بې نقابه امریکا
د تهران راډیو ګرانو مینه والو د سلامونو په وړاندې کولو سره (بې نقابه امریکا) د لړۍ له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو.
تیره اونۍ ډونلډ ټرمپ د امریکې د ولسمشر په توګه خپل وړومبی بهرنی سفر پیل کړ. د امریکې ولسمشر د خپل هیواد په خارجي سیاست کښې د عربستان د مالي سرچینو د اهمیت ښودلو لپاره، ریاض د خپلو بهرنیو سفرونو د وړومبي مقصد په توګه غوره کړ. هغه په داسې حال کښې ریاض ته سفر وکړ چې تیر کال د امریکې د ولسمشرۍ د انتخاباتي سیالیو په دوران کښې یې عربستان د تیلو د پیر په بندولو ګواښلی و. خو په عین حال کښې کوم دسترخوان چې سعودیانو د امریکې د ولسمشر لپاره غوړولی دی، له دې ډیر د نظروړ دی چې د امریکې حکومت د داعش په شان ترهګرو ډلو څخه د ریاض د ملاتړونو یا په عربستان کښې دننه د بشري حقوقو د څرګندې خلاف ورزۍ په وجه پرې سترې پټې کړي. ویل کیږي چې عربستان ته د ټرمپ په سفر کښې د دواړو لورو ترمینځ د وسلو او ګډو پانګونو په لړ کښې تر ۳۰۰ میلیارډ ډالرو پورې تړونونه لاسلیک شي. په دې وروستیو کلونو کښې د وسلو په دومره پراخه پیمانه خرڅون ډیر کم مخینې بلل شوی دی.
ټرمپ د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکښې او وروسته په ځلونو ویلي دي چې د واشنګټن انډیوالان باید د خپل امنیت د تامینولو لګښت د امریکې حکومت ته ورکړي. په دې لړ کښې هم سپینې ماڼۍ د وسلو د خرڅون یا ګډو پانګونو په چوکاټ کښې څو سوه میلیارډ ډالري چیکونه برابر کړي دي چې ریاض ته د ټرمپ په سفر کښې نقد شول.
د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ تیره اونۍ همداشان په واشنګټن کښې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل. د امریکې او ترکیې ولسمشرانو په خپله وړومبنۍ کتنه کښې د ترهګرۍ خلاف د ګډو ملګرتیاو په پياوړتیا ټینګار وکړ. په عین حال کښې د واشنګټن او انقرې ترمینځ د نظر اختلافات دومره ژور وو چې د خبریالانو د کیمرو مخې ته د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په سفارتي مسکا نه شول پټیدی. د مثال په توګه اردوغان د ټرامپ په شتون کښې په خپله مطبوعاتي مرکه کښې د سوریې د وسله والو ډلو په وړاندې د امریکې د حکومت په سیاستونو نیوکه وکړه او هغه یې ترهګر وبلل. دا په داسې حال کښې وو چې له دغې کتنې څو ورځې مخکښې د امریکې پوځ جنګي تجهیزات په رسمي توګه (د سوریې د ډیموکراټ اتحاد) او (د خلق مدافع کنډکونو) ته ورکړل، چې دې کار د انقرې قهر راوپاروه.
په همدې حال کښې اردوغان له ټرمپ سره په ملاقات کښې له امریکې څخه د فتح ا... ګولن په ستنولو کښې د سپینې ماڼۍ موافقه ترلاسه نه کړی شوه. دا په داسې حال کښې وو چې د اردوغان په سفر باندې له معترضو کسانو سره په واشنګټن کښې د ترکیې د سفرا د سفارتي مامورانو له قهرجن سلوک وروسته د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې سفر وروغوښته. د کانګرس ځینو غړو حتی له امریکې څخه د ترکیې د سفر د ویستلو غوښتنه وکړه خو سپینې ماڼۍ دغه غوښتنه ونه منله. په دې حالاتو کښې امریکې ته د ترکیې د ولسمشر د سفر حاشیو وښودله چې د واشنګټن او انقرې اړیکې له یولړ ستونزو سره مخامخ دي او ښايي په راتلونکي کښې هم له لازیاتو سرخوږیو او ستونزو سره مخامخ شي.
تیره اونۍ د امریکې حکومت په رسمي ډول د شمالي امریکې د آزاد تجارت په تړون –نفتا- کښې د بیاکتنې غوښتنه وکړه. ټرمپ د امریکې د تیر کال د ولسمشریزو انتخاباتو د سیالیو په وخت په ځلونو پر نفتا او د دغه تړون په مفادو نیوکه وکړه او له دغه تجاري تړونه د خپل هیواد د وتنې غوښتنه یې کړې وه. هغه ټینګار درلود چې نفتا تړون د امریکې د اقتصادي توان د کمزوري کولو او د کاناډا او میکسیکو د پياوړتیا په موخه اجرا شوی او په تیرو ۲۵ کلونو کښې یې په امریکا کښې میلیونونه کاري فرصتونه له مینځه یوړل. البته سپينې ماڼۍ ته د ټرمپ په رسیدو سره د نړۍ د ترټولو ستر مشترک بازار په وړاندې د امریکې د ولسمشر په لحجه کښې بدلون راغی.
د امریکې نوي ولسمشر له نفتا څخه د وتلو پر ژمنې د عمل کولو پر ځاې په دغه تړون کښې د بیاکتنې خبره وکړه. د ټرمپ حکومت تمه لري چې د نویو مذاکراتو په کولو سره کاناډا او میکسیکو د لازیاتو تجاري امتیازونو ورکړې ته اړباسي. په عین حال کښې داسې نه ښکاري چې په یو داسې تړون کښې اساسي بیاکتنه چې د څه باندې ۲۰ ټریلیون ډالرو کورني ناخالص تولید نمایندګي کوي، دومره ساده وي او په لنډه موده کښې نتیجې ته ورسي.
د نفتا تړون د تړلو لپاره خبرې اترې کابلو لس کاله اوږدې شوې وې. په دغه تړون کښې د ټیرفونو له یوشان کولو واخلې د واحدو معیارونو تر رامینځته کولو، د بازار د مقرراتو د برابرولو، په لکونو تولیدي شیانو باندې د څارنې او ژواک چاپیریالي مسائلو پورې چارې شاملیږي. د نفتا تړون په یوه برخه کښې بدلون، د هغه پر نورو برخو څرګندې او پټې اغیزې کولی شي ټرمپ ګواښ کړی دی چې پر هغو شرکتونو به لازیات مالیات یا ټیکس ولګوي چې د خپل تولید کرښې میکسیکو ته منتقلې کړي. په دې حال سره د امریکې او میکسیکو ترمینځ د آزاد تجارت په سر غیرتعرفوي یا نان-ټیرف سختۍ به په امریکا کښې د مصرفونکو لپاره د امریکايي محصولاتو د بیې د زیاتیدو احتمال ولري.
تیره اونۍ د امریکې د عدلیې وزارت د حکومت د منتقدینو او عامه افکارو تردباو لاندې بلآخره د امریکې په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کښې د روسیې د احتمالي لاسوهنې د دوسیې د څیړنې لپاره د ځانګړي څارنوال ګمارلو ته غاړه کښیښودله. په دې پریکړې سره د امریکې د فیډرل تحقیقاتي ادارې (ایف، بي، آيي) پخوانی مشر رابرټ مولر د (ټرمپ-روسیه) په نومه جنجالي دوسیې مسئول شو.
پر حکومت نیوکه کونکي باوري دي چې روسیې د تیر کال د نومبر میاشتې په انتخاباتو کښې د ټرمپ په بریالیتوب کښې مرسته کړې ده او په بدل کښې ټرمپ، پوټین ته پر روسیې د اقتصادي بندیزونو د کمولو ژمنه کړې ده. سپینې ماڼۍ او کرملین ماڼۍ دا ډول تورونه په ځلونو رد کړي دي خو په عین حال کښې رامینځته شوې ایشوا کونې ښودنه کوي چې د امریکې د تیر کال د ولسمشریزو انتخاباتو د سیالیو په دوران کښې په شپږو میاشتو کښې په روسیه کښې د یوشمیر چارواکواو د ټرمپ د انتخاباتي کمیټې د غړو ترمینځ لږترلږه اتلس ځلې ټیلیفوني تماسونه او ایمیلونه شوي وو. ټرمپ له روسانو سره هرډول پټه یا څرګنده اړیکه دروغ بللې ده. هغه همداشان تیره اونۍ مدعي شو چې حکومت یې له یوې سترې دسیسې سره مخامخ شوی او د انتخاباتو بایلونکي نیت لري چې د امریکې حکومت نسکور کړي. په عین حال کښې چې واشنګټن ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګئي لاوروف د سفر په دوران کښې د هغه لپاره د ټرمپ لخوا د ډیرو محرمانو ترهګرۍ ضده معلوماتو د ایشوا کولو د خبر خپریدو پر سپینۍ ماڼۍ د بې باورۍ کړکیچ لازیات کړ تر دې چې د کانګرس ځینو غړو د امریکې د ولسمشر د استیضاح د بهیر د پيلولو غوښتنه وکړه.
تیره اونۍ د رسنیو په اړه د امریکې د کورني امنیت د وزیر څرګندونو جنجال جوړ کړ. متقاعد جنرال جان کلی د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ګډون یولړ مراسمو کښې د هغه په غوږ کښې وویل چې په رسنیو نیوکه وکړي. خو دغه خبره یې د مایکروفون له لارې حاضرینو واوریدله. له دغې پيښې مخکښې ټرمپ د کنټیکټ ایالت په نیولندن ښار کښې د ساحلي کارډ د پوهنځي محصلینو ته په خطاب کښې ویلي وو چې په تاریخ کښې پر هیڅ کوم مشر باندې د ده په اندازه د رسنیو لخوا ظلم نه دی شوی.
نیویارک ټایمز د دغې غونډې په هکله یو رپورټ کښې ولیکل: مخکښې له دې چې د ساحلي ګارډ د محصلینو استازی د قدرونې په توګه ډونلډ ټرمپ ته یوه توره ډالۍ کړي، ټرمپ ګڼو محصلینو ته لاس ورکړ. ټرمپ بیا له هغې تورې او د هغې له ورکونکي سره د عکس اخیستو لپاره ودریده او بیا د کورني منیت د وزیر ترڅنګ کرسۍ باندې کښیناسته. د ټرمپ د کورني امنیت وزیر ورته وویل: له دې څخه د رسنیو لپاره ګټه پورته کړه. ټرمپ هم له خندیدو مخکښې وویل: هو، سمه ده. دا په داسې حال کښې وو چې د رسنیو خلاف د تورې کارولو لپاره د امریکې د ولسمشر او د دغه هیواد دکورني امنیت د وزیر د خبرواترو غږ د مایکروفون له لارې خپور شو. البته سپینې مانۍ له دې پيښې وروسته هڅه وکړه چې دغه خبرې د طنز او ټوقو تقالو په توګه مطرح کړي.
داشان په تیره اونۍ کښې له نیوکه کونکي رسنیو سره د سپینې ماڼۍ جګړه یوځل بیا ګرمه شوه او ټرمپ ګواښ وکړ چې له رسنیو سره د حکومت ټولې مطبوعاتي غونډې به ختمې کړي. د امریکې ولسمشر په دې وجه قهریدلی دی چې منتقدې رسنۍ په خبري غونډو کښې په دوامداره توګه د حکومت د سیاسي او اطلاعاتي رسوائيو په هکله پوښتنې کوي. حتی ویل کیږي چې د امریکې ولسمشر څه موده مخکښې د ایف، بي، آيي د وخت له مدیر جیمز کومي غوښتي وو چې یوشمیر خبریالان د (ټرمپ-روسیې) نومې دوسیې پورې د اړوندو اطلاعاتو د لیک کولو په تور ونیسي.
د امریکې سترې فیډرل محکمې تیره اونۍ په شمالي کارولینا ایالت کښې د تورپوستو خلاف د انتخاباتي قانون له دوام سره مخالفت وکړ. د امریکې ترټولو لوړ حقوقي او قضايي ارګان په خپله ایجنډا کښې د دغې دوسیې په نه شاملولو سره په دغه هیواد کښې د توکمیز برابري د مدافع ارګانونو لپآره یوه ستره بریا رامینځته کړه.
د ۲۰۱۳ کال د بحث وړ قانون د شمالي کارولینا د ایالتي پارلیمان د اکثریت جمهوري غواړو لخوا تصویب شو او د هغه وخت ګورنر لاسلیک کړ. دغه قانون له نیټې مخکښې په انتخاباتو کښې د ګډون مهلت لنډوه، د رایه اخیستې په ورځ د راې ورکونکې لپاره نوم لیکنه ممنوع کوله او هغوي مجبورول چې یو خاص ډول عکس وړاندې کړي. دا اقدامات د مدني حقوقو د مدافع تشکلونو لخوا د تورپوستو د راې د حق د محدودولو لپاره د یو کوشش په توګه وبلل شول. هغوي همداشان د شمالي کارولینا د قانون خلاف محکمې ته شکایت وکړ چې د مدني ډلو په ګټه د استیناف محکمې له راې وروسته محافظه کارانو دوسیه سترې فیډرل محکمې ته ولیږله. دغې ډلې هیله درلودله چې د فیډرل سترې محکمې د لیبرل قاضیانو په وړاندې د محافظه کار قاضیانو د شمیر د زیاتوالي په کارولو سره په شمالي کارولینا ایالت کښې د تورپوستو خلاف د انتخاباتي قانون د څنګته کیدو مخه ونیسي. خو سترې محکمې په یو ناڅاپي اقدام کښې دغه دوسیه له خپلې ایجنډا وویستله او عملاً یې د هغې خلاف راې ورکړه. د مدني حقوقو مدافع ډلو دا پریکړه په امریکا کښې د توکمیزې برابرۍ په تامینولو کښې یوه مهمه بریا بللې ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی