Dec 04, 2018 12:45 Asia/Kabul
  • د بې پرَدې امریکاکورني حالات

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې د بې پردې امریکا د کورنیو حالاتو له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، دتیرو پروګرامونو په څير په نننۍ برخې کې هم په تیرې اونۍ کې د امریکا مهمو بدلونونو او خبرونو په باب درسره غږیږو هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

*/*/*/*  دامریکا دتیرې اونۍ په خورامهمو  بدلونونو او خبرونو کې باید  دامریکا د ملی امنیت د سلاکار دمرستیال  او دغه راز د ډونالډټرمپ دحکومت  د یوشمیر نورو  لوړپوړو چارواکو   د ویستلو لر لید،*/*/**/*  له کډوالو سره  دمقابلې لپاره دامریکا اومیکسیکو  په پولې کې  د امریکائي عسکرو  له دیره کیدا د  امریکا د دفاع وزیر  بشپړ ملاتړ*/*/*/*/*   دایران  تیلی  پیرودونکو ته دتیلی معافیّتونو  په ورکولو کې  په  مجبوریدا د ټرمپ دحکومت   اعتراف  او دغه د اروپا ددفاعي خپلواکۍ په زمینې کې د ټرمپ  دګډوډو دریځونو  په څير مهمو بدلونونو ته اشاره وکړو،*/*/*/*/*  

 اوس مو هم  تحلیلی برخې ته رابولو */*/**/**

     دوستانو  په تیرې اونۍ کې د امریکا یوه خورا مهمه پيښه  دامرکیا د ملی امنیت د سلاکار  دمرستیال څنګةکیدا او  هم د ډونالډ ټرمپ دحکومت  دیو شمیر نور لوړپوړو چارواکو  دحذفیدا په باب د ځينو خبرونو خپریدل وو.  په دې باب   دامریکا   له لومړۍ میرمنې سره  له  اختلافه وروسته  په سپينې ماڼۍ کې یولوړروتبه چارواکی  له خپل مقامه ګوښه شو.له دې وروسته چې دامریکا لومړۍبانومیرمن ملانیاټرمپ مدعي شوه،دسپينې ماڼۍدملی امنیت د سلاکارمرستیاله میراریکارډل  ددغې څوکۍ لپاره لازم صلاحیّت نه لري ، هغه دچارشبنې په ورځې له خپل مقامه لیرې کړائ شو .

 د سپينې ماڼۍ  ویندوئې  میرمن ساراسنډرز  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،  میرمن ریکارډل   به  له سپينې ماڼۍ  وتلو سره سره  په حکومت کې د  نوي څوکۍ  لپاره   د  ولسمشر ملاتړ ته دوام ورکړي .  میرمن سنډرز  پخپلو څرګندونو کې د ریکارډل نوۍ مقام ته  اشاره نه ده کړې .   د دغې څنګةکیدا علت، په اکتوبر میاشت کې  افریقا ته د هغې دسفر په وخت   دامریکا له لومړۍ میرمن سره د   د ریکارډل  دخولې شخړه   ده . دا  موضوع ښئ  چې  نه یوازې ټرمپ بلکې  حتی د هغه ماندینه ، هم   پخپلې خوښې  او په شخصي دلیلونو لوړپوړي چارواکي لیرې کولی شي . همداراز  له سپينې ماڼۍ د حذفیدا د لړۍ په دوام کې له لوي څارنوال  جف سشنز وروسته ، اوس  خبري سرچینې د ټرمپ  دحکومت   د وو نورو مهمو څيرو  دحذفیدا  خبر هم ورکوي . په دې توګه  دامریکا دکانګرس  د مینځ پړاوه انتخاباتو دنتیجې  په مشخص کیدا او په  تیره بیا په کانګرس کې د ټرمپ  په ماتې سره به د هغه په حکومت کې  د لیریکیدا او حذفیدا  لړۍ نوره هم تیزه شي .د  خبرو سرچینو په وینا،خبر او لوړپوړي چارواکي،یعني د سپینې ماڼۍ د کارکونکو مشر  جان کلې د امریکا د اخلی امنیت د چارو وزیر کریسټّن نیلسن  او  دکورنیو چارو وزیر رایّن زینک  به ډير زر د ټرمپ  له حکومته پښې سپکې کړي .ډونالډټرمپ له هغه وخته چې  واک ته رسیدلی،دسپيڼۍماڼۍ دټيم اوحکومت  د  چارواکو  اجباري  ویستلو اواستعفی ته اړکولو ته  مخه کړې  او په عین حال کې  ځيني چارواکي هم  د ټرمپ په سیاستونو  داعتراض په دلیل له خپلو  څوکیو څنګة شوي دي .په دې ډول چې  تر دې دمه د ډونالډ ټرمپ دحکومت څه دپاسه  پنځوس چارواکي اوچاروال یا ویستل شوي او یا ئې هم استعفی ګانې ورکړي دي . په دې توګه   د ټرمپ د ولسمشرۍ  پړاؤبه  ددغه بې ساري بهیر  په دلیل ، دتل لپاره د امریکایانو په ذهن کې  پاتې شي ، په حقیقت کې  ټرمپ  د چارواکو   په ګمارلو او ورپسې  په ویستلو کې  بې مخنینې چټکوالی لري ، او  کله کله  په سپینې ماڼۍ کې  د هغه د ځينو کارکونکو د  فعالیتونو پړاؤ،یوازې ترڅو ورځو پورې خلاصه  شوی دی .    پر دغه اجباري ګمارلو اوویستلو سربیره،  دغه بهیر ته باید داستعفی ګانو  دپام وړ شمیر هم ورزیات شي . په حقیقت کې   هغه امریکائي چارواکي چې  په یوه بل پسې  له حکومتي څوکیو  څنګة کیږي ،  او حاضر نه دي،له ټرمپ سره کارو کړي،که  څه هم  په ژبه  د ټرمپ  تعریف اوستاینې هم کوي ، خو په حقیقت کې  د ټرمپ  په اقداماتو اولیدتوګې هیڅ اعتقاد نه لري .

           په تیرې اونۍ کې دامریکایوه بله مهمه پيښه،په میکسیکو پولې کې  د پوځيانو   له دیره کولو دامریکا د د فاع وزیر  جیمز ماتیس  پریکنده ملاتړ ؤ . جیمز ماتیس  دچارشنبې په ورځې   دامریکا له جنوبی پولو د خپلې لومړنۍ کتنې په وخت  له میکسیکو سره  په ګډوپولو کې  د  زرګونو پوځيانو  ددیره کولو ملاتړ وکړ او مدعي شو ، چې  دغه ماموریّت  په بشپړ ډول قانوني  او  روا  دی او  دامریکا دپوځیانو د چمتووالي اندازه  نوره هم ښه وي .   هغه  د سپينې ماڼۍ په دغې فیصلې  د شوو اعتراضونو په ردولو سره  وئيلي دي ،  دغه ماموریّت  په سمه هماغه اقدام  دی ، چې باید ترسره شوی وائ .  دامریکا دفاع وزیر دامریکا د داخلی امنیت  د وزارت په وسیله  ترسره شوي ارزونې ته په اشارې سره وئيلي دي،ډيره روښانه ده چې  په اوسنیو شرائطو کې  له سرحدي پولیسو یا له سرحدي ګزمې  ملاتړ،یو ضروري اقدام دی .

د  وئيلو ده چې  دوه اونۍ مخکې جیمز ماتیس  چک جمهوریت ته په سفر کې وئيلي وو  چې امریکا دلاتینې امریکا  د غیر قانوني پناغواړو  له ورتلو سره  دمقابلې په موخې سره،دمیکسیکو پولوته د پوځي ځواک  دلیږدولو لپاره  یو پلان برابروي .  له دغه پلان تر مخکې پورې، له میکسیکو سره په پولې کې   داریکا د ملی ګارډ  کابو دوه زره ماموران دیره  وو . دمیکسیکو پولې ته د  دامریکا د پوځي ځواک دلیږلو لپاره  د ډونالډ ټرمپ  سیاسی فیصله، په تیرې اونۍ  کې  دکانګرس  دمینځ پړاوه  دانتخاباتو له ترسره کیدا مخکې  اعلان شوه .  ټرمپ مدعی شوی ،  چې هڅه کوي څو دغیر قانوني  کډوالۍ  د بهیر  دمخنیوي په خاطر  د امریکا  جنوبی پولو  امنیت پیاوړی کړي .  په  کانګرس کې  د جمهوری غواړو پشمول  د ټرمپ ملاتړو ، دمیکسیکو  ګډې پولې ته  د پوځي ځواک له لیږدولوڅخه هرکلی کړی دی.په دغه کړچارسره،ټرمپ د بشری حقوقو د ادارو له سختو نیوکو سره  مخامخ شوی دی .په دې باب د بشری حقوقو  دفاعي ادارې  د ډونالډټرمپ  د  کډوالۍ ضد نوي فرمان باندې په نیوکوسره دغه اقدام ،دهغو کسانو په وړاندې  د امریکا د دروازو  د بندولو لپاره  چې  له تاؤتریخوالو او توپيره تښتيدلي دي ،  یوه بله هڅه  وبلله .

 دبشری حقوقو  ددفاع په  اورګان کې  د کډوالو د حقوقو مدیر  بیل فرلیک  په دې زمینې کې ټينګارکړی،دامریکا په قوانینو کې راغلي دي،چې کډوال  ددې موضوع په نظر کې له نیولو پرته،چې له کومه ځایه  ئې  دغه هیواد ته ځان رسولی دی، دپناهندګۍ غوښتنه کوي او ډونالډټرمپ دغه قانون پخپلې مرضۍ او خپلې خوښې  سره  نشي بدلولی .دکډوالۍ په قوانینو کې دکډوالو نه منل  او  له غیر قانوني  کډوالو سره به چلندکې سختي کول،د امریکا دولسمشر په توګه  په سپینې ماڼۍ کې  دهغه واک ته له رسیدو وخت راهسې د ډونالډټرمپ سیاستونه دي . هغه تل  د امریکادکډوالۍ په سیاستونو په نیوکو سره  امریکا ته دکډوالو په وړاندې  دسختو قوانینو داعتمالولو غوښتونکی دی . په دې باب  ټرمپ  دنومبر په اتمه نیټه د کډوالۍ په ضد پخپل نوي فرمان لاسلیک کولو سره په ډير سخت دریځ نیونې سره ، دغه هیواد ته  دپناهندګۍ حق محدود کړ.

            دامریکا په سیاسی ډګر کې  تیره اونۍ یوبل بدلون ، دایران په ضد له تیلی بندیزونو سره سره  دایران  دتیلو اخستونکو  ته   په معافیّت ورکونې د امریکا دمجبورۍ  په زمینې کې  د ډونالډټرمپ  اعتراف ؤ . په دې باب  د امریکا په خارجه وزارت  کې  د ایران  په ضد دایکشن ډلې  مشر برایّن هوک  په یوې مرکې کې اعتراف کړی ، چې  د دغه هیواد  حکومت مجبوره شوی ،  دایران په ضد دتیلو د  بندیزونوله پيروۍ،ځيني هیوادونه معاف کړي .هوک  په دغې مرکې کې د ایران په ضد دتیلی بندیزونو  دمعافیتونو  د ورکولو په باب  د یوې پوښتنې په ځواب کې وئیلي دي،مجبوره وو کابو اته  هیوادونه  ددغو بندیزونو له پيروۍ معاف کړوو.ځکه نه مو غوښتل دتیلو د هربیّرل بیّه  له نوي تر سلو ډالرو پورې زیاته شي .  داپه داسې حال کې دي ، چې  دټرمپ حکومت نیّت  درلود، د نومبر  له پنځمې نیټې  د ایران په ضد د بندیزونو  د دوهمې مرحلې په پیلیدا سره  د ایران دتیلو صادرات  صفر ته ورسوي . واشنګټن مخکې  مدعي شوی ؤ ، چې   موخه ئې دایران دتیلي صادراتو  بشپړ غوڅول دي ، خو  د دغو بندیزونو  له اعمالیدو څو ورځې مخکې ئې اعلان وکړ ،  چې   د  اتو هیوادونو په وسیله  دایران د  تیلو وارداتو لپاره ځينې آسانتیاوې  او معافیَتونه ئې په نظر کې نیولي دي .  دامریکا د حکومت دغه ښکاره شاتګ،د رسندویو ا و شناندو په سویه  د ډيرو غبرګونونو  لامل  شوی  او د واشنګټن دغه اقدام ئې  د  ټرمپ دحکومت یو چټي او ډَډ ګواښ  بللی دی .ټرمپ په دې زمینې کې  وئيلي دي ، زه نه غواړم   د تیلو بیّه  لوړه شي او په همدې خاطر  مو دغه معافیّت  صادر کړ. بندیزونه به په هرحال  دوخت په تیریدو سره لاسخت شي .: د ډونالډټرمپ دغه اعتراف  د دوو شیانو ښودنه کوي،لومړی دا چې  اساسا دامریکا لوړپوړو  فیصله کونکو کله چې دایران  دتیلی بندیز لپاره  خپل هوډ وکړ،نو  دامریکا پشمول  په نړیوالو بازارونو کې ئې  دتیلو د بیّو په تیره بیا  په امریکاکې د پیټرولو د بیّو دلوړیدا پشمول ددغې موضوع  اړخونو او نتیجو ته هیڅ پام  نه درلود، او وروسته دې موضوع ته متوجه شوي  چې  دا د ټرمپ دحکومت  لپاره یوه ستره  تیروتنه اوتاوان  حسابیږي ، خو له بل پلوه  دامریکا شاتګ  او  دایران د ډیرو تیلو د اتو ا خستونکو هیوادونو  له بندیزونو معافول  د  ټرمپ د حکومت  دسرزوري  او خپل سري فیصلې په مقابل کې  دنړیوال مقاومت  ښنه بللې ، چې دایران په ضد تیلی بندیز  دخپلو ملي ګټو اومصلحتونو  په خلاف  ګڼي  او حاضر نه دي ، د واشنګټن د ګټو او موخو لپاره  دغه شان  بندیزونه ومني .  لکه څنګه چې  د ترکیې ولسمشر  رجب طیب اردوغان   په یولړ جوتو څرګندونو کې وئيلي دي ،  انقره  دایران په ضد د واشنګټن دبندیزونو  پیروي نه کوي . 

           دامریکا او اروپا   ترمینځ  داختلافاتو رامینځةکیدا  اوس  له بل هر وخته زیاته د ډونالډټرمپ واک ته له رسیدووروسته  رابرسیره شوي دي . دا موضوع په تیره بیا،د اروپاد دفاعي  خپلواکۍ او د اروپائي پوځ  دجوړولو  د ضرورت په باب  د فرانسې ولسمشر  آمانوئل ماکرون  دجنجالي دریځ له اعلانولو وروسته د اطلس  سمندر د دواړو لورو ترمینځ  په یوه ستر چیلنج بدله شوې ده . ټرمپ د لومړي نړیوال جنګ  دپاي  د سلمې کلیزې  د درنښت په دستورو کې د ګډون لپاره پاریس ته   دخپل وروستي سفر په پیل کې ، په یوه ټویټري پیغام کې  د اروپائي پوځ د جوړولو  دضرورت په باب  دماکرون  څرګندونې سختې ورټلې  او دا ئې سپکاوی وبالۀ .ټرمپ  پخپل ټویټري پیغام کې  ټينګار کړی ،  ماکرون  وړاندیز کوي  اروپا د امریکا ،چین  او روسیې په وړاندې  له ځانه د دفاع لپاره باید خپل ځانګړی پوځ ولري .  دا ډيره سپکه خبره ده او مونږ ئې خپل سپکاوی ګڼو.  په عین حال کې  ماکرون حتی  له ټرمپ  سره  له کتنې وروسته یو ځل بیا   پر خپل مخکیني دریځ ټينګار کړی،او حتی د ځينو اروپائي هیوادونو له خوا ئې  دامریکائي وسلو  په اخستنې هم نیوکې کړي .  ټرمپ  امرکیا ته له ستنیدا وروسته یو ځل بیا  د دوشنبې په ورځ  د امریکا په وسیله  داروپا د دفاع لګښت  په اوږه   اخستل  مطرح کړل او  د اروپایانو په  وسیله ئې دهغوي د ونډې د ورکولو غوښتنه وکړه . ټرمپ په ټویټيري چینل کې  نه یوازې اروپا بلکې    دنړۍ په  ګوټ ګوټ  کې  د امریکا  نور متحدان او شریکانو ته خطاب  وکړ او  له هغوي ئې  دامریکا ددفاع د لګښت په ورکولو ټينګار وکړ .ټرمپ مدعي شو،ډيرې زیاتې پیسې  دنورو هیوادونو په دفاع لګول کیږي   اوا  د مونږ په نصیب  له تاوان اوتجارتي خسارې پرته بل هیڅ  نه کیږي .  اوس وخت رارسیدلی  چې دغه ډير شتمن هیوادونه  د پوځي ساتنې په خاطر یا امریکا ته   ډيرې پيسې ورکړي  او یا  له خپل ځانه پخپله حفاظت وکړي .  په  عین حال کې  د ټرمپ دغه دریځ ،  د هغه  په امنیتی او پوځي کړچار کې د ضدونقیضوالي  ښودنه کوي . هغه له یوه پلوه     په دې  زمینې کې په تیره بیا   د اروپا په لوئې وچې کې  له امریکا سره   داړونده  او دفاعي خپلواکۍ  دترلاسه کولو لپاره  له هرډول اقدام سره  سخت مخالفت کوي  او له  پلوه ،  دامریکا دشریکانو په تیره بیا  په اروپا کې  دخپلو شریکانو  د امنتی د ساتنې   دلګښتونو د ورکولو غوښتنه کوي .  حقیقت دا دی چې  امریکا تل  د پوځي او امنیتی  زمینې پشمول  په بیلابیلو اړخونو کې   له ځان سره  داورپا  داړوندوالي  غوښتنه کوي ،څو  په دې توګه  نه یوازې  په اروپا کې خپل پراخ  پوځي شتون   ته دوام ورکړي ، بلکې  له دې لارې  داروپائي هیوادونو پر بهرني سیاست او دفاعي سیات نفوذ اعمالولی شي . په عین حال  کې ، دغه وضعیّت  نور اروپائي  هیوادونه په تیره بیا  د اروپائي اتحادئې د فرانسې او جرمني پشمول د مهمو او اغیزمنو هیوادونو   لپاره  د زغملو  وړ نه دي  او اوس دوی داروپا ئي چورلیز په لور  د دفاعي اوامنیتی سمبول د بدلولو غوښتنه کوی . د واشنګټن له مخالفت سره سره ،  اروپایانو  د دفاعي خپلواکه جوړښتونو د رامینځةکونې په لاره کې  داسې د پام وړ ګامونه پورته کړي  دي  چې  دامریکا دنفوذ اوغیزو دکمیدا په معنا به وي . 

    دوستانو  د بې پرَدې  امریکا کورنیو حالاتو ته دکتنې د اونیز پرورګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بلې اونۍ پورې  چې له  یوه نوي مطلب سره به ستاسو خدمت  ته حاضر شو،. په نیاؤمن خداي  مو سپارو،ا....مو مل اوملګری .

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************