Apr 13, 2017 10:46 Asia/Kabul
  • د وري د میاشتې د څلرویشتمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو. هیله ده چې تر پاې مو ملګري ووسئ. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې نن هم اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په غټو ټکیو لیکلي دي: اوه ډله پر یمن د عربستان د پوځي تیري د سمدستي بندیدو غوښتونکې شوه.

خبر زیاتوي چې د جرمني، انګلستان، فرانسې، ایټالیا، امریکا، کاناډا او جاپان د اوو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران په یمن باندې د عربستان د بریدونو د سمدستي بندیدو غوښتونکي شول.

د اوه ډلې غړو هیوادونو په یمن کښې د ډیرو کړکیچنو حالاتو او د لوږې له خطره اندیښنه څرګنده کړه.

سعودي ائتلاف د نړیوالو خبرداریو سره سره د یمن الحدیده بندر ته د خوراکي موادو د وړونکو کشتیو د تګ مخه نیولې ده.

له بلې خوا د سعودي ائتلاف ۲۷ تالي څټي په المخا باندې د یمني ځواکونو په توغندوي برید کښې مړه او ژوبل شوي دي.

اطلاعات همداشان امریکې ته د روسیې د خبرداري خبر راخیستی چې ورته ویلي یې دي: په سوریې باندې غیرقانوني حمله دې تکرار نه شي.

په خبر کښې لولو چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین وویل: امریکا او په ناټو کښې یې انډیوالان په ملنډو سره سوریه ګواښي.

له بلې خوا د روسیې، ایران او سوریې د بهرنیو چارو وزیران سبا په ماسکو کښې درې اړخیزه غونډه کوي چې پکښې به د سوریې په روان کړکیچ غور وشي.

اخو د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې پر سوریې د امریکې حمله هیڅ ستونزه نه هواروي.

اطلاعات ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ همداشان د ایران په مختلفو سیمو کښې د رجب یا بزرګې میاشتې په مناسبت د خلکو د درې ورځني اعتکاف انځورونه هم چاپ کړي دي او لیکلي یې دي چې په ټول هیواد کښې د رجب د میاشتې اعتکاف د رجب له دیارلسمې پیل شوې چې درې ورځې دوام لري.

 

جمهوري اسلامي:

                له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې خبر ورکړی چې د ای، ټي، آر شرکت عامل مدیر وویل: د ایران د اړتیاوړ الوتکو برابرولو ته چمتو یو.

د ای، ټي، آر (ATR) په نامه د الوتکو جوړونې شرکت عامل مدیر وايي چې دغه شرکت د ایران په نوي پړاو کښې د دغه هیواد د هوايي ټرانسپورټ د توان په پیاوړتیا او زیاتولو کښې د الوتکو په برابرولو سره په ګډون کولو ویاړ کوي.

پاټریک دو کاسل باژاک زیاته کړه: د ایران د هوايي چلند پراختیا او په دې برخه کښې یې د سیمه ایز موقعیت لوړیدا زمونږ لپاره ډیره مهمه ده.

خبر زیاتوي چې د روانې وري میاشتې په شلمه نیټه د شلو (ATR) الوتکو د پيرلو تړون د دغه شرکت د عامل مدیر او د ایران ایر د عامل مدیر فرهاد پرورش په شتون سره لاسلیک شو او ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې څلور ای، ټي، آر الوتکې ایران ته وسپارلې شي.

ټاکل شوې چې له دغه شمیر الوتکو څخه نهه الوتکې د روان ۲۰۱۷ کال تر پاې او نورې پاتې الوتکې په ۲۰۱۸ کال کښې ایران ته وسپارلې شي.

د جمهوري اسلامي یو بل سر ټکی دی: د سوریې د خان شیخوان په کیماوي جنجال کښې د انګلستان د رول ایشوا کیدل.

د سوریې د حکومت د کیمیاوي وژلې ایشوا کونکو یو فعال ترهګر او د انګلستان د استخباراتي ادارې نیول شوی مجرم دی.

