په افغانستان کښې داعش ډله او ورسره مقابله
یادونه کوو چې دا په افغانستان کښې دداعش ډلې او له هغې سره د مقابلې د وینا څلورمه(۴) او اخري برخه ده .
په تیرو دریو(۳) برخو کښې مو په افغانستان کښې د نفوذ لپاره دداعش ترهګرې ډلې دهڅې او له طالبانو سره ددغه ډلې د اختلافاتو او دغه راز د مرکزي اسیا لپاره دداعش ډلې د امنیتي خاطرونو په باره کښې خبرې وکړې .
اوس په دې برخه کښې په دغه مهمې موضوع غور کوو چې ایا داعش به په افغانستان کښې له هرکلي سره مخ شي او که څنګه .؟
()
هماغه ډول چې په تیرو ویناو کښې وویل شو داعش ترهګره ډله یوه تکفیري ډله ده چې له اسلام څخه په زیږو او متحجرانه تعبیرونو سره داسلامي خلافت د جوړولو او تحقق په ادعا سره نور مسلمانان نفي کوي .
سلفي توب ، ظاهرتوب ، دعقل دمرجعیت ردول او یوازې په نقلونو تکیه کول ددغه تفکر ترټولو مهم نظري بنسټونه دي .
دې ته په پام سره چې په افغانستان کښې د تکفیري ډلو ظهور مخینه لري داعش ترهګره ډله تصور کوي چې دافغانستان ټولنه به دغه ډله ومني خو دافغانستان دټولنې حقیقتونه ددې ښودنه کوي چې ددغه هیواد خلک به په مختلفو دلایلو دداعش ترهګرې ډلې کوربه توب ونکړي .
طالبان له القاعده ترهګرې ډلې سره یوځاې په افغانستان کښې په تکفیري ډلو کښې ګڼل کیږي .
القاعده ډله د شوروي د سره پوځ لخوا دافغانستان له نیواک وروسته د لویدیځو هیوادونو لخوا له شوروي سره دمقابلې لپاره جوړه کړې شوه چې په افغانستان کښې د پردیو شتون په رسمیت وپیژندي او طالبان هم دافغانستان له مجاهدینو او دهغوې له حکومت سره د مقابلې لپاره د پاکستان، عربو او لویدیځو هیوادونو په لاسوهنې سره په افغانستان کښې جوړې کړې شول .
()
دپام وړ ټکی دا چې القاعده ډلې او طالبانو سرزوري سلفي ترهګر او ټروریسټان ځانونو ته جذب کړل او په دوې کښې ګډ ټکی د خپلو هدفونو او پروګرامونو د پرمخ بیولو لپاره له تاوتریخوالي څخه استفاده ده .
که څه هم دافغانستان طالبانو ډلې په دوه زره لومړي (۲۰۰۱)میلادي کال کښې وویل القاعده ډله دطالبانو میلمه ده او په همدې دلیل یې امریکا ته د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن له ورسپارلو ډډه وکړه خو دافغانستان ټولنې هیڅ کله عرب توکمه القاعده ډله ونه منله ځکه چې دافغانستان دخلکو روحیه هیڅکله په افغانستان کښې دپردیو له شتون سره سمون نه خوري او دافغانستان دتاریخ په اوږدو کښې د انګلستان او د پخواني شوروي په شان ددنیا سترو پوځونو دنیواکګرانو په توګه ماتي وخوړله او د افغانستان خلکو ددغو دوو هیوادونو پوځیان له خپل هیواد څخه وویستل .
په دې سربیره طالبان هم په القاعده ترهګرې ډلې کښې ادغام نشول .
پر دې اساس له کلتوري نظره دافغانستان دخلکو له دښمن سره د مقابلې روحیه په خپل هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې د ردولو لومړی او ترټولو مهم عامل دی .
()
دوهمه (۲)مسله دالقاعده ډلې له شیعه مسلمانانو سره دجنګ لیدتوګي دي .
دافغانستان خلکو که هغه شیعه او سنیان دي تل له یوبل سره ګډ صلح ایز ژوند لرلی دی او په همدې دلیل طالبانو ډله هم په افغانستان کښې فرقه واریت ته ورګډه نشوه .
دافغانستان خلک مسلمان او دودیز خلک دي او هغوې خپلو ملي ادابو او ارزښتونو ته زیات اهمیت او ارزښت ورکوي .
