تاریخ پاڼه شماره ۳۳۵
نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې نهه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له نولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له اوولسمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
شپږ سوه دوه څلویښت کاله پخوا، د اووه سوه شپږ نوېم هجري قمري کال د جمادي الاول په نولسمه نیټه، د ایران یو پوه او نجومي ُالغ بیګ وزیږید. هغه د امیر تیمور ګورکاني د نیکه په دربار کښې ورزول شو او وروسته د ماوراء النهر واکمن وټاکل شو. الغ بیګ د تیمور په اپوټه، د هیواد پراخولو ته ګروهنه نه درلوده. علومو په تیره بیا د نجومو علم سره د لا زیاتې مینې په وجه ډیر مشهور شو. هغه په اته سوه څلورویشتم قمري کال کښې د ازبکستان په جنوب سمرقند ښار کښې یوه مدرسه جوړه کړه چې په هغې کښې د تدریس خورا مهمه موضوع د نجومو علم ؤ. د الغ بیګ دوهم مهم اقدام، په سمرقند کښې د یوه ترویتون جوړول وو. الغ بیګ په فارسۍ ژبه د (زیج الغ بیګ) یا (زیج ګورکاني) په عنوان سره یو کتاب لیکلئ دی. الغ بیګ په اته سوه درې پنځوسم هجري قمري کال کښې وفات شو.
«««««««««««««
دوه سوه اته کاله پخوا، د اتلس سوه نهم میلادي کال د فرورۍ په اوولسمه نیټه، د فرانسوي او اسپانیايي ځواکونو تر مینځ د سارا ګوسا خونړۍ جګړه، د فرانسویانو په بریالیتوب او د اسپانیا په ختیځ کښې د ساراګوسا ښار په نیواک سره پائ ته ورسیده. دغه جګړه د اتلس سوه اتم میلادي کال د نومبر له پینځلسمې د نیپولین د پوځ په برید سره پیل شوه او د اسپانیا د پوځيانو او خلکو له سخت مقاومت او په ساراګوسا کښې له کور په کور جګړې سره مخ شو.
د ساراګوسا په جګړه کښې دواړو لوریو ډير سخت عمل او دښمني وښودله او له همدې امله د وژلو شمير ډير ؤ.
که څه هم اسپانیا د فرانسې لخوا ونیول شوه، خو په اتلس سوه دولسم میلادي کال کښې وروسته له دې چې نیپولین له روسیې شاتګ وکړ او وروسته یې له متحدو اروپايي دولتونو ماتې وخوړه، اسپانیا هم ازاده شوه.
««««««««««««
یو سلو نوي کاله پخوا، د اتلس سوه اووه ویشتم میلادي کال د فرورۍ په اوولسمه نيټه، سویسي پوه او د تعلیم او تربیې یو پياوړئ استاد جان هینري پستالوزي مړشو.
هغه په اوولس سوه شپږ څلویښتم میلادي کال کښې وزیږید او په ډيرو علومو او ټیکنالوجۍ کښې په ځانګړې توګه په ریاضي او طبیعي علومو او ځینو ژبو کښې مهارت درلود.
په تدریس کښې د پستالوزي چلند دا ؤ چې ماشومانو ته یې په یو وخت کښې مختلف درسونه ورکول او د هر درس له پيله مخکښې یې، ماشومانو ته په ساده او روانه ژبه د هغه علم زده کړه بیانوله.
««««««««««««
نهه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغې د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه، د ایران د شمال لویدیځ د تبریز مسلمان خلک په قم کښې د دیارلس سوه شپږ پنځوسم میلادی کال د لیندۍ د نولسمې نیټې د قتل عام د شهیدانو د یاد د نمانځنې لپاره د عالمانو او پوهانو په بلنه د تبریز په یو ستر جومات کښې راغونډ شول. دغه غونډه د طاغوتی رژیم د مامورانو له تشدد نه د ډک سلوک له امله په ټول ښار کښې په یو عامه بغاوت بدله شوه. د انقلابی خلکو د دغه حرکت پراختیا شاه رژیم ډیر وویروۀ چې د رژیم عواملو د دغې پیښې د تحریفولو لپاره له سترو دروغو کار واخیست او پاڅون کوونکی خلک یې هغه کسان معرفی کړل چې له سرحدی پولو له وراخوا څخه ایران ته راغلی وو. د تبریز د خلکو پاڅون په حقیقت کښې د شاه د ظلم او ستم په خلاف د ایرانی ولس د اوږدو مبارزو د دوام یوسمبول ؤ او په خپل وار د ایران د مسلمانو خلکو د وروستیو پاڅونونو سرچینه شو.
««««««««««««
او له ننه اته ویشت کاله پخوا، د نولس سوه نهه اتیایم میلادي کال د فرورۍ په اوولسمه نیټه، د عربي مغرب ټولنې د جوړیدا تړون په مراکش کښې د شمالي افریقا د هيوادونو د مشرانو په شتون سره تصویب شو.
په دغه تړون کښې ګډونوال هيوادونه، لیبیا، الجزایر، ټیونس، موریتانیا او مراکش وو.
د عربي مغرب ټولنې د جوړیدا موخه، د غړیو ترمینځ په لویدیځو هيوادونو پورې د پېلتیا د کميدو په هکله د ملګرتیاوو د پراختیا لپاره د یوې سیمه ایزې موسسې جوړیدل وو.
خو د صحرا د مسئلې په اړه د الجزایر او مراکش په شان د ټولنې ځینو غړیو د نظر اختلاف او همداراز ځینې سرحدي او سیاسي اختلافات، د یادې ټولنې د موخو د پرځایښت خنډ وګرځيدل.
له همدې امله اوسمهال عربي مراکش ټولنه چندانه فعالیت نه لري.
ذیشان حیدر بنګش