Aug 01, 2017 11:41 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو مینه والو ایران په تیره اونۍ کښې نومې د لړۍ په تازه پروګرام سره حاضر شوي یو. عزیزانو نن هم د پروګرام په پیل کښې په تیره اونۍ کښې د ایران د ډیرو مهمو پیښو لنډیز درته وړاندې کوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                تیره اونۍ په ایران کښې د هوا او فضا علمونو په ډګر کښې یو نوی ګام پورته شو.

د امامت او ولایت د اسمان د اتم ځلانده ستوري حضرت امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په درشل کښې د امام خمیني(رح) په نامه ملي فضايي مرکز، فضا ته د سیمرغ په نامه سپوږمکۍ وړونکي راکټ په بریمنې توغونې سره، په رسمي توګه افتتاح شو.

حضرت امام خمیني نومې ملي فضايي اډه د ټیکنالوجۍ له نظره د دنیا د ماډرن معیارونو مطابق ډیزاین او جوړه شوې ده او په فاینل پړاو کښې په LEO مدار کښې د ایران ټولو اړتیاو ته د کوریج ورکولو توان لري.

البته د ایران دې بریالیتوب د امریکې لخوا یولړ غبرګونونه په ځان پسې درلودل چې د پروګرام په تحلیلي برخه کښې به یې درسره شریک کړو.

               

د برجام (ایټمي موافقې) په هکله د ټرمپ څرګندونې او د امریکې په کانګرس کښې د ایران خلاف د نویو بندیزونو تصویبیدل او همداشان د فارس خلیج په حدودو کښې د امریکې د سمندري ځواکونو د یوې جنګي کشتۍ تحرکات په تیره اونۍ کښې د ایران یوه بله مهمه پيښه وه.

د ایران د تیرې اونۍ د پيښو څیړنه، دې موضوع ته په یوې کتنې سره پيلوو.

 

                د امریکې کانګرس د تیرې اونۍ په سه شنبې د تهران او ماسکو په وړاندې د واشنګټن د غلیمانه کړنلارې په دوام کښې د ایران د اسلامي جمهوریت، روسیې او شمالي کوریا د بندیزونو جامع طرحه تصویب کړه.

دا طرحه د هغې طرحې اصلاح شوې نسخه ده چې له دې مخکښې د ایران او روسیې د بایکاټولو په موخه د امریکې په سینیټ کښې تصویب شوې وه. زیات احتمال دا دی چې دغه مصوبه د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په لاسلیک سره په قانون بدله او اجرا شي.

د امریکې د کانګرس مشر پال راین په دغه ارګان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت، روسیې او شمالي کوریا خلاف د بندیزونو د جامع طرحې یا بِل له تصویبولو وروسته په یوه خبرپاڼه کښې وویل: دا مصوبه د امریکې په تاریخ کښې د بندیزونو یوه ډیره جامع او هراړخیزه ټولګه ده. هغه مدعي شو چې دغه بایکاټي پیکیج به د امریکایانو د امنمیت د ساتنې په موخه د واشنګټن په ډیرو خطرناکو دښمنانو ځمکه لاتنګه کړي.

 

                په یو بل اقدام کښې د امریکې د خزانې وزارت د سیمرغ سپوږمکۍ وړونکي راکټ د ازموینې په غبرګون کښې د شهید همت صنعتي ډلې تابع ۶ ایراني ارګانونه د بندیزونو په لسټ کښې راوستل.

د امریکې د خزانې وزارت په خبرپاڼه کښې راغلي دي چې د امریکې په حاکمیتي قلمرو کښې د دغو شپږو ارګانونو ټول مالونه او پانګې بلاک شوې دي او امریکایان ورسره له راکړې ورکړې منع شوي دي.

د امریکې د خارجه وزارت ویاند هیتر ناؤرټ هم په یوه ادعا کښې د (سیمرغ) ایرانۍ سپوږمکۍ وړونکي توغندي ازموینه د برجام د روح نقضونکې وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي تیره شنبه خبریالانو ته په مرکه کښې د ایران خلاف د بندیزونو د طرحې په تصویبولو کښې د امریکې د وروستي غلیمانه اقدام په هکله ټینګار وکړ چې د پوځي او توغندوي مسائلو په برخه کښې د ایران سیاست بیخي روښانه دی او نور، په دې لړ کښې د دخالت حق نه لري.

قاسمي د ایران دفاعي او توغندوي سیاستونه د هیواد د دفاع او د سیمې له سولې، ثبات او امنیت سره د مرستې لپاره وبلل او څرګنده یې کړه: د ایران میزایل پروګرام د ګاونډیانو او نورو لپاره کوم خطر نه دی بلکې په ایران باندې د تیري لپاره د هرډول بې عقلانه فکر د مخنیوي لپاره دی.

 

                په عین حال کښې د امریکې دې اقداماتو ته د ایران د غبرګون په تړاو یو بل خبر کښې اعلان وشه چې په سیمه کښې د امریکې له دې ترهګرو او بلاغواړو اقداماتو سره د مقابلې د طرحې کلیات د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن په بیړنی غونډه کښې تصویب شول.

د دغه کمشن غړو تیره شنبه په یوه بیړنی غونډه کښې د ایران د خارجه وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو د مرستیال سید عباس عراقچي په شتون سره په سیمه کښې د امریکې له ترهګرو او بلاغوښتونکو اقداماتو سره د مقابلې د طرحې کلیات وجاجول.

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست کمیشن به په راتلونکې غونډه کښې چې په زیات ګمان به راتلونکې اونۍ ترسره شي، په سیمه کښې د امریکې له دغه ډول اقداماتو سره د مقابلې د طرحې د جزئیاتو څیړنې ته ورسي. د یاد کمیشن مشر علاء الدین بروجردي د بیړنۍ غونډې په پاې کښې ټینګار وکړ چې په سیمه کښې د امریکې له بلاغواړو او ترهګرو اقداماتو سره د مقابلې د طرحې د کلیاتو تصویبیدل د امریکې د کانګرس د اقدام په وړاندې په اسلامي شورا کښې د بشپړ وحدت د واکمنۍ ښودنه کوي.

 

                امریکایان مدعي دي چې د ایران توغندوي ازموینې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف دي او په دغو ازموینو کښې هغه توغندي شامل دي چې ایټمي خولی وړلې شي، خو د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې ویاندې نبیله مَسرالي په ځلونو څرګنده کړې ده چې د ایران توغندوي ازمیښتونه د ایټمي موافقې خلاف ورزي نه ده.

د امریکايي چارواکو د ادعا په اپوټه د ایران توغندوي پروګرام او دفاعي قدرت په ایټمي مذاکراتو پورې هیڅ تړاو نه لري او د برجام خلاف ورزي نه ده.

د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیجکې شورا مشر کمال خرازي له فرانس انټر راډیويي چینل سره په مرکه کښې په مینځني ختیځ سیمه کښې د امیرکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ بې ثباتونکي سیاستونه وغندل او څرګنده یې کړه: امریکایان د برجام په اجرا کښې په بشپړه توګه په خنډ اچولو لګیا دي.

 

                امریکا په نړیوالې اجماع سره د ایران خلاف د پلمو جوړولو او د بندیزونو د یو نوي باب د ورتپلو په لټه کښې ده. امریکې د پاریس د آب و هوايي موافقې او د ژواک چاپیریال د معاهدو او هم د ایټمي وسلو د تولید او پراختیا د منعې د تړون (این، پي، ټي) او د بندیزونو د بحث په شان نورو نړیوالو موافقو کښې هم په عملي توګه د نړیوال آزاد تجارت حقوق له چیلنج سره مخ کړي دي. امریکې نه یوازې د ایران بلکې د روسیې خلاف هم دې اقتصادي جنګ ته وردانګلي دي او د نړیوالو ګټو خلاف عمل کوي.

 

                د اسرائیلو تیري ګر سیاستونه همهغه شان دوام لري. په دې لړ کښې پر مسجدالاقصی د تیري مسئله د فلسطینیانو د حقوقو په چخڼي کولو او د قدس د حقیقي هویت په ختمولو کښې ترټولو وروستی اقدام دی چې پراخ غبرګونونه یې په ځان پسې لرلي دي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران د استازي مرستیال اسحاق آل حبیب د تیرې اونۍ په سه شنبې د امنیت شورا په غونډه کښې (د مینځني ختیځ وضعیت او د فلسطین موضوع) په عنوان سره پر مسجدالاقصی د صهیونیسټي رژیم تیري وغندل.

د رهبرۍ د خبرګانو شورا هم تیره پنجشنبه د مختلفو کمیشنونو د مشرانو او مشرتابه پلاوي د دویمې ګډې غونډې په پاې کښې په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د قدس مسئله او د فلسطین د مظلومو خلکو انتفاضه لاهم د نړیوالو په ویښو زړونو کښې ژوندی ده او فلسطیني ځوانان دې نتیجې ته رسیدلي دي چې مقاومت د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو سره د مقابلې یوازنی لاره ده.

شک نشته چې صهیونیسټي رژیم په سیمه کښې د جنګ او کړکیچ جوړونې په لټه کښې دی ځکه چې خپل موجودیت د دې بهیر په دوام کښې ویني. د کړکیچ جوړونې سیاست په سیمه کښې د امریکې او اسرائیلو د سټراټیجکو اهدافو یوه برخه ده. د دې پلان وروستی هدف د نوي مینځني ختیځ د پلان عملي کول او د سیمې د هیوادونو ویشل دي چې د سیمې د ځینو عربو هیوادونو په تیره بیا عربستان په ملګرتیا سره طراحي شوی دی. د فلسطین موضوع تیره اونۍ د امنیت شورا په غونډه کښې مطرح شوه. په دغه غونډه کښې په ملګرو ملتو کښې د ایران د نمایندګۍ مرستیال حبیب ال اسحاق په دې لړ کښې یو رپورټ کښې وویل: ((صهیونیسټ رژیم له ۱۹۴۸ کال راهیسې لږترلږه ۱۴ ځلې پر خپلو ګاونډیانو او د سیمې په حکومتونو تیری کړی دی او د امریکې د ملاتړ په سیوري کښې همهغه شان خپل دې کړچار او د فلسطینیانو قهرجنې ځپنې ته دوام ورکوي، مسجدالاقصی ته د مسلمانانو د ننوتو مخنیوی دی چې د دغه رژيم د غیرقانوني اقداماتو وروستی نمونه ده)).

د صهیونیسټانو هدف دا دی چې د فلسطین مسئله په ځپنو سره د تل لپاره ختمه شوې وګڼله شي او د قدس هویت هم تل له هغو فلسطینیانو سره یوځاې چې له خپلو ځمکو شړل شوي دي، د دغه ټاټوبي له تاریخه د تل لپاره محوه شي او هیره کړی شي.

 

                تهران ته د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر د تیرې اونۍ سفر د امنیتي چارو په برخه کښې په ملګرتیا باندې د دواړو هیوادونو د چارواکو له ټینګار سره مل شو. د ترهګرو او تکفیري ډلو له جوړیدو او پراختیا سره مقابله په دې سفر له مذاکرې وړ چورلیزونو وه.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار په کتنه کښې وویل: د دواړو هیوادونو امنیت په یوبل پورې تړلی او نه بیلیدونکی دی.

شمخاني د دیني مدرسو او اجتماعي موسسو د جوړولو په جامه کښې د سیمې د ځینو مرتجع هیوادونو لخوا د تکفیري او ترهګرو ډلو له مالي او اطلاعاتي او وسلو ورکولو له دوامه د اندیښنې په ښودلو سره زیاته کړه: دا بهیر په افغانستان کښې د ناامنۍ، فرقه ایزو او مذهبي شخړو د زیاتیدو او د دغه هیواد د پراختیا او رغاونې د بهیر د تعقیبونو لپاره د افغان حکومت د اقدماتو د خرابیدو سبب کیږي.

له ناامنۍ او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ملګرتیا د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کښې د ثبات، ارامښت او سوکالتیا د تامینولو وارمخکښې اړتیا او له پایداره او ګډو ګټو د برخمنیدو زمینه برابرونکې ده. ایران په دې لړ کښې ډیرې تجربې لري او په دې اساس په ملګرتیا په تیره بیا له خپلو دوو ختیځو ګاونډیانو یعنې افغانستان او پاکستان سره په ملګرتیا باوري دی. لکه څنګه چې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په دغه کتنه کښې څرګنده کړه، په افغانستان کښې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په لاره کښې د ایران رغنده ملګرتیاوې د ملي وحدت د حکومت د اقتدار او انسجام د پیاوړتیا په موخه د مذاکرې د لارې د دوام سبب کیږي.

بې شکه چې په دې لړ کښې د ایران او افغانستان سلامشورې او د تجربو تبادله له ګډو کټو او امنیته د برخمنیدو زمینه برابرولی شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*