Mar 26, 2017 14:31 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۶۴

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې اته ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له نولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له اتلسمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

درې سوه شپږ دیرش کاله مخکښې، د ۱۶۸۱ میلادی کال د مارچ د میاشتې په اتلسمه نیټه، ډنمارکی سمندر کچ کونکئ او کاشف وایټس برینګ وزیږید. هغه په ۱۷۰۴ میلادی کال کښې د روسیې سمندری پوځ کښې شامل شو او د سویډنیانو خلاف جنګ کښې یې شهرت ترلاسه کړ. برینګ په سمندری ځواک کښې د خپل خدمت په پاې کښې د روسیې لپاره کشفونکی سفرونه پیل کړل او د آسیا د شمالی سواحلو د ختیځو حدودو په لټه کښې شو.

له دې امله د ۱۷۲۵ کال د فرورۍ په پنځمه نیټه له سن پیټرزبرګه ووته او له سایبیریا نه له تیریدو وروسته یې سمندر کچ کونه پیل کړه.

هغه په ۱۷۲۸ میلادی کال کښې د آسیا په شمال ختیځو ساحلونو کښې خپلې لارې ته دوام ورکړ او د ۱۷۴۰ کال د آګست په دیرشمه نیټه یې هغه تنګی کشف کړ چې بیا وروسته هم د دغه په نوم مشهور شو. هغه د برینګ تنګی په کشفولو سره چې د آسیا شمال ختیځ او د امریکې شمال لویدیځ له یوبل بیلوی، ثابته کړه چې آسیا وچه له امریکې بیله ده. برینګ همداشان په برینګ سمندر کښې د آلاسکا په لویدیځ کښې سنټ لارنس جزیرې، د کاناډا په جنوب ختیځ کښې سن لوران او په برینګ سمندر کښې دیومید کشف کړل.

هغه د ورپسې کلونو په اوږدو کښې هم په یولړ داسې کشفونو او موندنو بریالی شو چې د هغه نوم او شهرت یې لوړ کړ. په دغو کښې په یو سفر کښې سختو طوفانونو او ناروغۍ هغه مجبور کړ چې له نویو اکتشفاتو تیر شی او ستون شی. د ستنیدو په لاره کښې د هغه کشتۍ د روسیې د ختیځ په آخری سیمه کښې کامچاتکا سیمې ته نزدې د یوې ویرانې او بې آب و ګیاه جزیرې ساحل ته ورسیده او هم په دغه جزیره کښې چې اوس د هغه په نوم یادیږی، د ۱۷۴۱ کال د دسمبر په ۱۹ نیټه په شپیته کلنۍ کښې مړ شو.

««««««««««««

دوه سوه دوه کاله پخوا، د ۱۸۱۵  کال  د مارچ  په  اتلسمه  نیټه، له  سویس  سره د جینوا ایالت له یو ځائ کیدو سره  دغه هیواد په اوسنۍ بڼه رامینځته شو.  سویس  له  ۲۵   ایالتونو یا کانټونو جوړ دی  چې دکنفډریشن  په توګه اداره کیږي . په پنځلسمې میلادي پيړۍ کې  سویس د اروپا یو قدرتمن هیواد ؤ ،خو ورو  ورو  ئې قدرت له لاسه ورکړ.په ۱۸۱۵کال کې  له دې وروسته چې نور نهه کانټونونه  چې په هغو کې وروستی جینوا ؤ  ، دسویس کنفډریشن سره یو ځآي شول ، دپاریس کنفرانس  چې په فرانسې کې  دنیپولین  له ماتې وروسته جوړ شوی ؤ ، سویس ته دتل لپاره بې پلویتوب  ورکړ  او دغه هیواد تراوسه پورې  ،حتی په دوو نړیوالو جنګونو کې هم  خپل بې پلویتوب ساتلی دی.

سویس د اروپا په مرکز کې واقع دی او کابو یو څلویښت زره مربع کلومیټر مساحت لري .

««««««««««««

یو سلو نهه پنځوس کاله مخکښې،  د ۱۸۵۷  کال  د مارچ  په  اتلسمه نیټه، د جرمني یوه مخترع  او د ډيزل  د انجن  ایجادونکئ  روډلف  ډيزل  وزیږید.  هغه دیوه انجن دمحرکه ځواک  په باب ډيرې څيړنې وکړې  او وتوانید یوه داسې آله جوړه کړي چې  دبریښنا له ضرورت پرته  په لا آسانه او ساده سونګو سره  لازیات ځّواک تولید کړي . دغه آله  چې  د هغه په نامه یعني د ډیزل  انجن ونومول شو ، په صنعتي  نړۍ او ټرانسپورټي نظام کې ډير بدلون رامینځةکړ ، په دې توګه چې  دعلم او صنعت   له پراختیا سره سره  هماغه شان  له دغه انجنه دیوه قدرتمند او  ډير کارنده انجن په توګه ترې استفاده کیږي . روډلف  ډیزل  په ۱۹۱۳کال کې مړ شو .

««««««««««««

او له ننه دوه پنځوس کاله مخکښې، د ۱۹۶۵ میلادي کال د مارچ  په اتلسمه نیټه، د مصر پخوانی  باچا ملک فاروق  مړ شو. ملک فاروق په ۱۹۲۰ کال کښې زیږیدلئ  ؤ. هغه په مصر باندې د خپل پلار، وړومبی فواد په نامه احمد فواد پاشا د باچاهۍ په وختو کښې دنیا ته راغی. په هغه وخت کښې د مصر حکومت د برطانیې تر ملاتړ لاندې و.

فاروق په ۱۹۳۶ کال کښې د خپل پلار له مړینې وروسته په شپاړس کلنۍ کښې د هغه په ګدۍ کښیناست خو په دې وجه چې قانونی عمر ته نه و رسیدلی، د هیواد د چارو واګې د سلطنت د نیابت شورا ته وسپارلې شوې. د دویم نړیوال جنګ په پیل کښې د افریقې په شمال کښې د ډیرو دښمنو قواو د ښکیلیدو په وخت مصر هم د متفقینو په تیره بیا د برطانیې په یو محاذ او اډې بدل شو. ملک فاروق په یو وخت کښې مجبور شو چې د خپلې باطنی غوښتنې سره سره د خپل یو مخالف د وزیراعظمۍ په هکله د انګلستان وړاندیز ومنی خو په ۱۹۴۴ کال کښې یې یوځل بیا پوره قدرت ترلاسه کړ او د صهیونیسټی رژیم له جوړیدو وروسته یې د ځینو نورو عربی هیوادونو په ملګرتیا مصر له نوبنسټه صهیونیسټی رژیم سره په جنګ اخته کړ. په دغه جنګ کښې د مصر ماتې د دغه هیواد خلک په ملک فاروق باندې سخت بدبینه کړل. دې بدبینې د فاروق په مشرتابه نظام کښې د دود فساد ترڅنګ په مصر کښې د جنرال نجیب او جمال عبدالناصر د سپینې او ارامې کودتا زمینه برابره کړه. د دغې کودتا له امله فاروق د ۱۹۵۲ کال د جولایۍ په ۲۶ نیټه استعفا کولو ته مجبور شو. د کودتا مشرانو وړومبی د احمد فواد په نوم د فاروق ماشوم زوی د دویم فاروق په توګه د سلطنت پر تخت کښینوه خو د ۱۹۵۳ میلادی کال د جون په ۱۸ نیټه په مصر کښې د جمهوریت له اعلانیدو وروسته فاروق او د هغه کورنۍ له مصر څخه وویستله شوه او ایټالیا ته واستوله شوه تر دې چې فاروق د ۱۹۶۵ کال د مارچ په اتلسمه نیټه په ۴۵ کلنۍ کښې په روم کښې مړ شو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه