Apr 26, 2020 12:35 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کې

شاه محمود قريشي په دې په ټینګار سره چې امنه افغانستان له هر بل هېواده زيات د پاکستان په ګټه دې په ګوته کړه، افغان حکومت يو ښه او مناسب فرصت لري چې دغه هېواد ته صلح او ثبات رامنځته کړي.

 

په افغانستان کې د جنګ د ختمولو لپاره د هلو ځلو په  دوام د پاکستان د خارجه وزیر ټینګار

له کرونا سره د مقابلې لپاره  افغانستان او پاکستان ته د بهرنیو مرستو دوام

د اوربندپه اړه د اشرف غنی غوښتنې ته د طالبانو منفی ځواب

د عبدا... د ملاتړو لخوا د افغانستان د ګډ حکومت د طرحې تایید

 او د پاکستان د لومړی وزیر او امریکا ولسمشر ټیلی فونی خبرې اترې د تیرې اونۍ د ځینو مهموپیښو خلاصه وه .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د پاکستان خارجه وزیر په افغانستان کی د جنګ او نښتې د ختمولو لپاره د هلو ځلو په دوام ټینګار وکړ . شاه محمود قريشي وويل د پاکستان حکومت بې له څه طمې په افغانستان کښې د صلحې امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د پاکستان خارجه وزير زياته کړه، له افغانستان سره د ګډو ملګرتيا زياتول د دواړو هېوادونو لپاره چې ګاونډيان هم دي زيات اهميت لري او د پاکستان او افغانستان لپاره ترقي او پرمختګ رامنځته کولې شي.

شاه محمود قريشي په  دې په ټینګار سره چې امنه افغانستان له هر بل هېواده زيات د پاکستان په ګټه دې په ګوته کړه، افغان حکومت يو ښه او مناسب فرصت لري چې دغه هېواد ته صلح او ثبات رامنځته کړي.

په افغانستان کښې د جنګ له خاتمې او د صلحې له ټيګښت څخه د خپل هېواد د ملاتړ لپاره د پاکستان د خارجه وزير وېنا د دغه هېواد په ملي امنيت باندې د افغانستان د تاوتريخوالو او جګړو د دوام د منفي اثراتو په وجه ده. اسلام آباد په ځلونو ويلي دي چې پاکستان په افغانستان کښې د جنګ تر ټولو ستر قرباني دے چې له ۲۰۰۱ کال نه تر اوسه يې د دغه جنګ په دوران کښې دغه هېواد ته له اتيا ميليارډ ډالرو زيات تاوان رسولې دې.

له دې سره سره چې د پاکستان چارواکي په افغانستان کښې د صلحې او ورسره د اړوندو خبرو اترو له بهير څخه د خپل هېواد په ملاتړ تاکيد کوي، خو د دغه هېواد خلق او حکومت په دا ډول دريځ نيونو باندې دومره څه اعتماد نه لري او په دې زمينه کښې د اسلام آباد د سياستونو د روڼوالي غوښتونکي دي.

خو په مقابل کښې د پاکستان حکومت دغه هېواد ته د جنګ جګړو او تاوتريخوالو د لمن د غزېدو او د افغان کډوالو د زياتېدو په شمول په افغانستان کښې د جنګ ویجاړونکیو اغیزو ته په اشارې سره په دې مسئلې ټینګار لري چې ناکراره افغانستان په پاکستان کښې د ناامنۍ سبب کيږي او په همدې  وجه د اسلام آباد چارواکي په افغانستان کښې د جنګ د ختمېدو او د ثبات د ټينګېدو لپاره له هر ډول کوشش څخه ملاتړ کوي.

په افغاستان کښې د صلحې د ټينګښت په اړه د شاه محمود قريشي نوې دريځ د دغه هېواد او پاکستان لپاره چې پرمختګ او ترقي رامنځته کوي په افغانستان کښې د جنګ د ختمېدو له مثبتو اثراتو څخه د اسلام آباد د صحيح درک ښودنه کوي.

البته د پاکستان له خلکو سره د دغه هېواد د لومړی وزیرعمران خان يوه وعده د افغانستان په شمول له ګاونډي هېوادونو سره د اړیکو او ملګرتياو پراختيا ده چې ځينې جاجونې په دې زمينه کښې د پاکستان د تحريک انصاف واکمن ګوند د نسبي کاميابۍ ښودنه کوي.

