Apr 13, 2017 09:07 Asia/Kabul
  •   خوږې خبرې ۱۴

د ښار په بازار کښې ډیر رش و. هر کس د پلورلو لپاره یوڅه راوړي وو چې غنم یا اوربشې پرې واخلي خو په دکانونو کښې غنم او اوربشې نه وې. د یو سړي غږ تر غوږو کیده چې ویل یې: زما ښځه او ماشومان اوږي دي، دا مشک له ما واخلئ او لږ غنم او اوربشې راکړئ، خو هیچا ورته پام نه کوه.

په داسې حال احوال کښې د اسلام د ګران قدره پیغمبر(ص) یو لمسی حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د هلال په نامه له خپل خدمتکار سره یوځاې د ښار له بازاره تیریده. هلال چې دغه حالات ولیدل نو یوه ارامه ساه یې وکښله او له ځانه سره یې وویل: سږ کال به له دې قحطۍ په خیر سره تیر شو ځکه چې پوره غنم مو زیرمه کړي دي. لږه شیبه پس هلال ولیدل چې د امام قدمونه تیز شول ګوندي په څه خفه شوی وي، څیره یې غمګینه شوې وه. هغه حضرت په چټکۍ سره کور ته لاړ، هلال هم ورپسې انګړ ته ننوته او له ځانه سره یې وویل: امام مې هیڅکله داسې نه و لیدلی، آیا د قحطۍ په وجه داسې دی، کاش چې ورته مې ویلي وی چې بې غمه ووسي.

                هلال له دې سوچونو وروسته ګودام ته لاړ. د غنمو بوجۍ یا ګوڼۍ چارچاپيره ایښودل شوې وې، هلال پرې لاس تیر کړ د غنمو دانې یې حس کړې، دا د طائف ښار غنم وو چې د کیفیت له نظره د مدینې له غنمو ښه وو. هلال له دې چې له نورو مخکښې توانیدلی و داسې ښه غنم واخلي، په جامو کښې نه ځاییده، وروستۍ بوجۍ یې سمه کړه او یوې ستنې ته یې ډډه ووهله، سترګې یې پټې کړې او په مسکا شو، هغه ته راتلونکی ډیر روښانه ښکاریده خو کله چې امام ور په یاد شو نو په مخ یې خفګان راغی او په فکر کښې پریوته، تراوسه د امام د غم او خفګان په وجه نه و پوه شوی، له ځان سره یې وویل: یا خدایه! له ما کومه خطا شوې ده. ما خو تل هڅه کړې ده چې امام رضا کړم. هلال له ګودامه راووته او د کوهې خوا ته لاړ چې مخ ووینځي او بد فکرونه او سوچونه له ذهنه وباسي. ناڅاپه د امام غږ هغه په خود کړ. امام د ور په درشل ولاړ و خو د تل په شان په مسکا نه و. هلال رڼو اوبو ته وکتل او د امام خوږ غږ یوځل بیا په انګړ کښې انګازې وکړې. هلال زر د خټو په پوړو وخته او د امام کوټې ته ننوته، سلام یې وکړ او په یو ګوټ کښې ودریده، امام ورته وفرمایل: آیا مونږ په کور کښې د غلې ذخیره لرو؟ د هلال په مخ خندا راغله او په خوشالۍ یې وویل: هو! د یو کال په اندازه بلکې شاید له دې هم زیات غنم لرو.

                امام له پزي پاڅیده او له کړکۍ څخه یې په انګړ کښې ولاړې د خرما ونې ته وکتل چې پاڼې یې د سختې ګرمۍ په وجه زیړې او تورې شوې وې، ویې فرمایل: هرڅومره غنم چې لرو، یوسه او په بازار کښې یې خرڅ کړه. د هلال رنګ زیړ شو فکر یې وکړ چې ګني سم یې وا نه وریدل، په ګرانه یې پوښتنه وکړه: څه مو وفرمایل؟ امام جعفر صادق علیه السلام ورته بیا وویل: د کور ټول غنم یوسه او په بازار کښې یې وپلوره.

هلال په حیرانتیا سره امام ته وکتل او ویې ویل: که غنم وپلورو بیا نور نه شو پیرلی. هلال دا خبره د خپلې سختې اندیښنې په وجه وکړه خو امام یې په ځواب کښې وفرمایل: نو خلک څه کوي؟ هلال سر ټیټ کړ او ویې ویل: د خپل ورځني ضرورت په اندازه له بازاره اخلي، غنم او اوربشې ګډې خرڅیږي او کله کله خلک مجبوریږي چې تشه د اوربشو ډوډۍ وخوري.

                امام هلال ته وکتل او ویې فرمایل: غنم خرڅ کړه او له سبا څخه زمونږ لپاره هم له بازاره ډوډۍ اخله. هلال یو اسویلی وکړ او د امام صادق علیه السلام په ننداره شو چې په ارامښت سره په کوټه کښې ګرځیده او داسې یې فرمایل: اوس مونږ په داسې حالاتو کښې یو چې خلک په سختۍ او تنګسه کښې دي، که څه هم یو داسې کار نه شو کولی چې ټول زمونږ په شان ډوډۍ وخوري خو دا کوی شو چې ورسره خواخوږي ووسو.

امام جعفر صادق علیه السلام په خپله یوه بله ګرانقدره وینا کښې وفرمایل: د خلکو لپاره هغه څه خوښ کړئ چې د ځان لپاره یې خوښوئ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*