د ایران او د عمان تجارت به دیرشو میلیارډو ډالرو ته ورسیږي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i160700
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په مسقط کښې د عمان او د ایران د اقتصادي فعالانو په ګډه غونډه کښې وویل د اقتصادي ، د ټولنیزو ، د کلتوري ، د سیاسي او د امنیتي برخو په شمول په ټولو زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پراخولو لپاره ضروري زمینې برابرې دي او د تهران او د مسقط د اقتصادي مبادلاتو اندازه له شلو تر دیرشو میلیارډو پورې رسیدلی شي.
(last modified 2025-05-28T10:34:20+00:00 )
May 28, 2025 15:00 Asia/Kabul
  • د ایران او د عمان تجارت به دیرشو میلیارډو ډالرو ته ورسیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په مسقط کښې د عمان او د ایران د اقتصادي فعالانو په ګډه غونډه کښې وویل د اقتصادي ، د ټولنیزو ، د کلتوري ، د سیاسي او د امنیتي برخو په شمول په ټولو زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پراخولو لپاره ضروري زمینې برابرې دي او د تهران او د مسقط د اقتصادي مبادلاتو اندازه له شلو تر دیرشو میلیارډو پورې رسیدلی شي.

د ایران ولسمشر دغه راز په سیمه کښې د مسلمانانو مقام ته په اشارې سره وویل ټول اسلامي هیوادونه سره وروڼه دي هیڅ مسلمان باید د استعمارګرانو په سیاستونو ونه غولیږي ځکه چې د هغوې هدف د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف او د جنګ رامینځته کول دي.