Jan 15, 2020 15:45 Asia/Kabul
  • ایراني شخصیتونه او نړیوال ویاړونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې د ایرانیوشخصیتونو او نړیوالو ویاړونو نومې د لړۍ له ننني دوه سوه نهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو .په دغه ننني مطلب کې د نولسمې میلادي پيړاو د نهمي قمري پيړۍ د یوه سترعارف،شاعر،لیکوال او متفکر نورالدین عبدالرّحمن جامي د ژوند او آثارو په باب درسره غږیږو، هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

   دوستانو که مو په یاد وي په تیر پروګرام کې موهم وئيلي  چې نورالدین عبدالرحمن جامي د نهمي قمری پيړۍ   او د پنځلسمې میلادي پیړۍ یو لوي شاعر،عارف او لیکوال دی .هغه په ۸۱۷قمری کال کې په خراسان ولایت کې  واقع  جام سیمې کې زیږیدلی ؤ . د جامي پلار نیکۀ په اصفهان کې ژوند کاوۀ چې بیا خراسان ته وکوچیدل  او  دجام په خرجرد  سیمې کې هستوګن  شول . د جامي پلار د عبدالرحمن جامي  له زیږیدا څو کاله مخکې  له خپلې کورنۍ سره هرات  ته تللی او  هلته دیره شوی ؤ .  جامي  خپلو زده کړو لومړني کلونه د جام سیمې په خرجرد  کې چې په هغه وخت کې  د هرات شاوخوا یوه مهمه سیمه ګڼل کیده ،تیر کړی او  له خپل پلاره ئې  د فارسي  او د عربۍ صرف او نحو  علمونه زده کړل . جامي  خپلې زده کړې  د ثمرقند او هرات  په نظامیو  کې  چې  دهغه مهال مهم علمي اوادبي مرکزونه شمیرل کیدل  ترلاسه کړي او په هغه وخت کې په عربی ژبې،د بلاغت،منطق او حکمت،ریاضیاتو او شرعي علومو په فنونو کې د وخت سرخیل شو.وروسته ئې عرفان سره لچسپي پيداکړه  او له نقشبندیه طریقت سره یو ځاي شو .عبدالرحمن جامي د علم او پوهې او دهغه عارفانه چلند او سلوک چې ئې درلود،د وخت دپاچایانو په نزد له ځانګړي مقامه برخمن  ؤ او  دخپل علمي،معنوي او ادبي مقام په سبب ،له دې مخکې چې  بوډا شي ، په هغو ټولو هیواد ونو کې چې  په هغه وخت کې فارسي ژبه پکې دود وه ، یعني له عثماني امپراتورۍ رانیولې د آسیا تر لوئې وچې  او هند براعظمګي پورې ډير مشهور  شو  او له خاص احترامه برخمن ؤ .

  عبدالرحمن جامي د ۸۹۸قمری کال د محرم  دمیاشتې په اتلسمه نیټه  په یو اتیاکلنې کې له نړۍ سترګې پټې کړې  او په هرات ښار کې  چې د ستر خراسان یو ښار شمیرل کید، د خپل استاد سعدالدین  کاشغري  د مزار ترڅنګ  خاورو ته وسپارل شو .په هرات کې د عبدالرحمن جامي قبردم ګړۍ په :تخت مزار : مشهور دی

Image Caption

 

