د وري د میاشتې د درویشتمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې نن اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لخوا د نورو په مناسبت د ایران د نظام د یوه ډله مسئولانو په کتنه کښې د هغوي کړو څرګندونو ته انعکاس ورکړی او د هغوي له قوله یې لیکلي دي: هغه واردات باید بند شي چې کورنی تولید خرابوي، د وارداتو د مخنیوي معنا هغه واردات نه دي چې په هیواد کښې دننه په پوره اندازه نه تولیدیږي یا هغه واردات چې د کورني تولید لپاره نمونه ګرځي.
هغوي زیاته کړه: ټول دې پوه شي چې که کارخانې او کورنی تولید روان پاتې نه شي نو کار کسب نه رامینځته کیږي او د بیکارۍ نتیجه د نشې، فساد، کورنیو ستونزو او له نظام او حکومته د نارضایتۍ په شان ټولنیزې ستونزې دي. عقلمند او دورانیشه انسان هره شیبه د خدمت او د خیر د کارونو په ترسره کولو لګوي.
معظم رهبر همداشان وفرمایل: په اسلامي نظام کښې باید اسلامي احکام او د ژوند طریقه وکاروله شي او د ټولنې کلتور باید په ټولو اړخونو کښې د قرآني تعلیماتو مطابق وي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ا... العظمی سید علی خامنه ای داسلامی انقلاب په بیلابیلو ډګرونو کې له سرښیندنې د ولس اصلی انګیزه ، یوه دینی انګیزه وبلله او وې فرمائیل ؛ نن سبا زیات شمیر ځوانان په هماغې سپیڅلی انګیزې سره له حرم څخه په دفا او له تکفیری بهیرونو سره دمقابلې په ډګر کې په شتون ټینګار کوی او دوی دسرښیندنې او له مسئولانو څخه د خلکو د لامخکې کیدا نښې نښانې دی
دوی همداراز له مخلصو مجاهدتونو څخه د پیغمبرانو موخه ، د دینی نظام جوړیدا او دحق اقامه کیدا وبلله.
جمهوري اسلامي:
جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا په یو سرټکي کښې لیکلي دي: په سوریې باندې د نویو حملو د احتمال په هکله د امریکې لاپې.
په خبر کښې لولو چې د سپینې ماڼۍ ویاند ادعا کړې چې په سوریې باندې لاهم د امریکې د نویو بریدونو احتمال شته دی.
شان سپایسر زیاته کړه: د داعش نابودي به د یو سیاسي بهیر له لارې له قدرته د بشارالاسد د څنګته کولو لپاره فضا برابره کړي.
هغه همداشان ټنیګار وکړ چې امریکا په روانو حالاتو کښې هم له داعش سره جنګ جاري ساتلی شي. د سپينې ماڼۍ ویاند په پاې کښې وویل چې واشنګټن به د روسیې په شمول له خپلو نړیوالو شریکانو سره د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره اقدام وکړي.
په خبر کښې لولو چې د ټرامپ د ولسمشرۍ په پړاو کښې د سوریې د پوځ په سنګرونو باندې د امریکې وړومبنی نیغ په نیغه تیری د تیرې جمعې په سهار په حمص ولایت کښې پر شعیرات هوايي اډه باندې د ۵۹ توغندیو په توغول کیدو سره پيل شو.
په عین حال کښې پرون مازیګر بي، بي، سي ټي وي چینل په یو فوري خبر کښې وویل چې د روسیې ولسمشر وايي: د ماسکو لخوا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې واشنګټن د دمشق په سویل باندې د هوايي حملې کولو نیت لري. ولادیمیر پوټین له ملګرو ملتو وغوښتل چې په ادلب ولایت کښې د کیمیاوي حملې په هکله تحقیقات وکړي.
خو له بلې خوا د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي سلاکار وویل: لویدیځ ښه پوهیږي چې له بشارالاسد پرته د سوریې د کړکیچ د هواري امکان نشته.
