Apr 15, 2017 12:08 Asia/Kabul
  • د وري د میاشتې د شپږویشتمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ایران ورځپاڼه راخلو چې پخپل وړومبي مخ یې د ولسمشر حسن روحاني یو ستر انځور چاپ کړی چې د ولسمشرۍ د دولسم پړاو د کاندیدۍ لپاره د نوم لیکنې په موخه پرون د کورنیو چارو وزارت ته ورغلی و، ایران خپل خبر ته د روحاني دا خبره سرټکی ګرځولې ده چې، یوځل بیا ایران، یوځل بیا روحاني.

اوسني ولسمشر حسن روحاني د ولسمشرۍ د راتلونکي پړاو لپاره له نوم لیکنې وروسته وویل: مونږ او زمونږ ولس له نیمې لارې نه ستنیږو بلکې تر پاې به دوام ورکړو.

هغه زیاته کړه چې په دولسم حکومت کښې به ازادي، امنیت، ارامښت او پرمختګ د ده د حکومت مهم ټکي وي.

همدې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې لیکلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ د راتلونکي پړاو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکونکو کسانو شمیر یو زر اته څلویښت کسانو ته ورسید.

خبر زیاتوي چې دایران داسلامی جمهوریت دانتخاباتی کمیشن مشر علی اصغر احمدی پرون ناوخته دایران دولسمشرۍ د انتخاباتو د دولسم پړاؤ دکاندیدا لپاره د یو زر اته څلویښت کسانو دنامو دثبتیدا خبر ورکړ .

 هغه  دخبریالانو په ټول کې وویل ، په دغو یو زر اته څلویښت کاندیدانو کې  یو اویا میرمنې او نور سړی دی  چې تر ټولو ځوان پکې  اتلس کلن   دی

ټاکل شوې ده  نن  هم د نوم لیکنې په وروستۍ ورځ د اسلامی ایران  د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دولسم پړاؤ  لپاره  دنامو دثبتیدا بهیر  تر ماښام شپږوبجو پورې  دوام  ولری . دایران داسلامی جمهوریت دولسمشرۍ  او دکلو اوښارونو د شوراګانو  انتخابات  ټاکل شوې ده په یووخت  د مئ په نولسمه نیټه ترسره شي.

 

جمهوري اسلامي:

له ایرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې له بشپړ خبر نه علاوه د سوریې د کړکیچ د سیاسي هواري لپاره په ماسکو کښې د درې اړخیزې غونډې خبر راخیستی دی.

په خبر کښې لولو چې د ایران ، روسیې او سوریې خارجه وزیرانو په ماسکو کې د درې اړخیزې غونډې په پاې کې په ګډ خبری کانفرنس کې د سوریې د کړکیچ په سیاسی حل ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او همداراز د سوریاوالو د مرستې په ضرورت ټینګار وکړ

محمد جواد ظریف ، سرګی لاوروف او ولید المعلم پرون په ماسکو کښې د روسیې په خارجه وزارت کې د سوریې د کړکیچ د سیاسی اواری د سټراټیجۍ په چوکاټ کې د بندو تنبو شاته غونډه ترسره کړه .

ښاغلی ظریف  په دغه ګډ خبری کانفرنس کې وویل: کیماوی وسلې چې اسلامی ایران یې په ځلونو قربانی شوی ، نن د سوریې پرضد کارول شوې دي.

ظریف زیاته کړه نن ترهه ګري نه یوازې په سوریې بلکې په سن پیټرز بورګ او جرمنی کې هم قربانی اخلی . ښاغلی ظریف امریکا او سوریې ضد هیوادونو ډلې ته په خبرداری سره وویل  په تیرې لسیزې کې جوته شوی ده چی د یو اړخیزه اقداماتو نتیجې په سیمه کې ډیر تاوانونه درلودلی دی .

د روسیې خارجه وزیر لاوروف هم په دغه ګډ خبری کانفرنس کې وویل:  درې واړه هیوادونه د سوریې د کړکیچ د سیاسی حل لپاره غږمله او یوه خله دی .

لاوروف په سوریې د امریکا حمله تیرې وباله او زیاته یې کړه چی یوه پلټونکی ډله د خان شیخون د پیښو په اړه تحقیق وکړی .

د سوریې خارجه وزیر المعلم هم په دغه غونډه کښې د امریکا د توغندیو حملې په غندلو سره  په دې زمینه کې د خپلواکه او سملاسی تحقیقاتو په ترسره کولو ټینګار وکړ .

 

اطلاعات:

له تهرانه چاپیدونکې اطلاعات ورځپاڼې بیا د ایران او پاکستان ترمینځ د اقتصادي ملګرتیا د زیاتولو په لړ کښې د دواړو هیوادونو د مرکزي بانکونو ترمینځ د شوې موافقې خبر ته انعکاس ورکړی دی.

په خبر کښې راغلي دي: د ایران د اسلامی جمهوریت او پاکستان د اقتصادی ملګرتیاؤ د شلمې ګډې غونډې په درشل کې دپاکستان مرکزی بانک بیګا دیوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره دبانکی ملګرتیاؤ او مکانزم په زمینې کې د ایران د اسلامی جمهوریت له مرکزی بانک سره دموافقې دلاسلیک کولو خبر و رکړ .

په دغې اعلامیې کې چې  د دغه هیواد په رسنیو کې ئې پراخ انعکاس درلودلی ، راغلی دی: د ایران اوپاکستان دمرکزی بانکونو مسئولانو  د جمعې په ورځ په تهران کښې  د دواړو هیوادونو دبانکو ترمینځ دمعادلاتو دمیکانزم  په باب د بانکی  ملګرتیاؤ دآسانولو لپاره  یوه موافقه لاسلیک کړې ده .

 د دغې اعلامیې په اساس ،  دپاکستان د مرکزی  بانک  یوه لوړرتبه مسئول مقام  ریاض الدین  او  داسلامی ایران دمرکزی بانک د اسعاری برخې مرستیال  غلام علی  کامیاب  د دواړو هیوادونو د مرکزی بانکونو  په نمایندګۍ  دغه  موافقه لاسلیک کړې ده .  د دغې موافقې موخه  د پاکستان او ایران ترمینځ دتجارتی مبادلاتو داندازې د لوړولو لپاره د دواړو  هیوادونو  ترمینځ   دراکړې ورکړې  دمیکانزم  رامینځته کول دی . 

په دغې اعلامیې  کې  همداراز راغلی چې په یاد میکانزم کې به  د دواړو هیوادونو ترمینځ د  ایل سی   د حسابونو له لارې د دواړو هیوادونو ترمینځ دتجارت په  وړاندې  دپیسو  دورکولو او لیږدولو  لپاره دنړیوالو  مقرراتو او قوانینو په اساس استفاده وشی ، او هیله ده  د ددواړو  هیوادونو دمرکزی بانکونه  به  خپلونوروبانکونو ته بلنه ورکړی څو  د دغې موافقې په اساس  د دواړو هیوادونو دتجارتی چارو دآسانولو لپاره  عملی ګامونه پورته کړی .

 د دغه میکانزم  نور جزیات به ډیر زر د پاکستان دمرکزی بانک له خوا اعلان شی . داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان اوایران لوړپوړو چارواکو په وروستیو لیدوکتو کې  د دواړو  هیوادونو ترمینځ  په کال کې دتجارتی مبادلاتو داندازې تر پنځو میلیارډ ډالری اندازې ته  د رسولو هوډ کړی دی .

 

کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ ورځپاڼو د خپلو نننیو مطالبو ډېری برخه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامندرې سیمه کې د داعش ډلې پر سمڅو د امریکايي ځواکونو له خوا د تر ټولو ستر غیر اټمي بم د استعمال موضوع ته ځانګړې کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، که څه هم امریکایان او د افغان دولت چارواکي ادعا کوي چې دغه بم یوازې د داعش ډلې مرکزونه له منځه وړي او داعشیان یې وژلي دي، خو د سرمقاله لیکونکي په باور د ۱۱ ټنه باروتو چاودنه پر چاپېریال او اوسېدونکو یې بې اغیز نه شي پاتې کېدای.

په سرمقاله کې راغلي، د حکومت غبرګون ښيي چې له بده مرغه امریکایان افغانستان بې خاونده بولي، ځکه خو د تاریخ تر ټولو د لوی او خطرناک بم ازموینې د دوی په کور او کلي کېږي.

 

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې بیا په دې اړه د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، د تېرې پنجشنبې په ورځ چې امریکا له اټوم بم څخه وروسته تر ټولو ستر بم چې د بمونو مور ورته ویل کېږي، د داعش پر سمڅو غورځولی دی، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې دا برید له کورنیو ځواکونو سره په همغږۍ شوی دی.

په سرمقاله وړاندې راغلي چې په دې اړه د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې بمي حمله کې ملکیاتو ته زیان نه دی رسېدلی.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، افغان حکومت او ناټو دا خپله لویه بریا ګڼي خو د ده په خبره دغه برید په افغانستان کې شوی او دا چې په کې د بمونو مور کارول شوې نو هرو مرو به یې اغېزې ډېرې وي، هم به چاپیرال زهرجن کړي او هم به ژوندي موجودات له خطر سره مخ کړي.

په سرمقاله کې راغلي، موږ دا نه وایو چې د ترهګرۍ ضد مبارزه دې نه کېږي، موږ یې مبارزه د ترهګرو په ځالو او تر څنګ یې د ولاړو هېوادونو په وړاندې غواړو چې د سرمقاله لیکونکې په خبره پاکستان روزلي او تر څنګ یې ستر قدرتونه ولاړ دي.

 

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي که د داشان وسلو استعمال ملکیانو ته کوم تاوان نه رسوي نو کارول یې د مخالفینو پر وړاندې د افغان او امریکايي ځواکونو له خوا کومه خبره نه ده.

ځکه د سرمقاله لیکونکي په وینا داعش، طالب او د افغان حکومت بلې هرې مخالفې ډلې د پاکستان د استخباراتو په لارښونه د افغانانو پر وړاندې ډول ـ ډول جنایتونه تر سره کړي دي.

په سرمقاله کې راغلي، یو شمېر چې د داشان بریدونو په وړاندې درېږي ښايي چې په خپل برداشت کې یې تېروتنه کړې وي او یا هم په اګاهانه ډول د مخالفو وسله والو ملاتړي دي او نه غواړي چې هغوی وځپل شي او له منځه ولاړ شي.

خو سرمقاله لیکونکي په ټینګار سره ویلي چې د دا شان بمونو او وسلو استعمال باید ملکیان او د هغوی کروندې اغیزمنې نه کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*