Mar 30, 2017 15:10 Asia/Kabul
  • اسلام وپيژندو

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې داسلام وپيژنئ نومې د لړۍ له ننني یوسل اوه م مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په دغه ننني پروګرام کې دقرآن کریم دعلمي معجزو له یوه بل اړخ په باب درسره غږیږو هیله ده چې ترپایه راسره مله ووسئ

دوستانو  له قرآن کریم سره  دبلدتیا په   بحث کې  په  تیرو څو پروګرامونو کې  د علمي معجزو  په باب  درسره  غږیدلي یوو ، په ننني پروګرام کې هم  د قرآني  معجزو  له یوه بل اړخ په باب   درسره خبرې کوو .

قرآن کریم د ځينوراتلونکو پيښو خبر ورکړی دی . ځيني پيښې په داسې شرائطو کې  چې  د عادي محاسباتو په اساس،د اټکل وړ  نه  وئې،په قرآن کریم کې ئې دپيښیدا خبره شوې ده  او  جالبه  داچې   له مودو وروسته  پيښې  هماغه ډول چې  قرآن  کریم ئې خبر ورکړی ،رامینځة شوي دي . البته  دقرآن کریم   اټکلونه  دوه  ډوله دي .  په هغو  کې ځيني  د قرآني آیتونو   له نازلیدو څه موده وروسته  پيښې شوي دي، لکه  پر مځکه د صالحانو حاکمیت  او  د هغه نړیوال   عادل حکومت  ټينګیدا چې   دبشریّت له راتلونکي سره اړونده  دی .

   د قرآن کریم یو  اټکل ،  دمکې پر مشرکانو داسلام  د بریالیتوب   او   په بشپړ امنیت کې دخداي کور ته  د مسلمانانو  ورتلل   ؤ .  خداي  پاک  دقرآن کریم  په فتح سورې کې  په  ۲۷ آیت کې په دې باب فرمائي؛هماغه خداوند دخپل پیغمبر  خوب  په حقه پوره کړ ،  په چورلټ ډول به  تاسو  دخداي په خوښې  سره  مسجد الحرام ته   واردشئ  په امنیت کې ،  په داسې حال کې چې  خپل ویښتان مو  خریّلي   او  نوکوونه مو لنډ کړي  دي او  له هیچا هیڅ ډول ویره او ترس نه لرئ .  خداوند  پر هغه څه خبر دی چې  تاسو ورباندې  نه پوهیږئ ( اوپه دغه ځنډ کې یو حکمت ؤ ) او له دې مخکې  ( دتاسو لپاره ) کامیابی نزدې  ده :::::

د دغه آیت په توضیح کې راغلي دي،پیغمبر اکرم په مدینې کې خوب ویلید چې  له خپلو اصحابو اوملګرو سره  دعمرې د اداکولو لپاره مکې ته  واردیږي . کله   هغه بزرګوار  دغه  خوب    خپلو   ملګرو اصحابو ته  ووایه ،  نو هغوي   ډير خوشال شول .   له یوې مودې وروسته پیغمبر  او مسلمانان  دمکې په لور  روان شول .  کافران  له دغې قضیې خبر شول  او په حُدیّبیه  کې ئې  مکې ته د تلو لاره پر مسلمانانو بنده کړه . یو شمیر چې  خیال ئې کاوه ،  دغه خوب به  په هماغه کال کې تعبیر شي ،  په شک کې شول ،چې مګر ممکنه ده  چې   دپيغمبر  اکرم خوب ناسم وي  اوغلط ثابت شي ؟  مګر مونږ سره ئې ژمنه نه وه کړې چې   د خداي دکور  زیارت به وکړو .؟.  نو بیا دغه ژمنه ولې عملي نه شوه ؟ پیغمبر اکرم  د  هغوي په ځواب کې وفرمائيل ؛  ټاکل شوې نه ده چې  دغه خوب  حتما  په همدغه  سږ کال تعبیر شي :::: 

