Feb 20, 2017 06:15 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۳۸

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې دویمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له دوه ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له شلمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو سلو یو پنځوس کاله پخوا، د اتلس سوه شپږ شپیتم ميلادي کال  د فرورۍ په شلمه نيټه، د فرانسې او د ميکسيکو د ازادي  غوښتونکو ترمينځ  جنګ  د فرانسې  په  برياليتوب  او باچائۍ ته په ميکسيکو کښې د آسټريايي شهزاده ميکسيميلين په رسيدو سره پائ ته ورسید. په  دغه  پينځه کلن  جنګ کښې لومړی اسپانيا او  برطانيه  له  فرانسې سره انډيوالان  وو خو له يوې لنډې مودې  وروسته  دغه  دواړه  هيوادونه له جنګه څنګته شول او فرانسې په يوازې ځان د ميکسيکو د پخواني ولسمشر بينيټو خوارز  په مشرۍ په ازادي غوښتونکو باندې يرغل  ته  دوام  ورکړ او په  موقتي توګه  کاميابۍ ته ورسيد. بيېنيټو خوارز  د ميکسيکو شمال ته له شاتګه وروسته، خپلو حملو ته  دوام  ورکړ او د ميکسيکو د پوځ  چې  له  هغه  سره  وفادار  ؤ، په مرستې سره  د ميکسيميلين حکومت نسکور کړ. له  دې  وروسته  يو ځل  بيا هغه د خپل  هيواد  د ولسمشرۍ لپاره غوره شو.

««««««««««««

نهه اتیا کاله پخوا، د نولس سوه اته ویشتم ميلادي کال د فرورۍ په شلمه نيټه، برطانيې د هغه تړون لمخې چې له اردن سره يې لاسليک کړ، د اردن تحفظ کولو ته رسميت ورکړ. اردن له لومړني  نړيوال  جنګ وروسته، د برطانيې  په  نيواک  او په عملي توګه  د دغه  هيواد تر ملاتړ لاندې راغئ. د اردن  او  برطانيې تړون لندن  ته  د اردن  د قانون جوړونې او د اقتصادو او بهرني سياست  د چلونې حق  ورکاوه. دغه  استعماري تړون په  نولس سوه شپږ څلویښتم میلادي کال کښې له دويم نړيوال جنګ او د برطانيې له کمزوري کیدا وروسته  لغوه  او اردن  خپلواکه  شو.

««««««««««««

اویا کاله پخوا، د نولس سوه اووه څلویښتم  ميلادي کال  د فرورۍ په شلمه نيټه، د برطانيې لخوا  د  هند د دوو پيړيو له  استعمار  وروسته، بالاخره لندن د هند له خپلواکۍ سره موافقه وکړه. د هند د خلقو خپلواکي له انګريز استعمار سره د مهاتما ګاندي تر مشرۍ لاندې له کلونو کلونو مبارزې وروسته ترلاسه شوه. برطانيې په  هند باندې د خپلې سلطې په  موده کښې د دغه  هيواد سرچينې او زيرمې ولوټلې او د دغه ټاټوبي خلقو ته يې د سر او مال  زيات  تاوانونه  ورسول. هند د نولس سوه اووه څلویښتم میلادي کال په اګست مياشت کښې په رسمي توګه خپلواکه شو او په دوو هيوادونو يعني هند او  پاکستان  وويشل شو.

««««««««««««

شپږ ویشت کاله  پخوا، د دیارلس سوه نهه شپیتم  هجري  لمریز کال  د کب  یا حوت  د  میاشتې  په  دویمه  نیټه، د (هراژ) تخلص لرونکئ د ایران کُرد لیکوال، مترجم او شاعر استاد عبدالرحمان شرفکندي وفات شو. هغه په ۱۳۰۰ هجري لمریز کال کښې د ایران د لویدیځ  له  مهاباد نومي ښار سره نزدې په  یوې  فاضلې کورنۍ کښې وزیږید. هغه له ماشومتوب څخه له لیکنې او شعر وینې سره  ډیره  مینه درلوده او وروسته یې د (کُرد ملي شاعر) لقب ترلاسه کړ.

هغه  د  باچا رژیم  خلاف  د ځینو سیاسي  فعالیتونو په  وجه  له ایرانه  وتلو ته اړ شو او څه موده یې په  عراق، لبنان او سوریه کښې تیره کړه. شرفکندی په دیارلس سوه څلور پنځوسم هجري لمریز کال کښې ایران  ته  راستون  شو او د خپل  عمر  تر پایه یې لیکوالي او ترجمه وکړه او شعرونه یې وویل. د دغه ایراني کرد  شاعر  له  آثارو څخه  د قرآن کریم  ترجمې  او  هم  په  اوو  ټوکو کښې په  کردي  ژبه  د  ابن سینا  د کتاب  قانون  ترجمې ته اشاره کولئ شو.

( د ایران  او  مصر کلتوري اړیکې) کتاب  او  (برګ سبز)  نومې  دیوان  د استاد شرفکندي  له  نورو آثارو څخه دي.

««««««««««««

او له ننه شل کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه اویایم  هجري لمریز کال  د کب د میاشتې په دویمه نیټه، د پاکستان  د ختیځ  په  ملتان  ښار کښې د ایران  په کونصلیټ  باندې  د تکفیري  ترهګرو  په  حمله  کښې د ایران د کلتوري سلاکار سید محمد علي رحیمي په شمول  د کنسولګرۍ اته غړي شهیدان شول.

له دغې پیښې شپږ کاله مخکښې هم د پاکستان په لاهور کښې د ایران کلتوري  سلاکار  صادق ګنجي  وهابي تکفیریانو شهید کړئ ؤ.

شهید رحیمي یو مذهبي او انقلابي کس ؤ چې په افغانستان، پاکستان، هندوستان  او نایجیریا کښې  یې څو ماموریتونه  ترسره کړي  وو چې  پکښې په نوي ډیلي کښې اووه کاله د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري مرکز مسئول هم پاتې شوئ ؤ. رحیمي سره له دې چې په پاکستان کښې د خپل ماموریت او دندې  پر وخت  وهابي ترهګرو بیا بیا  ګواښلئ ؤ  خو  بیا  یې هم خپله دنده جاري ساتله تر دې چې د لښکر جهنګوي په نوم  تکفیري  او ترهګرې  ډلې،  سره له خپلو ملګرو شهید کړ.

سره له دې  چې د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې محکمې د دغه جنایت ترسره کونکي په اووه ځله  پانسۍ  یا  اعدام  محکوم کړل خو سترې محکمې د یادې  ترهګرې  ډلې  د  مشر ملک اسحاق په شمول هغه ټول ترهګر تبرئه کړل.

البته ملک اسحاق څو میاشتې مخکښې له یو جیل نه بل ته  د منتقلولو په وخت  د تیښتې  په  کوشش کښې د پاکستان  د پولیسو په  لاس  ووژل  شو.

 

ذیشان حیدر بنګش