تاریخ پاڼه شماره ۳۰۵
نن د چهار شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې نهه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له نولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له اتلسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
درې سوه اته ویشت کاله پخوا، د شپاړس سوه نهه اتیایم میلادی کال د جنورۍ په اتلسمه نیټه، مشهور فرانسوی پوه او لیکوال چارلس ډی مونتیسکویو وزیږید. هغه له هغو پوهانو څخه ؤ چې افکارو او عقایدو یې د فرانسې د انقلاب په رامینځته کولو کښې ډېره اغیزه درلوده او لومړنۍ کس ؤ چې د درې ګونو قواوو د بیلتون د اړتیا نظریه یې وړاندې کړه.
د مونتیسکویو ترټولو مشهور اثر (روح القوانین) دی چې د اوولس سوه اته څلویښتم میلادی کال په جنورۍ کښې چاپ شو.
هغه په دغه کتاب کښې د تاریخ په اوږدو کښې رامینځته شوی حکومتونو په هکله بحث کړی او د هغوئ د طبیعی قوانینو او دودونو، انسانی قوانینو او د هغوئ ترمینځ اړیکې جاجولې دی.
د مونتیسکویو له نورو آثارو (نامه های ایرانی) او (تاریخ حقیقی) کتابونو ته اشاره کولائ شو. هغه په اوولس سوه پینځه پنځوسم میلادی کال کښې مړشو.
««««««««««««
دوه سوه اته پنځوس کاله پخوا، د یوولس سوه اتیایم هجري قمري کال د ربیع الثاني په نولسمه نیټه، د ایران د اصفهان یو فاضل عالم او په کرباسي مشهور، آیت ا.... حاج محمد ابراهیم خراساني وزیږید. هغه خپلې زده کړې د ایران په یوه مرکز اصفهان کښې پیل کړې او د خپلو زده کړو د بشپړ ولو لپاره د عراق نجف اشرف علمیه حوزې ته لاړ. آیت ا....کرباسي خپل زیږنځائ ته له ستنیدا وروسته په تعلیم او تربیّت او تدریس بوخت شو او ډیر آثار يې تالیف کړل. دغه فاضل عالم چې په زهد او تقوا کښې يې هم شهرت درلود، یو شمیر ارزښتمنې رسالې او کتابونه په یادګار پریښودلي دي چې له هغو (اشارات الاصول) او (مناسک حج) ته اشاره کولئ شو. آیت ا... کرباسي په دولس سوه یو شپیتم کال کښې پخپل زیږنځائ ا صفهان کښې وفات شو.
««««««««««««
یو سلو دوه کاله پخوا، د نولس سوه پینځلسم میلادی کال د جنورۍ په اتلسمه نیټه، د لومړنی نړیوال جنګ په بهیر کښې د فرانسې، بریتانیا او روسیې تر مینځ په (پټ تړون) مشهور تړون لاسلیک شو. د دغه تړون اصلی انګیزه، په لومړنی نړیوال جنګ کښې له متحدینو یعنې جرمنی او اسټریا سره د عثمانی امپراتورۍ یوځائ کیدا وه، ځکه له متحدینو سره د عثمانیانو په یوځائ کیدا سره، په تور سمندرګی کښې له متفقینو سره د روسیې د بېړیو اړیکه پرې کیده. د دغه تړون له لاسلیک وروسته، متفقینو پر ډارډانل اوبلارې ، چې تور سمندرګی له مدیترانې سمندرګی سره نښلوی، بریدوکړ.
««««««««««««
اته نوي کاله پخوا، د نولس سوه نولسم میلادی کال د جنورۍ په اتلسمه نیټه، له لومړی نړیوال جنګ وروسته په پاریس کښې په وارسا ماڼۍ کښې د نړۍ له پنځو وچو څخه د اووه ویشتو هیوادونو د استازو په شتون سره، د سولې تاریخی غونډې خپل کار پیل کړ. د دغې غونډې مشر، د فرانس د وخت لومړی وزیر، جارج کلمانسو ؤ. په لومړی نړیوال جنګ کښې پنځو ماتې خوړلو هیوادونو یعنې، جرمنی، اسټریا، هنګری، بلغاریا او عثمانی امپراتورۍ په دې غونډه کښې ګډون نه درلود. د سولې د تړون له امله چې په وارسا غونډه کښې لاسلیک شو، جرمنی د دروند تاوان ورکولو او متحدینو ته د خپلې یوې برخې ځمکې ورکولو ته مجبور شو. په دغه غونډه کښې همداراز د ملتونو د ټولنې پیلیزې هم برابرې شوې.
««««««««««««
او له ننه اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه، د ایران مسلمانو خلکو په خپل ایمان او اتحاد سره د شاه رژیم د ترټولو وروستی پاتی یعنی د شاه پور بختیار د حکومت په خلاف په یو ستر لاریون کښې ګډون وکړ. لاریون کونکو د باچاهۍ د غیر قانونی والی د اعلام او د شاه رژیم د څنګته کولو او په ایران کښې د اسلامی جمهوریت د جوړونې غوښتنه وکړه. په همدې ورځ حضرت امام خمینی (رح) په پاریس کښې د ایران ملت ته په پیغام کښې وفرمایل: زه به انشاء ا... ډیر زر له تاسو سره یو ځائ شم او ستاسو په خدمت کښې به وم او ستاسو په همت او مېړانې سره به مشکلات ختم کړم او د ټولو طبقو په یو قدم او یو اواز سره به د ایران د خپلواکۍ او ازادۍ په لاره کښې کوشش وکړم.
ذیشان حیدر بنګش