په اوسنيو حالاتو کښې چې د امريکا او طالبانو ترمېنځ د صلحې د موافقه ليک له لاسليکېدو وروسته په افغانستان کښې د بين الافغاني خبرو اترو او د جنګ د خاتمې لپاره زمينه رامنځته شوې ده، د پاکستان په شمول ګاونډي هېوادونه هم له مخکښې زيات د افغانستان او طالبانو ترمېنځ د صلحې د موافقې د ترلاسه کولو په خاطر د ضروري زمينو د برابرېدو لپاره له کابل حکومت سره په خپلې ملګرتيا ټینګارلري.

په تېره بيا پاکستان چې په تېرو کابودوو لسيزو کښې تل د کابل د حکومت او ځينو لويديځو هېوادونو لخوا په افغانستان کښې له ناامنۍ څخه په ملاتړ تورن دې. نو ځکه په افغانستان کښې د جنګ په ختمېدو سره د پاکستان د بدلونونو په زمينه کښې په دغه هېواد ځينې سيمه ايز او نړيوال دباونه کميږي.

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د طالبانو ویندوی په افغانستان کی د جنګ د ختمولو او اوربند د ټینګولو لپاره د افغان ولسمشر بیا غوښتنه رد کړه . ذبیح ا... مجاهد مدعی شو چی اشرف غنی نیت لری د کرونا ویروس د خپریدا په پلمه د خپل قدرت د پیاوړتیا لپاره د اوربند له فرصته استفاده وکړي . د طالبانو ویندوی وویل که افغان دولت د جنګ د ختمولو او اوربند غوښتونکې دې نو باید د سولې په لاره کی خنډونه رامینځته نکړی . اشرف غنی مخکې یو ځل بیا له طالبانو غوښتی دی چی د ملګرو ملتو ، د سیمې د هیوادونو او د افغانستان د خلکو او حکومت په حقه غږ ته مثبت ځواب ورکړی اوجنګ دې ودروی او په دغه هیواد کی د کرونا ویروس د خپریدا د مخنیوی لپاره  اوربند وکړی . طالبان چی د بندیانو د خوشی کولو د څرنګوالی په اړه د افغان دولت په کړچار کی په بدلون اعتراض لري ، چمتو ندي د خپلو ټولو بندیانو تر ازادۍ مخکې په دغه هیواد کی د اوربند او سولې په لړ کی ګام پورته کړی .

اشرف غنی په قطر کی د امریکا او طالبانو ترمینځ دتش په نامه سولې موافقې له لاسلیکیدا وروسته د بين الافغاني خبرو اترو له جوړېدو تر مخکښې پورې د دغې ډلې د يونيم زر بنديانو د آزادېدو لپاره د خپلې فېصلې خبر ورکړ چې ويل کيږي چې د هغوي وروستۍ شمېرنه پينځه زره تنه دي.

په افغانستان کښې د طالبانو د جنګ جوړونې دوام چې د حکومت د صلحې د موافقه ليک خلاف ورزي ګڼل کيږي له هغو دلائلو څخه دېچې د دې سبب شو چې اشرف غني د دغې ډلې له بنديانو  څخه د يو نيم زر کسانو د آزادېدو لپاره په خپله فېصله کښې بيا کتنه وکړي او په تېرو ورځو کښې يې له هغوي څخه يوازې دوه سوه تنه د کابل د حکومت د روغ نيت د ښودلو په هدف سره سره ازاد کړل. البته بايد پام وشي چې په اشرف غني د کورنيو په خاصه توګه  د نيوکه کونکو لخوا دباونو هم د دغې فېصلې په بدلولو کښې مهم اغیزلرۀ.

د نيوکه کونکو له نظر له بين الافغاني خبرو اترو مخکښې د طالب بنديانو آزادي دغې ډلې ته يو ډول امتياز ورکول دي چې په دغو خبرو اترو باندې سخت منفي اثر هم لرلې شي. خو په مقابل کښې طالبان د خپلو بنديانو د ازادېدو په څه رنګوالي کښې دغه بدلون له امريکا سره د دوحې د موافقه ليک خلاف ورزي بولي او هم هغه شان په يوځاي د خپلو ټولو بنديانو په ازادېدو ټینګار کوي.

د داسې سیاست په اساس دي چې طالبانو څو ورځې مخکښې د دوو اړخيزو بنديانو د ازادۍ لپاره د افغان حکومت له استازيو سره خبرې اترې بندې کړې او په افغانستان کښې د امريکا د حکومت له استازيو سره په غونډه کښې يې په دې مسئله اعتراض وکړ او د دغې ډلې د ټولو بنديانو په يوځاي د ازادېدو لپاره د سپينې ماڼۍ د وعدې د پوره کېدو غوښتونکي شول.

د بندیانو د آزادولو په اړه له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو اترو د اودرېدو او په دې زمينه کښې د کابل د حکومت په کردار د دغې ډلې د غصه کېدو باوجود اشرف غني په دغه هېواد کښې د کورونا د بحران په وجه له رامنځته شویو بحراني حالاتو ته په پام سره له طالب ډلې غوښتي دي چې له دغې بيمارۍ سره له مقابلې سره د مرستې لپاره دې ډزبندۍ ته غاړه کيږدي چې دغې ډلې يې دغه غوښتنه رد کړې ده. طالبانو ادعا کړې ده چې اشرف غني د ډزبندۍ د وړانديز په کولو سره د خپل موقعيت د پياوړتيا کوشش کوي او په دې وجه دغه ډله داسې يو وړانديز نه مني.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغان حکومت د طبي او معالجاتي پروګرامونو اجرا او همدارنګه له کورونا بيمارۍ سره د مبارزې لپاره د مرسته رسونکو نړيوالو ادارو شتون د سيمو امن والي او روغتيائي خدمتو ته د خلکو د لاسرسائۍ سهولت ته اړتيا لري.

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د عبد ا... عبد ا... په مشرۍ د افغانستان د ثبات او همپالنې ټیم رهبری شورا له افغان ولسمشر اشرف غنی سره د هغه د مشارکتی حکومت د جوړولو طرحه تایید کړه . په افغانستان کی د ملی اسلامی غورځنګ د مرکزی شورا مشر باتور دوستم وویل د عبد ا... په مشرۍ د ثبات او همپالنې د رهبرۍ په شورا د ګډ حکومت د جوړیدا طرحه د اشرف غنی په مشرۍ د دولت ساز له ټیم سره تایید شوی ده .

له اشرف غنی سره د اختلافاتو د اواری لپاره د عبد ا... په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وړاندیزی طرحه په داسې حال کی نهایی شوی ده چی تراوسه د اشرف غنی لخوا د دغه ټیم د غوښتنو منل ندي لیدل شوی . د عبدا... د نظر وړ طرحې په اساس باید د انتخاباتو دوه مخکښ ټیمونه ګډ حکومت جوړ کړی او یو ټیم د ولسمشر  او بل تیم هم د لومړی وزیر په توګه د افغانستان په راتلونکی سیاسی جوړښت کې فعالیت وکړی .

البته د ګډ حکومت د جوړولو لپاره طرحه چی عبدا... او د هغه ملاتړو سیاسی ډلو  له انتخاباتی کړکیچه د افغانستان د وتلو لپاره  وړاندیز کړی ده ، هغه ماډل ته ورته ده چی هغه د هیواد په پخوانی حکومت او د ملی وحدت حکومت د جوړیدا د سیاسی موافقې د مادې په اساس تعقیب کړ . د افغانستان په تیر حکومت کی هم عبدا... هیله درلوده اشرف غنی د موافقې په اساس د لوې جرګې په جوړولو او اساسی قانون په  اصلاح سره د لومړی وزارت څوکۍ رامینځته کړی او دا څوکۍ عبدا... ته وسپاری چی په تیرو پینځو کلونو کی غنی په دغه لاره کی ګام پورته نکړ .

د اشرف غنی دغه اقدام ته په پام سره د ثبات او همپالنې په ټیم کی دا اندیښنه موجوده ده چی که د ګډ حکومت د جوړولو د طرحې په منلو سره د انتخاباتی اختلافاتو د اواری لپاره احتمالی موافقه وشی ، نو اشرف غنی بیا په هماغه لاره لاړ نشی چی په تیرو پینځو کلونو کی لاړ دې . دداسې اندیښنې په اساس ده چی ظاهرا د ثبات او همپالنې ټیم د ګډ حکومت په طرحه کی هڅه کړی ده په انتخاباتو کې د دو مخکښو ټیمونو ترمینځ د قدرت د ویشلو د درستو اړخونو په جوتولوسره د ملی وحدت حکومت د پړاو له مشکلاتو سره مخامخ نشی .

په دغه طرحه کی چی د افغانستان ځینو رسندویو یې جزیات خپره کړی دي ، راغلی دی  چی ولسمشر  باید د وزارتونو څلویښت في صدي برخه ولري او لومړی   وزیر دې ددغو وزارتونو شپیته فی صدي برخه ولري .

د څلویښتو او شپیتو تناسب ته په پام سره لیرې ښکاری چی اشرف غنی په اسانۍ سره دغه شرایط ومنی . په تیره بیا دا چی نوموړی طرحه د افغانستان ریاستی نظام کمزورې کوی او اشرف غنی کولې شی په دغه استدلال دا طرحه  چی له اساسی قانون سره برابره نده ، حتی په عمومی افکاروکې معرفی او عبدا... له چیلنج سره مخامخ کړي .

پای

 

 

 

 

 

ټیګونه