Aug 03, 2017 10:57 Asia/Kabul
  • دترهه ګرۍپه ضد دتش په نامه اوغیرقانونی امریکائي ائيتلاف دړنګولوضرورت

دتهران دپښتو خپرونې دانټرنیټي سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې دمینځني ختیځ دمهمو پيښو په باب له اونیز پورګرام سره ستاسوپه خدمت کې یوو .

 که څه هم  په  تیرې اونۍ کې مینځني ختیځ  سیمې کې یو لړ مهم بدلونونه رامینځةشوي ، خو   په عرسال  سیمې عملیاتو کې داسلامی مقاومت دبهیر  بریالیتوب،  په الاقصی جومات کې   له امنیتی پلانونو  داسرائيلو شاتګ،  په  عراق کې  دعمارحکیم  له خوا دنوي ګوندجوړیدا  اوهمداراز  دخلیفه  حفتر اوفایز السراج ترمینځ  دپاریس موافقه   له نورو بدلونونو ډیرې مهمې پيښئې  وې چې  په  دغې برخې کې ورته یوه ځغلنده  اشاره کووو، نو له  مونږ  سره ووسئ .

                   دترهه  ګرو په تیره بیا  دالنصره جبهې  له جنایتکارو  دسورئې دلویدیځي القلمون    دلوړو او  د لبنان په ختیځ کې   دعرسال  لوړو آزادونکي عملیات   د جولائي په یویشتمه نیټه  پيل شول . عرسال  دلبنان اوسورئې په پولو کې   هغه سیمې  دي ، چې  خورازیاتره تاؤتریخوالي پکې وو  اوترهه ګرو دغه لیرې پراته سیمه  په سورئې کې   موجودو ترهه ګرو  ته د وسلو دمنتقلولو او  رسولو او دغه راز دقاچاق لپاره  استعمالوله . همداراز  ترهه ګرو ډلو  دعرسال له کیمپونو دلبنان  دپوځ په وړاندې  دځان لپاره  دیوه پټنځای په توګه ترې استفاده کوله .

دلبنان د حزب ا...ولسی مبارز غورځنګ مبارزانو او  دلبنان  اوسورئې پوځیانو دعرسال اوالقلمون  په عملیاتو کې  ګډون درلود ،خو  دعملیاتو چورلیز ،د لبنان له  حزب ا...مبارز ځواک سره ؤ .د دغو عملیاتو اصلي موخه  دلبنان په ختیځ کې   دعرسال له غرَنیو سیمو  د سرایااهل الشام او  دالنصره جبهې دترهه ګرو ویستل وو .   له یوې  اونۍ هم په کمې مودې کې  داسلامی مقاومت مبارزان بریالي شول ،  دترهه ګرو له سپيرو لاسونو نیول شوي  څه دپاسه نوي فی صده  سیمې آزادې کړي  او یو اوڅاره بریالیتوب ترلاسه کړي .  دلبنان دحزب ا....ولسی غورځنګ عمومی منشي  سید حسن نصر ا....  دتیرې چارشنبې په  شپه  په یوې هغې وینا  کې  د دغو عملیاتو  په  هکله وه،  ووئيل ،  په راتلونکوڅوورځو کې به  عرسال سیمه په بشپړ  ډول  دترهه ګرو له سپیره وجوده پاکه شي .

مهم ټکی دادی ، په داسې حال کې چې  سید حسن نصرا...  دچارشنبې په شپه پخپلې وینا کې  په دغه جنګ کې  داسلامی مقاومت  بریالیتوب په رسمي  ډول په اعلانولو سره . په دې  کې  درست  لبنانیان شریک وبلل ،  دلبنان  لومړی وزیر سعدحریری  تیره اونۍ واشنګټن ته  په سفر کې  دامریکا د  ولسمشر  ډونالډ ټرمپ  د  حزب ا... ضد څرګندونو په مقابل کې   هیڅ ډول دریځ   غوره نه کړ .  دامریکا  ولسمشر   له سعد حریري سره په ګډ خبری کنفرانس کې  مدعي شو ،  دلبنان حزب ا....  دمینځني ختیځ سیمې لپاره  ګواښ دی . د ټرمپ دغه ډول څرګندونې  له هرڅه زیات   په عرسال کې دبریالیتوب  په باب  دحزب ا...   په کامیابیو  د هغه دلالهاندۍ اوعصبانیّت  ښودنه کوي .

