تاریخ پاڼه شماره ۲۹۸
نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې دوه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له دولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له یوولسمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
شپږ سوه دوه نوی کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه ویشتم میلادی کال د جنورۍ په یوولسمه نیټه، میکسیکو ښار چې نن سبا د میکسیکو هیواد پلازمینه ده، د آزتک لړۍ د یو باچا لخوا جوړ کړائ شو. آزتکان د جنوبی امریکې له سرو پوستو قومونو څخه وو چې په دولسمه میلادی پیړۍ کښې میکسیکو ته لاړل او د شپاړسمې پیړۍ تر وړومبیو پورې یې پر دغه سیمه حکومت وکړ. د آزتکانو ژوند په کرهڼې تیریده او هغوئ انځوری خط ایجاد کړ او په مختلفو علومو کښې یې د پام وړ پرمختګونه وکړل. خو له شپاړسمې میلادی پیړۍ څخه په دغه خاوره کښې د اسپانیا استعمار نفوذ پیل شو او د میکسیکو ټاټوبی د نیولو لپاره له آزتکانو سره یې جنګ پیل شو چې د هسپانیانو د بریالیتوب لامل شو. له هغه وروسته په سلهاوو زره هسپانیان میکسیکو هیواد ته لاړل او هلته استوګنه شول.
««««««««««««
دوه اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه دیارلسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، ستر عالم آیت ا... سید ابوالقاسم دهکردی اصفهانی په نهه اویا کلنۍ کښې وفات شو. هغه په لومړیو کښې په اصفهان کښې د میرزا ابوالمعالی کلباسی او محمد باقر مسجد شاهی په شان له لویانو استفاده وکړه او وروسته په اسلامی علومو کښې د خپلو مطالعو د بشپړولو لپاره د نجف علمیه حوزې ته ولاړ. آیت ا... دهکردی وروسته اصفهان ته ستون شو او په تدریس، تالیف او تبلیغ بوخت شو او په صدر مدرسه کښې تر دریو سوو زیات فاضلانو د هغه د درس په ټولګی کښې ګډون کاوه. هغه له لوړو علمی مرتبو او پوهې سربیره یو توانمن خطیب ؤ او زیاترو خاصو او عامو خلکو د هغه د وعظ له غونډو ګټه پورته کوله. د دغه ستر عالم له آثارو کولائ شو، په دوو ټوکو کښې شرح بر شرایع، په اخلاقو کښې جنة الماوی، حاشیه بر تفسیر صافی او وسیلة النجاة ته اشاره وکړو.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، د ایران د اسلامی انقلاب په حساسو شیبو کښې چې د امریکا دولت د پهلوی رژیم د ساتلو هلې ځلې کولې، د اسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی (رح) د انقلاب ځانګړی موقعیت ته په پام سره ، د انقلابی شورا د جوړیدو حکم صادر کړ.
د دغې شورا اصلی دندې د شاه د رژیم په وړاندې د خلکوپه مبارزو کښې غږملتیا ،د اسلامی انقلاب د موخو پلی کول او همداراز د لنډ مهاله دولت د جوړیدو لپاره د زمینې برابرول وو.
امام خمینی (رح) په دې اړه په خپل پیغام کښې ټینګار وکړ چې د ایران د مسلمانو خلکو غوښتنه یواځې د شاه او د سلطنتی رژیم د ټغر ټولول نه دی بلکې د ایران د ملت مبارزه به د اسلامی جمهوریت تر جوړیدو چې د ملت د آزادۍ ، د ایران د خپلواکۍ او د ټولنیز عدالت د تأمین ضامن دئ، دوام ولری.
د ویلو ده چې د باچا رژیم له نسکوریدا وروسته د انقلاب شورا په ایران کښې د اسلامی شورایا پارلمان تر جوړیدو د قانون جوړونې دنده هم په غاړه درلوده.
««««««««««««
او له ننه پینځه ویشت کاله پخوا، د نولس سوه دوه نوېم میلادی کال د جنورۍ په یوولسمه نیټه، د الجزایر په سیاسی ډګر او د دغه هیواد په راتلونکو بدلونونو کښې د الجزایز د اسلامی نجات جبهې له پراخو بریاؤو وروسته د دغه هیواد ولسمشر شاذلی بن جدید استعفا ورکړه. هغه په نولس سوه نهه اویایم میلادی کال کښې د الجزایز د ولسمشر بومدین له مړینې وروسته په دغه مقام غوره شوې ؤ.
شاذلی بن جدید په نولس سوه اته اتیایم میلادی کال کښې له پراخو شخړو وروسته په اساسی قانون کښې د بیاکتنې او اصلاحاتو ژمنه وکړه چې له امله یې د ګوندونو فعالیت په رسمیت وپیژندل شو. په داسې شرایطو کښې وو چې د اسلامی نجات جبهې د نولس سوه نهه اتیایم میلادی کال په ستمبر کښې خپل شتون اعلان کړ او په ډیره لنډه موده کښې وتوانیدله چې په لکونو غړی ځانته جذب کړی.
د نولس سوه نوېم میلادی کال د جون میاشتې په ځایی انتخاباتو کښې د اسلامی نجات جبهې بریالیتوب، قدرت، د هغه وخت د واکمن ګوند یعنې د ملی آزادی بخښونکې جبهې له انحصاره وباسه چې په الجزایر کښې له دیرشو کالو راهسې واکمنه وه. د نولس سوه یو نوېم میلادی کال په مئی او جون میاشتو کښې له عمومی اعتصاب وروسته شاذلی بن جدید مجبور شو چې د قانون جوړونې د جرګې انتخابات ترسره کړی. د نولس سوه یو نوېم کال د دسمبر میاشتې په پارلیمانی انتخاباتو کښې د اسلامی نجات جبهې پریکنده بریالیتوب د حکومت مشران په تیره بیا پوځیان سخت اندیښمن کړل او په دې وجه پوځیانو د دغو انتخاباتو د پایلو په لغوه کولو سره شاذلی بن جدید استعفا ورکولو ته اړباسه.
ذیشان حیدر بنګش