Apr 15, 2017 10:51 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۵

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د وري د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له شپاړسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل د میاشتې له څوارلسمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

اته سوه نهه نوي کاله پخوا، د پینځه سوه نهه دیرشم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په شپاړسمه نیټه، مشهور مسلمان محدث ابن خیرون وفات شو. په ابن خیرون مشهور، محدث او د قرائت د علم استاد ابو منصور محمد بن عبدالمالک بن حسن بن ابراهیم عطار په یوې داسې کورنۍ کښې چې ټول غړی یې د حدیثو او قرائت له رجالو څخه وو، په څلور سوه څلور پنځوسم قمری کال کښې په بغداد کښې وزیږید. هغه د قرائت علم د ابوالبَرکات او عبدالسید په شان د خپل زیږنځائ له مشهورو عالمانو زده کړ. د هغه له اثارو څخه د لس ګونه قرائت په باره کښې (المِفتاح و المُوَضّح) دئ چې نسخه یې تر لاسه شوې نه ده. ابن خیرون په حدیث کښې هم پوهه لرله او د حدیثو د بزرګانو لخوا د تائید وړ دی. ابن خیرون بالاخره د پینځه سوه نهه دیرشم قمری کال د رجب د میاشتې په شپاړسمه نیټه، په پینځه اتیا کلنۍ کښې په بغداد کښې وفات شو او په هم هغه ښار کښې خاورو ته وسپارل شو.

««««««««««««

اته سوه یو نوي کاله پخوا، د یوولس سوه شپږویشتم میلادی کال د اپریل په څوارلسمه نیټه، یو مشهور مسلمان متفکر او فیلسوف ابن رشد په آندلس کښې چې نن سبا د اسپانیې یوه برخه ده، وزیږید. د هغه پلار او نیکه هر دواړو په آندلس کښې د قاضی القضاة مسئولیت پر غاړه درلوده. ابن رشد په ځوانۍ کښې د خپل وخت زیاتره علوم زده کړل او په ریاضیاتو، طبیعی علومو، نجوم، منطق، فلسفې او طب کښې یې مهارت درلود. هغه د موحدونو د لړۍ د واکمنانو چې په آندلس کښې یې حکومت کاوه، د پام وړ وګرځید تر دې چې د آندلس د پلازمینې د قرطبه ښار د قاضی په توګه غوره شو. که څه هم د عمر په وروستیو کښې له غوسې او غضب سره مخامخ شو او جلاوطن شو. ابن رشد د ارسطو افکارو ته پریمانه ګروهنه درلوده او د هغه د آثارو ترټولو ستر تشریح کونکئ ګڼل کیږی او ترټولو مهم کتاب یې هم د ارسطو د (ما بعد الطبیعه) کتاب تفسیر دی. په عین حال کښې دغه مسلمان فیلسوف په بیلا بیلو علومو کښې د پام وړ آثار لری چې پکښې (تهافت التهافت)، په طب کښې (کتاب الکلیات) او (فصل المقال) ته اشاره کولائ شو. ابن رشد د یوولس سوه اته نوېم میلادی کال په دسمبر کښې وفات شو.

««««««««««««

نهه ویشت کاله پخوا، د نولس سوه اته اتیایم میلادی کال د اپریل په څوارلسمه نیټه، شوروی حکومت د سویټزرلینډ په پلازمینې جینوا کښې د یوې موافقې په لاس لیکولو سره ومنله چې له افغانستانه به خپل پوځ وباسی. د شوروی پوځیانو افغانستان د نولس سوه نهه اویایم میلادی کال په دسمبر کښې نیولئ ؤ. خو له هم هغو لومړیو د افغان مجاهدینو له سخت مقاومت سره مخامخ شول. همدا راز امریکا چې خپله ګټه یې په خطر کښې لیده ،له افغانستانه شاتګ ته د ماسکو د اړیستلو لپاره د دغه حکومت پر ضد له پوځی ، سیاسی او اقتصادی اړمونو استفاده وکړه. په دې ډول، د نولس سوه اتیایمې میلادی لسیزې په دویمې نیمایۍ کښې کله چې د ګورباچوف په مشرۍ د شوروی چارواکو په دغه هیواد کښې یو لړ بدلونونه پیل کړی وو، د افغانستان نیواک یې د ځانونو په وړاندې د یوې لوئ ستونځې په توګه ولیده او له دغه هیواده شاتګ ته مجبور شول. که څه هم د شوروی پوځ د نولس سوه نهه اتیایم میلادی کال په فروری کښې له افغانستانه ووته، خو د شوروی د لاس پوڅی حکومت د ځواکونو او د افغانستان د مجاهدینو تر مینځ مبارزو تر نولس سوه دوه نوېم میلادی کاله پورې د مجاهدینو تر بریالیتوبه پورې، دوام وموند.

««««««««««««

نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه شپیتم هجری لمریز کال د وری په پینځه ویشتمه نیټه، بغداد په ډاګه د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف د جنګ په اوږدو کښې له کیمیایی وسلو پر استفادې اعتراف وکړ. په داسی حال کښې چې د اته کلن جنګ په اوږدو کښې ،د ایران اسلامی جمهوریت د اسلام جنګیالیو په خلاف له کیمیایی وسلې د عراق داستفادې په اړه په ځلونو نړیوالو ټولنو ته شکایت کړې او د څیړنې او جاجونې لپاره یې ډلې لیږلی وې، په عین حال کښې ، عراق د دغه وسلو له استفادې له تاییدولو او یا دروغ بللو ډډه کوله . تر دې چې په دغه ورځ، په داسې حال کښې چې د دواړو لورو تر مینځ سخت جنګ دوام درلود، عراق په رسمی توګه د پوځی او ملکی هدفونو پر ضد د اعصابو او خردلو له خطرناکو او زهرجنو ګیسونو پشمول له کیمیایی وسلو پر استفادې اعتراف وکړ.

د ویلو ده، د احصائیو پر اساس، د عراق بعث رژیم د تپلی جنګ په کلونو کښې ، درې زره پینځه سوه ځله پر ایران کیمیایی بریدونه وکړل چې دیرش موردونه پکښې پر استوګنو سیمو وو.

««««««««««««

او له ننه پینځلس کاله پخوا، د دوه زره دویم میلادی کال د اپریل په څوارلسمه نیټه ، د ونزویلا پخوانی ولسمشر هوګوچاوز د هغه په خلاف د کودتا له ماتې وروسته خپل هیواد ته ستون شو او د چارو واګې یې په لاس کښې واخیستې. چاوز په نولس سوه نهه نوېم میلادی کال کښې د ونزویلا ولسمشرۍ ته ورسید او د ټولنی مینځنی او بیوزله پرګنو په ګټه یې یو شمیر اصلاحات وکړل. هغه همداراز پر هغه امریکایی تیلی شرکت د څارنې او کنترولولو لپاره یوشمیر اقدامات ترسره کړل چې د دغه هیواد تیل یې وباسل. د ونزویلا د ولسمشر خپلواکه کورنی او بهرنی سیاستونو د واشنګټن غوسه راوپاروله او دغه حکومت له پوځه د بهر او دننه د چاوز د مخالفانو په مرسته د دوه زره دویم میلادی کال د اپریل په دولسمه نیټه، د هغه په خلاف یوه کودتا برابره کړه. په لومړی ګام کښې د کودتا له بریالیتوب سره سره د ونزویلا اکثره خلکو چې د چاوز په اصلاحاتو راضی وو، د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې یې بهرنې لاسوهنه و نه منله. هغوئ واټونو ته راووتل او د کودتا حکومت په څنګته کولو پسې خپل قانونی ولسمشر بیرته ستون کړ. هوګو چاوز بالاخره د دوه زره دیارلسم میلادی کال د مارچ په پینځمه نیټه، په کینسر نا روغۍ د اخته کیدا په وجه په اته پنځوس کلنۍ کښې مړشو.

 

ذیشان حیدر بنګش