سوره نمل ۴۹-۴۵
p-685-naml-ayaat-45-49 د نمل سورې ترجمه او تفسیر
p-685-naml-ayaat-45-49
په رښتیا چې د ثمود د قام په لور مو د هغوی ورور صالح ولیږه.( هغه خلکو ته وویل) چې دخدای عبادت وکړئ. نو بیا هغوی په دوو سره دښمنو ډلو وویشل شول .
(صالح) وویل: ای زما قومه! ولې له نیکۍ مخکې په بیړه د بدۍ غوښتونکې یئ؟ ولې له خدایه بخښنه نه غواړئ ښایي رحم درباندې وشي.
وې ویل مونږ ته او کوم کسان چې له تاسره دي په بد فال نیولې دي . وې ویل ستاسو فال (نیک او بد برخلیک) د خدای په نزد دی بلکې تاسو داسې خلک یئ چې په امتحان کې اچول شوې یئ.
د نمل سورې له پیله تر دې ځایه د حضرت موسی ، داوود او سلیمان په شان پیغمبرانو کیسه مختصر شان بیان شوه . په دغو ایتونو کې په ثمود قام کې د حضرت صالح رسالت ته اشاره شوې چې هغه حضرت په ډیرې زړه سواندۍ سره چې وروګلویزه مینه هم ورسره وه خپل قام د یو خدای منلو ته باله . ځینو کسانو په هغه ایمان راوړ او په لاره یې روان شول او ځينو یې بلنه رد کړه او کافران شول . طبیعي ده چې د مومنانو او کافرانو په مینځ کې دښمني او ټکر پیدا شي داسې دښمني چې کله فردي وي او کله هم ټولنیز اړخ لري.
حضرت صالح علیه السلام ضدي کافرانو ته خبرداری ورکاوه چې ستاسو انجام دوزخ او عذاب دی ، ولې له خپلو سپکو او ناخوښو کارونو لاس نه اخلئ او دخدای نافرماني کوئ؟ خو هغوی د توجه او منلو په ځای ویل: که ته رښتیا وایې نو ولې ستا خدای پر مونږ عذاب نه نازلوي؟ او په همدې دنیا کې زمونږ او ستا تر مینځ فیصله نه کوي؟
ایتونه په دوام کې فرمایي: حضرت صالح علیه السلام هغوی ته وویل : ولې په ځای د دې چې له خپلو تیرو استغفار وکړئ او له خدایه بخښنه وغواړئ چې دخدای رحم درباندې وشي ، د عذاب په نازلیدلو کې بیړه کوئ؟ او د توبې په ځای له خدایه عذاب غواړئ. ولې د الهي رحمت د جلبولو په ځای چې ستاسو د نیکۍ او سعادت سبب دی د هغه د عذاب په نزول کې چې ستاسو لپاره د بدۍ او خوارۍ سبب ګرځي تادي کوئ؟
تجربې ښودلې ده چې په تاریخ کې منکرانو او دښمنانو د پيغمبرانو د خبرداریو او ویرولو د منلو په ځای له هغوی سره مقابله کړې او هڅه یې کړې چې هغوی له ښاره وباسي او یا یې ووژني. د حضرت صالح علیه السلام په کیسه کې دې ته په پام سره چې کاختي او وچکالي په سیمه کې خپره وه هغوی وویل دا مصیبتونه ستا او ستا د منونکو دخبرو په وجه دي چې فطرت او موسم هم له مونږ مرور شوی او مونږ یې په ستونزو اخته کړې یوو. تاسو سپیره یئ او د دې قام د بدبختۍ سبب شوې یئ.
خو حضرت صالح دهغوی په ځواب کې ویل : ستاسو ښه یا بد برخلیک دخدای په نزد او دهغه په لاس کې دی . ستاسو امتحان روان دی او دا کاختي یو ډول د خدای ازمیښت دی نه دا چې سپيره خبره وي چې د چا په وجه په تاسو راغلې وي. اوتاسو یې په چا پورې وتړئ. کیدی شي هم ستاسو بد علمونه د کاختۍ او وچکالۍ سبب شوې وي.