           دوستانو لکه څنګه مو چې ووئيل،د عبدالرحمن جامي زمانه  دهنر او ادب  دغوړیدا له پلوه یو ځلیدونکی پړاؤ دی . خو نهمه قمري پیړۍ  له سیاسی  او ټولنیز پلوه کوم ځلانده او غوړیدونکی پړاؤ نشي ګڼل کیدلی .  د جامې  زمانه   یعني د نهمې قمري پيړۍ  پړاؤ تر دې دمه د مغولو د ورانکارې او ویجاړونکي حملې  بوږنونکي اوتراخۀ اړخونه  او پایلې په اوږو لري . د تیموري پړاؤ،د هیواد د سیاسی دړې وړې کیدا د دوام او دفکري خوځنده بهیرونو د نه شتون او همداراز د فیوډلي  او ملوک الوایفي نظام  حاکمیت  او  د یوه مرکزي اقتدار نشتوالي په دلیل،سیاسی او ټولنیزخپګانونه او  کمزورتیاوې هرې خوا خورې شوي وې .په دغه شان پيچلي او سربداله وضعیّت،بیلابیلې دیني، عرفاني او مذهبی  فرقې ،د هیواد دسیاسی  او اعتقادي،کلتوري او فکري وضعیّت تر ټولو ټاکونکي بهیرونه وو او د خرافاتو،دروغو او ارتجاع،د عبدالرحمن جامي د وخت کلتور او تفکر د ځوړتیا  او ګډوډیو په لور کاږۀ . په هرات ښار کې چې  د تیموري پړاؤ د ادب او هنر او صنعت مرکز شمیرل کید،یوه فکري ، سیاسی  او دیني ځواکمنو  او ځينو نورو کارنده عواملو ته ئې اړتیا درلوده او د تیمور او مغولو له پړاؤ څخه پیل شوي کلتوري او ټولنیزو ګډوډیو او ځوړتیاؤ هماغه راز دوام درلود. 

              د وستانو عبدالرحمن جامی  په هرات ښار کې د  خزانې  او ځلا په پړاؤ کې یو : معنوي سلطان : شمیرل کید او   د پاچا او وزیر په نظر کې  ،  او همداراز د اشرافو او سترو شخصیتونو  او د هغه ټاټوبي د ټولنیزو  پرګنو  په نزد یو لوړ او ممتاز شخصیّت  ګڼل کید.د سلطان یعقوب بیک آق قویونلو په ځواب کې د هغه له نصیحته ډکه قصیده  او جوته او روښانه لهجه  چې   هغه ته ئې په  خطاب کې  کارولې وه ،د هغه او  د پاچایانو او نورو چارواکو او شخصیتونو  په نزد،د شاعر  د منزلت ښودونکي ده .خو عبدالرحمن جامي   په دغه  درست اعتبار  او  منزلت سره سره ،په نهایت کې  ډیر ساده  او ښه ژوند کاوۀ ،معمولي قبا ئې اغوستله،پرمځکې کیښناست،او د په هغه کردار،خبرواو راشه دیرشه کې د هغه د مشهورتیا او لوړ مقام هیڅ اثر نه لیدل کید،او هیڅکله ئې د پیر او مرشد شونې ادعا هم نه کوله  . څیړاند د جامي  دغه چلندي سلوک ،د هغه  پر صداقت ، ښه والي او پوهې  ګواهي  ګڼي . په نتیجه کې  ویل کیدلی شي ، چې  هغه روایت او تصویر چې  هغه  دخپل وخت  د ټولنیزو،سیاسی او کلتوري  حالاتو وړاندې کړی،د هغو پيښو یو اصیل او باؤري  روایت او انځور دی، چې  په هغه پړاؤ کې  ئې  تر سترګو کید.

               دوستانو  د ځينو روایتونو په اساس،د عبدالرحمن جامي د ژوند ټولګه ،  له تاؤتریخوالو او ډيرو ټيټو هسکو،لنډفکرۍ او تظاهر،انحراف او خرافاتو او ګډوډیو ډکه ده .فرقه پالو نښتو او وراستو تعصبونو،د هر ډول عقلانیّت، سنجش او تفکر سرچینې وچې کړي دي،او  په دې مینځو میان کې د شیعیّت او اهل تسنّن دوو مذهبونو،د  یوه بل په خرابولو او له مینځه وړلو کې تر ډیره حده هیڅ هڅه نه سپموله . عبدالرحمن جامي هم  په دغه شان ټولنې کې   دژوند کولو په دلیل ،او هم له یوه مذهب  سره د اړوندوالي په  علت،کله کله د مذهي شخړو په ګرداؤ کې لوید،ښکیلید،یرغل به ئې کاوه او بدې ردې به ئې هم آوریدې .

