Jun 27, 2020 12:55 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې په تیرې اونۍ کې د ایران ځینو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم تحلیلی برخې آوریدو ته رابولوو، نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

*/*/*/*/*/*/ امریکا لودیځ او  د بشری حقوقو له  اړمه سیاسی او آوزاري استفاده .*/*/*/*/*/  د ایټمی انرژۍ په نړیوال آژانس په واکمنې شورا کې  دامریکا  په پلۀ د اروپائي ټرائيکا د پل کیښودل*/*/*/*/*/*/  او  د ایران او افغانستان ترمینځ دم لګرتیاؤد جامع سند برابریدا  ، په تیرې اونۍ کې د

ایران ځيني مهمې پيښې  وې او  اوس مو هم رابولوو  په دې اړه تحلیلي برخې ته  */*/*/*/*/*/*/*/

       امریکا او لویدیځ  له بشری حقوقو څخه  په سیاسی او آوزاري استفاده کولو او  همداراز  په دغې حوزې کې  د دوه ګوڼو معیارونو  په کارولو عادت  شوي دي .

  دغو دوو باطلو  لورو  تیره اونۍ یو ځل بیا  د بشري حقوقو په غونډې کې د ایران د بشري حقوقو  د وضعیّت  په اړه دسیاسی پریکړه لیک په تصویبولو سره ، چې سویډ او د ځینو لویدیځي هیوادونو په ملاتړ سره  وړاندې شوی ،خپل تکراري خوي نندارې ته وړاندې کړ .  دغه پریکړه لیک  له بشري حقوقو څخه  دس یاسی او آوزاري استفادې یوه بله هغه  نمونه ده چې  د ایران په ضد له  رسندوئي  او پروپیګنډیزې فضا څخه په اغیزمنیدا او واقعیّتونو ته له پامه پرته  تصویب شوی دی .

Image Caption

 

                دغه پریکړه لیک په داسې حال کې وړاندې شوی چې بنسټګرانو ئې د ظالمانه بندیزونو داعمالیدا په نتیجې کې د ایران دملت دبشري حقوقو دپراخې خلاف ورزۍ په وړاندې چپتیا غوره کړې ده . ا مریکا دخپلو بشري ضد بندیزونو  په دوام سره دې ځل درمل،خوراکي مواد او د ولس ژوند په نښه کړی دیاو په دغه اقدام سره د امریکا حکومت د ایران د یواتیا میلیوني ملت دحقوقو خلاف ورزي کړې ده .

 دبشري حقوقو په زمینې کې د لویدیځ  په نظر کې ډير دوه مخیتوب له ورایه ښکاري .دغه هیوادونه  عادت شوي  چې د بشري حقوقو،ترهه ګرۍ اود اقتصادي بندیزونو په څيرله موضوعګانو  د هغو هیوادونو په ضد  ددباؤ او سیاسی موخو دپرمخ بیولو لپاره چې د دوي د سرزوریو  او یواړخیزو سیاستونو  او کرغیړنو اقداماتو  مخالف دي ، دیوه آوزار په توګه استفاده کوي .

           هماغه ډول چېد ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندويروښانه کړې ده،په امریکا کې د  توکمپالنې په ضد د اعتراضونو اومظاهرو د ځپل کیدا په وړاندې ددغو هیوادونو د دریځونو اوغبرګونونو کیفیّت او انداز،ددغو هیوادونو د بشري حقوقو د اندیښنو دماهیّت د آزمیښت او سنجونې  یو ښه مثال دی .

د امریکا خلک د خپل هیواد د مشرانو له فساد،توکمپالنې،بې عدالتۍ او نالایقتوب څخه ستړي شوي دي او نن سبا درسته نړۍ د دوي  چغې آوري.امریکا دبشري حقوقو ترټولو سترخلاف ورزي کونکی هیواد دی  اود ماشوم وژونکي  رژيم  ملاتړ کوي . د فلسطیني  ملت  د حقوقو ، څه دپاسه ا ویا کلونه کیږي ، چې  خلاف ورزي ئې  کیږي  او د احصایو په اساس ، کابو اوه میلیون فلسطنیان  کډه په سر شوي دي او امریکا په بشپړ ډول د جنایتکارو او وحشي ډول صهیونیسټي  نیواکګروملاتړی هیواد  دی .