کیهان:
د تهران چاپ د کیهان ورځپاڼې څو بهرنیو خبرونو ته یوه لنډه کتنه کوو.
د یمن پوځي قومندان عبدالملک عیسي د خپل هیواد د میزایل قدرت په هکله وویل چې تر راتلونکو لسو کالو پورې به یمن د لسو توغندوي قدرتونو په کتار کښې راشي.
له بلې خوا د یمن د جنګ د اوږدیدو او په عربستان کښې د اقتصادي کړکیچ د سختیدو له امله د دغه هیواد شپیته سلنه خلکو د معیشتي لګښت د مرستې ترلاسه کولو ته نومونه لیکلي دي.
د صهیونیسټي رژیم مشر رؤوین ریولین په الجلیل کښې د دغه رژیم په روغتون کښې د سوریې د ترهګرو ډلو د زخمیانو پوښتنې ته تللی دی.
ځینو خبري سرچینو د سوریې له خاورې د دغه هیواد د جنوبي سیمو د بیلولو په موخه د امریکې، انګلستان او د هغوي د سیمه ایزو انډیوالانو د هلوځلو خبر ورکړ.
اخوا د هندوستان په اړیسه صوبه کښې هندوستانو د مسلمانانو په کورونو او دکانونو برید کړی، د هغوي مالونه یې لوټلي او بیا یې اور وراچولی دی.
او
شمالي کوریا هم په سیمه کښې د امریکې لخوا د یوې جنګې بیړې د دیره کولو په غندلو سره خبرداری ورکړ چې له واشنګټن سره جنګ ته چمتو ده.
کابل چاپ:
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ په اختلافونو لیکنې او تبصرې کړي دي.
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي د ملي وحدت حکومت راتلونکی کاواک دی.
ورځپاڼه د کرکېچ نړیوالې ډلې له قوله لیکي که په حکومت کې شته ستونزو ته د حل لار پیدا نه شي، نو د ناامنۍ د پراخېدو او د کورنۍ جګړې د پېلېدو وېره شته.
سرنوشت په خپلې سرمقالې کې لیکي ارګ او اجرائیه ریاست نه مني چې د حکومت مشران خپلمنځي اختلاف لري او وايي چې په ملي او مهمو مسایلو کې د نظر یووالی موجود دی.
د لیکوال په باور د ارګ او اجرائیه ریاست اختلاف اوس له هېچا پټ نه دی، ناامني، فساد او ناقونونۍ له دې لامله زیات شوي دي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د ملي شورا د غړیو په حواله لیکلي د حکومت په اړه د کړکېچ نړیوالې ډلې ريپوت پرځای دی.
ورځپاڼه لیکلي د حکومت له پیله د دواړو ټیمونو ترمنځ د واک پر سر اختلافات دوام لري او دې کار افغانستان په مختلفو برخو کې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي که د حکومت قبله سمه نه شي او ولس او د ولس بانفوذه پوه کسان هم په دې برخه کې چوپ او بې پروا وي.
د لیکوال په باور روانه غمېزه به همداسې دوام لري، مرګونه، بدمرغۍ، جګړې او سل او زر مصیبتونه او ذلتونه به د افغانانو په برخه وي.
د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د حکومتي مشرانو ترمنځ روان اختلافونه او د سیاسي نظام متزلزل ثبات.
د لیکوال د معلوماتو له مخې د ملي وحدت حکومت په لومړي سره کې له اساسي او عمده اختلافونو او د نه همغږۍ له پروګرامونو سره خپل کار پیل کړ.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي نه دا چې دا ستونزې حل نه شوې، بلکې د لیکوال په باور ورځ تر بلې د دواړو ټیمونو ترمنځ اختلافونه نور هم زیاتېږي.
د دنیا په سرمقاله کې یادونه شوې که د ملي وحدت حکومت مشران موجود اختلافونه یو خواته نه کړي، قومي او سمتي تقرریو ته د پای ټکی کېنه ږدي، په پراختیايي پروګرامونو کې د بې طرفۍ او توازون اصل مراعت نه کړي، نو امکان شته چې افغانستان نور هم د کړکېچ خواته ولاړ شي.