د جامي د وخت  یو  ادبي تاریخ لیکونکی ذبیح ا... صفاد نقشبندیه لړۍ پر اهل سنت شونې د اعتقاد دلیل ګڼلی دی . په همدې  اساس،د پيښې  له یوه اړخ سره د هغه اړوندوالی او پلویتوب دی.په دې اساس په دغه شان پړاؤ کې د  عبدالرحمن جامي  د چلند روده ډيره کمه لیدل کیږي  او د هغه آزاد فکري  یوه استثناء شمیرل کیږي .جامي  په دغه شان وضعیّت  او لوړ تفکر سره په ټولنیز، فکري او اعتقادي وضعیّت کې د خپل پړاؤ ډيرې ټيټې هسکې زغملي  او   دغه راز ئې لارښونې،قضاوت او نیوکې  هم وړاندې کړي دي . ددغه شان بد وضعیّت او بدو ردو او نیکو په زغملو او لیدلو سره،د هرات په  ولولناک ظاهر باندې د ټولنې تر پردې شا په ډيرو پيښو چې په نهمې قمري پيړۍ کې ئې د ختیځي ټولنو انځور وړاندې کړی،پوهیدلی شو.دخپلې ټولنې د سیاسی ،اعتقادي او کلتوري وضعیّت په باب د عبدالرحمن جامي د راپور په استناد سره،په هغو مهمو عواملو چې د هغه وخت د ګډوډو حالاتو اوکلتوري ځوړتیا  زمینې ئې برابرې کړي دي ،پوهیدلی شو .

Image Caption

 

        دوستانو د عبدالرحمن جامي د دوران یوه ستره غمیزه،پرګنیز او لنډفکري  ده،هغه شی چې د تاریخ په اوږدو کې د اسلامی ټاټوبو تر ټولو ستره بلا ده .دظاهرپالنې  او لنډ فکرۍ  وده او دودیدا،دیوې ټولنې  ستر آفت دی چې کله کله ئې دسیاسی قدرتونو له خوا ئې تبلیغ پیاوړی کیږي .د ظاهرپالنې او  لنډ فکرۍ  دودیدا،پر هر ډول فکر ،دلرلید په ژرف، نوښتوالي  او حتی پر اعتدال او نرمښت،فضا تنګوي او د هرډول  عقلانیّت، فکر  او پوهې جرړې وچوي . په دغه شان ټولنو کې  دین ته تاوان رسیږي . د دین جزیات او فروع دویدیږي  او دهغو حقیقي ارکان  هیریږي  او سوکه سوکه  ایمان او د لیدتوګې  او تفکر توان هم کمیږي او  منزوي  کیږي . هماغه ډول چې  عبدالرحمن جامي روایت کړي دي ،د هغه پړاؤ او ټولنه ددغه شان غمیزې په ګرداؤ کې ښیکله شوې وه .په دغه دوران کې په درستو دیني اړخونو کې د تظاهر  او ځيږوالي دودیدا ،په دین کې د  غور او فکر په ځاي  د د ین تظاهر  ته مخه کړې ده ..    د مثال په توګه،په قرآن کې د فکر اوتدبّر او د آسماني آیتونو  دمفهوم د درک کولو په ځاي،د ټکو او قولونو د خرابولو او تحریفولو زیاتیدا دهغو یوه روده ده .  عبدالرحمن جامي  په ډيرو ځایونو کې  دې چارې ته اشاره کړې او  په دې وسیله ئې پر خپلې ټولنې  د واکمنې فضا انځورونه وړاندې کړي دي .

                  دوستانو د  عبدالرحمن جامي د وخت د سیاسی او ټولنیز وضعیّت  د ارزولو  او سپړلو په باب به درسره  په بل مطلب کې بیا  حاضر شو،نو  له  دې مخکې  چې له تاسو اجازت وغواړو ، بلنه درکوو ،  د تهران ریډیو  دانټرنیټي سایټ ایډرس  PARSTODAY.COM/PS  هم  مه هیروئ ، ځکه  چې دلته به تاسو  د سیمې  او نړۍ تازه خبرونه ،تبصرې ، راپورونه ، مرکې  او همداراز بیلابیل دیني ،کلتوري ،روغتیائي اقتصادي ،سپورټي مطلبونه او ورسره د ستاسو په خپلو پیغامونو، بریښنا لیکونو اوغږوو مشتمل د  ستاسو خپل پروګرام هرکله  راشه هم لیدلی او هم آوریدلی شئ ، نو تر بل وخت پورې درته نیکمرغه ژوند غواړو .

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه