پاکستان یو ځل بیا د افغانستان په درې ولایتونو هوایي بریدونه کړي
خبري سرچینې وایي، پاکستان نن سهار یو خل بیا د افغانستان په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو هوایي بریدونه کړي.
د خوست د والي ویاند په یاد ولایت د پاکستان هوایي بریدونه تائید کړي او ویلي، چې دغه بریدونه نن سهار شاوخوا درې نیمې بجې د دغه ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلانو پر کمپ، همدا راز مرکز ته څېرمه او د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالیو په مربوطاتو کې شوي دي.
هغه ویلي، په دغه بریدونو کې چاته د سر زیان ندی اوښتی.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تائید کړې، چې پاکستان د کندهار د ۹مې ناحیې اړوند سیمه کې هوایي برید کړی.
هغه ویلي، دغه برید په یوه شاړه سیمه شوی او له همدې امله زیان هم نلري.
که څه هم تر اوسه پاکستان د دغه بریدونو په اړه څه ندي ویلي، خو درې ورځې وړاندې یې هم د افغانستان په کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي وو.
پاکستان تېره ورځ ویلي وو، چې د افغانستان لخوا ورغلې ۸ ډرون الوتکې یې خنثی کړی دي، هغه ادعا چې د طالبانو دفاع وزارت رد کړه.