Sep 25, 2019 12:51 Asia/Kabul
  • کور او کورنۍ

کورنۍ د ټولنې د جوړولو لومړنۍ خښته ده او د ټولنې بریالیتوب د هغې په ثبات او پیاوړتیا کی دی . دغه سپیڅلی مرکز به هغه وخت د دې توان ولری چی د ټولنې په لوړتیا او پرمختګ کی رول ولری چی پیاوړې اساس ولرلې شی

کورنۍ د ټولنې د جوړولو لومړنۍ خښته ده او د ټولنې بریالیتوب د هغې په ثبات او پیاوړتیا کی دی . دغه سپیڅلی مرکز به هغه وخت د دې توان ولری چی د ټولنې په لوړتیا او پرمختګ کی رول ولری چی پیاوړې اساس ولرلې شی . په دې اړه د ټولنې برلاسه بیلګې د ژوند د سټراټیجیو ، د اصولو د موندلو او پیژندلو لپاره ډاډمنه سرچینه ده  اوله هغو پیروی کول د کورنۍ د ثبات او پیاوړتیا سبب کیږی . ومو ویل چی حضرت امام علی ع او حضرت بی بی فاطمه س  د یوې برتره قرانی کورنۍ یوه اوچته او ښکاره بیلګه ده او د هغوی د بریالی ژوند ځینې بیلګی مو یادې کړې .

د دغو دو جوړو تربیتی کړچار د دغې کورنۍ له ځانګړو امتیازاتو دی . حضرت بی بی فاطمه الزهرا س له ماشومتوبه  له ادب او تواضع ډک کړچار درلود . له خپل پلار بزرګوار سره د هغو رابطه ډیره صمیمانه  او له مینې او محبت ډکه وه ، خو دغه نږدی والی د بیغمبر اکرم ص په نسبت د هغو د درناوی او تواضع خنډ نه کیده . نقل شوی دی چی حضرت فاطمه الزهرا س فرمایی  کله چی په پیغمبر ص ایت نازل شو (هغه په نوم سره مه مخاطب کوئ )د پیغمبر اکرم هیبت رباندی دومره وو چی هغو ته مې یا پلاره ونه ویلې شول  بلکی هغو ته مې یارسول ا... وویل ، څو ځله می همدغسې هغو ته وویل او هغو ځواب رانکړ ، بیا یې وفرمایل ، ای لوری دا ایت د تا او د تا د کورنۍ په اړه ندې نازل شوی ، تا له ما یې او زه له تا یم ، تا یا پلار (یا ابه ) وایه ځکه چی زما لپاره ګران او خوښ اوپالونکی لپاره رضایت بخښونکی دی .

««««««««««««««««««««««

په شیعیانو کی  د حدیث کسا په نوم له حضرت بی بی فاطمه الزهرا س یو خاص متن روایت شوی دی . دغه حدیث د پیغمبر اکرم او د هغو د پاکو اهل بیتو  په فضیلت  کی  راغلی او د دغې قرانی کورنۍ د کړچار ښکلاو ښودونکی دی . د حدیث کسا پیښه د خدای د ګران رسول بی بی ام سلمه  په کور کی شوی ده . له حضرت بی بی فاطمه الزهرا س روایت دی ،

یوه ورځ رسول ا... مبارک زمونږ کور ته راغله او ویې فرمایل ، اسلام علیک یا فاطمه ، ومې ویل و علیک السلام ای پلاره ، ویې فرمایل ، زه په بدن کی د کمزورتیا او ستړیا احساس کوم ، عرض می وکړ  ای پلاره د تاسو ستړیا او کمزورتیا خدای ته سپارم   ، ویې فرمایل ، ای فاطمه یمنی چادر راوړه او ما پکې پټ کړه ، چادر می راوړ او نبی مکرم ص می پکې پټ کړ ، د هغه حضرت نورانی څیرې ته په لیدلو بوخته شوم چی د څوارلسمې سپوږمۍ په شان ځلیده ، لږ وخت نه وو تیر چی زوی حسن ع راورسید او ویې ویل السلام علیک یا مورې ومې ویل علیک السلام ، ای د سترګو توره او د زړه میوې ، ویې ویل ای ګرانې مورې د تاسو له لوری ډیر ښکلی بوی راځی لکه چی زما د نیکه  رسول ا... مبارک بوی وی ، مې ویل هو د تاسو نیکه هغه چادر لاندې دې ، حسن ع له پیغمبر اکرم ص اجازه وغوښته چی هغه هم چادر لاندې ورشی ، پیغمبر د هغو سلام ته ځواب ورکړ او ویې فرمایل ای زما بچیه او ای زما د حوض خاونده تا ته مې اجازه درکړه ، حسن علیه سلام کسا یا چادر لاندې ورغله ، له یوط شیبې وروسته په همدې ډول حسین ع راغله او سلام یې وکړ پیغمبر وفرمایل و علیک السلام ، ای زما بچیه او ای زما د امت شفاعت کونکیه ، تا ته مې اجازه درکړه ، حسین ع هم په هغه چادر کی ورداخل شو ، په دې وخت کی حضرت علی ع راورسید او ویې ویل السلام علیک یا فاطمه ، ای د خدای د رسول لورې ، ومې ویل و علیک السلام یا ابوالحسن او یا امیر المومنین ، ویې فرمایل زه له تاسو ډیر ښکلی بوی احساسوم لکه چی ورور او تره زوی رسول ا... مبارک دی ، ومې ویل هو هغه حضرت دی چی د تاسو له بچیانو سره چادر لاندې دې ، علی ع د کسا یا چادر په لور لاړ او اجازه یې واخیسته د خدای رسول ص هغو ته هم اجازه ورکړه ، بیا ما خپله اجازه وغوښته ، رسول ا... مبارک ما ته هم اجازه راکړه ، بیا له دې وروسته چی مونګه پینځه تنه چادر لاندې راغونډ شو، نو پیغمبر اکرم ص  هغه چادر له دوو طرفو ونیوه او په ښی لاس یې د اسمان په لور اشاره وکړه او خپلو اهل بیتو لپاره یې اشاره وکړه ، په دې وخت وو چی د پیغمبر اکرم ص او د هغه حضرت د اهل بیتو په شان کی ایه تطهیر نازله شوه .