چې معنا یې داده دافغانستان خلک په هماغه حال کښې چې ګډ اداب ، رسمونه او ملي دودونه لري دیو بل د مذهبونو که هغه شیعه او سني وي احترام کوي او همدغه مسله سبب شوي ده په افغانستان کښې کورنی جنګ له قومي جنګ مخکې لاړ نشي او هیڅکله یې مذهبي اړخ نه دی لرلی .
داپه داسې حال کښې دي داعش ترهګره ډله د مذهبي جنګ او د فرقه واریت د سیاست په رامینځته کولو سره خپل سپیره سیاست پرمخ بیايي .
که څه هم ممکنه ده له طالبانو بیل شوي کسان او یوشمیر ګوډاګیان په افغانستان کښې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره له داعش ترهګرې ډلې سره یوځاې شي خو له نولس سوه درې نویم (۱۹۹۳)میلادي کال راهسې چې دغه ډلې په افغانستان کښې خپل شتون اعلان کړی دی نه ده توانیدلي ځوانان او خلک په پراخ ډول جذب کړي .
()
په دې سربیره په سوریې او عراق کښې دداعش ترهګرې ډلې کړچار د افغانستان د ډیرو خلکو په تیره بیا د غیر پښتنو قومونو لپاره ډير اندیښمونکی دی .
په دغو موردونو کښې په عراق کښې له ایزدي ښځو سره د داعش ډلې دسلوک او د هزاره ګانو ، نورستانیانو ، بلوچیانو، ترکمنانو ، ازبکانو په شمول دافغانستان د لږکي ټولنې دمریونو دجوړولو کړچار هغوې اندیښمن او په عین حال کښې هوشیار کړي دي که چیرې د داعش ترهګرو ډلې په وړاندې مقاومت ونکړي ددوې دانجلیو او ښځو برخلیک به دعراق د عیسايي او د ترکمنو او ایزدي ښځو او انجلیو د برخلیک په شان وي .
دافغانانو په ځايي دودیز کلتور یا پشتونوالۍ کښې چې د اسلامي ارزښتونو او ځايي دودونو جوړښت دی د ښځو دناموس او د حیثیت په شان مسایل خاص حساسیت لري او جهاد النکاح چې داعش ډلې په سورېې او عراق کښې پیل کړی وو د پښتنو له کلتوري دودونو سره ښکاره ټکر لري او حتی په افغانستان کښې له داعش سره همفکره سرزوري ډلې به هم په اسانۍ سره په داعش کښې جذب نشي .
()
په دې سربیره ایډیالوژیک خنډونه هم په افغانستان کښې د داعش ډلې په نا بریالیتوب کښې ټاکونکي دي .
دداعش ترهګرې ډلې ایډیالوژۍ وهابیت، جهادي او تکفیري ده خو دافغانستان خلک او ډلې دیوبندي او حنفي دي چې ځايي تفکر ګڼل کیږي .
په همدې دلیل په افغانستان کښې هیڅکله د وهابیت تفکر وده ونکړه او د افغانستان خلک او مختلفې ډلې سخت له وهابیت سره مخالفې دي .
د بیان شویو بدلونونو ټولګې ته په پام سره دافغانستان خلک په تیره پښتانه هم په هیواد کښې دداعش ډلې له شتون سره مخالف دي .
داسلام په نوم دداعش ترهګرې ډلې جنایتونه سبب شوي دي چې دافغانستان علما هم دداعش ډلې دغندلو په ترڅ کښې له خلکو وغواړي ددغه ترهګرې ډلې په مقابل کښې مقاومت وکړي .
د افغانستان اهل سنت عالم مولوي سدوزي وویل داعش ترهګره ډله انسان او دین ضده ډله ده .
هغه دافغانستان له خلکو وغوښتل له دغه تکفیري او ترهګرې ډلې سره مقابلې ته پورته شي .
()
دافغانستان د پارلمان استازي مولوي عبدالرحمان رحماني هم ټینګار وکړ دداعش په شمول ترهګرې ډلې دافغانستان دخلکو اصلي دښمن دي او هغه جنایت چې دغه ډلې يې کوي له انسانیت او شریعت سره په تضاد کښې دی .
له داعش ترهګرې ډلې سره د افغانستان د علماود مخالفت په دلیل چې په هیواد کښې ددغه ډلې موقعیت او مقام سخت لړزانده کوي داعش ډله دافغانستان علما وژني .
دافغانستان د ننګرهار ولایت د حج او اوقافو ادارې مشر مولوي ظاهر حقاني وویل داعش ترهګرې ډلې ددغه ولایت څه دپاسه شپږدیرش(۳۶) دیني علما وژلي دي .
.
داعش ډله د ویرې او ډار د رامینځته کولو د سیاست په غوره کولو سره په جوماتونو کښې د علماو او د جماعت د امامانو د شتون خنډ کیږي .
ځکه چې له داعش ترهګرې ډلې سره د مقابلې لپاره د پوځي عملیاتو په څنګ کښې د علماو رول اغیز شیندونکی او ټاکونکی دی .
په افغانستان کښې علما په تیره بیا اهل سنت علما کولای شي په جوماتونو او عمومي ځایونو کښې د تکفیري ډلو د جنایتونو د غندلو په ترڅ کښې د سرزورو او ترهګرو ډلو د دسیسو په باره کښې ایشوا کونې وکړي .
دیني علما کولای شي له اسلام څخه د سمو تعلیماتو په وړاندې کولو سره دخلکو دخبرولو په ترڅ کښې د داعش له غلطو تعلیماتو سره د اسلام تفاوت ښکاره کړي .
()
په افغانستان کښې ځينې ترهګرې سرزوري ډلې کوشش کوي دخپلو جنایتونو د دوام لپاره د علماو تائیدیه ترلاسه کړي .
پردې اساس د علماو په تیره بیا د سني علماو لخوا دداعش دترهګرو جنایتونو غندل کولای شي دغه ډلې او نور سرزوري کسان دافغانستان په ټولنه کښې څنګ ته او منزوي کړي .
په افغانستان کښې د علماو ستر مقام ته په پام سره له داعش سره د مقابلې لپاره له حکومت او امنیتي ځواکونو دملاتړ او د تر هګرو ډلو په وړاندې دمقاومت لپاره له خلکو د علماو غوښتنه به دترهګرو د له مینځه تلو لپاره دملي ملګرتیا او د اتحاد د پیاوړتیا سبب شي .
دافغانستان په مختلفو ولایتونو په تیره بیا ننګرهار کښې د ولسي مقاومت ډلو جوړیدل په دغه هیواد کښې د داعش ډلې د جرړې او اساس نلرل ثابتوي .
دې ته په پام سره چې دافغانستان په خلکو په تیره بیا د شمال سیمو په خلکو کښې سلفیت او وهابیت هیڅ ځاې نلري او ترهګرې ډلې پوهیږي په دغه هیواد کښې به هیڅ مقام ونلري نو ځکه خو یې دافغانستان دشمال سیمې په جوماتونو او پوهنتونونو کښې د خپلو سرزورو لیدتوګو تبلیغولو ته مخه کړي ده چې د افغانستان دټولنې روڼ انده پرګنه خپل ځان ته جلب کړي .
دافغانستان په تخار پوهنتون کښې دیوه استاد نیول کیدا چې محصیلینو ته یې سرزوري لیدتوګي ورښودلې ددې ښودنه کوي چې په افغانستان کښې له سرزورو کسانو سره دمقابلې لپاره د زده کړې په سویو هم ضروري هوښیارتیا شته .
()
بل دپام وړ ټکی دا چې په افغانستان کښې له داعش سره د مقابلې لپاره د ولسي بسیج ځواک جوړیدل یوازې ښځو ته محدود نه دی بلکې دافغانستان ښځې په تیره بیا په شمال کښې د جوزجان ولایت د درزاب(Darzab) ولسوالۍ میرمنو هم دداعش تکفیري ډلې او د طالبانو له حملو سره د مقابلې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی .
په عین حال کښې دافغانستان د ننګرهار ولایت حکومتي چارواکو وویل د ولسي بسیج ځواکونو پینځه سوه (۵۰۰)غړي د پچیراګام ولسوالۍ دحکومتي پوستو د پیاوړتیا او له داعش سره دمبارزې لپاره په دغو سیمو کښې دیره شوي .
داعش ترهګره کوشش کوي دافغانستان ننګرهار ولایت چې له پاکستان سره نږدې پروت دی دځان لپاره په یوه پناه ځاې بدل کړي .
()
د افغانستان په پارلمان کښې د ننګرهار ولایت استازي ظاهر قدیر هم وویل داعش ترهګره ډله ددغه ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په برپچیر سیمو کښې توره بوړې ستراتژیکې سیمې ته د ننوتلو کوشش کوي او توره بوړې سیمې ته دداعش ډلې د ننوتلو په بڼه کښې به دغه ډله په ډیر احتمال سره خلافت خراسان اعلان کړي خو دافغانستان خلک به هیڅکله دغه ډلې ته د خلافت د رامینځته کولو اجازه ورنکړي .