د انټرنیشنل بزنس ټایمز خبریال طارق حداد په لیکنه، د شجول اسلام په نامه هغه ډاکټر چې د سوریې د ادلب د کیمیايي حملو ویډیوګانې یې خپرې کړې، د انګلستان د استخباراتي ادارې ایم، آيي، سکس لخوا د یو معتقد او فعال جهادي په توګه پيژندل شوی او نیول شوی دی او په همدې وجه یې د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کښې په انګلستان کښې د طبابت لایسنس هم باطل شوی دی.

۳۱ کلن شجول اسلام د تیرې اونۍ له هوايي حملې وروسته په ټویټر کښې داسې ویډیوز خپرې کړې چې هغه پکښې د سوريې د ادلب ولایت په خان شیخوان سیمه کښې د زخمیانو په درملنه بوخت لیدل کیږي. له دې وروسته هغه د این، بي، سي په شمول څو ټي وي چینلونو کښې ښکاره شو او خپل لیدلي حالات یې بیان کړل.

د لندن په ختیځ کښې د سټریټفورډ سیمې اوسیدونکی شجول اسلام په وړومبي ځل په ۲۰۱۲ کال کښې سوریې ته لاړ او د ترکیې سرحد ته څیرمه د حلب ولایت په الباب ښآر کښې یې د سوریې د حکومت د مخالفانو ترنیواک لاندې سیمه کښې کار پیل کړ. هغه په ۲۰۱۳ کال کښې انګلستان ته ستون شو خو د لندن په هیترو هوايي ډګر کښې د ترهګرۍ ضد ځانګړو ځواکونو ونیوه او د انګلستان د بهرنیو استخباراتو ادارې ایم، آيي، سکس د دوو بریتانوي خبریالانو د تښتولو په پیښه کښې ورڅخه تحقیق پیل کړ او د ترهګرو فعالیتونو په وجه یې دوسیه محکمې ته لاړه، خو شجول ازاد شو او لږه موده پس سوریې ته ستون شو.

 

کیهان:

اوس له تهرانه د چاپيدونکې کیهان ورځپاڼې د بهرنیو خبرونو برخې ته یوه ځغلنده کتنه کوو.

**         سعودي ائتلاف د خپلو وحشیانو اقداماتو په دوام کښې د یمن سواحلو ته د خوارکي موادو د وړونکو دریو کشتیو د تګ مخه ونیوله.

**         د جرمني د مالیې وزیر خبرداری ورکړ چې اردوغان د اساسي قانون د بدلون لپاره د ټول پوښتنې په کولو سره د یو ډیکټاټوري حکومت د جوړولو په تکل کښې دی.

**         د کویت د پارلیمان څو استازو له قدرته د ناوړه استفادې او د قانون د خلاف ورزۍ په تور د دغه هیواد د وزیراعظم شیخ جابر المبارک الصباح، پارلیمان ته د وروغوښتل کیدو طرحه وړاندې کړه.

**         په کابل کښې د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ او دفاع وزارت سره نزدې ځانمرګي برید کښې پنځه تنه وژل شوي او لس زخمي شوي دي.

**         د افغانستان د شمال د فاریاب ولایت د بل څراغ ولسوالۍ ځايي چارواکو ویلي چې د دغې ولسوالۍ آق بلاق سټراټیجکه سیمه د حکومت مخالفو وسله والو نیولې ده.

**         د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو لوړې کمشنرۍ په افریقې، یمن او نایجیریا کښې د قحطۍ، وچکالۍ او لوږې د قربانیانو د شمیر د زیاتیدو په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل: په دې سیمو کښې شل میلیونه کسان د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

**         کوریا ټاپو وزمې ته د امریکې د بریدګرې بیړې په ورنزدې کیدو سره خبر رارسیدلی چې د شمالي کوریا پوځ د امریکې پر خاوره د ایټمي حملې لپاره تیارسي شوی دی.

**         د عراق د ګډو عملیاتو د قومندانۍ ویاند اعلان وکړ چې اوس مهال د عراق د خاورې یوازې اوه فیصده د داعش په نیواک کښې پاتې ده او د موصل آزادیدل په عراق کښې د داعش د ختمیدو په معنا دي.

**         د یوې لاسلیک شوې موافقې له مخې د سوریې په فوعه او کفریا نومې دوو کلابندو ښارګیو کابو اته زره اوسیدونکي حلب ته منتقلیږي او په بدل کښې ۳۸۰۰ وسله وال سره له خپلو کورنیو له څلورو سیمو څخه د ادلب نیواکي ښار ته ځي.

**         او د نایجیریا عیسایانو هم له مسلمانانو سره یوځاې په ابوجا کښې د مظاهرو په کولو سره د دغه هیواد د اسلامي غورځنګ د  عمومي منشي شیخ زکزاکي د آزادۍ غوښتنه وکړه.

 

**         نړیوالې ورځپاڼې:

په نړیوالو خپرونو کې د افغانستان په اړه ډېرې مقالې خپري شوي دي.

امریکايي نيوزويک خپرونې راپور ورکړی چې سرليک يې دی: وروسته له سوريې، امريکا او روسيه په افغانستان کې له يو بل سره نښته کوي.

د دې مقالې ليکونکی په دې باور دی چې د واشنګټن او مسکو نښته به د افغانستان د سولې د پروسې پر سر وي.

مسکو به د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې په اړه د کنفرانس کوربه وي خو امریکا په دې کنفرانس کې له ګډونه ډډه کړې ده.

 

سټارز اينډ سټرايپس:

يوې بلې امریکايي خپرونې سټارز اينډ سټرايپس راپور خپور کړی دی چې د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس کې د روسیې د پريکړې سره امکان شته چې د روسیې او امریکا روابط تردې هم ترینګلي شي.

سټارز اينډ سټرايپس لیکلي دي چې روسيې په افغانستان کې خپلې ډیپلوماټيکې هلې ځلې زیاتي کړي دي او ادعا کوي چې له دې کاره يې هدف منځنۍ اسیا ته د نا ارامۍ د ورتګ مخنیوی دی.

 

خو په یوه بل سرليک کې لولو چې په افغانستان کې به تر ۲۰۲۰ کال پورې امریکايي ځواکونو ته اړتیا نهوي.

امریکايي خپرونه يو اس اې ټوډې دغه سرلیک په امریکا کې د افغانستان د سفیر حمدا... محب د خبرو پر اساس ليکلی دی.

ښاغلي محب دغې ورځپاڼې ته ويلي چې تر ۲۰۲۰میلادي کال پورې به موږ هغه څه لاسته راوړو چې غواړو يې او جګړه به تر ډېره بريده يوازې افغانان پر مخ وړي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د خلکو نظرياتو ته په ځانګړې برخه کې يوه جالبه مقاله خپره کړې ده چې د يوې افغانې ښځې د تجربو يادونه کوي.

ناجيه کریمي د دې مقالې په سرلیک کې دا پوښتنه کړې چې د يوې ښځې لپاره تر ټولو خطرناک هېواد کوم يو دی؟

لیکوالې د دې پوښتنې ځواب کې افغانستان ته په اشاره ليکي چې دا پهخپله یوه افغانه ده او د دې د کورنۍ غړو او د افغانستان مخکیني نسل تر اوسنيو ښځو ډېره ازادي درلوده.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په دې مقاله کې ناجيه کریمي ليکي چې اوس شپېته فیصده شپاړس کلنې افغانې نجونې په زوره وديږي او يوازي پنځلس فیصده نجونې زده کړې کوي.

کریمي د دې مقالې په يوه برخه کې لیکي چې زموږ لپاره هيڅ خوندي ځای نشته او کله چې وغواړو تغير راولو، خپل ځان به مو په خطر کې اچولی وي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*