Jan 23, 2017 13:10 Asia/Kabul
  • ایران داونۍ په هینداره کې

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو ، ایران داونۍ په هینداره کې نومې اونیز پرورګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو . خوږو دوستانو په تهران کې د پلاسکو تجارتي ودانۍ دنړیدا پيښه ایران دتیرې اونۍ یوه بوږنونکي پيښه وه .

 دغه تراخه  اوغمیزناکه پيښه  چې د ایران د یوشمیرمیړنیو او شجاعو  اوور وژونکو اوعاموخلکو دشهادت او تاواني کیدو لامل شوي،خواخوږي او غمجنه پيښه  وه .   داسې  سرښیندونکي چې له ځانه په تیریدو سره   دخلکو   او دهغوي د ژوند په ساتلو کې  پخپلو  مسئولیتونو او دندو ترسره کولو  کې سرلوړي شوي دي .   هغه  حماسه چې    اوور وژونکو په سرښيندنې سره په  دغه ډګر  کې  راپنځولې  ده ،  او خپل ځانونه ئې  له خپلو  وطندارو د ژغورنې لپاره قرباني کړي دي ، د ایران   ملت ئې   د دغوسرښیندنو  ستایلو او   ویر جوړولو  ته اړکړی دی . .  دایران   قدرمن  ولس  د دغې غمجنې پيښې له هماغو لومړنیو شیبو  د پيښې    ټپیانو ته په روغتونو کې د وینې ورکولو لپاره  په لیکو کې ودریدل  او  دهغو کسانو په قدرونې  اوستاینې سره  چې  ځانونه ئې د  اوور د کنټرولولو  او د نورو د ژوند دنجات لپاره قربان کړي دي ،  په ویر او ماتم  بوخت شول .

دغه ودانۍ چې  د کالیو  اوکپړو    د تولید یو  زوړ مرکز  ؤ ، د اوور وژونکو  مامورانو په وسیله  خالی شوی ؤ ، خو  دنړیدو په وخت  پکې  یو شمیر هغه اوور وژونکي کارمندان  چې    په پوړونو کې دلیګیدلي اوور  دغلي کولو لپاره  ئې هڅه کوله  تر کنډوالو لاندې شول .

 داسلامی انقلاب   معظم لارښود  حضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي  په یوه پيغام کې   د دغې پيښې  دقربانیانو  کورنیو ته دتسلیت په وئيلو سره  وفرمائيل ؛دهغو اوور وژونکو مامورانو  شهامت او  سرښیندنه چې  دخلکو د ژغورنې  په عملیاتو کې   پخپله  قربانی شول  او د دندو دترسره کولو   د امتحان ورکولو  په حال کې وو .  زړه دهغوي د ستاینې   او درنښت او  هم د هغوي  په غم کې   ویرجن  دی .:

 دیوشمیر  هیوادونو مشرانو لوړپوړو چارواکو اوشخصیتونو هم ددغې پيښې   له غم ځپلو سره   دخواخوږۍ پیغامونه رالیږلي دي . ددغې پيښې  خبر  په بهرنیو رسنیو کې هم ډير انعکاس درولود او ځينو رسنیو له تحلیلونو او اټکلونو هم په زیات ډول  دغې تراخې پيښې ته انعکاس ورکړل .

      دوستانو داقتصاد  دنړیوالې ټولنې په غونډې کې ګډون او د سویس ډيؤس   ته د ایران د خارجه وزیر سفر ،  په جامعې ایټمي موافقې کې  د ایران د ژمنتیاؤ د بشپړاجرا کیدا په باب دملګروملتو دامنیت شورا د راپور خپریدا، په تیرې اونۍ کې دایران  نور  خبرونه وو .ایران په تیرې اونۍ کې  نومې پروګرام  دغو پيښو ته په کتنې سره پیلوو .

           دوستانو  دقزاقستان پلازمینه  آستانه   له پرون راهسې  یعني د جنورۍ  له درویشتمې نیټې راهسې تر دوو ورځو پورې د سورئې دحکومتي او مخالفانو د استاذو ترمینځ   دسولې د خبرواترو کوربه  ده .  هغه غونډه چې    د ایران ،روسیې اوترکیې  په هلوځلو او دملګروملتو په څارنې  سره ئې  دترسره کیدا زمینه برابره شوې ده.

  د آستانې دغونډې په درشل کې  د سورئې دلومړي وزیر عماد خمیس   او  ورسره یو پلاوی تهران ته په سفر راغی . په سیاسی،اقتصادي او امنیتي  حوزو کې  د موافقو  تعقیبول  او  په سورئې  کې په وروستیو پراخو بریاؤ  په تیره بیا  د حلب سټراټيژیک ښآر  د آزادۍ  د ساتنې د لارو چارو د ارزونې  او همداراز  د قزاقستان په آستانې کې    د   کیدونکو  خبرواترو   ارزول،  په تهران کې  دعماد  خمیس   دسلامشورو   چورلیزونه وو .  په دغه سفر کې   همداراز د دواړو هیوادونو ترمینځ  دملګرتیا په زمینې کې یو شمیر  موافقې  هم  لاسلیک شوې .

           ټاکل شوې ده   د سورئې دحکومت او مخالفانو ترمینځ  د آستانې خبرې اترې  د ملګروملتو  د یوه پلاوي په شتون سره  ترسره شي  چې په دې وخت کې  روانې  دي .دتیرې شنبې په ورځې  دایران داسلامی جمهوریت  دخارجه وزارت   یو پلاوی هم  قزاقستان ته  تللی ،څو په دغو  خبرواترو   کې برخه واخلي .   په هغو بدلونونو سره  چې   په سورئې کې په وروستي یوه کال کې   هم په پوځي  او میداني  ډګرونو کې  او هم په سیاسی میدان کې  رامینځة شوي دي ، د سورئې  بحث    اوس یوې  داسې نوي مرحلې ته  وارد شوی دی ، چې  خورا مهم عنصر ئې،دملګروملتو په ملاتړ سره د سوریاوالو  ترمینځ  دخبرواترو ترسره کول دي .  دغه خبرې اترې دایران ،ترکیې او روسیې   په ډيرو هلوځلو سره د حلب  د سټراټيژيک ښآر له آزادیدو وروسته او  په ماسکو کې د دسمبر  د شلمې د اعلامیې په چوکاټ کې  پيل شوي دي. د دغې غونډې موخه  د سورئې د حکومت او مخالفانو ترمینځ  دجدي خبرواترو له لارې  د دغه  هیواد دبحران د سیاسی  حل  د سریزو برابرول دي .

   د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف  د سویس په ډیؤس کې  د اقتصاد د نړیوالې ټولنې  په غونډې کې  پخپلېوینا کې   د سورې د شخړې په وړاندې    دایران د دریځونو  په تشریح کولو او د قزاقستان  د آستانې د غونډې  د ترسره کیدا لپاره د ایران  دهلوځلو  په بیانولو سره  ټينګار وکړ ،  ټول هیوادونه    هغه که  دآستانې په غونډې کې ګډون لري او که نه ،  باید  په دې زمینې کې  له سیالۍ په ډډه کولو سره  دسوریاوالو  تر مینځ  د خبرواترو پشمول  د  نورو اړخونو دپرمخ بیولو  او دغه راز  د وینو د بهیدو د مخنیوي  لپاره هڅه وکړي .

 محمد جواد ظریف  پخپلې وینا کې په دې خبرې په ټينګار سره چې  ایران  په سیمې کې له آرامښت اوثبات ټینګیدو سره دلچسپی لري ، له ترهه ګرۍ ئې  د عربستان  پشمول د ځينو هیوادونو په  ملاتړونو سختې نیوکې وکړې او وې ویل ،  هیڅوک   له افراط پالنې  حتی ډيره کمه ګټه  هم نشي ترلاسه کولی .  سعودي عربستان خو هماغه راز  په  سیمې کې  دتاؤتریخوالو په زیاتولو پسې دی ، او  دانګلستان   له پوځي شتونه او  په فارس خلیج سیمې کې  دامریکا له لاسوهونکوسیاستونو څخه  په  استفادې سره  په ترینګلتیاؤ پسې  دی.  د ایران چارواکو  په  کرتو ویلی دي ، چې  په سیمې کې هراړخیز  امنیت اوثبات   په سیمې کې د پردیو د نه لاسوهنې  او  له ګواښونو څخه  دمتقابل درک او  ملګرتیاؤ او باؤر  جوړونې  سره  غوټه خوړلې ده .   دغه موضوع  تیره اونۍ  په تهران کې  دانګلستان دخارجه وزیر دمینځني ختیځ اوافریقائي  چارو له مرستیال  توبیّس  سره  د ایران د  مرستیال خارجه وزیر مجید تخت روانچي  په کتنې کې  وسپړل شوه .

          د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  تیره اونۍ  همداراز  ملائیشیاته په   سفر  کې    په  برما یا میانمار کې د روهنیګیائي مسلمانانو  د بوږنونکي   و ضعیَت  د سپړلو لپاره   په   کوالالامپور کې  د اسلامی  ملګرتیا  د موسسې د خارجه وزیرانو  په غونډې کې  ګډون وکړ.داسلامی ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو دغه بیړنۍ غونډه   د میانمار د مسلمانانو د وضعیّت  او د فلسطین د موضوع  دسپړلو  لپاره دملائیشیا  په غوښتنې سره ترسره شوه . د ایران خارجه  وزیر  په دغې غونډې کې  پخپلې وینا کې  دتابیَعت له  مسلم حقه  د  روهینګیائي مسلمانانو  محرومیّت ،  دهغوي  په ضد پراخ نفرت او  توپیري اقدمات  په کلکه محکوم کړل  او له اسلامی ملګرتیا موسسې ئې وغوښتل څو له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره دې د میانمار پر حکومت دباؤنه  واچوي  څو  د روهنیګیائي  مسلمانانو  حقوق   رعایت کړي . د ایران خارجه وزیر  همداراز  د روهنیګیا مسلمانانو ته  له کوم خنډ پرته  د انسان دوستۍ د مرستو  د سملاسي لیږدولو  غوښتنه  هم وکړه .   د اسلامی ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو دغه  یوه ورځنۍ  بیړنۍ غونډه  دپنجشنبې په شپه   په میانمار کې  د روهینګیائي مسلمانانو  دبحران په باب  د یوې   اعلامیې  او پریکړه لیک په تصویبیدو سره  پاي ته ورسیده .

           دملګروملتوامنیت شورا  د چارشنبې په شنبه  په یوې غونډې کې  چې  ایټمي موافقې ته دایران د پابندۍ   د ارزونې په موخې سره  ترسره شوه ، تائيدکړه ،  د ایران اسلامی جمهوریت  د جامعې ایټمي موافقې  په چوکاټ کې  پخپلو ټولو ایټمي ژمنتیاؤ  عمل کړی دی.

 د جامعې ایټمي موافقې په باب د ۲۲۳۱ پریکړه لیک  داجرا په باب  د ملګروملتو  په   دوهم راپور کې  روښانه شوې ده ، دجامعې ایټمي موافقې  یا برجام   د اجرا له وخت راهسې  د ایټمی انرژۍ  نړیوال آژانس  پنځه راپورونه  خپره کړي دي  چې   په هغو کې  د جامعې ایټمي موافقې  په باب  خپلو ژمنو ته د ایران  د پابند کیدا او عمل کولو د دوام سندونه ثبت شوي دي .

 که څه هم  چې په ایټمي موضوع کې  د ایران په  ضد د ملګروملتو  د بندیزونو ځيني برخې    د ایران او  ۵ +۱ ډلې ترمینځ   دشوي موافقې په اساس  له تیر  یوه کال راهسې  لغوه شوي دي،  خو  ایران تراوسه پورې   له ځينوبندیزونو سره  مخامخ دی .  د امریکا کانګرس  د دسمبر په لومړنیو کې  د :ایسا: په نامه  د ایران  په ضد د بندیزونو  قانون  د نورو لسو کلونو لپاره تمدید کړ .  دایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني   د امریکا ئي چارواکو د څرګندونو او د دغه هیواد د کانګرس   د اقدام په غبرګون کې  وویل ،  د ایسا  قانون  تمدیدیدا   که اجرائي شي ، نودا د جامعي ایټمي موافقې  څرګنده خلاف ورزي ده.   داروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئولې  او  پر برجام پروګرام  دڅارنې  مشرې میرمن فډریکا موګریني   هم ویلی دي ،   د ایران ایټمي موافقه   د امریکا او ایران ترمینځ  دوه اړخیزه موافقه نه ده ،  دا  یوه څواړخیزه موافقه ده   چې  په ملګروملتو کې د امنیت شورا  د پریکړه  لیک په چوکاټ کې  تصویب شوې ده.   د ایران چارواکو  روښانه کړې ده .  چې  په هیڅ ډول شرائطو کې  به  د جامعې ایټمي موافقې  د لورو له خوا  د ژمنو  خلاف ورزي ونه زغمي . او دا موضوع  به  د امنیت  شورا  د  ۲۲۳۱ پریکړه لیک  په اساس د جامعې ایټمي موافقې  کې  د  اټکل شویو   لاروچارو  او نړیوالو  اصولو  له لارې  تعقیب کړي . .

             له ایټمي موضوع سره په ارتباط کې ،  تیره اونۍ   د ایران او روسیې  استازو   د ایټمي ملګرتیاؤ  په زمینې کې  د یوې نوي موافقې خبر ورکړ .   د ایټمي بټیو جوړیدا  له  روسیې سره د ایران  دخبرواترو په لومړیتوب  کې راغلي ده .  تیره اونۍ   د ایران د ایټمي انرژۍ  د ادارې  دپارلیماني اونړیوالو چارو مرستیال  بهروز کمالوندي  ماسکوته تللی  ؤ .  په دغه سفر کې   په فردو کمپلیکس کې  د تل پاتې  ایزوتوپ دتولید او  د ۲۰۱۴کال په اووړي کې د   شوي تفاهم  د دیاددښت  د اجرا د لارې د نقشې  په زمینې کې  د ملګرتیا لومړنی فیز لاسلیک شو .  ایران د شل زره میګا واټه  ایټمي بریښنا  د تولید لپاره  پلانونه کړې ده .دبوشهر ایټمي بټۍ، دایران لومړنۍ ایټمي بټۍ ده چې   د  روسیې  په ملګرتیاسره    دایران  په جنوب کې  په بوشهر  کې   دامینتي ټيکنالوجیو   په اساس او په بشپړ تجهیزاتو سره  جوړه شوې  او د ایټمي انرژۍ  د نړیوال آژانس په تائيدئې سره  فعالیتونه کوي.

            دتهران  دپښتو خپرونې خوږو مینه والو  ایران د اونۍ په هینداره  کې نومې اونیزپروګرام وخت هم همدومره ؤ نو په بلې اونۍ کې دبل پروګرام پورې  مو په نیاؤمن خداي سپارو  ا... مو مل اوملګری .

 (سیماب)

***********************************************