او په پای کې د مدنیت ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي په داسې حال کې چې بې وزلۍ، بې کارۍ او ناامنۍ د خلکو ژوند ور تریخ کړی، بهتره به دا وي چې د واک د ویش په سر شته اختلافونه یو خواته شي او نور ورته لمن ونه وهل شي او اصلي تمرکز د خلکو د ستونزو په حال باندې وشي.
بهرنی او نړیوالې ورځپاڼې:
ایرش ټایمز:
ایرش ټایمز ورځپاڼې د هغې افغان مېرمنې په اړه یو راپور خپور کړی چې دا مهال په صربستان کې د کډوالۍ ژوند تېروي.
دا مېرمن فاطمه نومېږي او له دوو ماشومانو سره چې یو یې څلور کلن احمد او بل نهه کلن شعیب دی، ژوند کوي.
آیرش ټایمز لیکي:
د تېر کال په ډیسمبر کې هغه موټر چې فاطمه او د دې کورنۍ یې په قاچاقي ډول د اروپا لویدیځ ته وړل، ټکر وکړ.
د دې پېښې له امله د فاطمې دواړه پښې پرې شوې، د احمد پښه ماته شوه او د شعیب سرهم خوږ شو.
آیرش ټایمز لیکي فاطمه او ماشومان یې اوس د صربستان جنوب ته په یوه کوچني ښار کې د معیوبینو په ځانګړي خونه کې په ناوړه حالت کې ژوند کوي.
ټیلیګراف نشریه:
په هغه راپور کې چې د بریتانیا ټیلیګراف نشریې خپور کړی، هم د افغان پناه غوښتونکو په اړه تبصره شوې ده.
دا راپور په فرانسې کې د کډوالو په یوه کمپ کې د سلګونو افغان او کُرد کډوالو ترمنځ د یوې خونړۍ شخړي په اړه لیکل شوي دي.
راپور لیکي:
شاوخوا ۲۰۰ کډوال چې افغانان او کُردان وو، سره ونښتل او بیا د پولیسو په مداخلي شخړه پای ته ورسېده.
د ټیلیګراف نشریې په خبره دوهم ځل بیا ۶۰۰ تنه کډوال له یو بل سره لاس او ګریوان شول او په نهایت کې یې کمپ ته اور ورته کړ.
سیمه ییزو چارواکو ټیلیګراف ته ویلي چې دا کمپ نور د جوړولو نهدی.
په فرانسې کې د کډوالو په دغه کمپ کې د اورلګېدنې راپور د ټیلیګراف د انګلیسي ژبې پر انټرنټي پاڼه هم خپره شوې ده.
کریسټین مانیټور:
د کریسټین مانیټور نشریې بیا د هغې افغان کډوالې مېرمنې په اړه مطلب لیکلی چې د افغان مېرمنو لپاره د کارموندنې برخه کې یې د هڅو له کبله یوه نړیواله جایزه ترلاسه کړې ده.
سیما غني په نویمه لسیزه کې له افغانستان څخه وتلې او په ۲۰۰۲ میلادي کال کې یې بېرته افغانستان ته ولاړه او د ښځو د کارموندنې برخه کې فعالیت کوي.
دغې افغان مېرمنې تېره میاشت په انګلستان کې د اوټ سټنډنګ بانډ انډیویجول آوارډ OUTSTANDING BAND INDIVIDUAL AWARDجایزه وګټله.
کرسټین مانیټور لیکي:
سیما غني چې د یوه پوځي افسر لور ده، کله چې بېرته افغانستان ته ولاړه، تر ۱۷ پورې افغان ماشومان یې په فرزندي ونیول.
د نشریې په لیکنه مېرمن غني دغه راز د فساد په وړاندې مبارزې یو ولسي غورځنګ رامنځته کړ او وروسته یې د سیاست او تجارت برخو کې د ښځو د رول د ډېرېدو لپاره یو منشور جوړ کړ.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*