درسونه :
۱: توحید او یو خدای مننې ته بلنه د پيغمبرانو د بلنې سرلوحه ده .
۲: د تاریخ په اوږدو کې همیشه دحق او باطل تر مینځ جګړه روانه وه سره له دې دا تمه نه ده پکار چې ټول خلک د حق منطق ومني او د ایمان او نیک عمل خاوندان شي.
۳: ګناهکارو ته دخبرداري ورکولو او دهغوی د ویرولو تر څنګ باید د توبې لاره هم بیان شي چې د مجرمانو او ګناهکارانو د ستنیدو زمینه برابره شي.
۴: د پيغمبرانو د روښانه منطقه او استدلال په وړاندې کافران په وهمونو او چټیاتو اخته دي د نیک او بد فال په شان خرافات.
او په هغه ښار کې نهه ډلې وې چې په دغه ټاټوبي کې به یې فساد کاوه او اصلاح به یې نه کوله .
هغوی وویل په خدای قسم وخورئ چې پر هغه (صالح) او کورنۍ به یې حمله کوو، بیا به یې ولي (خونخواه) ته ووایو مونږ بیخي دهغه د کورنۍ د وژلو په ځای کې موجود نه وو (لا دا چې وژلې مو وي) او مونږ واقعا رښتیا وایوو.
دا ایتونه د حضرت صلاح او دهغه د ملګرو دوژلو سازش ته اشاره کوي او فرمایی: د ثمود په قام کې ځینې کسان په فساد او تباهۍ او غلطو کارونو بوخت وو هغوی نه غوښتل چې ښه کارونه وکړي یا خپل بد کارونه اصلاح کړي. دغه کسانو له یو بل سره لوظ او تړون وکړ چې د حضرت صالح او دهغه د کورنۍ او ملګرو د وژلو لپاره لاس په کار شي ، او که چا مونږ په قتل تورن کړو نو وایو به چې مونږ خو بیخي خبر نه یوو ، شاید بل چا دا کار کړی وي.
په زړه پورې دا ده چې دوي راغونډ شول او دخدای په نامه یې قسم وخوړ ، له دې معلومیږي چې هغوی خدای د خالق په توګه منه ، خو بوتان یې د خپل برخلک ټاکونکې ګڼل او دهغوی عبادت به یې کاوه . هغوی ویل : خدای مونږ پیدا کړې یوو خو له پیدا کولو وروسته یې مونږ پریښې یوونو مونږ چې هر څه غواړو او صلاح یې ګڼو هغه به کوو او څه ضرورت نیشته چې خدای پيغمبران راولیږي بالکل د نن زمانې د ځینو روڼ اندو او روشن فکرانو په شان چې د خدای د خالقیت منکر نه دي خو انسان د خپلو چارو د اختیار خاوند ګڼي او هغه ته حق ورکوي چې هر کار چې زړه یې غواړي وې کړي ، په دې شرط چې بل چاته تاوانه ونه رسوي.
دحضرت صالح د وژلو توطئه د اسلام د پيغمبر په خلاف د مکې دمشرکانو د توطئې یادوونکې هم ده چې غوښتل یې هغه حضرت د شپې په بسترې کې ووژني ، مشرکانو له هرې قبیلې یو کس وټاکه چې ټول قبایل دهغه حضرت په قتل کې شریک شي او د پیغمبر د وینې غوښتونکې او ولي یې هیڅ یوه خاصه قبیله په قتل تورنه نه کړی شي.
درسونه :
۱:د پيغمبر مخالفان د منطق او استدلال خلک نه وو هغوی به د پيغمبرانو د بلنې د پراختیا د مخنیوی لپاره سازش کاوه او دهغه حضرت د قتل نقشه به یې جوړوله .
۲: په تاریخ کې ډیر عبرتونه شته داسې ډیر کسان وو چې په خدای یې قسم وخوړ چې دخدای پیغمبران ووژني او دا د انسان د جهالت او ګمراهۍ اوج دی لکه څنګه چې خوارجو خدای ته د نزدیکت او تقرب په نیت سره د خدای په کور جومات کې د خدای په میاشته روژه کې دخدای غوره بنده حضرت علی علیه السلام په توره شهید کړ.
پای .