 پیغمبر اکرم او مسلمانان  مدینې ته بیرته دستنیدو په حال کې وو چې  دغه  آیت نازل شو او  ټينګار  وشو چې  دغه خوب  په بشپړ ډول رښتیا دی او   دغه پيښه  حتمي او په سلو کې سل  کیدونکي ده.یعني په چورلټ ډول   مسجدالحرام ته  وادریږئ  اوپه امنیت کې ، په داسې حال کې چې  خپل سرونه مو خیریّلي    او  نوکوونه  مو هم  لنډ کړي دي او  له هیچا هیڅ ډول  ویره اوترس نه لرئ :::::  

   په دې توګه ، قرآن کریم  په راتلونکي کې  د یوې کیدونکي پيښې خبر ورکړ . لکه څنګه چې یو کال وروسته ،  یعني د   اوه م هجري  کال  په ذی القعدې میاشت کې  دغه پيشنګوئي   تعبیر شوه  اوپيغمبر اکرم او مسلمانان  مسجد الحرام ته وارد شول   او  په  آرامښت  سره ئې دعمرې  مناسک ترسره کړل .

 دقرآن کریم د یوشمیر مفسیرانو په اند ، د :نزدې بریالیتوب :  تعبیر اشاره  د حُدیّبیه  سولې ته  ده چې  قرآن کریم  دا  ښکاره فتح نومولې ده  او دې  چارې ،  په ورپسې  کال  کې  مسجد الحرام ته  د ورتلو زمینه برابره  کړه . یو شمیر نورو مفسرانو  د  : نزدې  کامیابۍ :ټکي ته  د آيت  اشاره   دخیبرفتح  په باب ګڼي  . التبه  د  :نزدې فتح: کلمه  دخیبر فتحې  سره لازیات  سمون خوري ،ځکه    د دغه خوب له پوره کیدا سره  ئې  ډير لږ  واټن   درلود . د  راتلونکي په باب  سم او دقیق  خبر   او پر  کفارو  دبریالیتوب په باب  اټکل   هغه هم په  ډيرو پيچلو او سختو شرائطو کې،دصادقو پيغمبرانو کار دی چې  د وحي  په وسیله  غیبي  سم  تعبیرونه  ترلاسه کوي .

دغه آیت  مسجد الحرام ته  دمسلمانانو  د حتمي ورتلو  او  په راتلونکي کې د عمرې د  مناسکو  د ترسره کیدا  او  له مخکې ئې د نزدې بریالیتوب خبر ورکړی  دی .  د تاریخي شواهدو  په  ګواهۍ سره ، دغه اټکلونه  په ټاکل شوي وخت کې پوره شوي دي  او دا  دقرآن کریم دمعجزو   یوه ځلا ده .

             دوستانو  دقرآن کریم د اټکلونو  یو بل مثال ،پر ایران د روم د لښکر  د بریالیتوب په باب دی .  دقرآن کریم په روم  سورې  کې   په دې باب له  دوهم تر څلورم پورې آیتونو کې راغلي دي؛رومیان مغلوب شول.په خورا نزدې ټاټوبي کې،خو  دوي   به له خپلې ماتې وروسته   ډير زر بریالي شي .  په څوکلونو کې  کارونه  ،هغه کې  مخکې  وي او که وروسته  دخداي په لاس او  دهغه په فرمان  کیږي،  په هغه (کامیابۍ)ورځ  به  مومونان خوشاله شي ::::

کله چې پیغمبر اکرم  په مکې کې ؤ   او مومنان  په اقلیّت کې وو ،  نو ایرانیانو او  رومیانو ترمینځ   یو جنګ وشو  او  په دغه جنګ کې ، ایرانیان بریالي شول.  د  روم سورې  لومړني آیتونه   د همدغې تاریخي  قضیې    ښودنه کوي .  د مکې مشرکانو  دغه  بریالیتوب  ښه وګاڼه  او د شرک    د دین  پر حقانیّت ئې دلیل وباله .دوي ووئيل،ایرانیان  مشرک او  دومه مخي دي ، خو  رومیان مسحییان دي، هماغه ډول چې ایرانیان پر  رومیانو بریالي شول ، مونږ  به هم  ډير  پر مسلمانانو بریالي شو او  د اسلام نیالګۍ به  هم   دړې وړې شي .

                سره له دې چې   دمشرکانو دغه آئيډیا،  هیڅ  سم اساس او  بنیاد نه درلود،  په عین حال کې   مسلمانان  په دې خپه  وو. په دغه شان شرائطو کې   دغه آیتونه نازل شول  اوچورلټ ئې   په ښکاره وویل،که څه هم  ایرانیان په  دغه جنګ کې  بریالي شوی دي ،خو  څه وخت  به نه وي تیر چې  رومیان به پر ایرانیانو بریالي شي .قرآن کریم   د دغه اټکل لپاره  ئې یوخاص   محدود وخت    وټاکه او  وې ویل ،  دغه چاره  به  په څو کلونو کې  پوره شي .

 د ځينو تاریخي قولونو په اساس   له دغې پيښې کابو نهه کاله وروسته  دقرآن کریم  اټکل  تعبیرشو. د ایران او  روم ترمینځ سخت جنګ وشو  او دې ځل  د روم  لښکر  پر  ایرانیانو  بریالی شو . په حقیقت کې  په هیڅ معیار سره   اټکل نشي کیدلی،مغلوب هیواد  چې د سختو جنګونو له امله  کمزوری شوی  او  له کاره لویدلی وي،ډير تاوانونه  ئې لیدلي او ښآرونه او ډير ټاټوبي ئې له لاسه ورکړي وي،بیا هم څو کاله وروسته  پر فاتح هیواد  غلبه وکړي .ځکه  دیوه ماته خوړلي  جمیعت او  خلکو  غالب کیدا  هغه  هم  د یوه ځواکمن دښمن په مقابل کې او  په لنډ وخت کې،یوه نه اټکل کیدونکي اوسخته  چاره  بریښي .آيا یو  عادي انسان  دغه شان مهمه پيښه  اټکل کولی شي ؟په هرحال  دغه غیبي خبر  چې له تاریخي نظره هم   په هماغه  شکل   چې   په آیت کې ورته  اشاره شوې ده، رامینځة شوی دی ، دقرآن کریم  پر معجزو یو دلیل  او د دې ښودونکی دی  چې  اټکل کونکی ئې   د پروردګار  په بې پایان  اونه  ختمیدونکي علم  تکیه لري .

  دقرآن کریم  یوه بله پیشنګوئي  یا هماغه  اټکل ، دانساني ټولنې له راتلونکي سره  اړونده دی  . ډیری په دې اند دي چې  د نړۍ راتلونکی ،  تورتم او نهیلی کونکي دی .  د دغې لیدتوګې  پلویان  پخپلو هنري اوفکري آثارو او فلمونو کې  آخر الزمان   په ډيربوږنونکي ډول انځوروي . په   هغه پړاؤ کې د دوي  له  دې نظره،ملتونه  په وحشتناکو جنګو کې ښکلیږي  او  په    نهایت کې  بشری تمدن  د ډل وژونکو وسلو په وسیله   له مینځّه ځي . خو  د دغه  دود  خیال په اپوټه،قرآن کریم،د انساني ټولنې  دبرخلیک په باب ډيره  مثبته اوخوشبینه لیدتوګه   مطرح کوي  ،یو داسې  پاي چې  ډير ځلیدونکی او ځيری ورکونکی دی .

 خداوندمتعال  دقرآن کریم په څو آیتونو کې  دې موضوع ته اشاره  کړې ده . چې په هغو کې یو   د انبیاء سورې  په   ۱۰۵آیت کې هم راغلي دي ،؛ هماغه شان مو  د  (تورات) له ذکر  وروسته په زبور کې  لیکلي دي ،  چې پر مځکه  به  زما غوره بندګان چورلټ وارثان وي . 

 همداراز  د نور سورئې  په  ۵۵آیت کې هم  راغلي دي ، ؛  خداوند    له تاسو هغو کسانو ته چې  ایمان   ئې راوړی ، او غوره کارونه ئې کړي دي  ژمنه ورکړې ده چې  حتما  ئې پر مځکه جانشین  جوړوي ، هماغه ډول چې  دهغوي مخکیني  ئې جانشین کړي  او (پرمځکه ئې ورته خلافت ورکړی ) اودهغوي لپاره ئې چورلټ یو دین   خوښ کړی  او دهغوي لپاره به ئې  ځآي پر ځای  کړي  او دهغوي ویره  په امنیت بدلوي ،(څو)  یوازې دما عبادت وکړي  او  له ما سره څوک شریک  نه کړي  او هرڅوک  چې  له دې وروسته  کفر وکړي ، نو  دوي هماغه فاسقان دي ::::

              له دغه آيت څخه پوهیدلی شو چې  خداوندمتعال  دخلکو یو ې ډلې ته چې  ایماندار  او  صالح عمل کونکي دي ، څو ژمنې ورکړي دي . یعني  پر مځکې حکومت اوجانشیني ، په هرځاي کې د برحق دین خپریدا ،  او د ناکرارو اوله ویرې ډکو زمینو له مینځه وړل . 

 بې شکه  د دغه آیت بشپړ مصداق ،  دحضرت امام مهدي عجل ا...  تعالی فرجه شریف حکومت دی،چې دشیعه اوسني پشمول دعامو مسلمانانو  په ا عتقاد، درسته نړۍ  له عدل او انصافه ډکوي ،  له دې وروسته چې   هرچرته ظلم او  کړاؤ خور شوی  وي.دبشپړ نړیوال امنیت او دتوحید حاکمیت  یو غوره بیلګه،  هاله پوره کیږي   چې  داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له نسله  حضرت مهدي  علیه السلام  ظهور وکړي .په هغه وخت کې  ختیځ او لویدیځ درسته نړۍ  دهغه دحکومت تربیرغ لاندې کیږي،دنړۍ په ګوټ ګوټ کې   حق اوعدالت  قایمیږي  او دمځکې  له مخه   ویره،جنګ اوناکرارۍ  ټغر ټولوي  .په حقیقت کې دعدل دحکومت جوړیدا  او دامنیت  پراختیا او دحق دین  رامینځةکیدا،دتوحید دبنسټونو پياوړتیا ده څو  خلک   په آزادۍ  سره د خداي  پاک  عبادت وکړي او   له هغه سره هیڅوک شریک  نه کړي .

نوویل کیدلی شي د قرآن کریم له نظره ،الهي مشیّت پر دې نغښتی دی چې  په راتلونکي کې ،دخداي صالح بندګان  د مځکې وارثان کیږي  او دنړۍ  دچارو   په سمه  اداره کول او غوره  واکوالي  په لاس کې اخلي . دنړۍ د راتلونکي لپاره  د قرآن کریم  په ځيرو کې څو مهم رکنونه  ترسترګو کیږي ،  په هغو کې  یو داچې  اسلام د نړۍ دراتلونکي دین دی.د تاریخ برخلیک دمومنانو په ګټه او  د کافرانو اوظالمانو  ماته   حتمي ده،د یوه واحد خداي  د  وحدانیّت   په اساس  نړیوال حکومت  رامینځةکیږي ،ظلم  استبداد ،کړاؤ  اوناکراي ټغر ټولوي  او  پر درستې نړۍ  به امنیت اوآرامښت سیوری وغوړوي .  دا دقرآن کریم چورلټ    اټکلونه دي چې   دخداوندمتعال په مهربانۍ اوفضل  سره به  په راتلونکي کې   پوره شي .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه