Dec 14, 2019 13:19 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره نومې اونیز پروګرام له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې په تیرې اونۍ کې د ایران ځّینو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او بیا مو هم رابولو تحلیلي برخې ته،نو ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .

*/*/*/*/*/    د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ګډ کمیشن  د مرستیال خارجه وزیرانو  غونډه.*/*/*/*/*/*/   د نړیوالې ایټمي موافقې د ژمنو په پوره کولو کې د لویدیځ  دوه ګوڼی چلند او لټي */*//*/*/ د عربستان د آرامکو تیلی تاسیساتو په باب د ملګروملتو د کمیشن خصوصي راپور */*/*/*/      او عمان سمندر او خلیج فارس سمندری  حدودو کې د اسلامی ایران  جیو پولیټيک موقعیّت ،  دا په تیرې  اونۍ کې د ا یران  ځيني مهمې پيښې وې،چې په دې اړه مو اوس هم رابولوو،تحلیلي برخې ته */*//*//*//*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

   دوستانو تیره اونۍ  په ویانا کې د  ایران او ۴+۱ډلې  دغړو  هیوادونو د  مرستیال خارجه وزیرانو  په سویه  د جامعې نړیوالې ا یټمي موافقې د  ګډ کمیشن  غونډه ترسره شوه .

 د ایران مرستیال خارجه وزیر سید عباس عراقچي  ددغه ګډ کمیشن له ناستې وروسته  دخبریالانو په ټول کې ووئيل ، ددغه کمیشن درست غړي ،  دامریکا د یواړخیزو بندیزونو له سختیدا سره  سخت مخالف دي او ټينګار ئې  کړی ، چې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  له ګټو د ایران  له برخمنیدا پرته ،  دغه نړیواله موافقه دوام  نه شي د رلودلی .کم

Image Caption

 

         د ایران اسلامی جمهوریت د ۲۰۱۹ کال  دمئ په اتمه نیټّ ،یعني د له نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا دیواړخیز وتلو له یو کال وروسته او په دغې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  د ایران دګټو  دتضمین لپاره  د اروپا دوړاندیزي  لارو  چارو د ناکارندوالی په اثبات پسې فیصله وکړه ، ددغې نړیوالې ایټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ مادو په اساس  دنړیوالې ایټمي موافقې کې  دخپلو ژمنو ځيني برخې  وځنډوي . 

 اروپایانو  ا لبته سره له دې چې ،  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د ساتنې په زمینې کې  لټي کړې ، د ویانا غونډې له ترسره کیدا مخکې  له جامعې نړیوالې ایتمي موافقې  ورآخوا په یوه اقدام کې  توغندوي موضوع  یوه پلمه و ګرځوله څ و  په دې زمینې کې  د د ا یران دنیوکو ته ځواب ویونکي نشي .  د  ایران د اسلامی جمهوریت خارجه و زیر  محمد جواد ظریف د دغې موضوع په غبرګون کې  د اروپایانو دریځ دوه ګوڼی وبالۀ او په لویدیځي آسیا کې ئې د   یوازیني ایټمي سلاکوټ لرونکي  صهیونیسټي رژيم  د کرغیړنو او خطرناکو فعالیتونو په وړاندې  د چپتیا په دلیل  پر امریکا او اروپایانو سختې نیوکې وکړې .

          د ایران اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر محمد جواد ظریف  پخپل ټولنیز پیغام کې ددې خبرې په کولو سره چې  صهیونیسټ رژيم یو ایټمي توغندی آزمویلی دی  چې ټارګټ ئې ایران ؤ،لیکلی دي،درو اروپائي هیوادونو، یعني  انګلستان،جرمني ا و فرانسې هیڅکله هم  په لویدیځي آسیا کې  د یوازینیو ایټمي وسلو پر هغه سلاکوټ  هیڅکله هم شکایت نه کوي،چې په داسې توغندیو سنبال دی،چې و اقعا  د ایټمي خولیو د وړلو لپاره پلان شوي دي، خو  د ایران  په  دفاعي او  دودو وسلو لالهانده او غوسه دي . 

د صهیونیسټ رژيم  رسندویو د تیرې جمعې په ورځې  راپور ورکړی،ددغه رژيم امنیتی ادارې په پنجشنبې شپه د ایټمي خولیو د وړنې په اړتیا لرنې سره :یریحو ۴: ډوله  له مځکې په مځکه ویشتونکی لرواټنه توغندی آزمویئلی دی .  اطلاعاتي اورګانونه په دې اند دي چې  صهیونیسټي رژيم  له اتیا تر کابو څلور سوه  ایټمي خولۍ لري . دغه رژيم  نه یوازې  د خپلو غیر قانوني  ایټمي تاسیساتو د  پلټنې  اجازت نه ورکوي ، بلکې  داین پي ټړون ئې هم تر دې دمه نه دی لاسلیک کړی .

                   د ملګروملتو پلټونکو تیره اونۍ د سه شنبې په ورځې  له عربستانه د ستنیدا په وخت  په یوه راپور کې وئيلي  دي ،  په دې باب  هیڅ قانع کونکی دلیل اونښې نښانې،چې ایران د سعودي عربستان په تیلي تاسیساتو د حملې  عامل وي ،نه دي ترلاسه شوي .سازمان

Image Caption

 

د ملګروملتو  پلټونکو په د غه راپور کې روښانه کړې ده ، په دې باب د  واشنګټن او ریاض د چارواکو  ادعاګانې  چې  ایران د عربستان په تیلی تاسیساتو باندې  دحملې عامل ایران وي ، نشي تائيدولی .

 په دغې حملې کې  چې د یمن د پوځ اوولسی مبارزانو توغندوي یونټ  بې پیلوټه الوتکو په وسیله د عربستان  په بقیق او خریص چاڼځایونو چې د   آرامکو تیلی شرکت  برخې دي،شوي،ددغه تیلی تاسیساتو  کابو پنځوس فی صدي  تولیدات ئې  درولي وو . 

             د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف د آسه آن  ټولنې  د تاسیس  د دوه پنځوسمې کلیزې  په څنډې کې د خبریالانو په ټول کې  د آرامکو په تاسیساتو په حملې کې د تهران د لاسوهنې په باب د امریکا او عربستان تورونو ته په اشارې سره وئيلي،مونږ په ډاګه وئيلي دي،چې  امریکا ددې په ځاي  چې په  نورو په تپنو پسې شي،حقیقتونو ته په کتنې پسې دې شي،زه احساس کوم،د امریکا حکومت  غواړي،د مونږ دسیمې   ځیني وافعیتونه هیر کړي ،چې  اوس څلورنیم کلونه کیږي،د یمن بې څوکه او مظلوم خلک د بشریّت په ضدله ترټولو سختو جنایتونو کړییږي .دغه جنایتونه درستو نړیوالو موسسو او اورګانونو تائيد کړي دي .په یمن کې بچیان او   نوزیږي په تیرو څو کلونو کې د  آل سعود رژيم د بې آمانه  جنګي الوتکو او توغندیو په شیشت کې  ورغلي  او په ډير بوږنونکي ډول  وژل شوي دي . د یمن بې څوکه خلکو  بلاخره هم له خپل ځانه  دفاع کړې ده .

د امریکا هیل خپرونې  د یمن د بدلونونو په باب په همداوروستیو کې لیکلي دي ،  عربستان په یمن کې  بندون  ته رسیدلی دی  او  دیمن واقعي کیسه داسې  ده چې عربستان په دغه هیواد کې له پوځي پلوه  له سرخوږي سره مخامخ شوی دی .

                 دوستانو تیره اونۍ  د ایران د  اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندري ځواک قوماندان امیر البحر حسین خانزداي  پاکستان ته سفر وکړ .هغه په دغه سفر کې د پاکستان د پوځ دسمندري ځواک له قوماندان امیرالبحر ظفرمحمود عباسي سره پر کتنې سربیره،په کراجۍ کې د سمندري تاسیساتو کتنه هم وکړه .

د سیمې د هیوادونو په ګډون  سره دسمندري امنیت پیاوړتیا او د څواړخیو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو د بندرونو له ظرفیَته پر استفادې ټينګار   په دغه سفر کې د دواړو هیوادونو د  لوړپوړو پوځي  چ ارواکو د خبرواترو  چورلیزونه  وو .

  اسلامی ایران  په فارس خلیج او عمان سمندرونو کې له جیو پولیټيک موقعیّته برخمن دی او د شیانو د ټرانزیټ لپاره ځانګړي بندري،ریلي اودسړکونو  زیات ظرفیتونه لرونکی هیواد دی .

امیر البحر خانزادي  په دې زمینې  کې  له پاکستاني لوري سره د چابهار او ګوادر  بندرونو له ظرفیّتونو څخه د استفادې په باب  دخبرواترو خبر ورکړ او وې وئيل،دواړو لورو ټينګار کړی،چې  چابهار او ګوادر بندرونه  خاص جيو پولیټيک  ظرفیَّتونه لري او هیڅکله هم د یوه بل سیالان نه دي،ځکه ظرفیَتونه ئې جلا جلا دي .

            د   پاکستان دسمندری ځوک قوماندان هم په دې باب روښانه کړې ده،  ددغې لارې شتون  د اقتصادي  استفادې لپاره  ښه فرصت دی  او ایران  د ختیځ او لویدیځ  لپاره  ښه یوځای کونکی  مرکز دی .  ددغې لارې د اتحاد  او یوځای کیدا ټکی  د چابهار او ګوادر دوه بندرونه دي ، چې  د سیالۍ یا رقابت په ځاي رفاقت او ملګرتیا کولی او د دوه سمندري ځواکونه  په سمندر کې  یوه بل ته لاس په لاس کې ورکولی شي .د پاکستان دسمندري ځواک قوماندان ټينګار کړی،د دواړو سمندري ځواکونو د اړیکو سویه کافي نه ده او مونږ باید په دغې سیمې کې  خپل رول لوبول لازیات  پياوړی کړو .

             د اسلامی ایران خارجه وزیر تیره اونۍ ترکیه ته سفر وکړ .  محمد جواد ظریف په دغه سفر کې  چې  د ترکیې په استانبول کې  د  آسیا د زړه  د خارجه وزیرانو  په اتم کنفرانس کې  دګډون په خاطر ترسره شوی ،  په دغې غونډې کې پخپلې وینا  کې ، په سیمې کې د  امنیت اوسولې  په باب د  ایران لیدتوګه او  په افغانستان کې د  سولې اوپخلاینې  له ټينیګیدو سره  دمرستې لپاره د ایران هلې ځلې تشریح کړې .

د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې اونړۍ  د یوه اغیزشیندوهنکي هیواد په توګه تل  د سیاسی لارو چارو او خبرواترو له لارې  د افغانستان  پشمول د سیمې د ترینګلتیاؤ اوشخړو  په حل پسې  دی .

Image Caption

 

 جواد ظریف  د استانبول په غونډې کې  ددې خبرې په کولو سره چې ایران د  افغانستان د حکومت په مرکزیّت سره  د طالبانو پشمول د درستو سیاسی ډلو ټپلو په ګډون سره د افغانانو په مالکیّت او لارښونې سره د بین الافغاني  خبرو او د سولې  د بهیر ملاتړ کوي ، وئيلي دي ، باید هر هغه وسیله چې  د مونږ په اختیار کې ده ،  د بن د ۲۰۰۱کال د کنفرانس د بریاؤ  دساتنې اوپه تیره بیا   د هرډول سیاسی حل لارې د موندلو لپاره د یوې پیاوړي اډانۍ  په توګه د افغانستان د اسلامی جمهوریت  د اساسی قانون په چوکاټ کې د بریاؤ  د ساتلو  په اړه د سولې د بهیر د  آسانولو لپاره   استفاده وکړو . 

           د  ایران اسلامی جمهوریت د عمراني او اقتصادي مرستو اووخدماتو په  وړاندې کولو  سره او همداراز  د ښونې  اوروزنې او  د روغتیائي او درملنې له پلوه  له افغان کډوالو څخه د  څو لسیزو کوربتوب او  خدماتو په وړاندې کولو سره  په دې زمینې کې  په لوړه سویه  خپل رول لوبولی دی . ملګروملتو هم په کرتو   له افغانستان  سره د ایران د دغو هلوځلو  قدرونه اوستاینه کړې ده .

  اسلامی ایران  هماغه راز د افغانستان له حکومت او ولس سره  دمرستو لپاره  خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي  او دسولې لپاره د  خبرواترو په ډګر کې هم  له هغو ټولو لورو سره ددغې  موخې په ترلاسه کولو پسې دي،ملګرتیا ته تیار دی .

          د ایران د اسلامی جمهوریت د تهران د تربیّت مدرس پوهنتون  یو استاد او د بنیادي سلولونو  په حوزې کې  یو نامتو سائنس پوه  ډاکټر مسعود سلیماني  د تیرې شبنې په شپه بلاخره په امریکا کې له یوه کلني غیرقانوني بند او برمتګرۍ  زغملو وروسته د یوه امریکائی جاسوس ژائو وانګ  سره د مبادلې په یوه ډيپلوماټيک  بهیر کې  ایران ته راستون شو .

Image Caption
Image Caption

 

 د ایران د قضائي او امنیتی اورګانونو د موافقې او د ایران دملی امنیت د لوړې شورا له تصویب سره  په یووخت،هغه امریکائي ښاریز ژئو وانګ چې  د جاسوسۍ په جرم  په ایران کې د خپل محکومیت د پړاؤ شپې ورځې ئې تیرولې،په اسلامی نرمښت  او صفتونو سره  آزاد شو او  د سویټزرلینډ  د چارواکو  په مینځګړیتوب سره امریکا ته بیرته ستون شو .

            دوستانو د ۲۰۱۸کال داکتوبر په پنځه ویشتمه نیټه ډاکټر مسعود سلیماني دامریکا په شیکاګو هوائي ډګر کې ددغه هیواد دفیډرل پولیسو (ایف بې آئي)مامورانو ونیوۀ،په داسې حال کې  چې هغه په باؤري ویزې سره  د  امریکا خاورې ته وارد شوی ؤ .

 ایسوشي ایټيډ خبری آژانس په دې اړه په یوه راپور کې لیکلي،ډاکټر مسعود سلیماني  په دغه سفر کې نیّت درلود د  امریکا په مینه سوټا ایالت کې  په مایو مشهور کلینیک کې د  مغزو درګونو (بریّن همریج) د ناروغانو د درملنې  په باب د څيړنو نهائي مرحله  بشپړ کړي ، خو  کله ئې د شیکاګو په هوائي ډګر یعني د امریکا په خاورې ګام کیښود،نو د فیډرل پولیسو یا ایف بي آئي مامورانو  هغه د  ایران په ضد دامریکا د تجارتي بندیزونو  د خلاف ورزۍ  او ایران ته د باییالوجیکي  موادو دصادرولو لپاره د هڅې په تور وینوۀ او په ډير بوږنونکي او غیر انساني رودې سره ئې ترڅه دپاسه یو کال پورې بندي وساتۀ.

         دوستانو ایران د اونۍ  په هینداره کې نومې د اونیز پروګرام  د ننني مطلب وخت هم  همدومره ؤ نو تر بل وخت پورې  چې د ایران د اونۍ  د بدلونونو له بل مطلب سره ستاسو خدمت ته حاضریږو ،نو له تاسو هم اجازت غواړو .

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه