د امریکا کورنیو حالاتو ته کتنه
-
د امریکا کورنیو حالاتو ته کتنه
د امریکا د ؤلس مشرۍ انتخاباتو د کاندیدانو دریمه ټلویزیونې مناظره او بحث، په ځایی وخت د تیرې اونۍ د چهارشنبې په شپه، یو ځلې بیا په لانجمنه او کړکیچنه فضا کی، او د کلنټن په باره کی د ویکی لیکس د اسنادو د افشاکولو، مهاجرت، بهرنی سیاست، او د ټرامپ د اخلاقی رسوائیو په شان مسایلو د څیړلو په چورلیز ترسره شو. دغه مناظره هم د تیرو بحثونو په شان، په تیره بیا د بهرنی سیاست او مهاجرت په بحثونو کی، د دؤو کاندیدانو ترمنځ د لفظې لانجو سره مل وه.
د ډموکراټ ګوند کاندیدې«هیلاری کلنټن» پدی بحث کی، چی د نوادا ایالت په لاس وګاس کی وشو؛ ادعا وکړه: چی روسیه د امریکا په باره کی د جاسوسۍ، او د امریکا د ؤلس مشرۍ په انتخباتو کی د نفوذ کولو په حال کی وه، او ټرامپ له دغې مسئلې څخه ملاتړ کړئ، او یاد هیواد یی تشویق کړئ دئ. کلنټن همداراز وویل: روسیه؛ په امریکا کی د داسی یو ؤلس مشر د ټاکلو غوښتونکې ده، چی د روسیې د لوبې یوه وسیله وی. په مقابل کی ټرامپ پدی باندی په ټینګار سره، چی پوتین نه پیژنی او د هغه ملګرئ نه دئ، څرګنده کړه: د روسیې ؤلس مشر د سپینې ماڼۍ په خلاف، د سوریې په شمول پخپلو سیمه ایزو سیاستونو کی، بریمنه هڅه کړې ده.
پداسی حال کی، چی له ښځو سره د ټرامپ د اړیکو افشا کیدل، او د هغوی د جنسی زورونې موضوع، په تیرو څو اونیو کی، د امریکا په ټولنه او حتی له هغې څخه په بهر کی، په یوې جنجالې مسئلې باندی بدله شوې ده، ټرامپ دغه چارې د کلنټن د انتخاباتی کمیټې ساختګې کیسې وبللې، او ټینګار یی وکړ؛ چی کوم غلط کار یی نه دئ کړئ. ده د میرمن کلنټن انتخاباتی کمیټه پدې تورنه کړه، چی د هغه په انتخاباتی غونډه کی یی شخړه او کشمکش رامنځته کړئ دئ. ټرامپ همداراز یو ځلې بیا په انتخاباتو کی د درغلۍ موضوع مطرح کړه، او ویی ویل: کلنټن د ایمیلونو او نورو مهمو جرمونو په خاطر چی سرته یی رسولی دي، باید په انتخاباتو کی د کاندید کیدو اجازه نه وای موندلای. د دغې مناظرې په نورو برخو کی، له اټمی بمونو څخه د استفادې موضوع، د امریکا اقتصادی وضعیت، د مالیاتو موضوع، له عربستان څخه د مرستې د ترلاسه کولو، او په سوریه او عراق کی د امریکا د سیاستونو په باره کی بحث او جنجال وشو.
د دریمې مناظرې او بحث په ختمیدو سره، تر راتلونکو دریو اونیو پوری د امریکې د خلګو د رایو په اساس، له دغو دؤو کاندیدانو څخه به یو تن، سپینې ماڼۍ ته لاره ومومی، لیکن هغه څه چی پدغو دریو مناظرو کی له مخکی څخه څرګند شول، د امریکا ټولنې اوسنی کړکیچونه دي. اقتصادی مشکلات، په تیره بیا ګرانې؛ بیکاری د تنخواه ګانو بد وضعیت، او د مالیاتو اخیستل، له هغو مهمو موضوعګانو څخه ؤو، چی هر دواړو کاندیدانو د هغو په هکله خبرې وکړې، او اوسنئ وضعیت یی د مخکنیو سیاستونو محصول وباله. دغو دؤو کاندیدانو په ګډه، په امریکا کی د مسکینۍ او اقتصادی مشکلاتو په شتوالی باندی اقرار وکړ.
د امریکا د بهرنی سیاست، او د سوریې او عراق په شمول د نړۍ د نورو هیوادونو په باره کی د اوباما د دولت د کړچار څیړل هم، د بحث وړ موضوعګانو څخه ؤو، چی په تیره بیا د ټرامپ له خوا پری اعتراض وشو، او ده اوسنی سیاستونه غلط، او اوسنی شرایط نا مطلوب او بد وبلل. کلنټن هم؛ پدې زمینه کی په سوریه کی د الوت د منعې سیمې د رامنځته کولو په شمول، د اصلاحاتو وعده ورکړه. همداراز د نا امنیو او په واټونو کی په ګرمو وسلو سره د وژلو زیاتیدل، په اوس حال کی په امریکا کی په یوې جدې مسئلې باندی بدل شوی دي، او هر دواړو کاندیدانو پدې باره کی خپلې نظریې مطرح کړې، پداسی حال کی چی د نوموړو دؤو کاندیدانو ګډه موضوع، د امریکا ټولنې په بد وضعیت باندی اقرار کول ؤو. د کلنټن له قوله، هر کال په امریکا کی ۳۳ زره کسان په ډزو وژل کیږی. هم د ډموکراټ ګوند کاندیدې، او هم د جمهوریت غوښتونکو کاندید هر دواړو، د سرحدونو د امنیت له پوره کیدو څخه نیولی، د داخلی مشکلاتو لپاره د حل لارې تر موندلو پوری چارو په هکله خبرې وکړې. کلنټن د مهاجرت په قانون باندی د یوځلې بیا نظر اچولو، او ټرامپ له مهاجرت څخه د مخنیوی کولو، او د مهاجرانو د ایستلو په باره کی بحث وکړ. په عین حال کی د وسلې د وړلو، د ټور پوستو د وژلو، او له فساد سره د مبارزې په شان مسایل، د امریکا د ټولنې له مشکلاتو څخه ګنل کیږی.
واقعیت دا دئ، چی د امریکا د ؤلس مشرۍ انتخاباتو د دغو دؤو کاندیدانو ترمنځ لانجمن مسایل، له دواړو ګوندونو څخه د امریکایی مقامونو د کړچار محصول دئ؛ چی په نړۍ کی د ډموکراسۍ د ټینګولو ادعا لری. زیاترو سیاسی شناندو، د دغو دریو بحثونو او مناظرو له کیدو وروسته، له تیرو مناظرو سره په پرتله کی، پدغو بحثونو کی د سپکاویو، افشاګریو، او اخلاقی مشکلاتو اندازه زیاته او بی مخینې بللې، او هغه یی د امریکا ټولنې د کورنیو او بهرنیو کړکیچونو له کبله ارزولې ده. داسی کړکیچونه چی که څه هم د هر دواړو ګوندونو کاندیدانو هڅه وکړه؛ هغه د مقابل لورې ګوند محصول وبولی، خو په حقیقت کی د امریکا د سترو سیاستونو لاسته راوړنی دي. جګړه غوښتنې؛ د مختلفو هیوادونو په داخلی سیاستونو کی لاسوهنې؛ د پوځی او وسله والو لګښتونو زیاتیدو، او مهاجرتی او مالیاتی سیاستونو، په اوس حال کی دغه ټولنه له پخوا څخه په زیاته اندازه، د سیاسی؛ اقتصادی او ټولنیزو ستونځو سره مخامخه کړې ده. پداشان شرایطو کی ټاکل شوې ده، د امریکا د جمهوری ریاست انتخابات، د نوامبر په ۸ مه نیټه ترسره شی، او د چارو واګې له دغو دؤو کاندیدانو څخه یو تن په لاس کی واخلی.
د امریکا د ؤلس مشرۍ انتخاباتو سیالۍ، د ټاکنو د ترسره کیدو نیټې ته په نږدی کیدو سره، د کم ساری کړکیچونو سره مخامخی شوی دي. له یوې خوا د جمهوریت غواړی ګوند دفتر، د کارولینا په برخلیک ټاکونکی ایالت کی تر حملې لاندی نیول شوئ، او له بلې خوا، د انتخاباتو د درستوالی؛ او د هغو د نتایجو د منل کیدو په هکله جدی شکونه پیدا شوی دي. دا پداسی حال کی ده، چی په امریکا کی د سیاسی دود سره سم، پدغه هیواد کی د ؤلس مشرۍ ټول انتخابات، د ډموکراټ او جمهوریت غوښتونکی دؤو ګوندونو ترمنځ، د نسبتاً سوله ایزو سیالیو په چوکاټ کی، ترسره شوي، او نتیجې یی منلې شوی دي. د هرې ډلې لپاره د نوامبر د اتمې نیټې د انتخاباتو ډیر اهمیت؛ او همداراز د ټرامپ او کلنټن نږدی او ګام په ګام سیالۍ ته په پام سره، د امریکا په سیاسی ټولنو کی په انتخاباتو کی د درغلۍ، یا د هغو د نتایجو د نه منلو احتمال مطرح شوئ دئ. پدی منځ کی د مخالفانو له خوا په ګوندی دفترونو باندی حمله، کولای شی د انتخاباتو له ترسره کیدو وروسته، د سختو جنجالونو یوه نښه وی، او په امریکا کی سیاسی او ټولنیز کړکیچونه له اوسنی حد او اندازې څخه لا زیات کړی.
د امریکا د روان کال د ؤلس مشرۍ په انتخاباتو کی، د جمهوریت غوښتونکو کاندید، ډونالد ټرامپ، یو ځلې بیا په ټاکنو کی د درغلۍ د احتمال په باره کی خبر دارئ ورکړ. ټرامپ تر اوسه پوری څو ځلې د امریکا د روان کال په ؤلس مشریزو انتخاباتو کی د درغلۍ د کیدو له احتمال څخه خبر ور کړئ ؤ. له دې وړاندی ټرامپ خبردارئ ورکړئ ؤ، د کلنټن ملاتړ کونکی؛ چی هغوی د فاسدو سیاسی تشکیلاتو د غړیو په توګه یادوی، غواړی په هرې ممکنې بڼې سره، د خپل نظر وړ کاندید؛ سپینې ماڼۍ ته واستوی. تر اوسه پوری سابقه نده لرلې، چی د امریکا د دؤو اصلی ګوندونو یو کاندید، د دغه هیواد انتخاباتی سیسټم؛ په درغلۍ باندی تورن کړی. حتی په ۲۰۰۰ م کال کی چی د امریکا د ؤلس مشرۍ انتخابات جنجال پارونکی شول؛ له ډموکراټ ګوند څخه ماته خوړلي کاندید(آل ګور) هم، په انتخاباتو کی د درغلۍ آوازه مطرح نه کړه. په وروستیو لسیزو کی د ډموکراټ او جمهوریت غوښتونکی دؤو ګوندونو د سیاسی پوهانو او فعالانو ترمنځ، د انتخاباتو د درستوالی په باره کی یو ډول ګډ نظر شتون لرلئ دئ. البته په امریکا کی، په ځلونو په انتخاباتو کی د ګډوډۍ، یا ځنی وختونه د درغلۍ د رامنځته کیدو په هکله، یو لړ راپورنه مطرح شوی دي. سره له دې حاله؛ هیڅکله نه ویل کیدل چی داشان مشکلات او درغلۍ د انتخاباتو د نتیجې د بدلولو توان لری. په اوس حال کی د امریکا د وروستۍ نیمې پیړۍ د ؤلس مشریزو انتخاباتو په ډیرو جنجالی سیالیو کی، ټرامپ ادعا کړې ده چی هم، له انتخاباتو څخه وړاندی، او هم د هغو د ترسره کیدو په ورځ کی، انتخاباتی درغلۍ جریان لری. دغه موضوع یواځی ډموکراټ ګوند، یا د هیلاری کلنټن ملاتړ کونکی تر پوښتنی لاندی نه راولی، بلکه د امریکا د انتخاباتی سیسټم درستوالئ او سلامتیا له لانجې سره مخامخوی. دغه موضوع له دې کبله اهمیت لری، چی د زیات احتمال په اساس، ټرامپ د نوامبر د اتمی نیټې، په انتخاباتو د احتمالی بایللو په صورت کی د هغو نتیجې ونه منی، او د هغه له قوله په امریکا باندی د واکمنو فاسدو، سیاسی تشکیلاتو لپاره، نوی مشکلات ور پیدا کړی.
د روسیې ؤلس مشر، ولادیمیر پوتین، په روسیې باندی د سایبری حملو په باره کی، د امریکا د ؤلسمشر د مرستیال د څرګندونو په غبرګون کی وویل: دا دلمړۍ ځلې لپاره ده چی، واشنګټن پداشان اقداماتو کی په ګډون کولو باندی اقرار کوی، او دغه مسئله؛ روسیه ګواښی. پوتین ټینګار وکړ: چی دغه اقدام د نړیوالو اړیکو د معیارونو په خلاف دئ. په عین حال کی د روسیې ؤلس مشر دې مسئلې ته اشاره وکړه، چی روسیه له امریکا سره د مقابلې، او د دؤو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو د ادامې غوښتونکې نه ده. د پوتین له قوله، د روسیې او امریکا د اوسنیو اړیکو لانجه، د سوریې د کړکیچ له کبله نه ده؛ بلکه ډیرې پخوانۍ دورې، یعنی د یوګسلاویا د بحران په سر د دواړو لورو د نظر اختلاف ته ورګرځی. د دغې مسئلې دلیل هم پر نړۍ باندی د سلطې لرلو لپاره د امریکې هڅه، او په نورو هیوادونو باندی د خپلو نظرونو تپل دي. سره له دې حاله، د امریکا په وړاندی د پوتین نوې دریځنیونه؛ د یادو نړیوالو قدرتونو په اړیکو کی د اوسنۍ پروسې له ادامې سره د مسکو د علاقې نه لرلو بیانونکې ده. د داشان درییځنیونو او څرګندونو سره سره، د امریکایی مقامونو دریځنیونو او اقداماتو ته یوه کتنه، له دې څخه په غیر؛ بل څیز ښیې. د دغو مسایلو له جملې څخه، د روسیې په خلاف د سایبری حملو د کولو په باره کی، د امریکا د ؤلس مشر د مرستیال«جو بایډن» په شمول د امریکایی مقامونو مقامونو څرګند ګواښ دئ. داسی بریښی چی په امریکا کی د ؤلس مشریزو انتخاباتو د مبارزو زیاتوالی ته په پام سره، د واشنګټڼ مقامونو اوس د روسیې په خلاف د تبلیغاتی حملو، او همداراز د دغه هیواد په خلاف د سایبری اقداماتو د کولو لپاره، فرصت مناسب موندلئ دئ. پدې زمینه کی د امریکا د احتمالی اقدام پلمه او دلیل، د امریکا د دولتی او انتخاباتی ارګانونو، او د ډموکراټ ګوند د دفتر په خلاف د روسیې مامورانو له خوا د سایبری حملو کیدل دي. سره له دې حاله، یو شمیر امریکایی مقامونه باوری دي، چی د دغو سایبری نفوذی عملیاتو په مدیریت کولو کی د روسیې د دولت د رول قطعی ثبوت، امکان نه لری. د روسانو له نظره امریکایی مقامونه پدی دلیل، چی د انتخاباتی مسایلو د رښتنې تجزیې او څیړلو توان نه لری، د نورو هیوادونو په ملامتولو، او په هغوی پوری د انتخاباتی مشکلاتو په تړلو سره، د هغو د توجیه کولو په لټه کی دي.
د چین د دفاع وزارت، د اکټبر په اتلسمه نیټه، د یوې بیانیې په خپرولو سره، په سیمه کی د امریکا او جنوبی کوریا له ګډې پوځې مانورې څخه اندیښنه وښودله. داسی بریښی د چین اندیښنه تر ډیره حده له دې کبله ده، چی د امریکا د رونالډ ریګان اټمی الوتکې وړونکې جنګی بیړۍ هم، پدغه پوځی مانوره کی ګډون کړئ ؤ. چین او شمالی کوریا د آسیا په ختیځ باندی د تمرکز کولو په هکله د امریکا نوې استراتیجې، د خپلو ملی ګټو او واکنۍ په خلاف یو ګواښ ګنی، او د امریکا له خوا د هر ډول ګواښ سره په متناسبه توګه، لا جدی دریځ غوره کوی. البته چین د شمالی کوریا یو لړ اټمی اقدامات، د بین المللی قوانینو، او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د مصوبو په خلاف بولی، او هر کله نا کله له دا شان اقداماتو څخه د ډډه کولو لپاره، شمالی کوریا ته خبردارئ ورکوی، لیکن د بدلونونو پروسه؛ او په تیره بیا له جنوبی کوریا سره د ګډې پوځی مانوری په چوکاټ کی، د امریکا ګواښونه؛ پیونګ یانګ او پکینګ، د امریکا په وړاندی په یوه لیکه کی راولی. شمالی کوریا، امریکا؛ له جنوبی کوریا سره د ګډې پوځی مانورې د ترسره کولو له کبله، د سیمې د امنیت د ګواښیدو عامل ګنی، او چین هم ، په آسیا کی د امریکا د کړچار په هکله همدغه نظر لری. د چین او شمالی کوریا ترڅنګ، روسیه شتون لری، او په شمال او لیری ختیځ کی د امریکا د پراختیا غواړو سیاستونو په وړاندی، د دغو دریو هیوادونو د نظر یوشانته والئ، له هر بل وخت څخه په زیاته اندازه، د ملګرتیا زمینې برابروی. چین او شمالی کوریا په آسیا کی د امریکا له سیاسی او پوځی کړچار څخه اندیښمن دي، او روسیه هم؛ د امریکا او د جاپان په شمول د هغې د ملګرو له خوا، خپلې ګټی په خطر کی وینی.