  دغه لویه کامیابی داسرائيلو لپاهر یو خبرداری هم حسابیږي . په عین حال کې ،  د لبنان ،الاخبار ورځپاڼې : په عرسال کې  د القاعدې له ماتې سره  داسرائيلوناکامۍ : په عنوان سره  په یوه یاددښت کې  ولیکل ،  له سورئې سره دلبنان دختیځ  په پولو کې   دالنصره جبهې  دترهه ګرو ځپلو، دصهونیسټ رژيم  په کارنامې کې  یوه بله ماته هم ثبت کړې ده .  دصهونیسټ رژيم ټيلیویژني چینلونو هم  دهغو لپاره هیڅ خبري پوښښ اوتحلیل  نه درلود.پر صهونیسټي ټولنو  واکمنه دغه دچُپتیا  سیوری  په داسې حال کې دی چې  دعرسال جګړه  او دهغو سټراټژيکې پایلې  او نتیجې  دلبنان ډګر ته محدودې نه دي ،بلکې  داسرائيلو او د مقاومت  دچورلیز په مخامخیدنې هم  اغییزې شیندي ،ځکه  حزب ا...مبارز ځواک توانیدلی د دغه وحشي او تیریګر رژيم  د خورا مهمو  ګوډاګیانو یعني  النصره جبهې اوالقاعدې ترهه ګرو د فعالیتونو  په ختمولو سره   دتل ابیب   دناامیدۍ  لامل شي .

                          تیره اونۍ صهونیسټ رژيم  په الاقصی جومات  کې دماتې  او د اردنیانو  د  ډيرو سترو  مظاهرو شاهد ؤ .

 په نیواکي ټاټوبو کې وروستي تاؤتریخوالي  دجولائي له څوارلسمې پیل شول .  اسرائيلي پوځيانو  په دې ورځې  په الاقصی جومات کې پر لمونځ ګوزارو په ړندو ډزو سره  درې فلسطیني ځوانان شهیدان کړل  او تر درو ورځو پورې ئې  پر لمونځ ګوزارو  دالاقصی جومات دروازې وتړلې  او د دغه سپیڅلي ځاي  په دروازو کې ئې  الیکټرانیکي ګیټونه   او همداراز  کیمرې  او  خوځنده پلونه  هم ولګول .دصهونیسټ رژیم  دغه اقدامات  په قدس کې د اوسیدونکو  له چورلټ او کلک  مقاومت سره  مخامخ شول . په دې ډول چې  په تیرو لسوورځو کې پنځه فلسطنییان شهیدان او څه دپاسه زر نور هم ټپیان شول .  دقدس د اوسیدونکو  فلسطنیانو مقاومت  بلاخره هم ځواب ورکړ او دصهونیسټ رژیم   امنیتی کابینه  دتیرې دوشنبې په ورځې  مجبوره شوه،دالاقصی جومات په دروازو کې دکیمرو  او وسپینیزو ګیټونو  د غونډولو حکم صادر کړي .دتیرې جمعې ورځې هم   له دوواونیو وروسته  کابو لس زره فلسطنیانو   په دغه جومات کې  د ننه  لمونځ قایم کړ چې رسنیو دا  د ::: بري لمونځ::::: ونوموۀ

 په الاقصی جومات کې  له امنیتي پلانونو داسرائيلو شاتګ   داسرائيلو پر لومړي  وزیر  بین یامین نتن یاهو دسختو نیوکو لامل شو.  په همدې باب   د اسرائيلو پخواني دفاع وزیر  موشه یعلون  پر بین یامین نتن یاهو  په نیوکو سره ووئيل نتن یاهو  دالاقصی جومات  دبحران په حل کولو کې  مناسب کړچار  نه درلود، او دالاقصی جومات  په موضوع کې ئې سترې تیروتنې کړي دي .  په همدې اړه ،  لیلا سورات  هم په یوې مقالې کې  چې  دفرانسې لومونډ  ورځپاڼې  خپره کړې ، لیکلي دي ،  داسې ښکاري ، دالاقصی جومات له  دروازو  دکیمرو او وسپنیزو ګیټونو  دلیرې کولو په باب  داسرائيلو فیصله  توانیدلې ،  په موقتي توګه  داعتراضونو داندازې دکمیدا لامل شي ،خو  د اسرائيلوپه  اقداماتو دفلسطنیانو غبرګون  په حقیقت کې  د قدس دانتفاضې  په نامه  دهغه غورځنګ   دوام دی ،چې  د ۲۰۱۵کال په مني کې  پیل شوی  ؤ .

