سوره نمل ۵۶-۵۰
p-686-naml-ayaat-50-56 د نمل سورې ترجمه او تفسیر
p-686-naml-ayaat-50-56
هغوی (د صالح د وژلو) پروګرام جوړ کړ (چل یې وکړ) او مونږ هم لوی تدبیر وکړ خو هغوی نه پوهیدل.
نو وګوره چې د هغوی دچل انجام څه شو، مونږ هغوی او قام یې ټول ووژل .
نو دا د هغوی کورونه دي چې دهغه ظلم په وجه چې ویې کړ، (وران) او خالی شوې دي. بې شکه دا ( سزا او عبرت او) روښانه نښه ده د علم او پوهې د خاوندانو لپاره .
او کومو کسانو چې ایمان راوړی اوپرهیزګاري یې کوله ، وموژغورل.
په تیره برخه کې مو وویل چې د حضرت صالح علیه السلام ځینو مخالفانو وپتیله چې هغه حضرت ووژني. هغوی په ګډه قسم وخوړ چې له نهو مختلفو ډلو کسان په دغه کار کې شریک شي چې د حضرت صالح د وژلې پړه په یو کس یا یوه ډله وانه چول شي. هغوی غوښتل کله چې حضرت صالح علیه السلام له خپلې کورنۍ او ملګرو لرې د غره په څمڅې کې په مناجاتو لګیا وي په هغه حمله وکړي او وې وژني. خو دخدای په اراده او د غره د شړیدو په وجه له غره کاڼي ورغړیدل او کوم کسان چې حضرت صالح ته پټ وو هغوی ترې لاندې او مړه شول.
دا ایتونه فرمایی: هغوی خیال کاوه چې کومه نقشه یې جوړه کړې هغه به کامیابه شی او حضرت صالح علیه السلام به ووژنی . په داسې حال کې چې نه پوهیدل د صالح خدای له هغوی زیات پیاوړی دی او دهغوی له نقشې پوره پوره خبر دی. نه یوازې توطئه جوړوونکي تباه شول بلکې د ثمود قام هم چې په دغه وژلې راضي و د خدای په سختې سزا او عذاب اخته او هلاک شول . البته د خدای په نزد بې ګناه او ګناهکار یو شان نه دی او وچ او لامده په یو ځای نه سوزی نو د خدای په اراده مومنان له دغه عذابه بچ پاتې شول او وژغوریدل .
درسونه :
۱: که د ایمان خاوندان په خپله دنده عمل وکړي ، خدای د کافرانو توطئه په وخت شنډوي او نه پریږدي چې کافران سلطه ومومي .
۲: د خدای سنت پر باطلو د حق کامیابي ده حتی کیدی شی کافران ظاهرا په ځینو څیزونو کې کامیاب هم شي خو باطل پاتیدونکی نه دی ځکه چې باطل سست او کمزوری او له مینځه تلونکی دی.
۳: باید لرغوني اثار چې له تیرو قامونو پاتې دي وساتو چې د نورو لپاره د عبرت سبب شي.
۴: د ایمان او تقوا آثار یوازې په اخرت پورې مخصوص نه دي د تقوا خاوندان په دنیا کې د خپل کار نتیجه ویني لکه څنګه چې د ظالمانو سزا هم یوازې په اخرت پورې مخصوصه نه ده. کله کله هغوي په همدې دنیا کې دخپل بد عمل سزا وینی.
او لوط ( یادکړه) کله یې چې خپل قام ته وویل : آیا دا سپک کار (د یو بل په مخکې) په داسې حال کې چې ( په سپکوالي یې) خبر یئ کوئ؟
آیا تاسو د شهوت (د سړولو) لپاره د ښځو په ځای په سړو پسې ورځئ؟ بلکې تاسو ناپوهه قام یئ.
د حضرت صالح علیه السلام د کیسې له ختمیدو وروسته دا ایتونه په لنډ ډول د حضرت لوط او دهغه د قام کیسه بیانوي البته د حضرت لوط د قام کیسه له دې مخکې هم په ځينو سورو کې راغلې ده . خو دې ته په پام سره چې جنسي بې لارې توب په تیره بیا هم جنس بازي په تاریخ کې همیشه پاتې شوې ده قران په مختلفو ځایونو کې د لوط قام کیسې ته اشاره کوي او دهغوی د بد انجام یادونه کوي چې د راتلونکو لپاره د عبرت او خبرداري سبب شي.
دا ایتونه فرمایی: حضرت لوط د هم جنس بازۍ سپک او شرموونکی عمل چې د قام په خلکو کې یې دود و غندي او فرمایی: تاسو چې د دغه کار په سپکوالی خبر یئ ولې د یو بل په وړاندې دغه شان عمل کوئ ؟ تاسو چې میرمنې لرئ؟ ولې د خپلو میرمنو په ځای په سړو پسې ځئ او خپلې ښځې پریږدئ.
طبیعي ده چې کله سړي د ښځو په ځای په سړو پسې وي ورو ورو ښځې هم په خپلو میړونو کې بې رغبته کیږي او په نورو ښځو پسې ځي دا کار د کورنۍ د بنیاد د ختمیدو او شړیدو او په ټولنه کې د طلاق او جدایۍ سبب کیږی.
په خواشینۍ سره په نننۍ نړۍ کې چې ځان متمدنه او پرمختللې ګڼي همجنس بازی په ځینو سړو او ښځو کې دود ده . تر دې بده دا چې دغه سپک او د انسانی فطرت سره مخالف عمل په ځینو لویدیځو هیوادونو کې قانوني او رسمي بڼه خپله کړې ده .
درسونه :
۱: له منکراتو او په ټولنه کې له دودو سپکو کارونو سره مبارزه د الهی پیغمبرانو او د ټولنې د مصلحانو له دندو دي.
۲: جنسی اړتیا د انسان یوه طبیعي اړتیا ده خو باید له هغه مشروعې لارې چې دنړۍ پنځګر ټاکلې ده سړه او ارضاء کړی شي نه د طبیعت او فطرت له سره مخالفو لارو چې د ټولنې او وګړو لپاره ډیر مشکلات او ستونزې پیدا کوي.
۳: جنسی بې لارې توب منجمله هم جنس بازی د جهل ، ناپوهۍ او بې عقلۍ نښه ده که څه هم داکارونه د پوهې او کلتور د خاوندانو له خوا وي .
خو د قام ځواب یې بې له دې بل نه وه چې وې ویل : د لوط کورنۍ له خپل ښاره وباسئ ځکه چې هغوی داسې کسان دي چې پاکي کوي.
د حضرت لوط علیه السلام د منطقی او مستدلې خبرې په ځواب کې چې هغوی یې له سپکو کارونو منعې کول هغوی د حضرت لوط دخبرې د منلو په ځای له هغه حضرت سره تند او غیر عاقلانه سلوک وکړ . هغوی په ډیرې بې ادبۍ سره وویل بادی لوط او کورنۍ او ملګري یې چې له مونږ سره ملګرتیا نه کوي او همیشه په مونږ کې عیبونه لټوي او اعتراضونه کوي نو له ښاره یې وباسئ چې نور په مونږ اعتراض ونه کړي او زمونږ په کارونو کې خنډ نه شي.
هو کله چې ګناه پراخه او عام شي پاکي او پاکلمني جرم ګڼل کیږي او سزا یې شړل او له وطنه ویستل او بندي کول دي. لکه څنګه چې د حضرت یو سف علیه السلام په شان پاک کس چې کله له ناپاکانو سره ملګرتیا ته تیار نه شو په بند کې واچول شو او د عمر ډیر کلونه یې د پاکلمنۍ په جرم په بند کې تیر کړل.
درسونه :
۱: د ګناه په وړاندې چوپ پاتې کیدل جایز نه دي چې د ګناهکارو کسانو لپاره فضا تنګه شی . له منکراتو او بدو کارونو ښکاره منع کول ضروري دي که څه هم نتیجه ونه لري او د شړل کیدو او ویستل کیدو سبب شي.
۲: د جنسی اړیکو د ازادۍ منجمله د هم جنس بازۍ د آزادۍ شعار له هغو افکارو دی چې د لوط قام درلود چې یو جاهل او ګمراه قام و ، دغه شان آزادي او بې بند وباري هیڅکله د ترقۍ او تمدن نښه نه شی کیدی.
۳: چاپیریال انسان ګناه ته نه مجبوروي ځکه چې په ناپاکو او فاسدو کسانو کې هم پاک کسان ژوند کوي او خپله لمنه په ګناه او فساد نه ککړوي.
پای.