              دغه واقعیّتونه ښئ چې د بشري حقوقو او ډیموکراسۍ تر ټولو ستردښمنان  هغه کسان دي،چې له دې څخه  د هغو هیوادونو دقانوني حکومتونو او دملتونو په ضد دبهرني سیاست  د آوزار په توګه  استفاده کوي،چې د دوي له استکباري ګټو  سره په تضاد او مخالفت کې دي .

د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه ای  په یولړ څرګندونو کې  دبشري حقوقو د ترټولوسترخلاف ورزي کونکي هیواد په توکه د  امریکا په معرفي کولو سره  روښانه کړې ده ؛ هغه کسان، چې  د ګوانتانامو او ابوغریب د زندانونو  او په عراق او افغانستان کې  او  په نورو ځایونو کې  دهستوګنو سیمو د بمبارولو  په څير  د بې شرمه او سپيرو  کارونو بدنما داغ ئې په ټنډې جوړ وي ، باید  دبشري حقوقو ادعا ونه کړي  او حق نه لري ، د بشري حقوقو نامه په خولې جاري کړي ځکه چې  دوي پخپله  د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ ستره بیلګه دي .

Image Caption

 

                  د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس   واکمنې شورا،  دتیرې اونۍ په جمعې ورځې  یعني د جون په نولسمه نیټه  د ایران په باب د اروپائي ټرائیکا  یعني د جرمني ،انګلستان او فرانسې له خوا وړاندې شوی یو پریکړه لیک تصویب کړ .  واکمنې شورا  په دغه پریکړه لیک کې له ایرانه غوښتي دي ، د آژانس لپاره دې  دوو ځایونو ته دلاس رسی برابر کړي  او په بشپړ ډول دې  له دغه اورګان سره ملګرتیا وکړي . په داسې حال کې چې  ددغه پریکړه لیک اساس،  هغه جعلي ادعاګانې او په دروغو  جوړ شوي  سندونه او اطلاعات دي  چې  د صهیونیسټ رژیم د جاسوسي عملیاتو  له لارې ئې ترلاسه کړي دي . 

 د ایران اسلامی جمهوریت، د بې مخینې  پراخې ملګرتیا په چوکاټ کې د کوټلو او دومدارو آزموینو په  سخت میکانزم سره د د  پټولو لپاره  هیڅ شی نه لري  او  ایټمی وسلو ته  هم هیڅ اړتیا نه لري .

د ډل وژونکو او ایټمي وسلو د تولید، پراختیا  غونډولو او ورځيني  د استفادې  دحرام کیدا په باب د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود  فتوا،په ترټولو لوړه سویه  او په دیني او اخلاقي تعلیماتو باندې په ټينګار سره ، ایټمي فعالیتونو ته په کتنې کې  دایران دریځ ، لا زیات شفاف کړی دی .

           ددغه پریکړه لیک موخه ، د دوي په ژمنتیاؤ  په عمل کولو کې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د درو اروپائي هیوادونو د سیاسی لټَیو او کمزورتیاؤد  توجیه لباره  دزمینې جوړول دي . اروپائي ټرائيکا په دغه حرکت سره وښودله چې  د امریکا ددباؤنو په مقابل کې  ډير کمزوري او تاوان منونکي دي .

Image Caption

 

د اسلامی ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف په یوه ټولنیز چینل کې پخپل پیغام کې لیکلی دي، د امریکا د سرزوریو په وړاندې په مقاومت کې د مطلقې بې وسۍ په دلیل ،په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  پخپلو دندو حتی  په عمل کولو کې بې وسه  ،تر پردې شا، درې اروپائي  هیوادونه د ټرمپ او بین یامین نتن یاهو  ملګري دي او هیڅکله   ایران ته د سپارښتنو  په  دریځ کې نه دي .::::   

ددغه شان اقداماتو  مخینه  ښئ چې  په الحاقي پروټوکول او  جامع  سیف ګارډز موافقې کې له لیکلو ژمنتیاؤ  ورآخوا غوښتنې به ،  له آژانس سره د ایران  دوو اړخیزو ملګرتیاؤ ته  تاوان ورسوي .

 د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  هم د تیرې چارشنبې په ورځې د حکومتي کابینې په  ناستې کې،د نړیوال نظام  لپاره دایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د ځائيګي ساتل  ډير مهم وبلل او ټينګار ئې وکړ ، دایران د  کار اساس، د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره ملګرتیا ده،خو  که ضرورت شو،نو ایران به د آژانس دغه چلند ته کوټلی اوپریکنده ځواب ورکړي.

      د ایران اسلامی جمهوریت او افغانستان  تیره اونۍ موافقه کړې  چې  د ملګرتیاؤ  جامع سند تر راتلونکو درو میاشتو پورې برابر کړي .  تیره اونۍ د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست  حنیف اتمر  دیوه لوړروتبه پلاوي  په مشرۍ تهران ته په سفر راغلی  .

 د  ایران او افغانستان لوړپوړو چارواکو  په دغه سفر او درو ورځنیو خبرواترو کې د سیاسی ، اقتصادي ، امنیتی ،کلتوري ، سرحدي  او دکډوالۍ دچارو پشمول  تر ټولو وروستيو دوه اړخیزو  خبرواترو او همداراز د  خوښې وړ ځینو نورو موضوعګانو په باب  د نظر تبادله کړې   او دغه راز د دواړو هیوادونو  د هراړخیزو ملګرتیاؤ جامع سند ددغو خبرواترو یو بل چورلیز ؤ  او وټاکل شوه ډیر تر ډیره په راتلونکو درو میاشتو کې  دغه جامع سند نهائي شي .

Image Caption

 

Image Caption

 

د ایران د ملی امنیت دلوړې شورا منشي علی شمخاني هم له حنیف اتمر سره  په کتنې کې   د یوشمیر  هغو افغان ښاریزو  په وروستۍ پیښې کې  چې په غیر قانوني توګه ئې ایران ته دواردیدو نیّت درلود،د افغانستان د ځينو مسئولانواو خبري رسندویو  له خوا  د رامینځةشوي  غیر مستند او ځینو کرغیړنو خبرو  له امله  په رامینځةشوي فضاخواشيني او حیرانتیا ظاهره کړي او  وئيلي ئې دي ،د ایران په ضد دمطرح شوو ادعاګانو په ردولو کې  شک نه کونکي سندونه  شته چې  د افغان لوري له خوا د  ارادې به بڼه کې  له کرغیړنې فضا جوړونې لیرې  ورباندې غور او ارزونې کیدلی شي .

 د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست هم په دغې کتنې کې د دواړو هیوادونو د بدغواړو له خوا د  ځینو نه منلو وړ اقداماتو باندې په خواشینۍ ښودلو سره  چې  په وروستیو  پيښو کې  چې د یو شمیر افغانانو د وژوند د له لاسه ورکولو لامل شوي ،  دافغانستان د خلکو د پاکو احساساتو  له داغي کیدا څخه د ناسمې استفادې هڅه ئې کړې،  وئيلي دي ،  ددواړو هیوادونو تر مینځ په رامینځة شوو پيښو  په  حل ټيڼګار او د ایران د  اسلامی جمهوریت په ضد  هر ډول ناسم اقدام او   څرګندونې محکومې کوو .

            په دغه سفر کې  په طیي او اقتصادي زمینو کې  هم یو شمیر  نوي موافقې شوي  دي . همداراز ټاکل شوي ده ، په نزدې راتلونکي کې  په کابل کې د د واړو هیوادونو  د اقتصادي ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن  شپږمه غونډه هم ترسره  شي  او دغه راز به سږکال په اوړي کې  د خواف – هرات د ریل پټلۍ دریمه برخه هم  افتتاح شي .

  د افغانستان د صحت عامه  وزارت مرستیال وحید ا... مجروح  هم  د ایران د طبي ښونې او روغتیائي چارو د وزیر له مرستیال  قاسم جان بابائي سره  هم په کتنې کې دې ته په اشارې سره چې  اسلامی  ایران  له کرونائي بحران سره  په مبارزې کې ښې  بریاوې ترلاسه کړي دي وئيلي دي ،افغانستان وړاندیز کوي، د کروانائي بحران  دمدیّریت په زمینې کې  د  اطلاعاتو دمبادلې لپاره د دواړو ه یوادونو دمتخصصانو ترمینځ  ګډې غونډې ترسره شي .

 همدرااز د ایران  دخارجه وزارت د لویدیځي آ سیاپه چارو کې د  خا رجه وزیر سلاکار سید رسول موسوي هم پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  لیکلی دي،ایران ته دافغانستان د  خارجه وزارت د سرپرست په مشرۍ دپلاي  د سفر په پاي کې  ګډې اعلامیې د ایران او افغانستان داړیکو د ناروغو ذهنونو او  بدغواړو د اور په لمبو  یخې اوبه  اچولي دي .

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************