Apr 13, 2017 09:15 Asia/Kabul
  • جومات، د مینې کور ۱۵

د خدای د یاد او د هغه د پاک نوم د اخیستو یوه ځلا په جومات کښې دعا کول دي. له ځینو روایتونو داسې معلومیږي چې په جومات کښې دعا ځانګړی فضیلت لري. امام صادق علیه السلام به خپلو منونکو ته سپارښتنه کوله چې جومات ته لاړ شي او له لمانځه وروسته د خپلو ستونزو د هواریدو لپاره دعا وکړي.

                ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره (جومات، د مینې کور) د لړۍ په یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې حاضر شوي یو. لکه څنګه چې مو په تیر پروګرام کښې وویل، جومات هغه سراې ده چې کوربه یې خدای تعالی دی او د هغه مهرباني او لورینه د میلمه زړه او وجود مړوي. مومنان په دې بارګاه کښې په خشوع او خضوع سره د عاجزۍ او ناتوانۍ څرګندونه کوي او د هغه په لور د دعا لاس پورته کوي. دعا د خدای پاک په لور له ګروهنې او تګ پرته بل څه نه دي. د اسلام قدرمن پیغمبر(ص) به خپله هم ډیره دعا او راز و نیاز کوه او نورو ته به یې هم له ا... تعالی جل جلاله څخه د خپلو حاجتونو او دعا غوښتلو سپارښتنه کوله.

په دعا کښې بنده هر هغه څه چې غواړي او اړتیا ورته لري، له قادر خدایه غواړي. د هغه دعاګانې د هغه په مادي اړتیاوو پورې نه محدودیږي بلکې خپل معنوي حاجات هم له مهربان خدایه غواړي او له هغه پاک ذات څخه ترټولو ستره غوښتنه خپله د خدای غوښتل دي. یعنې انسان داسې معنوي او روحي ودې ته رسیږي او خدای جل جلاله ته دومره نزدې کیږي چې د هغه مهربان ذات مینه یې پر ټول وجود لګیږي او د خدای له یاد پرته نور ټولو فکرونه یې له زړه وباسي او له هغه پرته له بل چا نه غواړي.

د خدای ګران رسول(ص) په یوه دعا کښې داسې غوښتنه کوي: خدایه! زه درنه ستا مینه او ستا له مینه والو سره مینه غواړم او له تا غواړم چې خپل هر ترسره کونکی کار مې تا ته نزدې کړي. خدایه! داسې وکړې چې ستا دوستي راته له ځان او خپلې کورنۍ زیاته خوښه او محبوبه شي.

                جومات د دعا او له خدای سره د رازونیاز لپاره ترټولو غوره ځاې دی. دعا چې همهغه له خدای څخه د بنده خاشعانه او خاضعانه غوښتنه ده، د کایناتو له خالق سره د تړاو لپاره ترټولو غوره وسیله ده. جومات هم د حق تعالی خاص محضر او د هغه د پراخ رحمت د نازلیدو ځاې دی. ځکه نو مسلمانان د هرې پیښې په مناسبت په تیره بیا کله چې د خدای رحمت ته د لازیاتې اړتیا احساس کوي، جومات ته ځي او هلته په دعا بوختیږي.

مسجدالنبي ته د ابولُبابه د پناه وړلو پیښه د مسلمانانو دا باور ښه په ډاګه کوي. ابولبابه همهغه کس دی چې له بني فریظه قبیلې سره په جګړه کښې چې د مدینې په اطرافو کښې اوسیده، وغولیده او د بې دقتۍ له امله یې د بني قریظه د یهودیانو په هکله د پیغمبراکرم(ص) طرحه ایشوا کړه. هغه په خپل تیروتنې باندې په پوهیدو ورسوته بې له ځنډه مسجد النبي ته لاړ او څو شپې ورځې یې ځان د مسجدالنبي په یوې ستنې پورې وتړه تر دې چې خدای یې دعا قبوله کړه.

په حقیقت کښې د اسلام په پیل کښې به چې له کومو کسانو غلطي کیده او ځانونه یې د خدای د ځانګړي احسان او مهربانۍ اړمن ګڼل، په چټکۍ سره به یې ځان جومات ته رسوه. ځکه چې جومات د مهربان خدای د خاص رحمت د ځلا ځاې ګڼه. د مسلمانانو دا باور او عقیده د رسول ا...(ص) لخوا هم تاییده شوې وه. پيغمبر اکرم(ص) پخپله د ابولبابه د توبې د منلو خبر امّ سلمه ته ورکړ. کله چې دغه خبر جومات ته ورسیده نو خلک ورمات شول چې د ابولبابه د لاسو رسۍ پرانزي. خو ابولبابه پرې نښودل او ویې ویل: نه، زما لاسونه به رسول پاک(ص) پرانزي. او بیا رسول ا...(ص) د ابولبابه لاسوه پرانیستل.

