Apr 23, 2018 15:10 Asia/Kabul
  • د مینځني ختیځ پيښو ته یوه کتنه

د تهران راډیو مینه والو په دې پروګرام کښې په تیره اونۍ کښې د مینځني ختیځ مهمو پيښو ته یوه کتنه کوو.

                په دې لړ کښې د سوریې بدلونونه چې د تیري اونۍ په وړومبیو کښې د شرارت د محور یعنې امریکې، بریتانیې او فرانسې د حملو تر اغیزې لاندې وو، جاجوو. بیا به د فلسطین او بحرین د پيښو په شمول د سیمې نورو بدلونونو ته هم یوه کتنه ولرو.

د سوریې بدلونونه:  پر سوریې د امریکې، بریتانیې او فرانسې د ناکامې حملې انعکاس:

په سوریې باندې د امریکې، بریتانیې او فرانسې حملې نه یوازې خپلو اهدافو ته په لازیاتې رسیدو کښې ماتې وخوړله بلکې بیخي اپوټه پایلې یې پریښودې. په دې لړ کښې د رای الیوم ورځپاڼې د سرمنشي عبدالباري عطوان په قلم په همدغې ورځپاڼې کښې خپرې شوې مقالې کښې راغلي دي: د امریکې، انګلستان او فرانسې لخوا د توغول شویو توغندیو چې زیاتره پکښې نسکور کړی شول، له پاتې شونو او ټوټو دا نتیجه اخیستی شو چې دغې حملې اپوټه پایلې لرلې دي.

د دې ماته خوړلې حملې مهم نتایج دا دي چې په سوریې کښې دننه او بهر یې د دغه هیواد د ولسمشر بشارالاسد محبوبیت زیات کړ او له روسیې، ایران او حزب ا... سره د هغه ملګرتیا ته یې یو تازه روح او لوړتیا وروبخښله او د سوریې د پوځ په دریدنې یې د تایید ټاپه ووهله او د ډونلډ ټرمپ د کمزورۍ سبب شوه. که د سوریې او سیمې راتلونکې نقشې ته ښه ځیر شو نو د دې مواردو اټکل کولی شو چې د پوځي حملو لپاره د یوې پلمې په توګه د کیمیاوي وسلو په هکله د تور لګونې د حربې کارول، په سوریې باندې د شویو نورو حملو په شان هیڅ ګټه نه لري. ځکه چې د امریکې او د هغې د انډیوالانو حیثیت یې سخت زیانمن کړ او په تیره بیا دا چې دغه حمله په هغه ورځ وشوه چې ټاکل شوې وه د کیمیاوي وسلو د پراختیا د منعې د سازمان کارپوهان د جرم په فرضي ډګر کښې خپل تحقیقات پیل کړي او د دغې حملې کونکو په خپل دې کار سره دا اخیستون رامینځته کړ چې دغه جبهه د یادو کارپوهانو د ماموریت له پیلیدو مخکښې د هغه د نابودۍ په لټه کښې وو. دا په داسې حال کښې دي چې په سوریې او عراق کښې د امریکايي ځواکونو خلاف د چریکي حملو له لارې د سیمې د خلکو د مقاومت د غچ اخیستو احتمال شته چې شمیر یې له اتو زرو اوړي او پکښې متقاعد عسکر او ملکیان شامل دي او دې کار د امریکايي چارواکو خوبونه حرام کړي دي. د شرارت د چورلیز له حملې وروسته په راتلونکي کښې د سوریې خلاف له هرډول میزائل یا جنګي الوتکو سره د مقابلې لپاره د ایس-۳۰۰ او ایس-۴۰۰ توغندیو په شمول په ماډرن دافع هوا سیسټم د سوریې د پوځ د سنبالولو په لړ کښې د روسیې د پوڅ احتمالي اقدام هم مطرح دی کوم به چې د سوریې د  دفاعي سیسټم چې د امریکې، بریتانیې او فرانسې لخوا توغول شوي زیاتره میزائلونه یې نسکور کړل، د پياوړتیا سبب شي کوم.

