Oct 23, 2016 17:32 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

یوه ستره ګناه چی په اسلام کی په سخته توګه نهې او غندله شوې ده، غیبت دئ. غیبت دادئ؛ چی د یو کس تر شاه، داسی یوه خبره وکړی چی د هغه یو عیب افشا کړی. پدی مطلب کی د غیبت په هکله د حضرت پیغمبر اکرم ص او د معصومو امامانو یو شمیر حدیثونه او روایات بیان شوی دي. هیله ده چی لازمه استفاده تری وکړئ.

 په تیر مطلب کی مو، د درواغ ویلو او د ناحقه او دروغ شهادت ورکولو په هکله بحث وکړ، او  ومو ویل؛ چی دغه ګناهونه څرنګه د انسان حیثیت او ایمان له منځه وړی. د انسان لپاره حیثیت او آبرو، د هغه د ځان په شان ورته اهمیت لری، او که کوم زیان ورته ورسیږی، لکه داچی ځان یی په خطر کی لویدلئ دئ.

غیبت هم، یوه ستره ګناه ده، چی د انسانانو حیثیت او عزت ته زیان رسوی. دغه لویه ګناه، د خلګو ترمنځ د کینې او دښمنۍ تخم پاشی، او ځینی وختونه د خونړیو لانجو؛ او د وژلې او قتل سبب ګرځی.

 په اسلام کی د خلګو د ځان، مال، حیثیت، او حتی د هغوی د مفکورې د احترام ساتل، ضروری دي. امام صادق ع په یو روایت کی فرمایی:« د مؤمن حرمت او احترام، د کعبې له حرمت څخه لا زیات دئ.» ځکه چی، د انسان عزت او آبرو؛ د هغه د یو عمر ژوند، هڅې او سختۍ محصول دئ، چی د یو شمیر کسانو د ناپوهۍ او یا اغراضو له کبله باید، په یوه شیبه کی له منځه لاړ نه شی. غیبت له هغو ګناهونو څخه دئ، چی د انسانانو له حیثیت او آبرو سره لوبه کوی. د خدای د ګران رسول ص له قوله نقل شوئ، چی ویی فرمایل:« د معراج په شپه، د یو قوم ترڅنګ تیر شوم، چی پخپلو مخونو یی منګولې راکښلې. له جبرئیل څخه می پوښتنه وکړه، دوی کوم کسان دي؟ ویی ویل: دوی هغه کسان دي، چی د خلګو پسی یی غیبت کاوه، او د خلګو آبرو او عزت یی له منځه وړه.» جالبه ده چی وپوهیږو؛ هرڅوک چی هڅه وکړی د خلګو پټ عیبونه افشا کړی، خدایتعالی ج به هغه، رسوا کړی. لکه څرنګه چی امام صادق ع، د خدای د ګران رسول ص له قوله وفرمایل:« ای هغو کسانو؛ چی په ژبې باندی مو ایمان راوړئ، او ایمان ستاسو زړونو ته لاره نه ده موندلې! مسلمانان مه ملامتوئ، او د هغوی پوښلی عیبونه مه لټوئ. ځکه هر څوک چی، د هغوی پټ عیبونه ولټوی، خدای به د هغوی پوښلی او پټی چاری ولټوی، شرمنده یی کړی، که څه هم پخپل کورکی وی.»

د امام صادق ع له قوله، په یو بل روایت کی راغلی دي: که یو څوک، د یو مؤمن د عیب لټولو او د هغه د عزت د له منځه وړلو په منظور، یوه خبره وکړی، تر څو هغه د خلګو ترمنځ بی اعتباره کړی، متعال خدای هغه، له خپل ولایت څخه باسی، د شیطان د ولایت په لور یی لیږی، او شیطان هم؛ هغه نه منی.»

 د اسلام د ګران پیغمبر ص له وفادارو یارانو څخه، ابوذر غفاری، وایی چی:« یوه ورځ می د خدای له ګران رسول ص څخه پوښتنه وکړه، چی غیبت څه دئ؟ ویی فرمایل: خپل ورور پداسی خصوصیاتو یاد کړې، چی دوست نه لری. و می ویل: ای د خدای رسوله، که هغه څه چی یادیږی، په هغه کی وی؛ څنګه دي؟ ویی فرمایل: و پوهیړه؛ که هغه څه چی په نوموړی کی وی، یاد کړې؛ د هغه غیبت دی کړئ، او که یو څه چی په یاد کس کی نه وی، ویلی دی وی؛ تهمت شمیرل کیږی.  

د خدای پیغمبر ص، همداراز ابوذر ته پخپلو سپارښتنو کی وفرمایل:«له غیبت کولو څخه وویریږه، چی ګناه یی له زنا څخه لا شدیده ده، ومی پوښتل؛ ای د خدای رسوله! په څه علت؟ انحضرت وفرمایل: ځکه چی که زنا کاره کس توبه وکړی، خدایتعالی هغه بخښی، خو غیبت نه بخښل کیږی، مګر دا چی د غیبت شوی کس رضایت لاسته راوړی.»

پدې زمینه کی د خدای د رسول ص له قوله یو بل روایت نقل شوئ، چی ویی فرمایل:« د قیامت په ورځ، یو کس را ولی، او د خدای په حضور کی یی دروی، او عمل پاڼه یی په لاس ورکوی، او هغه خپل حسنات او نیک کارونه پکی نه وینی، وایی: ای خدایه! دا زما عمل پاڼه نه ده، ځکه چی زما طاعتونه او عبادات پکی نشته. هغه ته ویل کیږی؛ ستا پرور دګار نه هیروی او هیڅ څیز نه پریږدی، ستا عمل؛ په غیبت کولو سره له منځه تللئ دئ.

 غیبت کول؛ یواځی په ژبې سره نه دی، بلکه په زیاترو مواردو کی، د سترګو په اشارې، رمز او د غړیو په حرکت سره هم غیبت کیږی. لکه څنګه چی عایشه وایی:« یوه ښځه موږ ته راغله، کله چی یی مخ واړاوه، په لاس سره می اشاره وکړه، قد یی لنډ دئ. د خدای رسول ص وفرمایل: د هغې غیبت دی وکړ، او زه یی له داسی کار څخه منع کړمه.» ځینی وختونه هم داسی پیښیږی انسان یوه خبره په کنایې سره کوی، ترڅو د نورو نظر جلب کړی، او د اوریدونکی لپاره لا زیاته علاقه پیدا کړی. د مثال په توګه وایی:« د خدای شکر ادا کوم چی، موږ یی له داسی کار څخه لیری و ساتلو!» او البته نیت یی دا دئ چی، د یو بل کس ګناه او عیب څرګند کړی. خو د دعا په بڼه یی مطرح کوی. ځینی وختونه هم دغه بد کار، له یو لړ نورو ناوړو عملونو سره ګډوی، ترڅو د یو خدای خوښ کړی کار په توګه، وښودل شی. د مثال په توګه له غیبت څخه د ځان ایستلو په توګه وایی:« ویریږم توضیح ورکړم، غیبت وشی» یا « افسوس چی شرعې زما ژبه تړلې ده» یا « شرع اجازه نه ورکوی، او که نه د ویلو وړ مسایل می ویل» دا پداسی حال کی ده، چی د اسلام ګران پیغمبر ص فرمایی:«که یو څوک، د مؤمن د هغه خصوصیت په هکله چی پکی دئ، غیبت وکړی، متعال خدای هغه دوه کسان په جنت کی نه جمع کوی، او که یو څوک د یو مؤمن غیبت پدی صورت وکړی؛ چی هغه خصوصیت پکی نشته، د هغه دواړو ترمنځ عصمت او اړیکې پری کیږی، او غیبت کونکئ د تل لپاره به، په دوژخ کی وی، او دوژخ ډیر بد عاقبت او ځای دئ.»