Aug 03, 2020 07:16 Asia/Kabul

p-774-Fatir-ayaat-1-2 د فاطر سورې ژباړه او تفسیر

ګلونو اوریدونکو  په محمد او آل محمد په درود  او سلام سره د سباء سورې په ختمیدو سره، سره له ننه د فاطر مبارکه سوره درته پیلوو، دغه سوره په مکې کې نازله شوې او يپنځه څلویښت آیتونه لري د دغه سورې په پیل کې خدایتعالی د فاطر یعنې پیدا کوونکي په صفت سره معرفي شوی  او د سورې نوم له همدغه ایته اخستل شوی دی.  په دې پروګرام کې به د فاطر د مبارکې سورې د لومړي او دوهم ایت تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي نو ستاسو د ملګرتیا په هیله په سر کې مو پام راغواړو د دغه سورې د لومړي ایت تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

 

«الْحَمْدُ لِلَّـهِ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَاعِلِ الْمَلَائِکَةِ رُسُلًا أُولِی أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ  یَزِیدُ فِی الْخَلْقِ مَا یَشَاءُ  إِنَّ اللَّـهَ عَلَى کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ»

 ستاینه هغه خدای لره ځانګړې ده چې د اسمانونو او ځمکې پیداکوونکی دی او پرښتې یې چې دوه دوه ، درې درې او څلور څلور  وزرې لري، استازې وټاکلې. هغه هرڅه چې وغواړي په پنځون کې زیاتوي، بې شکه چې خدای پر هر کار وسیال دی.

 دا سوره د قرآن د نورو سورو لکه د حمد  سورې په شان د خدای په ستاینې او مننې سره پیل شوې ده.  ستاینه له دې امله چې  نړۍ په اسمان او ځمکه کې له ټول عظمت سره سره  د هغه په طاقت پیدا شوې ده. البته د دغو ټولو تدبیر د هغو پرښتو په وسیله دی چې  هغوي هم خدای پیدا کړې دي. دې ته په پام سره چې هره پرښته خاص ماموریت او ذمه واري لري او د هغوی توان او قدرت بیل بیل دی قران دې خبرې ته دوه ګونې درې ګونې او څلورګونې وزرې ویلې دي چې داسې ښکاري دا تعبیر د هغوی مختلفو وړتیاو او درجو ته په پام سره شوی وي. 

 څرګنده ده چې پرښتې مادي مخلوق نه دی او د مارغانو د وزرو مفهوم چې  یوه مادي چاره ده د هغوی لپاره نه شو راوړلی. بلکې دغه تعبیرونه ، غیرمادي مفاهیم دي چې ذهن ته د نزدیکت او د ذهن د پوهولو لپاره د مادي الفاظو په چوکاټ کې بیانیږي، لکه عرش او کرسي او لوح او قلم.

 دا ایت پرښتو ته له اشارې وروسته ، په دې ټکي تاکید لری چې ګمان دې ونه شي چې خدای پخوا دنیا پیدا کړې او هغه يې په خپل حال پریښې ده. بلکه دا  چاره دوام لري او خدای په هر وخت کې  چې وغواړي هر څه پيدا کولی شي او د هغه پيدا کولو هم پای او حد نه لري. ځکه چې د هغه قدرت او طاقت د همیشه لپاره موجود او پاتیدونکی دی.

 درسونه:

۱: خدای تعالی د خلقت نظام د اسبابو او مسبباتو په اساس ګرځولی دی. سره له دې چې هغه مطقل قادر دی، خو د نړۍ د چارو تدبیر د پرښتو په وسیله کوي.

۲: په خلقت کې دخدای لاس پرانستی دی او هستي او نړۍ د پراختیا او لوییدا په حال کې ده.

۳: د پرښتو دندې او ماموریتونه مختلف دي. هغوي هم د تشریع او شریعت رسول او معنوي هدایت په غاړه لري او هم د تکوین رسالت.

 

فاطر ۲ آیت

«مَّا یَفْتَحِ اللَّـهُ لِلنَّاسِ مِن رَّحْمَةٍ فَلَا مُمْسِکَ لَهَا  وَمَا یُمْسِکْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُ مِن بَعْدِهِ وَهُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»

 خدای چې دخلکو په مخ هر رحمت پرانیزي، دهغه مخنیوونکی نیشته او هر څه چې هغه یې تم کړي نو ورپاره پرانستونکی نیشته. او هغه دی عزیز (بریالی) حکیم.

 

په تیر ایت کې د  خدای د خالقیت خبره وه، دا ایت د هغه ذات د پراخ رحمت خبره کوي، هغه رحمت چې د خلقت بنیاد او اساس دی او له خلقته وروسته هم  هر مخلوق هغه ته محتاج دی. ژوند او رزق چې د هر مخلوق د بقا لپاره ضروري دی، د خدای  د رحمت په اساس ورکول کیږي او هیڅوک یې د مخنیوي طاقت نه لري. لکه څنګه چې که خدای تعالی خپل رحمت له  یو مخلوقه واخلي هیڅوک یې جبرانولی  نه شي.

 البته د رحمت توری، یوازې د مینې او محبت په معنا نه دی چې یو عاطفی مفهوم وي بلکې د خدای ټول نعمتونه او لورینې پکې شاملیږي. هر څه چې انسان ته رسیږي، د خدای رحمت دی که هغه مادي وي او که معنوي، تکویني وي او که تشریعي!

ایت په پای کې په دوو الهي صفتونو تاکید لري، یو د خدای تعالی بې پایه او ماته نه منونکی طاقت او بل د هغه پراخ او هر اړخیز حکمت. ځکه چې  د خدای ټول کارونه د قدرت په اساس او د حکمت او مصلحت  له مخې کیږي. هر چرته چې د مصلحت تقاضا وي، خدای تعالی په خپل قدرت سره یو څه پیدا کوي او یا بخښنه کوي او چرته چې د هغه مصلحت اقتضا ونه کړي که ټوله دنیا هم یوځای شي  څه نه شي کولی.

 درسونه:

۱: د خدای رحمت د هغه تر غضبه مخکې دی. اصل رحمت دی . مګر دا چې  یو انسان د رحمت او فضل د اخستلو دروازه په خپل ځان بنده کړي.

۲: د خدای قدرت او اراده د هغه د حکمت په چوکاټ کې ده. که خدای یو کار نه کوي  نو دا د هغه د بې وسۍ په وجه نه ده بلکې  د هغه د حکمت تقاضا نه وي نو ځکه هغه کار نه کوي.