Jan 14, 2017 08:50 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۰۱

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له پینځلسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له څوارلسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو سلو دوه څلویښت کاله پخوا، د اتلس سوه پینځه اویایم میلادی کال د جنورۍ په څوارلسمه نیټه، آلبرټ شویټزر د فرانسې په آلزاس ښار کښې وزیږید . شویټزر چې موسیقی پوه او طبیب ؤ د طب په برخه کښې د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته افریقا ته ولاړ او په ګابن کښې یې روغتون جوړ کړ او د ژوند تر پایه یې خپل وخت د افریقا محرومو خلکو ته د مرستې رسونې او درملنې لپاره وقف کړ . له دغه انسان دوسته طبیب څخه ډیر شمیر آثار پاتې دی چې تر ټولو مهم یې ( د تمدن فلسفه ) او ( د زړو وختو د ځنګل تر څنګ)دی. آلبرټ شویټزر په نولس سوه دوه پنځوسم میلادی کال کښې د ناروغانو د خدمت د قدرونې له مخې د سولې د نړیوالې جایزې په ترلاسه کولو بریالئ شو . هغه په نولس سوه پینځه شپیتم میلادی کال کښې مړ شو.

««««««««««««

پینځه اویا کاله پخوا، د نولس سوه دوه څلویښتم میلادی کال د جنورۍ په څوارلسمه نیټه، د مراکش په هیواد کښې د کازابلانکا تاریخی کنفرانس په همدې نومی بندر کښې جوړ شو . په دې کنفرانس کښې چې د دوهمې نړیوالې جګړې په لړ کښې جوړ شو، د امریکا جمهور رئیس روز ویلت او د انګلیستان لومړی وزیر چر چیل د متفقینو د دوو اصلی هیوادونو د مشرانو په توګه او د آزادی فرانسې څخه چارل ډوګل او د شوروی استازیو ګډون درلود . هغوئ په دې کنفرانس کښې د ایټالیا په سیسیل د حملې نقشه ، د امریکا له خوا د متحدو هیوادونو د جبهو بمبارول او یو شمیر نور مسایل وڅیړل . د دغه کنفرانس په پائ کښې چې لس ورځې یې دوام درلود، د ګډون کوونکو هیوادونو استازو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په هغې کښې یې د متحدو هیوادونو د بې شرطه تسلیمیدو تر وخته، جنګ ته پر ژمنتیا ټینګار کړئ ؤ .

««««««««««««

شپږ ویشت کاله پخوا، د نولس سوه یو نوېم میلادی کال د جنورۍ په څوارلسمه نیټه، د صهیونیسټی رژیم د جاسوسی شبکې موساد مامورانو په یوه له جنایته ډک اقدام کښې د فلسطین د آزادی بخښونکی سازمان یا P.L.O یو لوړپوړی چارواکئ صلاح خلف چې په ابو ایاد مشهور ؤ له دوو تنو نورو چارواکو سره یو ځائ په تونس کښې ترور کړ.

صلاح خلف د مرکزی کمیټی غړئ او د فلسطین د آزادی بخښونکی سازمان د مهمې ډلې ،فتح غورځنګ امنیتی مسئول ؤ . د دغه سازمان د څو تنو لوړ پوړو چارواکو ترور هغه هم د تونس په شان د یو خپلواک هیواد د ځمکنئ بشپړتیا او ملی حاکمیت په ماتولو سره دا وښودله چې صهیونیستی رژیم د خپلو مخالفینو د له مینځه وړلو لپاره هیڅ کوم نړیوال قانون ته پابند نه دئ. ځکه دغه رژیم په ځلونو د فلسطینی او لبنانی مخالفو ډلو مشران په نورو هیوادونو کښې ترور کړی دی . خو له دې سره سره څه وخت وروسته د فلسطین د آزادی بخښونکی سازمان سازبازو مشرانو په نولس سوه یو نوېم میلادی کال کښې د قدس له ښکیلاکګر رژیم سره د تش په نامه سولې خبرې اترې پیل کړې .

««««««««««««

او له ننه اتلس کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه اویایم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د ایران یو مبارز عالم آیت ا... محمد علی حقی سرابی وفات شو. هغه په دیارلس سوه اووم هجری لمریز کال کښې د ایران په شمال لویدیځ کښې له تبریز سره نږدې په سراب ښار کښې وزیږید او له مقدماتی زده کړو وروسته د دینی علومو د د زده کړې لپاره تبریز ته ولاړ. آیت ا... حقی شپاړس کلن ؤ چې دخپلې پوهې د لا زیاتولو لپاره قم ته او وروسته په عراق کښې نجف اشرف ته ولاړ او د دغو دوو علمیه حوزو له پوهانو څخه یې استفاده وکړه. هغه قم ته له ستانیدا وروسته زده کړې ته له دوام سربیره د اسلامی علومو زده کولو ته مخه کړه. دغه بزرګواره عالم په دیارلس سوه پینځه پنځوسم لمریز کال کښې د قم له علمیه حوزې تهران ته راغئ او د امام حسین د مهم جومات امامت یې پر غاړه واخیست. د انقلابی غورځنګونو له پیلیتوب سره آیت ا... حقی دغه جومات د اسلامی انقلاب د پرمختګ لپاره پر کلک مرکز بدل کړ او د انقلاب له بریالیتوب وروسته یې دغې رودې ته دوام ورکړ. هغه د خلکو له لوری د خبرګانو د جرګې مشرۍ او د اسلامی شورا د جرګې استازیتوب ته غوره شو. د هغه له آثارو څخه کولائ شو، (فقه استدلالی)، (تفسیر چهار جزء قرآن کریم) او په بیلا بیلو موضوګانو کښې د علمی رسالو ټولګۍ ته اشاره وکړو.

 

ذیشان حیدر بنګش