                د دعا او د هستۍ له پنځونکي سره راز و نیاز لپاره کوم خاص زماني او مکاني او روحي شرایط مطرح نه دي او په هره شیبه او هر ځاې کښې له سبحان خدای سره اړیکه ټینګیدی شي.

لکه څنګه چې رسول ا...(ص) په دې هکله د خدای له مقربې فرښتې حضرت جبراییل څخه پوښتنه وکړه چې د خدای په نزد کوم ځاې ترټولو غوره او محبوب دی؟ نو جبراییل ورته وفرمایل: جوماتونه، ځکه چې د خدای په محبوب ځاې کښې دعا ډیر فضیلت لري.

په روایتونو کښې راغلي دي چې امام زین العابدین علیه السلام د یو سړي په خوا کښې تیریده چې د یو بل کس د کور مخې ته ناست و، هغه ته یې وفرمایل:  کوم څیز ته د دې ظالم سړي د کور مخې ته کښینولی یې؟ ویې ویل: خپلو ستونزو. امام وفرمایل: پاڅه چې اوس درته یو داسې کور وښایم چې د دې سړي له وره غوره دی او هغه پروردګار ته دې بیایم چې ستا لپاره له دې کسه غوره دی. بیا یې د هغه سړي لاس ونیوه او مسجدالنبي ته ورسیدل او ویې فرمایل: مخ قبلې ته کړه او دوه رکعته لمونځ وکړه. بیا د خدای عز و جل په درګاه کښې لاسونه پورته کړه او د هغه حمد او ثنا وکړه او د هغه پر پیغمبر درود ولیږه او د سوریه حشر وروستي آیتونه او د حدید سورې وړومبي شپږ آیتونه او همداشان د آل عمران سورې دوه آیتونه ولوله، خدای یاد کړه او له سبحان خدای څخه حاجت وغواړه چې ته څه نه غواړې بې له دې چې بې شکه به یې تا ته دروبخښي.

امام جعفر صادق علیه السلام هم خپلو شیعیانو ته سپارښتنه کوي چې په مشکلاتو او سختیو کښې جومات ته لاړ شي او له لمانځه وروسته د خپلو ستونزو د هواریدو لپاره دعا وکړي. دوي به فرمایل: زما پلار امام محمد باقر علیه السلام به خپل حاجتونه د ماسپښین په وخت له خدایه غوښتل. هغوي به چې هر کله کوم حاجت درلود، وړومبی به یې د خدای په لاره کښې صدقه ورکوله، عطر به یې لګول او بیا به جومات ته تله او هلته به یې له خدای تعالی څخه خپل حاجت غوښته.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                ګرانو مینه والو د پروګرام په دې برخه کښې د عراق (بُراثا) نومې جومات درمعرفي کوو.

                بُراثا یا بَرتا نومې جومات د بغداد یو مهم جومات دی. د دې جومات اصلي ور په څو پوړیو سره په انګړ کښې خلاصیږي. د انګړ په ختیځ ګوټ کښې یوه ستره برنډه ده چې له هغې څخه د براثا جومات داخلي برخه پیلیږي. د دغې برنډې په شمالي او جنوبي برخې د پاسه د سنګِ مرمرو دوه ګلدستې پرتې دي چې له لرې څخه نظر ځانته اړوي. او د حضرت علي ابن ابیطالب مقام د جومات په محراب کښې دی.

بُراثا سیمه د بغداد د لویدیځې برخې په کَرخ سیمه کښې پرته ده. دغه ځاې پخوا د بغداد له مرکزه د کابو درې کیلومیټرو په واټن کښې یو کلی و چې د بغداد په پراخیدا سره په دغه ښار کښې شامل شوی دی. په تاریخي سرچینو کښې راغلي دي چې ابوشعیب بُراثي هغه وړومبنی کس دی چې براثا کښې یې کور جوړ کړ او له مزرو یې یوه جونګړه هلته جوړه کړه او د خدای عبادت ته یې مخه کړه. یوه ورځ د هغې زمانې د یو بزرګ لور د هغه له جونګړې تیریده او هغه یې چې خوښ ولیده نو ورته یې وویل: غواړم د دغې جونګړې خدمت وکړم. نو ابو شعیب ورته په ځواب کښې وویل: پکار ده چې له کور اوره او هر څه چې په دنیا کښې لرې، لاس واخلې. جینۍ ومنله او ورسره یې واده وکړ. نو کله چې دغه جینۍ دغې جونګړې ته ورننوته نو د خرما د پاڼو یو پزی یې ولیده چې ابوشعیب یې د مځکې له لوندوالي ساته. نو ورته یې وویل: زه په دې جونګړه کښې پاتې کیږم په دې شرط چې دا پزی وغورځوې. ځکه چې ما په خپله له تا اوریدلي چې ودې ویل، مځکه بنیادم ته وايي نن خو د ځان او زما په مینځ کښې حجاب راوړې خو سبا ستا ځاې زما خیټه ده.

نو ابو شعیب هغه پُزی له جونګړې بهر وغورځوه او دواړو د عمر تر وروستۍ شیبې پورې په دغه جونګړه کښې د خدای عبادت او بندګي وکړه.

                د ځینو تاریخي سرچینو له مخې د براثا مشهور جومات په ځاې کښې تر ۳۷ قمري کاله پورې د عیسایانو عبادت ځاې ؤ. کله چې حضرت امام علي علیه السلام له خپلو سپایانو سره غوښتل په دغه سیمه کښې لږ ایسار شې او دمه وکړي نو د هغه عبادت ځاې یو پادري ورته وویل: له خپل لښکر سره په دغه ټاټوبي کښې کوز نه شې، نو امام علي علیه السلام ورته وفرمایل: ولې؟ هغه ځواب ورکړ: ځکه چې په دې ټاټوبي کښې څوک له خپلو سپایانو سره نه کښته کیږي مګر داچې پيغمبر وي یا د هغه پیغمبر ځاې ناستی چې د خدای په لاره کښې جنګیږي. دا هغه څه دي چې په خپلو کتابونو کښې مې لیدلي دي.

نو امام علي علیه السلام ورته وفرمایل: زه د پيغمبرانو د سردار(ص) ځاې ناستی او د ځاې ناستو سردار یم. نو پادري ورته وویل: ما ته د اسلامي شریعت راوښایه. ځکه چې ستا په ستاینه کښې مو په انجیل کتاب کښې لوستلي چې ته په بُراثا ټاټوبي د حضرت مریم(س) په کور او د حضرت عیسی علیه السلام پر مځکه کښته کیږې. نو امیر المومنین ورته وفرمایل: نور په خپل ځاې ودریږه او له بل څه مې مه خبروه.

بیا امام علي علیه السلام څو قدمه واخیستل او په هغه ځاې کښې یې پښه په زوره ووهله. ناڅاپه د هغه مبارک تر پښې لاندې اوبه راووتې. نو امام علي علیه السلام وفرمایل: دا همهغه چینه ده چې د حضرت مریم لپاره له ځمکې راخوټیدلې وه. بیا یې وفرمایل: له دې ځایه کابو درې نیم میټره لرې یو کوهې وکینده.

هغوي همداسې وکړل او یوه سپینه تیږه ښکاره شوه. امام علي علیه السلام ورته وفرمایل: په همدې تیږې بي بي مریم حضرت عیسی علیه السلام زیږولی و او په همدغه ځاې یې لمونځ کړی و.

بیا یې هغه تیږه د قبلې په لور ولګوله او هغه لوري ته یې لمونځ وکړ او څلور ورځې هلته ایسار شو.

د دغې تاریخي سپيڅلتیا په تیره بیا په براثا ټاټوبي کښې د امام علي علیه اسلام د څوورځینۍ ایساریدو په وجه د هغه مبارک پیراوانو او مینه والو په هغه ځاې جومات جوړ کړ. او دغه ځاې یې سپیڅلی وباله.

د بني امیه  او بني عباسو د واکمنۍ د کلونو په اوږدو کښې بُراثا جومات د اهلبیتو علیهم السلام د مینه والو د غونډیدا یو مهم مرکز و. د عباسي واکمن مقتدر باا... په وختو کښې د دغه جومات رونق خپل جوبن ته ورسید او دغه چاره د ځینو تنګ نظرانو د دښمنۍ او حسادت لامل شوه. نو عباسي مقتدر ته ورغلل او داسې دلیلونه یې راوړل چې امام علي علیه السلام په دغه ځاې کښې شتون نه و موندلی. هغوي متقدر عباسي د جومات ورانولو ته ولمسوه او ورته یې وویل: رافضیان په دغه جومات کښې غونډیږي او د واکمن له طاعته د وتلو نیت لري. نو د هغه په حکم مسجدِ براثا له خاورو سره خاورې کړی شو تر دې چې په ۳۲۹ هجري قمري کال کښې د الراضي باا... د واکمنۍ په وختو کښې براثا جومات یو ځل بیا ورغول شو. دا جومات تراوسه پورې څو ځله بیارغول شوی دی.

ترهګرو ډلګیو په ۲۰۰۶ میلادي کال کښې په براثا جومات حمله وکړه او پکښې ۶۹ لمونځ کونکي شهیدان شول او ۳۱ نور ژوبل شول.

                د تاریخ په اوږدو کښې د براثا جومات ته مسلمانانو په تیره بیا د اهل بیتو علیهم السلام لیوالو خاص پام درلودلی او ډیر بزرګان له دغه ځایه راوتلي دی، یا د هغوي له وصیت سره سم په براثا جومات کښې د هغوي د جنازې لمونځ شوی او یا یې په خواشا کښې خاورو ته سپارل شوي دي.

دغه جومات د شیخ مفید په شان د سترو عالمانو د تدریس ځاې هم پاتې شوی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*