ایران د اونۍ په هینداره کی
هغوی وفرمایل د اسلام له نظره د هیواد یوازې شتمن کیدل مطلوب ندی بلکی د اقتصادی پرمختګ هدف د اجتماعی عدالت تامینول او د بی وزلۍ جرړه ویستل دی کنی د امریکا په شان د پرمختللیو هیوادونو په شان به شو چی کمزوری پرګنې هماغه راز ژور مشکلات لری .
د اومو تیلو له صادراتو سره د اړوند والی ختمول او د اقتصاد پرمخ وړونکیوعواملو ته پام چی د نورو برخو د حرکت اله کیدلی شی ، هغه مهمې موضوګانی دی چی د رهبرۍ د ستر مقام په ویناو کی ورته اشاره شوی ده .
له هغو پام وړ اقداماتو سره سره چی په تیرو څو لسیزو کی ترسره شوی دی ، تراوسه د هیواد د عایداتو ستره برخه د تیلو په خرڅولو پورې اړونده ده او د اومو موادو خرڅول هماغه راز د ایران د اقتصاد لپاره یو ه کمزورتیا حسابیږی . د رهبرۍ ستر مقام په دې زمینه کی وفرمایل ، هماغه راز چی په ځلونو ویل شوی دی له پوهانو او صنعت ګرانو په استفادی سره د ګازو او تیلو په اوسنیو محصولاتو سربیره په راتلونکی کی نورو تولیداتو او ترکیباتو ته ورسو چی د هغو صادراتی ارزښت د اومو تیلو څو برابره وی .
هغوی وفرمایل د اسلام له نظره د هیواد یوازې شتمن کیدل مطلوب ندی بلکی د اقتصادی پرمختګ هدف د اجتماعی عدالت تامینول او د بی وزلۍ جرړه ویستل دی کنی د امریکا په شان د پرمختللیو هیوادونو په شان به شو چی کمزوری پرګنې هماغه راز ژور مشکلات لری .
««««««««««««««««««««««««««
تیل د یوه سټراټیجیک محصول په توګه په صنعتی پراختیا کی مهم او سټراتیجیک رول لری ، په حقیقت کی درست هیوادونه که هغه تیل لری یا نلری ، هڅه کوی د دغه صنعت د پراختیا په لړ کی ضروری اقدامات عملیاتی کړی .
د اقتصادی مسلو کارپیژاندې محمد رضا بهرامن د تیلو په اومو خرڅولو متکی اقتصاد تاوان ته په اشاری سره وایی د مقاومتی اقتصاد د بیلګه ګرځولو او د داخلی تولید د توان زیاتولوپه بڼه کی له اقتصادی ټکانونوسره په مقابله کی د هیواد اقتصادی مشکلات او تاوان لیدل تر ممکنه حده کموی .
د رهبرۍ ستر مقام د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۰ کلیزې په مناسبت په یوې مهمې او سټراتیجیکی بیانیې کی یادونه وکړه چی اسلامی انقلاب او له هغه راوتلی نظام له صفر بیل شو خو له ډیرو مشکلاتو سره سره اسلامی جمهوریت ورځ په ورځ محکم او ا وچت ګامونه پورته کړل . دغه څلویښت کاله په اسلامی ایران کی د سترو جهادونو ، ځلانده ویاړونو او حیرانونکیو پرمختګونو شاهدان یو .
دغو حقیقتونو ته په پام سره ، هغوی چارواکو ته په خطاب کی زیاته کړه ، امریکا ، اروپا او حتی پخوانی شوروی په دغو څلویښتو کلونو کی هر هغه اقدام چی اسلامی جمهوریت پرضد یې ترسره کولی شو ، ترسره کړ ، خو نتیجې ته ونه رسیدل . البته زحمت ، ازار او اذیت یې رامینځته کړ خو نه توانیدل د اسلامی نظام د پرمختګ او حرکت خنډ شی .
د انقلاب معظم لارښود جوته کړه دښمن هیڅ نشی کولې او د ایران د اسلامی جمهوریت دوهم څلویښت کلونه به په پریکنده له لومړیو څلویښتو کلونو زمونږ لپاره بهتر او دښمنانو لپاره بدتره وی .
د رهبرۍ ستر مقام په خپلو ویناو کی همداراز د کشمیر موضوع ته هم اشاره وکړه او د دغې سیمې د مسلمانانو په وضعیت یې د خپګان په څرګندولو سره وفرمایل مونږ د هندوستان له حکومت سره ښې اړیکې لرو خو د نوی ډیلی له حکومت څخه هیله او تمه دا ده چې د کشمیر د شریفو خلکو په وړاندې له انصاف څخه ډک سیاست غوره کړی او ددغه سیمې دمسلمانانو پرضد زور ونه کارول شی .
د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ددغه سیمې اوسنی حالت او په دې زمینه کښې د هندوستان او دپاکستان اختلافات دهند له وچې څخه د وتلو په وخت د خبیث انګلستان د اقداماتو نتیجه وبلل او زیاته یې کړه برتانیه والو په کشمیر کی د نښتې د دوام لپاره په عمدی ډول په دغه سیمه کی دا زخم پریښودلی دی .
«««««««««««««««««««
د ایران په تیره اونۍ کې پروګرام د ایران د څو نورو پیښو په جاج سره پرمخ بیایو .
د ایران خارجه وزیر تیره اونۍ دریو اروپایی هیوادونو ته د سفر په لومړي پړاو کې د یوه سیاسی پلاوی په مشرۍ د فنلیڼد پلازمینې هلسینکی ته ولاړ .
ظریف د سیمې د مسلو په اړه د فنلینډ ، سویډن او ناروی له چارواکو سره خبرې اترې ضروری وبللې اوجوته یې کړه چی نن د ایران سیمه ایز شرایط ځانګړی دی او باید په دې زمینه کی پراخې سلا و مشورې ترسره شی .
ظریف دې ته په اشارې سره چی څو کاله مخکې یې هم هلسینکی ته ته سفر کړی او په فارس خلیج کی یې د سیمه ایزو خبرو اترو د ټولنې طرحه مطرح کړی ده ، وویل فنلینډیان تل له دغو موګانو سره دلچسپۍ لری .
«««««««««««««««««««««
اسلامی ایران په فارس خلیج کی د خپلې امنیتی ستراتیجۍ په اساس چی په پراخ سیمه ایز امنیت ټینګار لری ، له سیمې وراخوا هر ډول امنیتی مداخلې سره مخالف دی .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی له خپل فرانسوی هم څنګ ماکرون سره په خپل وروستی ټیلی فونی تماس کی ټینګار وکړ ، اسلامی ایران تل په فارس خلیج ، هرمزاوبلارې او عمان سمندرګی کی د کشتۍ چلونې د ازادی او امنیت اصلی تامینونکی دی او په راتلونکی کی به هم وی .
اسلامی ایران دنړیوالو حقوقو ، قواعدو او اصولو په اساس په هرمز تنګی کی د هر ډول اقدام او امنیتی کړچار د غوره کولو وړتیا لری او خپل دفاعی او امنیتی وسونه یې د هر ډول ګواښ په وړاندی د ځواب په اساس تعریف کړی دی .
«««««««««««««««««««««««
تیلی احصاییې د دغه حقیقت ښودنه کوی چی د دنیا د تیلو ثابت شویو په درو کی دوې برخی او د نړۍ د طبیعی ګازو په څلورو کی یوه برخه ګاز په فارس خلیج سیمه کی دی .
په سیمه کی د امریکا شتون تل په سیمه کی د بی ثباتۍ د رامینځته کولو او خپرولو په لړ کی دی او دغه حقیقت د امریکا په کړنو کی ډیره ښه لیدلی شو .په هرمز اوبلاره کی د امریکا د غیر ضروری پوځی ایتلاف جوړول دغه حقیقت ډیر ښه جوتوی . په حقیقت کی د امریکا لاس وهونکی سیاستونو درسته سیمه په خطرې کی اچولی ده او دس یمې هیوادونه هم باید د دغه ګواښ په وړاندی ځیر ووسی .
ایران په هرمز تنګی او فارس خلیج کی ستر قدرت دی او د امنیت تامینول او کشتۍ چلیدانې ازادی د ملی امنیت په زمینه کی د ایران د ګټو مهمه برخه ده او هیڅوک له ایران پرته په دغو اوبو کی امنیت نشی تامینولې . دغه موضوع دریو اروپایی هیوادونو ته په سفر او همداراز په پاریس کی د فرانسې له چارواکو سره د ظریف په خبرو کی بیان شوی دی .
اسلامی ایران په کلکه باوری دی چی د سیمې هیوادونه او هغه هیوادونه چی تجارتی ګټې یې په فارس خلیج او هرمز تنګی سره تړلی دی ، ثبات ته اړتیا لری او دا د یوه ګډ هدف د درلودلو په معنا دی ، نو ځکه ثبات او د ګټو تضمین باید د ټولو لپاره وی . د ایران خارجه وزیر په دې زمینه کی ویلی دی مونږه د سیمې د درستو هیوادونو او همداراز هغو لپاره چی زمونږ سیمې پورې تړلی دی د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره چمتو یو .
«««««««««««««««««
په سیمه کی د پردیو شتون د فارس خلیج د سیمندری تجارت د چابیریال د امنیتی کولو او د سیمې په عربی هیوادونو د میلیارډونو ډالرو د وسلو د خرڅولو زمینه جوړونکی دی چی له جنګ او د سیمې د هیوادونو ترمینځ د بی باورۍ له رامینځته کولو پرته بله نتیجه نده درلودلی . خو ایران خپل امنیت د د سیمې په امنیت کې ګوری . په همدې لړکی تهران تیره اونۍ د یمن د کړکیچ د سیاسی حل په هکله د څو اړخیزې غونډې کوربه وو .
د تهران ګډه غونډه د انګلستان ، فرانسې ، جرمنی او ایټالیا د استازیو او د د یمن د انصار ا... غورځنګ د پلاوی په شتون سره ترسره شوه .
د تهران په غوڼډه کی د یمن د انسانی وضعیت ، میدانی او سیاسی موضوګانو په شمول د یمن د بدلونونو په هکله بیلا بیلې لیدتوګې مطرح او د کړکیچ د اواری لپاره د سیاسی لارو چارو د وړاندی او د جنګ د سملاسی بندولو په ضرورت ټینګار وشو .
پای