Jul 09, 2019 13:16 Asia/Kabul

p-677- naml-ayaat-1-5 د نمل سورې له وړومبي نه تر پنځم پورې آیتونو ترجمه او تفسیر

p-677- naml-ayaat-1-5

د  رحمت د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم او دهغوي د اهل بیتو په پاکو ارواوو په درود او سلام سره  د قران د پلوشو له یوې بلې  برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو  د خدای په مهربانۍ تر دې ځایه مو توفیق ومونده چې د شعراء د مبارکې سورې  ترجمه ، روان او اسان تفسیر درته وړاندې کړو ، سره له ننه د قران مجید اوه ویشتمه سوره درته پیلوو چې نمل نومیږي .

د قرآن مجید د ځینو سورو نومونه په طبیعي شیانو یا حیواناتو ایښودل شوې  دا سوره هم  له هغو ده . د نمل مطلب دی « میږي» او دا سوره ځکه نمل نومول شوې چې په اتلسم ایت کې د سلیمان د لښکر د تګ په وخت د  میږو خبرې ته پکې اشاره شوې ده .

طا، سین،دا د قران او د روښانوونکي کتاب ایتونه دي

 چې د مومنانو لپاره د هدایت او زیري (سبب) دي.

داسوره د قران د نورو اته ویشتو سورو په شان  په مقطعه حروفو سره پیل شوې  او دهغو په شان د قران د عظمت خبره کوي . قرآن هغه کتاب دی چې  له همدغو ساده حرفونو چې هر څوک ورته لاسرسی لري جوړ شوی  دی .  خو هیڅ بنده دا توان نه لري چې د هغې په شان حتی یو سوره هم راوړي.

دد غه کتاب ایتونه روښانه او روښانوونکي دي او حق له باطله څرګندوي .  دا کتاب د ټولو خلکو د هدایت لپاره راغلی دی خو طبیعي ده  هغه کسان ورځنې فایده اوچتولی او سعادت ته رسیدلی شی چې ورباندې ایمان راوړي او حقیقتونه یې ومني . دا ایتونه د لوی خدای خبرې دي.

هغه ایتونه چې په پیغمبر نازل شوې دوه نومونه لري  یک  « قرآن»   له دې امله چې پيغمبر دغه ایتونه خلکو ته لولي. او بل « کتاب» له دې امله  چې  خلکو ته د دغه ایتونو له لوستل کیدو وروسته د پيغمبر دځینو اصحابو له خوا  لیکل کیدل .

درسونه :

۱:  په ټولنه کې د پيغمبرانو کار او حرکت یو فرهنګي حرکت و چې له قرائت او کتابت یعنې لوستنې اولیکنې سره یو ځای  و او  له باطله د حق د جدا کولو او روښانه کولو په اساس دی.

۲: د قران ځینې ځانګړتیاوې  دا دي چې لیکل شوی ، روښانه کوونکی ، هدایتوونکی او  زیری ورکوونکی دی .

۳: انسانانو ته واقعي زیری  دحق او حقیقت په لور د هغوی په هدایت کې دی.

هغه کسان چې لمونځ قایموي او زکات ورکوي او هم هغوی  په اخرت یقین لري.

بې شکه هغه کسان چې په اخرت ایمان  نه لري ، د هغوي کړه د هغوي په نظر کې  ښکلې بریښووو. له دې امله سرګردانه او حیرانه دي .

هغوی هغه کسان دي چې ورپاره بد (او دردناک) عذاب دی او هغوی په اخرت کې تر ټولو زیات تاوان لیدونکي دي.

د تیرو ایتونو په دوام کې  اول خدای د  مومنانو ځانګړتیاوې بیانوي  دوه  عملي ځانګړتیاوې او یوه فکري ځانګړتیا. د لمونځ قایمول  او دزکات ورکول ، د مومنانو دوه ښکاره او  څرګندې ځانګړتیاوې دي  او هر څوک  چې په دې کې یو  خصوصیت  هم ونه لري  د خپل ایمان په ادعا کې به رښتیني نه وي . خو هغه څه چې تر لمانځه او زکات زیات مهم دي  له مرګه وروسته په نړۍ یعنې په اخرت ایمان دی   چې که څوک پرې ایمان ونه لري  د دنیا په خوندونو او جلوو اخته کیږي  تر دې چې ددنیا له مال او  خوندونو سره د  مینې په وجه  داخرت انکار کوي او دخدای لپاره کوم کار نه کوي.

طبیعي ده چې  څوک په اخرت ایمان ونه لري  بد او بدرنګ کارونه به ورته ښکلې ښکاري او ورپسې به ځي  هغه کارونه چې د قیامت سخته سزا له ځان سره لري.

د قران په مختلفو ایتونو کې دې ته اشاره شوې ده چې شیطان بد او سپک کارونه انسان ته ښکلې  بریښوي  خو یوازې په دې ایت  او د قران په یو بل ایت کې د انسان په نظر کې د بدو کارونو ښه بریښول د خدای کار بلل شوی دی . دا ښایي له دې امله وي چې خدای تعالی دا ځانګړتیا د انسان په وجود کې ایښې چې  دهر کار تکرار دهغه په  فطرت اثر کوي او ورو ورو یې شخصیت بدلوي.

کله چې انسان یو سپک کار وکړي  ورو ورو د هغه قباحت او بدي د انسان له نظره کمیږي  او ورباندې روږدې کیږي تر دې چې بیا  خپل سپک کار توجیهوي  او که همدا بهیر جاري پاتې شي  نو  ورو ورو خبره دې حد ته رسیږي چې  خپل بد عمل ورته ښه  ښکاري او نور هم هغه ته بلي.

داسې انسان په دې خیال سره چې  نیک کار کوي  خپل بد کارونه نور هم  زیاتوي . البته  په دغه لاره کې چې دهغه کوشش څومره زیات وی  د حق له لارې غړیدل او  په بې لارۍاخته کیدل یې هغومره زیاتیږي  تر دې چې دعمر سرمایه یې ضایع شي او په قیامت کې ځان له ډیرو زیانمنو کسانو ویني.

درسونه :

۱: د اسلام یو امتیاز دا دی چې له خدای سره اړیکې یې له خلکو او بیوزلانو سره د اړیکو په څنګ کې راوستې دي.

۲:  په ښو یا بدو کارونو روږدې کیدل  د انسان د کارونه طبیعي او قهري نتیجه ده  او که دا قانون  او الهي دود په سمه لاره کې  ونه کارول شي  انسان  په نه جبرانیدونکو  تاوانونو اخته کیږي.

۳:  که په قیامت ایمان ولرو  له ډیرو کارونو به چې مونږ ته  ښه ښکاري لاس واخلو . په دې بڼه کې به  نو دخدای په تعلیماتو عمل کوو او غیر الهی ارزښتونه به نه منو . بیا به نو لغړتوب  د تمدن نښه  او اسراف او تجمل ګرایي  د شخصیت نښه نه ګڼو . همداراز زمونږ له نظره د حق او باطل معیار  شخصي یا ملي ګټې نه دي.

۴: د قیامت انکار  او نه یې منل د  انسان لپاره ډیر لوی تاوانه له ځان سره لري.

پای .