««««««««««««««««««««

دغه حدیث د پینځو مهمو دینی شخصیتونو ښودنه کوی چی هر یو پکې د اسلام په برخلیک او د اسلامی نړۍ په تاریخ کی ډیر مهم او اغیزمن دی . د هغو پیوستون په یوې کورنۍ کې شوی دی . په دغه حدیث کی  مهم ټکی د یوه بل په نسبت د کورنۍ د غړیو ادب ، تواضع او کړچار سبک دی . هغو داسې کورنۍ ده  چی درې نسلونه پکې ژوند کوی . فاطمه س د لومړی او دوهم نسل ګنډونکی ده . هغه د دې په ترڅ کی چی میرمن ده ، د خپل پلار او خپلو بچیانو مور هم ده . نیکه (پیغمبر اکرم ) په دغه ټول کی د خپل شخصیت د عظمت او سیاسی سلطې په دلیل مهم ندې ، هغو د عاطفی او داخلی عشق له نظره د ستاینې وړ ګرځی .

د کور میرمنه د یوې لور په توګه پلار په هیمشنی مهربانۍ سره له کمزورتیا لوی خدای ته سپاری  او دمور په توګه خپل بچې زما زویه ، د سترګو توره  او د زړه میوه بولی  او نیکه خپلو لمسیان ، زما بچیه ، د امت شفاعت کونکیه په عنوانونو سره مخاطب کوی او خپل داماد ، ورو ، وصی ، ځای ناستې ، بیرغوال نوموی . خپله لور فاطمه هم زما لورې ، زما د بدن ټوټې ، بولی او خدای تعالی ته وایی د دوی غوښه زما غوښه او د دوی وینه زما وینه ده .

دغې کورنۍ د سړی واکۍ له پړاوه واټن نیولی دی . د کور سړې د کور میرمنې ته سلام کوی او بیا کور ته داخلیږی . نیکه خپله لور د تن یوه برخه بولی او کار په هغه ټاټوبی کی کیږی چی تراوسه پکې لوڼې د خپلو بی رحمه پلارانو په وسیله ژوندی په قبر کی خښول کیږی . د دغې کورني بل اړخ هغه  ادب او احترام دی چی د کورنۍ غړی د یوه بل لپاره لری  .د ماشومانو سلام او اجازې غوښتل د دې لپاره چی د خپل نیکه په غوږ کی پریوځی او د کورنۍ د سړی او میرمنې اجازې غوښتل چی  د کورنۍ د پلار په څنګ کی ورشی ، دا ټول د دغه احترام او درناوی بیلګې دی . په یقین سره که د دغې کورنۍ غړی له دغه کړچاری سبک پیروی وکړی ، نو له ډیرو تاوانونو او ګواښونو تیریږی  ، د کورنۍ ګرم مرکز پیاوړې کوی او ټولنه به  هم د سالمو ، رغنده اودښو اخلاقو لرونکیو وګړیو له شتونه ګټه پورته کړی .

««««««««««««««««««««««««««««

حضرت امام علی ع فرمایی دنیا دوه ورځ ده یوه ورځ له تا سره او بله ورځ د تا پرضد ، هغه ورځ چی له تا سره ده کبر ونکړئ او هغه ورځ چی تا پرضد ده ناهیلې نشئ  ځکه چی دواړه پاې مومی .

کله چی خپل بچی سره یو ځای په لاره پلی روان وو ، کله کله ټیټ شو اود خلکو له لارې کاڼی اوچت کړو . او که ماشوم دې وپوښتل چی  ولې دې دا کار وکړ نو ورته دا سپینه کړئ چی په دې خاطر یې دا کار وکړ چی څوک پرنوځی . دا هم ورته ووایو چی هغو کیدلې شی هیڅ وخت پوهه نشی چی چا یې له لارې کاڼي اوچت کړی دی  تر څو له هغه مننه وکړی ، خو ټول کارونه ضروری نده چی د نورو د  مننې لپاره ترسره کړو . بی توقع مهربانی کول زده کړئ او خپلو بچیانو ته هم ورزده کړئ . داسې نه وی چی ورځې ، میاشتې او کلونه راشی  او ته همیشه په ته وی چی نور درسره ښه وکړی اوپخپله یوازې د کوم څیز په بدل کی هغه ته خیر ورسوئ ، کله کله په پټه د خپلو بوډاګانو بالخت لاندې پیسې کیږدوئ او اجازه ورنکړئ چی هیڅکله پوهه شی که چی تا دا کار کړی دی . خو کله کله خپل بچی ته ووایه چی څه دې کړی دی ، تر څو یاد کړی ، تر څو پوهه شی چی ښه کول دی له دې پرته چی کومه تمه او ځواب حتی مننه ولرلې شی . ځکه چی خدای شته چی ویلی یې دی یوازې زما لپاره ..... زړونه د دغو بی تمو مینو ته اړمن دی .

پای  

 

ټیګونه