تاریخ پاڼه شماره ۳۰۴
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې اته ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له اتلسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له اوولسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
اته سوه شپږ دیرش کاله پخوا، د شپږ سوه دوهم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په اتلسمه نیټه، په محقق حلی مشهور د اسلام یو مشهور عالم او فقیه ابو القاسم جعفر بن حسن علی د عراق په حله ښار کښې وزیږید. هغه یو لوړمقامه پوه او فاضل فقیه ؤ او په شعر او ادب کښې یې مهارت درلود.
محقق حلی د ابتدایی زده کړو له ختمولو او د خپلې زمانې د علماؤ له محضره د معنوی درجو له ترلاسه کولو وروسته د هغې زمانې په مشهورو فقیهانو کښې وګڼل شو. هغه په مختلفو علومو کښې له جامعیت او فقاهت سربیره یو تکړه ادیب ؤ او له هغه څخه ډیر شعرونه په یادګار پاتې دی.
د محقق حلی ترټولو مهم کتاب (شرایع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام) دی. د دغه فقیه له نورو کتابونو څخه (نافع) ، (معارج) او (تنبیه) ته اشاره کولائ شو. هغه په شپږ سوه شپږ اویایم هجری قمری کال کښې په څلور اویا کلنۍ کښې وفات شو.
««««««««««««
یو سلو اووه پنځوس کاله پخوا، د اتلس سوه شپیتم میلادي کال د جنورۍ په اوولسمه نیټه، روسئ لیکوال انتوان چخوف وزیږید.
هغه په یوې غریبې کورنۍ کښې وزیږید او د ماشومتوب او ځوانۍ پړاوونه يې په ډیرو سختیو کښې تیر کړل .
خو له دې سره سره چخوف په نه ستړي کیدونکې توګه د ماسکو پوهنتون په طب څانګه کښې خپلې زده کړې پائ ته ورسولې .
چخوف د ځوانۍ په ورځو کښې له لیکوالئ سره ډیره مینه درلوده او د وخت په مجلو او ورځپاڼو کښې يې فعالیت کاوه .
هغه په لنډو آثارو لیکلو کښې ډیر مهارت درلود.
د چخوف له آثارو کولائ شو، (د آلوچو باغ) او (د سیند مرغه) ته اشاره وکړو .
هغه په نولس سوه دویم میلادي کال کښې په جرمني کښې مړ شو.
««««««««««««
درې اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه پنځوسم هجری قمری کال د ربیع الثانی په اتلسمه نیټه، آیت ا... میرزا علی شیرازی په اته شپیته کلنۍ کښې د عراق په نجف ښار کښې وفات شو.
هغه فقه او اسلامی علوم د آیت ا... فشارکی اصفهانی او آیت ا... میرزا محمد تقی شیرازی په شان له استادانو زده کړل او په دوه ویشت کلنۍ کښې د اجتهاد درجې ته ورسید. آیت ا... میرزا علی شیرازی په فقهې او اصولو کښې له مهارت سربیره په کلام، حکمت، طب، تاریخ او ادبیاتو کښې د ستاینې وړ مهارت درلود. هغه څه موده د مسلمانانو د تقلید مرجع هم ؤ.
««««««««««««
او له ننه اته کاله پخوا، د دوه زره نهم میلادی کال د جنورۍ په اوولسمه نیټه، د غزې پر تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د دوه ویشتو ورځو له سختو حملو او د دغې سیمې د خلکو له مقاومت وروسته، صهیونیسټان د جنګ بندۍ اعلانولو ته مجبور شول. صهیونیسټ رژیم په دغه حمله کښې اراده درلوده چې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس له مینځه یوسی او یا یې لږ تر لږه ساز باز ته مجبور کړی. خو له حماس څخه د فلسطینیانو د ملاتړ له دوام او د صهیونیسټو پوځیانو په جنایتو باندې د نړۍ د خلکو له سختو اعتراضونو وروسته هغوئ پر غزې خپلې حملې بندې کړې. دغه وحشیانه تیرئ د کابو یو زرو څلورو سوو فلسطینیانو د شهادت او د کابو پینځه نیمو زرو کسانو د ټپی کیدو سبب شو او ډیر زیات زیانونه یې رامینځته کړل چې اندازه یې لږ تر لږه دوه میلیارډه ډالره ده. د غزې پر تړانګې د صهیونیسټ رژیم د حملو په وخت د ترسره شویو جنایتونو زیاتیدا د دې سبب شوه چې د ملګرو ملتو لخوا یو پلاوی په دې حقله تحقیق وکړی او یو راپور برابر کړی. د دغه مستند راپور له مخې، صهیونیسټ رژیم جنګی جنایتکار شوئ دی. دغه راپور د بشری حقوقو د شورا او د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ لخوا هم تصویب او تائید شوئ دی. په عین حال کښې صهیونیسټ رژیم د غزې اقتصادی کلابندۍ ته، چې د دوه زره اووم میلادی کال له مینځنیو پیل شوی وه ، همهغه رواز دوام ورکوي.
ذیشان حیدر بنګش