           دالاقصی جومات  په شاوخوا کې  له امنیتی پلانونو  پر شاتګ سربیره، اسرائيل  تیره اونۍ   د اردن دخلکو  دغوسې اوکرکې  هم شاهدان وو.دتیرې  اونۍ د یکشنبې په شپه داردن په پلازمینې   امان کې  دصهونیسټ رژیم  په سفارت کې په ډزو کې  دوه اردنیان ښآریز  ووژل شول .  له اردنه د  دغه ځوان قاتل   د وتلو  د مخنیوي لپاره داردن له حکومته  د مقتول ځوان  دکورنۍ اودخلکو له غوښتنې سره سره ، ددغه  هیواد  حکومت  له صهونیسټ رژيم سره  دشوو موافقو په اساس  دقاتل  افسر پشمول دسفارت  ټولو کارکونکو ته اجازت ورکړ څو داردن له خاورې  دې نیواکي ټاټوبو ته لاړ شي .  داردن دحکومت دغه اقدام  داسرائيلو په ضد د اردن  ددرستوخلکو سخته غوسه راوپاروله  او په تیرې اونۍ کې  د  خلکو  څوځله داسرائيلو په ضد مظاهرې  وکړې  او د دغه رژیم دسفارت دبندولو غوښتنه ئې وکړه .

د اردن دخلکو دغه  پریکنده غبرګون  لامل شو ، چې داردن یوه حکومتي سرچینه اعلان وکړي ،  چې امان  صهونیسټ رژيم ته داخبره رسولې ده چې  د دغه رژیم دسفارت  ټیم ته  به  هیڅکله  هم دبیرته ستنیدو اجازت ورنکړي ، مګر دا چې د سفارت دپيښې  او دوواردني ښاریزو دقتل   په باب جدي څيړنې وشي .په عین حال کې  داسې نه ښکاري  چې د اردن  ګواښ  جدي وي ، ځکه که  ټاکل شوي وه  چې له اسرائيلو سره  چلند وشي ، نو باید  د دغه رژيم  دسفارت  کارکونکو ته ئې   له امانه د وتلو اجازت نه وائ ورکړی .

                 دعراق دشعیانو  دملی ائيتلاف  مشر سید عمار حکیم  تیره اونۍ  د دهیواد  لوړې اسلامی شوراڅخه  په وتلوسره،د :الحکمه  الوطني  : ګوند جوړ کړ.عمار حکیم ددغه نوي ګوند  دجوړولو ددغه اقدام موخه له دوه ګوڼوالي او  پرګنیزو دلبندیو دعراق اوعراقیانو  ویستل بللي او وئيلي ئې دي ،  چې دغه بهیر به دعراق دټولوپرګنیو اوقومیّتونو  د وحدت اویووالي په  لاره کې  ګام پورته کړي . :::

سید عمار حکیم  دعراق په تیره بیا د دغه هیواد په اهل تشیَع  کې خورا ستر اغیزشیندونکی شخصیّت دی . عمار حکیم له ۲۰۰۹کاله ،دعراق دلوړې اسلامی شورا  مشري په غاړه درلوده  او په ۲۰۱۶کال کې  هم دعراق دشعیانو  دملی ائيتلاف    مشر شو چې  دعراق دحکومت په جوړولو کې مهم رول لري .

 داسې ښکاري ، عمار حکیم  دنوي ګوند په تاسیس سره  دعراق  دځوانانو له ظرفیّتونو  او دنوي ځواک اووګړو   له کارولو داستفادې  په لټه کې دی .  په همدې اساس ، عمار حکیم  وئيلی دي ، د ۲۰۱۷کال عراق     د ۲۰۰۳کال  له عراق سره  ډير فرق لري ،  او  فعال سیاسی ګوندونه دې  په دغه اختلاف اوفرق  پوه شي ::::

              دلیبیا  دملی وحدت حکومت لومړی وزیر  فایز السراج   چې  دنړیوالې ټولنې  ملاتړ ورځيني کیږي  او دلیبیا  دملی پوځ قوماندان  جنرال خلیفه  حفتر  دتیرې سه شبنې په ورځې ،  دفرانسې  دولسمشر  آمانوئل  مکرون  په  مینځګړیتوب سره  د :پاریس موافقه :لاسلیک کړه  . دغه موافقه په لیبیا کې  دانتخاباتو دترسره کیدا او د اوور بند دټينګیدا په باب  وه .

 دغه موافقه  د روسیې  اومصر پشمول او دامنیت شورا د غړو او  دغه راز د عربی اتحادئې   دغړو هیوادونو له هرکلي سره  مخ شوه . امنیت شورا  دتیرې اونۍ په پنجشبنې ورځې  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلی دي ،  د دغې شورا غړي  دلیبیا ټول لوري  له سیاسی حل لارې ملاتړ ، ملی پخلاینې  او دسملاسي  اووربند  له ټينګیدوڅخه  ملاتړ ته ،هماغه ډول چې  دپاریس په ګډې  اعلامیې کې ذکر شوي ، هڅوي .

 که څه هم  ځيي شناندي اوکارپوهان په دې اند دي چې  دپاریس موافقه به هم  په عمل کې د ۲۰۱۵کال  په دسمبر کې  د: صخیرات  موافقې : په څير اجرا نشي.،خو  سیاسی شواهد  اودبهرنیو لوبغاړو  هلې ځلې  ددې ښودنه کوي چې  په لیبیا کې سیال مشران په دغه هیواد کې  دشخړې  دختمولو په درشل کې دي .  په عین حال کې  :پاټریک ونیټور  او کریس سټيفن  د روان کال دجولائي په پنځه ویشتمه نیټه  دانګلستان په ګارډيّن  ورځپاڼې کې ئې  په یوې مقالې کې لیکلی دي ،سراج او حفتر  په تیرو درو میاشتو کې دوه ځله لیده کاته کړي دي .   لومړني لیده کاته  په مئ میاشت کې په ابوظبئ کې شوي ،خو څه بریالیتوب ئې نه درلود. او دوهمه کتنه هم  په پاریس کې شوي  چې  د آمانوئل ماکرون  په مینځګړیتوب سره  او  دلیبیا په چارو کې  دملګروملتو دنوي استازي  غسان سلامه  په رول سره د دواړو لورو ترمینځ  دپاریس دموافقې  لامل شول .  په دغه تحلیل کې  همداراز راغلي دي ،  چې حفتر  دلییبا د ملی پوځ قوماندان دی  چې  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې  کې ئې  خپلې ټولې توانمنۍ  نندارې ته وړاندې کړي دي  ،خو فایز السراج  پياوړي امنیتي ځواک نه لري . حفتر  څخه مصر او متحده عربی امارات ملاتړ کوي ا و له فایز السراج  څخه هم  نړیواله ټولنه ملاتړ کوي . 

  په عین حال کې  تیره اونۍ  په ځينو خبري سایټونو کې  وئيل شوي دي ، صهونیسټ رژیم هم   دلیبیا دشخړې   پيښې ته وارد شوی دی  او په دوو باري الوتکو سره ئې دجنرال حفتر  دځواک لپاره  پوځي مرستې لیږدولي دي  چې دا لامل شوي الجزایر  په قاهرې کې د جنرال حفتر  استازي ته ، سیمې ته د تل  ابیب د پښو دغزولو  په باب  خبرداری ورکړي .

 له دې چې دمینځيني ختیځ پر پيښو د ځغلنده کتنې په اونیز پروګرام کې له مونږ سره ملۀ شوي یاست له ستاسو مننه کوو ، او تر بلې اونۍ پورې په بل  اونیز پروګرام سره مو په نیاؤمن خداي سپاروو .  ا.... مو مل اوملګری

(سیماب)

******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه