سوره نمل ۳۵-۲۹
p-682-naml-ayaat-29-35 د نمل سورې ترجمه او تفسیر
p-682-naml-ayaat-29-35
د سبا ملکې وویل: ای اشرافو ( او مشرانو)! ماته یو ارزښتناک لیک راچول شوی دی.
لیک له سلیمانه دی او (مینځ پانګه یې) دا ده : د بخښونکي مهربان خدای په نامه.
پر ما لوړاوئ مه کوئ او د تسلیم په حالت کې ماته راشئ.
په تیره برخه کې مو وویل چې کله حضرت سلیمان علیه السلام د سبا د ټاټوبي او د هغوی د لمر پرستۍ له کیسې خبر شو نو یو لیک یې ولیکه او ملا چرګک ته یې امر وکړ چې هغه ورسوي ، ملا چرګک د سبا د ملکې دربار ته ورغی او لیک یې هغې ته واچوه .
دا ایتونه فرمایی: د سبا ملکه د لیک په لیدلو سره متوجې شوه چې دغه ښکلې لیک رسوونکي مارغه لیک له یوه ډیر لوی سړي راوړی دی . هغې یو لړ سلاکاران او د دربار مشران لرل چې د خبرونو او پيښو په هکله به یې ورسره مشوره کوله . هغوی یې وغوښتل او لیک یې ورته ولوسته .
لیک د خدای په نوم سره پیل شوی و او پکې یوازې دوه څیزونه لیکل شوې وو : یو د حق په وړاندې تسلیمیدل او بل د سلیمان د حکومت په وړاندې له هر ډول سرکښۍ او نافرمانۍ ډډه کول .
درسونه :
۱: ټول کارونه باید دمهربان خدای په نوم سره پیل کړو. حتی د کافرو کسانو لپاره د لیک په لیکلو کې هم د « بسم الله الرحمان الرحیم لیکل هیرول نه دي پکار.
۲: د لوړاوي غوښتل او کبر له انسانه دحق په وړاندې د تسلمیدو زمینه اخلي . هغه هم د خدای د ولیانو په وړاندې کبر کول .
ملکې وویل : ای د قام مشرانو! زما په کار کې ماته مشوره راکړئ ځکه چې ( تراوسه مې) ستاسو له شتون او سلا پرته هیڅ لوی کار نه دی کړی.
وې ویل : مونږ سخت پياوړې او ځواکمن یوو ( ډیر جنګي توان لرو) خو بیا هم د کار اختیار له تا سره دی . وګوره چې څه امر کوې؟
د حضرت سلیمان علیه السلام د لیک له لوستلو وروسته دسبا ملکې چې یوه سیاستواله او لرلیده ښځه وه د هیواد له پوځي او سیاسی چارواکو یې وغوښتل مشوره ورکړي چې دغه لیک ته څه ځواب ورکړی شي. طبیعي ده چې دغه مشورې له هغې سره مرسته کوله چې له سلیمان سره د مقابلې له پاره د خپلو کسانو له چمتووالی خبره شي او ډيره ښه روده غوره کړي.
د ملکې سلاکاران او د سپایانو کوماندانان په خپلو پریمانه جنګي امکاناتو او طاقت وویاړیدل او د سلیمان له خوا له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړ. په حقیقت کې هغوی د لیک له محتوا داسې مطلب واخسته چې ګني سلیمان علیه السلام ورته د جنګ اعلان کړی دی نو د اکثرو هیوادونو د مشرانو په شان یې د تسلیمیدو په ځای د جنګ لاره وړاندیز کړه خو بیا یې هم آخري فیصله د سبا ملکې ته پریښودله چې هر څه هغه امر وکړي هغه به کوي او دهغې د نظر خلاف به نه کوي.
درسونه :
۱: د هیواد لپاره د کافی پوځي طاقت او ځواکونو لرل ضروري دي البته په دې شرط چې د کبر او سلطه غوښتنې سبب نه شی او د حق دمنلو مخه ونه نیسي.
۲: په کارونو کې مشوره په تیره بیا په حکوممت پورې په اړونده چارو کې مشوره ضروري ده . خو آخري فیصله باید یو کس و کړي چې د چارو بهیر ګډ وډ نه شي.
( بلقیس) وویل:پاچاهان چې کله یوې سیمې ته ننوځي، هغه له فساد او تباهۍ سره مخامخوي او دهغه ځای عزتمن کسان ذلیلوي او ( همیشه) دغه شان سلوک کوي.
او زه هغه ته یوه ( ارزښتناکه) ډالۍ لیږم چې ووینم زما استازي له څه ( ځواب) سره ستنیږي.
وروسته له دې چې د سبا ملکې د اشرافو او مشرانو نظر واوریده او له سلیمان سره د مقابلې لپاره د هغوی له چمتووالي خبره شوه ، خپله فیصله یې داسې اعلان کړه چې که جنګ وکړو له تباهۍ فساد او ورانۍ پرته بل څه لاسته نه راځي ځکه چې سلطه غواړي واکمنان هر ښار ته چې ننوځي کورونه ورانوي او سړي وژني. یا یې اسیران کوي او دهغه سیمې خلک ذلیلوي او کډه اخستلو ته یې مجبوروي.
نو غوره ده چې د جنګ د اعلان په ځای له مقابل لوري لا زیات اطلاعات لاسته راوړو چې پوه شو د دغه لیک له استولو د هغوي مطلب څه دی ؟ نو فیصله یې وکړه چې یوه ارزښتمنه ډالۍ حضرت سلیمان ته ولیږي چې دهغه غبرګون وویني. آیا د ډالۍ په استولو سره چې د نه جنګیدو نښه ده خبره ختمیږي او که نه دهغوی اصلي مقصد د سبا د هیواد نیول او ورباندې ولکه حاصلول دي. بیا به نو دحضرت سلیمان غبرګون ته په پام سره لازمه فیصله وکړي چې آیا له هغه سره جنګیدل پکار دي او که نه نورې لارې انتخاب کړي.
ښایی د سبا ملکې د هدیې په استولو سره حضرت سلیمان هم ازمایه چې آیا په رښتیا د خدای پیغمبر دی یا د طاقت په نشه کې یو مست پاچا دی چې په نورو هیوادونو د سلطې په فکر کې دی . ځکه چې پوهیده د خدای پيغمبران د دنیا مال ته تمه نه لري او له تبلیغ او ارشاده لاس نه اخلی. په حقیقت کې دا دنیا پاله پاچاهان دي چې د خپلو شخصي ګټو د لاسته راوړلو او طاقت او مال ته درسیدلو لپاره هر یو کار کوي.
درسونه :
۱:د فساد خپراوی او جنګ او وینه بهیولو ته لمن وهل د غیر الهی حکومتونو روده ده چې پر نورو سلطه ومومي.
۲: باید خیال وساتو ، کله کله د نورو له خوا ډالۍ رشوت وي چې مونږ ازمایي یا زمونږ په وسیله یو حق ضایع کړي.
پای .