Nov 13, 2016 16:31 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

ګرانو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره (ایران د اونۍ په هنداره کښې) د لړۍ په یو بل پروګرام سره حاضر شوي یو.

                تیره اونۍ بروکسل د ایران او د اروپائي اتحادیې د چارواکو د غونډې کوربه و. دغه غونډه د مهمو سیمه ایزو او دوه اړخیزو موضوعاتو په هکله د خبرواترو او همفکرۍ په موخه ترسره شوه.

د بروکسل غونډه چې د اروپائي اتحادیې د بهرني د مرستیال مسئولې هلګا اشمیډ او د ایران د خارجه وزارت د مرستیال مجید تخت روانچي په ګډې مشرۍ ترسره شوه، د برجام له اجرا کیدو وروسته د دې سطحې دویمه غونډه ګڼله کیږي.

د ایران او اروپائي اتحادیې وړومبۍ دوه اړخیزه غونډه په تیره فرورۍ میاشت کښې په تهران کښې ترسره شوې وه. اروپائي اتحادیې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د بروکسل په غونډه کښې د تجارت، انرجۍ، ژواک چاپیریال، مهاجرت، ښوونې، کلتور، علمي څيړنو او ټرانسپورټ په شمول ځینو برخو کښې د ایران او اروپائي اتحادیې اړیکې وڅیړل شوې.

د دغې خبرپاڼې له مخې دواړو خواو همداشان د سیمې د مسائلو په تیره بیا د سوریې، عراق، یمن، لبنان او افغانستان د حالاتو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه. د ایران او اروپائي اتحادیې چارواکو د بشري حقوقو د موضوع په هکله هم سلامشورې وکړې.

ایران د برجام له اجرا وروسته له ځینو اروپائي هیوادونو سره هم مهم بحثونه پیل کړي دي. دا خبرې اترې ایران ته د اروپائي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې میرمن موګریني په څو میاشتې مخکښني سفر سره یو نوي باب ته داخلې شوې.

له ایټمي موافقې وروسته د ایران په وړاندې د اروپائي اتحادیې د نوې سټراټیجۍ کړنلارې چې دوه اونۍ مخکښې تصویب شوه، دا مذاکرات لا چټک کړي دي. په یاد پریکړه لیک کښې په سیمه کښې د ثبات او ارامښت په ټینګولو او ساتلو کښې د ایران په موثر سیمه ایز او نړیوال رول باندې اعتراف شوی او د سیمه ایزو شخړو په هواري او له ترهګرۍ په تیره بیا داعش او دغه شان نورو ډلو سره په مبارزې کښې د ایران د ګډون او په ټولو سیاسي، اقتصادي، علمي، روزنیزو، تحقیقاتي او د انرجۍ او ژواک چاپیریال په برخو کښې له ایران سره د اړیکو د پراختیا په ضرورت ټينګار شوی دی.

ایران او اروپائي هیوادونه په ټولو مواردو کښې حتماً ورته دریځونه نه لري خو په عین حال کښې د دواړو لورو په دریځونو او د سیمې سترو مسائلو ته په کتنه کښې مهمې ګډې زمینې شته دي. دغه مشترکات او ګډولې د ګډو مسائلو او ګواښونو لپاره د یوې حل لارې د موندلو په لړ کښې د رغنده آئيډیالوجۍ د رامینځته کیدو سبب کیدی شي.

‍                د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تیره اونۍ د ختیځې اروپا یوڅو هیوادونو ته سفر وکړ او د دغه سفر په وړومبي پړاو کښې د رومانیا پلازمینې بخارسټ ته لاړ او بیا یې د سلواکیا او چیک کتنه وکړه.

ختیځې اروپا ت د ظریف سفر د دې په ترڅ کښې چې د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا زمینه یې برابره کړه، په نورو برخو کښې د دواړو هیوادونو د علاقې وړ مسائلو په هکله د سلامشورو فرصت یې هم برابر کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر تیره جمعه په پراګ کښې د چیک جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر لوبومیر زائورالک سره په ګډه خبري غونډه کښې وویل: د دواړو هیوادونو چارواکي د سوریې د کړکیچ لپاره د سیاسي حل لارې د موندلو د ضرورت او په دغه هیواد او عراق کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې په لړ کښې همفکره دي.

د ایران خارجه وزیر څرګنده کړه: له چیک او همداشان اروپائي اتحادیې سره د ایران ملګرتیا په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او درملیزو ډګرونو او هم له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې دوام لرلی شي.

ظریف همداشان د ګډ اقدام په جامع پروګرام (برجام) باندې د ټولو خواو د پابندۍ په ضرورت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: برجام یوه دوه اړخیزه نه بلکې نړیواله موافقه ده او ایران پر هغې ژمن پاتې کیدل د ټولو په ګټه ګڼي.

                هغو تبلیغاتي څرګندونو ته په پام سره چې ټرامپ مخکښې د برجام په هکله کړې وې، ځینې سیاسي ټولنې اوس دا پوښتنه کوي چې آیا د برجام موافقې په وړاندې د امریکې په سیاستونو کښې به بدلون راشي؟

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني د تیرې اونۍ په چارشنبې ورځ د حکومت د کابینۍ په غونډه کښې وویل: د ایران عزت او خپلواکي په دې کښې ده چې د ایران دریځونه یوازې د دې هیواد د خلکو له غوښتنې او ارادې اغیزمنیږي او په بهرنيو حکومتونو کښې په بدلونونو سره هیڅ بدلون نه کوي.

ولسمشر روحاني په دې خبرې سره چې نن سبا امریکا له ایرانه د ویرونې او د ایران خلاف د نړیوالې اجماع د جوړونې توان نه لري، زیاته کړه: د امریکې د غلطو او کمزورو شویو سیاستونو په وجه د نړۍ په عامه افکارو او نړیواله ټولنه کښې د امریکې موقعیت او له نړیوالې او اروپائي ټولنې سره د لازیات واټن په وجه به دغه موقعیت لاډیر زیانمن شي.

د اروپائي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې فډریکا موګریني هم سي، این، این چینل ته په یوه مرکه کښې ټینګار وکړ: د ایران ایټمي موافقه د ایران او امریکې ترمینځ یوه دوه اړخیزه موافقه نه ده بلکې دا یوه څواړخیزه موافقه ده چې مونږ خپله پکښې نیغ په نیغه مسئولیت درلود او اوس هم د هغه کډ کمیشن مشري په غاړه لرم چې د موافقې په اجرا څارنه کوي او باید له ټولو اړوندو خواو څخه د دغې موافقې د اجرا کولو ضمانت واخلم.

د ایران موافقه په ملګرو ملتو کښې د امنیت شورا د پریکړه لیک په چوکاټ کښې تصویب شوې ده نو په دې وجه یوه یواړخیزه یا دوه اړخیزه مسئله نه ده بلکې څواړخیزه موافقه ده چې د ملګرو ملتو په چوکاټ کښې ده.

چیک جمهوریت ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په سفر کښې هغه په پراګ کښې د دغه هیواد د پارلیمان له مشر یان هاماچیک سره هم ملاقات وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر ختیځې اروپا ته د خپل پړاویز سفر په وروستي پړاو کښې د چیک جمهوریت له چارواکو سره د لیدوکتو په موخه دغه هیواد ته لاړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تیرې اونۍ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ هم په براتیسلاو کښې د سلواکیا د بهرنیو چارو له وزیر میرو سلاو لایچاک سره په ګډه خبري غونډه کښې وویل: تهران د ایران او سلواکیا له وړتیاو د ګډې ګټه پورته کونې په چوکاټ کښې د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د محدودیتونو د ختمولو لپاره خپل کوشش کوي.

ظریف رونیا ته پخپل سفر کښې هم د دغه هیواد له چارواکو سره د دوه اړیزخو اړیکو او د دواړو لورو د علاقې وړ مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې.

                 د هنګري د پارلیمان مشر تهران ته په یو سفر کښې له ایراني چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

لازلو کوور او ورسره پلاوي تیره شنبه د ایران د اسلامي شورا له مشر علي لاریجاني او نورو چارواکو سره ملاقات وکړ او د دوه اړخیزو، پارلیماني، سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر وویل: د هنګري د پارلیمان له مشر سره د مذاکراتو مهمه برخه په هغو زمینو کښې وه چې د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیا په پراختیا اغیزه کولی شي.

د ایران د مقننه قوې مشر د انرجۍ، د بسونو جوړونې، ژواک چاپیریال او اوبو او هم د کلتوري او پوهنتوني ملګرتیاو په برخه کښې پانګونه د هنګري د پارلیمان له مشر سره د خبرواترو له چورلیزونو وبلل.

د ایران د اسلامي شورا مشر همداشان د سیمې د حالاتو او له ترهګرو سره د مبارزې په هکله هم وویل: په نړۍ کښې دې بدې ښکارندې ته د ایران او هنګري نظر مشترک دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر تیره اونۍ ختیځې اروپا ته له سفر مخکښې لبنان ته هم سفر کړی و.

محمد جواد ظریف د لبنان له ولسمشر میشل عون او د دغه هیواد له نورو چارواکو او د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په کتنه کښې د سوریې په شمول د سیمې د وروستیو بدلونونو او دوه اړخیزو مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه. ظریف د لبنان په پلازمینه بیروت کښې د فلسطیني مقاومت د ځینو مشرانو په ټول کښې وویل: فلسطین د ایران د بهرني سیاست اصلي چورلیز دی او دغه سیاست د ایران د اسلامي جمهوریت د مسئولانو لخوا په جدیت سره تعقیبیږي.

ظریف د لبناني ډلو اجماع او د ولسمشر د غوره کولو لپاره په دغه هیواد کښې شوې سیاسي موافقه مهمه وبلله چې د خلکو او مختلفو ډلو سره په غوښتنې او ارادې سره ترلاسه شوې ده.

                د ایران د بهرنیو چارو وزیر لبنان ته له تګ مخکښې په تهران کښې د سوریې د بدلونونو په هکله د سوریې د خارجه وزیر له قایم مقام سره وکتل.

فیصل مقداد چې د ایران د خارجه وزارت د عربي او افریقائي چارو د مرستیال حسین جابري انصاري په بلنه او د ګډې سیاسي کمیټې د غونډې د ترسره کیدو په موخه د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ تهران ته راغلی و، د دوشنبې په ورځ یې د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره ملاقات او د سوریې د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.

ظریف په دې خبرې سره چې په یمن او سوریه کښې انساني غمیزه باید په سمدستي اوربند او د سوریې او یمن ټولو خلکو ته د انساندوستانه مرستو په ور رسولو او سیاسي حل لارې ته په رسیدو سره ختمه شي، ټینګار وکړ: د دې دواړو هیوادونو ستونزه له سیاسي حل لارې پرته بله چاره نه لري.

د دغو سلامشورو په دوام کښې د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړی استازی سټیفن ډي میستورا د خالي یا شنبې په ورځ تهران ته راغی.

سټیفن ډي میستورا د ایران د عربي او افریقائي چارو د مرستیال صادق حسین جابري انصاري په بلنه تهران ته راغلی دی.

د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس پخپل تازه رپورټ کښې یوځل بیا د برجام سره سم پرخپلو ژمنو د ایران پابندي تائیده کړه.

یوکیا امانو د تیرې اونۍ په چارشنبې د ایران او ۵+۱ ډلې د ایټمي موافقې په هکله پخپل موسمي رپورټ کښې د دغې موافقې له مخې پر خپلو ژمنو باندې د ایران پابندي یوځل بیا تائیده کړه.

د دغه رپوټ له خپریدو وروسته د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایران دایمي استازي رضا نجفي وویل: د امانو نوي رپورټ یوځل بیا د ایران لخوا د برجام بشپړه اجرا تائیده کړه.

نجفي زیاته کړه: دا رپورټ یوځل بیا تائیدوي چې د یورانیمو د پخولو، تحقیق او پراختیا، د اراک د درنو اوبو د ري ایکټر د بیا ډیزاینولو او د درنو اوبو د تولید په شمول مختلفو زمینو کښې د ایران ایټمي فعالیتونه  د برجام په چوکاټ کښې دوام لري.

                په داسې حال کښې چې د اسلام د ګرانقدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د خوږ لمسي او د نړۍ د مسلمانانو د دریم معصوم امام حضرت حسین علیه السلام زیارتوال او مینه وال نن سبا په کم ساري شوق او پرتم سره پلي او پياده د کربلا په لور روان دي، تکفیري او ترهګرو ډلو د حسیني اربعین یا څلویښتنې د سترې کنګرې د ترسره کیدو په درشل کښې د عراق په سامرا ښار کښې په یو انساني ضده اقدام کښې یو بل جنایت ترسره کړ.

د موصل د آزادولو په عملیاتو کښې د داعش ترهګرې ډلې له پرله پسې ماتو وروسته داعشي ترهګرو په عراق کښې خپل ترهګر اقدامات زیات کړي دي او د ملکي خلکو وژلو ته یې مخه کړې ده. دې کار وښودله چې د اسلام دښمنان او د هغوي تکفیري لاس پوڅي له مسلمانانو په تیره بیا د اهل بیتو علهیم السلام له منونکو د غچ اخیستو په لټه کښې دي.

د ایران د حج او زیاراتو په چارو کښې د ولي فقیه استازي حجت الاسلام والمسلمین سید علي قاضي عسکر په یو پیغام کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې په ناحقه توې شوې وینې به ترهګر بلآخره رسوا کړي، ترهګرو ډلو او د هغوي سیمه ایزو او نړیوالو ملاتړو ته په خطاب کښې وویل: مسلمان جنګیالي به د اسلامي ویاړمن بیرغ نه یوازې په عراق کښې بلکې په سوریې او یمن کښې هم ورپوي.

د تیرې اونۍ د اتوار یا یکشنبې په ورځ د عراق په سامراء ښار کښې د امامین عسکریین علیهم السلام په پارکنګ کښې د ایران د زیارتي کاروانونو له بسونو سره نزدې ۷ ایراني زیارتوال شهیدان او ۹۷ زره زخمي شول.

                په عین حال کښې په ایران کښې د اربعین کمیټې د تیر کال په پرتله سږ کال د اربعین په سترو مراسمو کښې د شتون لپاره د ایراني او بهرنیو زیارتوالو د شمیر د دوه برابره کیدو خبر ورکړ.

د حسیني اربعین یا څلویښتۍ کښې په مراسمو کښې د ګډون لپاره د نوم لیکونکو ایرانیانو شمیر له یو میلیون او دوو لکو زیات شوی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*