت دسورئې له مخالفو ډلو غوښتی دی ، په جنیوا درې نومې خبرواترو کې دشتون له فرصته دې استفاده وکړی او په دغو خبرواترو کې دې له شرط پرته ګډون وکړی . دامریکا دخارجه وزارت ویندوی مارک ټونر په دې باب ویلی دی ، دسورئې د مخالفانو لپاره ، دجینوا درې نومې خبرې اترې یو تاریخی فرصت دی . دسورئې په چارو کې دملګروملتو دسرمنشی ځانګړی استاذی ډی میستورا هم هیله ښودلې چې دجینوا درې نومې خبرې اترې دجینوا دوه نومې خبرواترو په څیر له برخلیک سره مخامخ نه شی . په جنیوا دوه نومې خبرواترو کې د لورو دنظرونو اختلافات دخبرواترو کومې نتیجې ته د رسیدا خنډ شول . دجینیوا درې نومې خبرواترو کې ګډون کونکو ددغو خبرواترو لومړیتوب دانتقالی حکومت جوړیدا ، له داعش تکفیری ترهه ګرو ډلو سره مقابله او د اوور بند ټینګیدا بللی دی .
داپه داسې حال کې د ی چې دسورئې خارجه وزیر ولید المعلم په جینوا کې د سولې په خبرواترو کې دګډونو لپاره دسورئې دحکومت دمرکچی ټیم مشری په غاړه لری . دسورئې په بهر کې اوسیدونکو اعتراض کونکو ویندوی هم ویلی دی ،دجینوا په خبرواترو کې دشتون لپاره پنځلس کسیزه ډله جوړه شوې ده .
دملګرو ملتو د پروګرام په اساس دسورئې دشخړې په باب دجینیوا درې نومې خبرې اترې دجنورۍ له نهه ویشتمې نیټې پیل شوی دی او هماغه راز دوام لری ،ویل شوی دی چې ددغو خبرواترو خورا مهم چورلیز ځپلو سیمو او خلکو ته دمرستو رسول اعلان شوی دی
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو له دې چې تر دې دمه له مونږ سره مو ملګرتیا کړې ، ستاسو مننه کوو او تر بلې ا ونۍ پورې په یوه بل پرو ګرام سره ستاسو په خدمت کې بیا حاضریږو تر هغه وخته مو په نیاؤمن خدای سپارو .