Mar 29, 2019 17:35 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۸

نن د زیارت ورځ یا پنجشنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې اتمه، د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب یوویشتمه او د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ د میاشتې اتویشتمه نیټه ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۱۹۲ کاله پخوا د دوه سوه اته څلویښتم هجري قمري کال په رجب میاشتی کښې، ابو حاتم، سهل بن محمد سجستانی وفات شو. ابو حاتم په قرآنی علومو، حدیثونو، ادبي فنونو او شعرونو کښې ماهر ؤ. هغه د دی باوجود چې د عبادت، زده کړی او د قرآن تعلیم او تلاوت سره مینه لرله، له اجتماعي چارو څخه هم غافل پاتی نه شو. له ابو حاتم څخه پریمان آثار په یادګار پاتی دي چې اعراب القرآن او اخلاق الانسان ته پکښې اشاره کولی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۱ کاله وړاندې د دولس سوه نهه نوېم هجري قمري کال د رجب په یویشتمه نیټه، یولوئ عالم آیت ا... صدرالدین صدر د عراق په کاظمین ښار کښې وزیږید. هغه د ماشومتوب وخت له تیرولو وروسته، د خپل زیږنځائ له استازانو څخه ادبیات او وروسته یې ریاضیات زده کړل او وروسته د خپلو دیني زده کړو د تکمیلولو لپاره د نجف علمي حوزی ته ولاړ اود خپلو دیني زده کړو تکمیلولو ته یې مخه وکړه تر دی چې د اجتهاد مقام یې ترلاسه کړ. آیت ا... صدر په دوه دیرش کلنۍکښې  د ایران په

ختیځ کښې مشهد ښار ته ولاړاو تر دیارلس سوه اته څلویښتم هجري قمري کاله په دغه مقدس ښار کښې پاتی شو او وروسته عراق ته ستون شو. د آیت ا... صدر له تالیفاتو څخه مختصر تاریخ الاسلام ته اشاره کولئ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۸۰ کاله مخکښې د ۱۹۳۹ میلادی کال د مارچ د میاشتې په ۲۸ نیټه په اسپانیا کښې کابو د دوه نیمو کالو جنګ وروسته د جنرال فرانسیسکو فرانکو په مشرۍ سلطنت غواړی پر جمهوریت غواړو برلاسی شول او د دغه هیواد پلازمینه مډریډ ښار یې ونیوه.

په اسپانیا کښې ناارامی هغه مهال پیل شوه چې د دغه هیواد ظالم باچا دیارلسم الفانسو د جمهوری غواړو تر دباو لاندې استعفا ورکولو ته مجبور شو او په اسپآنیا کښې جمهوری حکومت جوړ شو. خو څه موده پس د جنرال فرانکو په مشرۍ د دغه هیواد پوځیانو د سیاسی او اقتصادی ګډوډیو په پلمه د جرمن نازی او ایټالیایی فاشسټ په مالی او تسلیحاتی ملاتړ سره له جمهوریت غواړو سره جنګ پیل کړ او جمهوری غواړی له ځینو اروپآیی هیوادونو د مرستې له ترلاسه کولو سره سره ونه توانیدل چې د سلطنت غواړو په وړاندې مقاومت وکړی. د جمهوری غواړو له ماتې وروسته جنرال فرانکو قدرت ترلاسه کړ او ۳۶ کاله یې پر اسپانیا ظالم او ځپونکی نظام واکمن کړ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۸ کاله پخوا د ۱۹۴۱ میلادی کال د مارچ د میاشتې په ۲۸ نیټه انګریز لیکوالې ورجینیا وولف ځان ووژه.

هغه په ۱۸۸۲ کال کښې زیږیدلې وه او له ماشومتوبه وتوانیده چې د خپل پلار له شخصی کتابتون او معلوماتو چې یو ادبی لیکوال او منتقد و، ګټه پورته کړی. وولف ډیر زر لیکنه پیل کړه او د (میرمن ډالووی) ، (څپې) او (د سمندری فانوس په لور) په شان کتابونه یې ولیکل خو د هغې روانی یا نفسیاتی ناروغۍ چې په ځلمیتوب کښې پرې اخته شوې وه، کله کله د هغې د کار مخه نیوله. دغې انګلستانۍ لیکوالې بلآخره د همدغې ناروغۍ له امله ځان وژنه وکړه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۲۱ کاله وړاندې د ۱۳۷۷ هجری لمریز کال د وری د میاشتې په اتمه نیټه ستر فقیه آیت ا... سید جواد حسینی شاهرودی وفات شو. آیت ا... سید جواد حسین آل علی شاهرودی په ۱۳۰۸ لمریز کال کښې په نجف اشرف کښې د علم، تقوا او فضیلت په یوې خاونده کورنۍ کښې دنیا ته راغی.

هغه د دینی او ابتدایی علمونو سریزې له خپل پلار او نورو استاذانو زده کړې او بیا د حضرات آیات سید محمد شاهرودی او سید ابوالقاسم خویی د فقهې او اصولو په درسونو کښې یې ګډون وکړ.

آیت ا... آل علی شاهرودی د فتوا ورکونکې کمیټې غړی او د حاج آیت ا... العظمی سید محمود شاهرودی د دفتر او بعثې مسئول و او بیا د هغوی زوم هم شو. هغوی په ۱۳۵۴ لمریز کال کښې په عراق کښې پر استوګنو ایرانیانو باندې د بعث حکومت د دباو په وجه کویت ته کډه وکړه او د دینی شعایرو درنښت او تبلیغ او تدریس او د جوماتونو او مدرسو جوړولو ته یې مخه کړه.

آیت ا... شاهرودی په ۱۳۷۰ کال کښې په تهران کښې استوګن شو او یو مجهز او سنبال روغتون یې جوړ کړ. د دغه بزرګواره عالم ځینی تالیفات چاپ شوی دی چې پکښې د ځینو نومونه په دا ډول دی: په دوو ټوکو کښې المُحاضرات فی التاریخ و الحدیث، الامام المهدی و ظهوره، آدابُ الحرمین او داسې نور.

دغه بزرګواره عالم بلآخره د ۱۳۷۷ لمریز کال د وری د میاشتې په اتمه نیټه په ۶۹ کلنۍ کښې وفات شو او د قم په مذهبی ښار کښې د حضرت معصومه(س) د پاک حرم په انګړ کښې خاورو ته وسپارل شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه