Oct 23, 2016 17:41 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

په تیر مطلب کی مو د غیبت موضوع وڅیړله، او ومو ویل: غیبت دادئ؛ چی خپل ورور پداسی خصوصیت یاد کړې، چی د هغه د خوښی وړ نه وی، پس که هغه خصوصیت په نوموړی کی وی، غیبت دئ؛ او که نه وی تهمت نومیږی. د غیبت ستره ګناه، د خلګو د احترام او حیثیت د زیانمنیدو سبب کیږی.

  متعال خدای ج د قرآنکریم د حُجُرات د مبارکې سورې په ۱۲ آیت کی په ډاګه غیبت رټلئ، او فرمایی:«ای هغو کسانو چی ایمان مو راوړئ دئ، له ګمانونو څخه په جدی توګه ډډه وکړئ، ځکه چی له ځینو ګمانونو څخه پیروی کول، ګناه ده، او د (خلګو په پټو چارو کی) پلټنه مه کوئ، او د یو او بل غیبت مه کوئ، آیا له تاسو څخه کوم یو دوست لری، چی د خپل مړ ورور غوښې وخوری؟ البته له هغه کرکه لرئ.»

پدی مطلب کی هم د غیبت د موضوع په هکله خپل بحث ته دوام ورکوؤ.

 غیبت، له کبیره او سترو ګناهونو څخه دئ، او په مسلمانو نارینه ؤ او ښځو باندی فرض دئ، چی د غیبت او ګناه په غونډو کی حاضر نه شی. ځکه  نو  امام علی ع فرمایی:«د غیبت د اوریدونکی ګناه، د غیبت کونکی په شان ده.» هرمسلمان دنده لری؛ د خپل توان په اندازاه د خپل مؤمن ورور حیثیت او اعتبار وساتی، او پری نږدی چی زیانمن شی. کله چی په یوه غونډه کی د نورو غیبت او بد وینه کیږی، د یو مسلمان دنده داده؛ چی امر باالمعروف او نهی عن المنکر وکړی، او له هغه کس څخه چی غیبت یی کیږی، دفاع وکړی. که داسی یو وضعیت رامنځته شی، چی د غیبت اوریدونکئ په هیڅ ډول، د هغه غیبت د ردولو توان ونه لری، باید نورې لارې غوره کړی؛ دا شان چی هڅه وکړی د خبرو موضوع بدله کړی. که یی بیا هم و نشو کړای د دغې ګناه مخنیوئ وکړی، د غیبت له غونډې څخه ووځی. مګر که دا کار هم ممکن نه ؤو، لږ تر لږه باید په زړه کی، ناراضه او له دغه کار څخه بیزار وی؛ ځکه چی که یو څوک د بل چا له غیبت څخه راضی وی، او لدې کبله چی د هغه عیبونه ویل شوی دي، خوشحاله شی، پرته لدې چی پخپله په غیبت کی رول لرلئ وی، ګناهګاره دئ.

په یو روایت کی راغلی دي: چی یو سړی، د خدای د ګران رسول ص په حضور کی، د یو کس په هکله بدې خبرې وکړې، په هماغه ځای کی یو بل چا، له هغه څخه دفاع وکړه. انحضرت وفرمایل:« هر څوک چی د خپل مؤمن ورور د حیثیت د له منځه تلو مخه ونیسی، د دوژخ له اور څخه په امان کی دئ.» او په یو بل روایت کی راغلی؛ چی ویی فرمایل:« که یو کس، د خپل مؤمن ورور په هکله یو غیبت واوریده، او هغه یی رد کړ، متعال خدای له هغه څخه زر بدۍ او شر  را ګرځوی، او که یی هغه غیبت رد نه کړ، بلکه تعجب یی هم وکړ، ګناه یی د هماغه کس په شان ده، چی غیبت کوی.» پدی اساس، یواځی له غیبت کولو څخه  نهې کول کافی نه دي، بلکه د هرکس لپاره ضرورې ده، چی چوپه خوله پاتی نه شی، او له خپلو دینی وړونو څخه دفاع وکړی. او د هغوی د اعتبار او حیثیت په ساتنه کی کوښښ وکړی. په حقیقت کی هر مسلمان باید، هغه نیوکې او عیبونه چی؛ د دینی ورور په هکله یی مطرح کیږی، په درستې او خدای خوښ کړې توجیه سره رد کړی، او شایعې  د خوریدو او د ګناه د رائیجیدو  زمینه له منځه یوسی.

 حضرت امام صادق ع، په یوه ارزښمنه وینا کی فرمایی:«غیبت مه کوه، چی ستا غیبت کیږی، او د خپل ورور لپاره څاه مه کینه، چی پخپله پکی لویږې؛ ځکه چی په هر لاس چی ورکړی، په هماغه لاس یی بیرته اخلی.» د دغه روایت په اساس، هر څوک چی د نورو پسی غیبت کوی، ځان د غیبت په وړاندی راولی. په یو روایت کی راغلی دي؛ چی یو سړی، امام سجاد ع ته وویل:« پلانئ ستا په هکله وایی؛ چی ته ګمراه او بدعت ګذاره یی. انحضرت ورته وفرمایل:« له هغه سړی سره دی، د ناستې پاستې حق ادا نه کړ، ځکه چی د هغه خبره دی ماته راوړه. زما حق دی هم ادا نه کړ، ځکه چی زما د ورور له خولې دی داسی یو څیز، ماته را ورساوه؛ چی زه پری نه یوهیدم! له غیبت څخه ډډه وکړه، هغه د دوږخ د سپیو خوراک دئ، او  پدی پوه شه؛ هغه څوک چی د خلګو زیات عیبونه وایی، د دی بیانونکی دي؛ چی هغه دغه عیبونه په هماغه اندازه چی په ځان کی یی دي، په نورو کی لټوی.»

 له ګناهونو څخه توبه کول فرض دي، او هر مسلمان باید؛ بیله ځنډه له خپلو ګناهونو څخه پښیمانه شی، او توبه وکړی او که توبه ونشی کړای؛ او له دنیا لاړ شی، د قیامت په ورځ به، له ډیرو سترو ګناهونو سره مخامخ شی. حضرت رسول اکرم ص په یو حدیث کی وفرمایل:« هر څوک چی د دینی ورور یو حق ور په غاړه دئ( که هغه آبرو وی یا مال)، باید له هغه څخه رضایت وغواړی؛ مخکی تر دې چی د قیامت ورځ ورسیږی، ځکه په هغه ورځ کی درهم او دینار نه موندل کیږی، او په بدل کی یی نورو ته د بدیو له کبله، د هغه له نیکو کارونو او حسناتو څخه اخلی. که کوم نیک کار ونه لری، د مقابل لوری له ګناهونو څخه اخلی، او د هغه په ګناهونو باندی ور زیاتوی.»

همداراز حضرت پیغمبر اکرم ص وفرمایل:« هر څوک چی د خپل مسلمان ورور غیبت وکړی، روژه یی باطلیږی، او اودس یی ماتیږی؛ ځکه نو که پدی حال کی مړ شی، پداسی حال کی مړ شوئ؛ چی د الهی حرام، حلال شمیرونکئ دئ.»

پدی اساس باید، غیبت کونکئ او د غیبت اوریدونکئ؛ له خپلې ګناه څخه توبه وکړی. البته په اسلام کی توبه، د ګناه د پریښودلو؛ له ګناه څخه د پښیمانه کیدو، د ګناه د یو ځلې بیا نه ترسره کولو لپاره د تصمیم لرلو، او د ګناه د جبیره کولو په شان، یو لړ شرایط لری.