دا احتمال هم شته چې روسیې په سوریې باندې د امریکې او د هغې د انډیوالانو د حملو په غبرګون کښې په راتلونکي کښې د ترهګرو له نیواک څخه د ځینو سیمو د خلاصولو لپاره د سوریې د پوځ اود هغو د انډیوالان د هر  ډول کوشش ملاتړ وکړي، او په دغو سیمو کښې به ادلب او د اردن پولې ته څیرمه  د درعا ولایت سویل لویدیځې سیمې وي.

دا په داسې حال کښې دي چې د سوریې مقاومت په پوره توان سره د ترهګرو له شتونه د دمشق د خواوشا سیمو په پاکولو لګیا دی او دا کار په وروستیو پړاؤنو کښې دی. هر څوک چې له دغه تیري سره په مقابله کښې د سوریې د حکومت او ولس د دریدنې په وجه د دغه ولس خوشالۍ او جشنونه ویني، د امریکې او اسرائیلو د ماتې په اندازه پوهیدی شي او پر دې سربیره ویني چې بشارالاسد په خپل ځاې پاتې دی او ستر قدرتونه او عرب انډیوالان یې په پرزولو او د هغه د حکومت په بدلولو کښې ناتوانه پاتې دي.

د البنان النشره خبري سایټ په سوریې باندې له محدودې هوايي حملې د امریکې د اهدافو په څیړلو سره لیکلي چې واشنګټن د مقاومت د بجهې د پیاوړې ورته مقابلې له ویرې له سرو کرښو نه شو تیریدی.

تر کومې چې د امریکې دفاع وزیر جیمز مټیس د حملې پاې تاییده نه کړه، د دغه هیواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې د پیلیدو خبر ور نه کړ څو په ډاګه معلومه شي کوم کسان چې د ټرمپ تر شا ولاړ وو، د هراړخیزې او سختې حملې غوښتونکي نه وو بلکې په وړومبي پړاؤ کښې، په ټویټري پيغامونو سره د امریکې د ولسمشر د بایللي عزت د ساتنې غوښتونکي دي په تیره بیا پس له هغې چې په خپلو ټویټونو سره یې اعتبار له مخکښې نه زیات په خطر کښې لویدلی و.

له دې حملې وروسته د څو بنیادي ټکیو په هکله خبره کولی شو څو د دې پیښې په حقیقت پوه شو. وړومبی دا چې د دغه برید موخه پوځي نه وه بلکې په زیاته اندازه سیاسي ، رسندوي، تبلیغاتي او نمایشي وه.

د سیمې او نړۍ انډولونه دومره روښانه دي چې هیڅ شک یې نه دی پریښی چې امریکا او انډیوالان یې د بدلولو جوګه نه دي، هغه هم یوې داسې سترې مقابلې ته د انتقال له ویرې چې پایلې یې د تمې وړ نه وي. په دې وجه واشنګټن نن سبا له بل هر وخت نه زیاته ثابته کړې ده چې نوره نو په ۲۰۰۳ کال کښې د عراق د ډرامې د تکرارولو توان نه لري. د روسیې، ایران او سوریې ائتلاف داسې ډیر مثبت ټکي لري چې امریکايي پلو یې اړ کړی څو د هر نه سنجول شوي ګام له اوچتولو مخکښې پوره فکر وکړي، هغه هم په داسې حالاتو کښې چې امریکا د سوریې او عراق په ډګرونو کښې څرګند شتون لري او په دغو دواړو هیوادونو کښې د خپلو زرګونو پوځیانو ژوند په خطر کښې نه شي اچولی، سره له دې چې ټرمپ د پياوړو، سمارټ امریکايي توغندیو خبره کړې وه.

سوریه پس له دې چې دافع هوا سیسټم یې څه موده مخکښې د اسرائیلو یوه جنګي الوتکو نسکوره کړه، د دې دفاعي سیسټم په توانمنۍ ویاړ کولی شي ځکه چې د دغه هیواد خلاف په وروستیو حملو کښې یې وکړی شول ډیر توغندي تعقیب او نسکور کړي څو پایلې یې خپله له حملې لاپیاوړې شي، لکه څنګه چې له سیاسي نظره ویلی شو چې په سوریې باندې محدوده حمله هغه ستر کار و ې د اسد د نظام مخالف قدرتونو ترسره کړی شو.

په پاې کښې، د دې حملې محدوده اندازه د ټرمپ له ټول شورماشور سره سره تاییدوي چې هدف یې د واشنګټن، لندن او پاریس د عزت ساتنه وه خو د دې بلا غوښتنې او د محدودې او بیړه ناکې پوځي حملې اپوټه پایلې ښودنه کوي چې د شرارت درې چورلیزو خپله هم په دې هدف کښې ناکامه پاتې شوې دي. په سوریې باندې د امریکې او د هغې د انډیوالانو حمله د نړیوالو قوانینو او د یو هیواد د خاورې د حریم څرګنده خلاف ورزي ګڼله کیږي، هغه حمله چې له دې مخکښې په عراق او افغانستان کښې هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه شوې او د دغو هیوادونو د خلکو لپاره یې یوزانی ډالۍ جنګ، مرګ او بې کوره توب پاتې شوی. امریکا په تبلیغاتي لاپوشاپو او پوځي تیاریو سره په خپل ګمان غواړي چې معادلات تر څه حده په خپلې ګټه بدل کړي خو تیرو تجربو ښودلې ده چې په مختلفو کړکیچونو کښې د امریکې په لازیاتو لاسوهنو سره دغه بحرانونه لاخطرناک اړخونه خپلوي او ورسره ورسره امریکا او انډیوالان یې په سیمه کښې د خپلو کړکیچ جوړونو په چوکاټ کښې په جوړې کړې جبې کښې لازیات ښخیږي.

د فلسطین بدلونونه:

د شهیدانو او اسیرانو د جمعې په عنوان سره پرله پسې په څلورمه اونۍ د فلسطینیانو (د ستیندو لاریون)

د غزې تړانګې اوسیدونکو فلسطینیانو تیره جمعه (د شهیدانو او اسیرانو جمعه) ونوموله له نیواکي فلسطین سره د دغې سیمې په ګډه پوله کښې پرله پسې په څلورمه اونۍ راغونډ شول څو د کډوالو د ستنیدو په حق او د غزې د یولس کلنې محاصرې د ختمیدو په ضرورت ټینګار وکړي. فلسطینیان په دغو ولسي لاریونونو کښې هڅه کوي چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا په ۱۹۴ پریکړه لیک تاکید وکړي. پر هغه پریکړه لیک چې په یوولسم بند کښې یې خپل ټاټوبي ته د فلسطیني کډوالو ستنیدو ته اشاره شوې او د هغوي بله غوښتنه د غزې د یوولس کلنې کلابندۍ ختمیدل دي. په داشان حالاتو کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویاند وايي، د ستنیدو د حق لاریون به ډیر زر د اردن سیند لویدیځې غاړې او قدس ته پراخ شي. داود شهاب تیره جمعه المیادین ټي وي چینل ته په مرکه کښې وویل: اسرائیلو چې په ۱۹۴۸ کال کښې یې د فلسطین ولس له خپل وطنه وباسه، اوس يې د غزې په تړانګه کښې فلسطینیان کلابند کړي څو تسلیمیدو ته یې اړ کړي خو فلسطینیان به په دغه ټاټوبي کښې خپل ژوند جاري وساتي. د فلسطین ولس د ستنیدو د حق په سترو مظاهرو سره د قدس نیواکګر رژیم په محاصرې او دفاعي دریځ کښې راوستی دی ځکه چې نیواکګر نه پوهیږي  د دې لاریون په وړاندې څه فیصله وکړي او د فلسطیني ولس د هوډ، پایدارۍ او استقامت په وړاندې لالهانده دي. لویدیځه غاړه او قدس هم د ستنیدو د انتفاضې په زړه کښې دي. دا په داسې حال کښې دي چې د انتفاضې بهیر د ستنیدو د لاریونونو په ترسره کیدو سره لا پراخ اړخونه موندلي دي او دې لاریون د فلسطین د موضوع په هکله ډیر نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. په دې لړ کښې ملګري ملتونه او اروپايي اتحادیه د غزې تړانګې په سرحدي پټۍ کښې د ستنیدو په صلحه ایزو مظاهرو کښې له ګډونوالو د ملاتړ او د هغوي لپاره د ضروري درملو او طبي تجهیزاتو د برابریدو غوښتنه یې کړې ده.

د بحرین بدلونونه:

د بحریني ښاریزو د تابعیت په سلبولو کښې د آل خلیفه جنایت

د بحرین د ډیموکراسۍ او بشري حقوقو ادارې وویل چې له ۲۰۱۲ کال نه تراوسه پورې د تابعیت لغوه شویو بحریني ښاریزو شمیر ۶۰۳ تنو ته ورسید.

منامه پوسټ ویب سایټ تیره جمعه ولیکل چې په بحرین کښې د تابعیت د لغوه کدو ښکارنده په وړومبي ځل د ۲۰۱۲ کال د نومبر أه اومه نیټه د ۳۱ بحرینیانو چې پکښې عالمان، د پارلیمان غړي، حقوقي او رسندوي فعالان او د ولسي ارګانونو غړي شامل وو، د تابعیت په لغوه کیدو سره پیل شوه. دا شمیر د آل خلیفه رژیم د ځپونکو سیاستونو دوام او ولسي مخالفتونو ته په پام سره په چټکۍ سره زیات شو او حتی د شیخ عیسی قاسم په شمول د دغه هیواد ستر عالمان هم پکښې شامل شول. د تابعیت لغوه کیدل هغه ستر ظلم دی چې د آل خلیفه رژيم لخوا پر بحریني ښاریز کیږي.

په بحرین کښې د ۲۰۱۱ کال د فرورۍ له څوارلسمې نیټې څخه د آل خلیفه رژیم خلاف ولسي انقلاب پیل شوی دی. د بحرین خلک په خپل هیواد کښې د آزادۍ، عدالت، د توپیر د ختمیدو او د خلکو لخوا د یو منتخب حکومت د ټینګښت غوښتونک دي خو آل خلیفه د ځپنې په سختولو سره د بحرین د خلکو د اعتراضانو د غلي کولو کوشش کوي.

دا په داسې حال کښې دي چې په بحرین کښې د سیاسي فعالانو پراخه نیونه او په خلاف یې د تابعیت او سلبیدو په شان د درنو احکامو صادریدل په نړیوالو کنونشنونو کښې هم یو غندل شوی او مردود کار ګڼل کیږي. د مثال په توګه د بشري حقوقو د نړیوالې اعلامیې ۱۵ ماده وايي چې ټول خلک د تابعیت لرلو له حقه برخمن دي او هیڅوک په خپل سرې توګه له خپل تابعیته نه شي بې برخې کولی.

له خپلو مخالفانو په تیره بیا د سیاسي او مذهبي مشرانو د تابعیت په سلبولو کښې د آل خلیفه حکومت اقدام د بنیادي بشري حقوقو خلاف ورزي ده. د آل خلیفه دا کار سبب کیږي چې د تابعیت سلب شوي کسان له خپل ښاریزه د حکومت له سیاسي ملاتړ او د رای د حق په شمول له خپلو ښاریزو حقوقو بې برخې کیږي.

پر بحرین واکمن رژیم هره وسیله، سیاست او چل ول کاروي څو د ولسي پاڅون د کنټرولولو ترڅنګ مخالفان په مختلفو طریقو د دغه هیواد له سیاسي او ټولنیز ډګره بیخي حذف کړي.

*****///////*****

 

ټیګونه