Aug 31, 2020 17:10 Asia/Kabul
  • ایران د  اونۍ په هینداره کې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره کې نومې ا ونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې په پیل کې په تیرې اونۍکې د ایران ځینو مهموپيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو د ځينو موردونو په باب تحلیلي برخې آوریدو ته رابولووو،نو هیله ده چې ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

=     */*/*/*/*/*/   د حسیني عاشورا پرتمینې دستورې  او روغتیائي  پروټوکولو نو رعایتول */*/*/*/*/*/   ایران ته د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د مشر  سفر */*/*/*/*/ او د ایران په مثبتې او اغیزشیندونکي ډيبلوماسۍ  په دوام کې د ملګروملتو په امنیت شورا کې د امریکا  د یواړخیزو او سرزورو فعالیتونو یوځل بیا بې شرمه ماته په  تیرې اونۍ کې  د ایران ځیني مهم بدلونونه وو،خو اوس مو هم رابولوو ،دتحلیلي برخې آوریدو ته .*/*/*/*/*/*/

          خوږو دوستانو  د حضرت اباعبدا... الحسین علیه السلام د  ویر او ماتم شپې ورځې دي ،  او درسته نړۍ د  حسینی عاشورا د پاڅون په مناسبت هماغه راز په ویر او متم کې ډوبه ده ، داسلامی ایران درست  ولس  د حسینی عاشورا د پاڅون او  د حماسه پنځونکي غمیزې په مناسبت  د ویر دستورې ترسره کوي  او دنیا ته یوځل بیا ښئ چې د  عاشورا حماسه  د ظلم او کړاؤ په مقابل کې د کلکې دریدا  یو بې بدیله  او تاریخي  پيښه  او ستر  درس دی . د ویر او م اتم دغه دستورې  تل د عاشورا دحماسی پيښې د لاژور درک لپاره  یو غوره فرصت دی . په دې مناسبت د تهران ریډیو درست کارکونکي د زړه کله کومې تسلیّت وائي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا.. العظمي سید علی خامنه اي  تیره اونۍ د اسلامی ایران  له ولسمشر او  د حکومتي کابینې له غړو سره د حکومت د  اونۍ په مناسبت په ویډیوئي کنفرانس کې ، د عاشورا واقعه ، د جهاد سرښیندنې  او شهادت  څوکه بللې او د محرم  د میاشتې له لومړنۍ لسیزې سره د حکومت د  اونۍ په برابریدو ته په اشارې سره  فرمائيلي دي؛د حکومت د اونۍ اساس هم ،جهاد او شهادت دی  ځکه چې محمد علی رجائي او محمد جواد باهنر د مشکلاتو له کلابندۍ او د یرغلونون په وخت په دوامدار مجاهدت،سخت زیار اوهڅو سره د خلکو د  نظر د جذبولو لپاره  له شخصیّت جوړونې او دشخصی ګټو له تعقیبولوڅخه په ډډه کولوسره ،ځانونه په   سترې الهي ډالۍ ، یعني په شهادت سره ښکلي کړل .

               د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ویډیوئي کنفرانس له لارې پخپلې وینا کې همداراز د تولید، پانګونې،د ملی کرنسۍ د ارزښت  دساتنې  او  د تیلو په څير د اومو موادو له صادراتو او  د اومو سونګو له خرڅلاؤ څخه  د واټن د اخستو په څير پر موضوعګانو په ټینګار سره ، د هیواد داخلی شتمنیو  او  سترو اقتصادي ظرفیَتونو یادونه کړې او  روښانه ئې کړې ده ،  د هیواد اقتصاد باید هیڅکله هم  له بهرنیو بدلونونو سره ونه تړل شي،اود هیواد لپاره اقتصادي پلانونې باید د بندیزونو تر لغوه کیدا او یا د یوه هیواد  دانتخاباتو تر نتیجو پورې ونه ځنډول شي ، ځکه دا یوه سټرټژيکه تیروتنه ده .

Image Caption

 

د اسلامی انقلاب وینا،ددیني او ټولنیزو او اخلاقي ارزښتونو په اساس د نظام له جوړونې څخه  په بیلګه اخستو سره د مشکلاتو په وړاندې د اسلامی جمهوري نظام د هغو توانمنیو،ښودنه کوي،چې نن سبا داسلامی انقلاب د بریالیتوب  له یو څلویښتو کلونو تیریدا سره سره،هماغه راز په لویدیځ کې د مدعی نظامونو په وړاندې خودنمائي کوي .

حضرت آيت ا...العظمي سید علی خامنه اي  دخپلې وینا په دوام کې،د ټولنې د اداره کولو لپاره د بیلابیلو انساني مکتبونو ناکامۍ ته په اشارې سره، امریکا د یوې واقعي ماته خوړلي بیلګې په توګه یاد کړې او فرمائيلي ئې دي؛د سلامتیا،عدالت او امنتی په څير انساني ارزښتونه له بر هرځايي څخه زیات،په امریکاکې تر پښولاندې کیږي،دلته پرګنیز واټن  ډير وحشتناک دی ،د نورو دودو هیوادونو په نسبت په امریکا کې د وږو او بې کوره کسانو شمیر لازیات دی ، په انتخاباتي سیالیو کې د سیالانو روښانه څرګندونو په اساس،په هرو پنځو امریکائي ماشومانو کې یو ماشوم،وږی دی،ددې په  ترڅ کې چې په امریکا کې دجنایت احصائې او ناکرارۍ ډيرې زیاتې دي .د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د امریکا په مشرانو کې چې ددغه هیواد د سپکاویو او بې شرمیو لاملونه دي،د لویدیځ ځپلو  مخ په ځوړتیا آئيډئيل ښار(مدینه فاضله)او د بشری بیلګود ماتې یوه بله  نښه وبلله او وې فرمائيل ؛د نظام او ټولنې د جوړونې لپاره  داسلام   خپلواکه بیلګه ،د ایمان ،علم ،عدل  په درو بنسټونو ولاړه ده .

               د ایټمي انرژۍ  دنړیوال آژانس مشر رافائیل  ګروسي تیره اونۍ د ایران او آژانس دملګرتیاؤ په زمینې کې  تهران ته په دوه ورځني سفر کې، مهمې خبرې اترې کړي دي .

 د ایران او د ایټمي انرۍ دنړیوال آژانس  ملګرتیاوې، تل د نړیوالو ژمنتیاؤ  په اساس او په تخنیکي اوحرفه وي  چوکاټ  کې دي . په عین حال کې  له هغو د باؤنو د  آژانس اغیزمنیدا چې  په وروستیو څو کلونو کې  د امریکا له خوا   د  ایران په ضد له آژانسه  د استفادې لپاره  پرې  وارد شوي دي ،یو شمیر پوښتنې او ابهامات ئې راولاړ کړي دي . په تهران کې  د رافائل ګروسي د خبرواترو یوه برخه دغو موضوعګانو ته بیله  وه . په دې  چوکاټ کې د دواړو له خوا په تهران کې د آژانس د پلاوي د سیف ګارډز  اوتخنیکي  خبرې اترې  رغنده بلل شوي او ټاکل شوې ده ، آژانس  خپل کار په خپلواکه او تخنیکي توګه پر مخ بوځي  او ایران هم د  خپلو دندو په چوکاټ کې عمل وکړي  او  ملګرتیاوې د دواړو لورو د رضایَت وړ وي .

Image Caption

 

د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحي د آژانس له ملګرتیا، څخه د ایران د تمو په باب  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران په دې وروستیو څو کلونو کې  چې په آژانس کې ئې د دوي لپاره یوه مصنوعی او جعلي دوسیه جوړه کړې ، له قانوني چوکاټونو بهر د غوښتنو پيټی نه دی وړی  او هیڅکله به هم دغه کار ونه کړي ، وئیلي دي ،مونږ د ملي ګټو اوحاکمیّت په اساس  حرکت کوو او دم ګړۍ د مقرراتو ،د خبرواترو او عمل  د دندو په چوکاټ کې عمل کوو .

 دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرهم دایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس له مشر څخه غوښتي ، څو پخپلو تعاملاتو کې دې په بې پلوه او حرفه  وي اصولو عمل وکړي .

 د جامعې نړیوالې ایټم يموافقې  له اجرا وروسته ،د ایټمی انرژۍله نړیوال آژانس سره دایران ملګرتیاپه بې  مخینې توګه یوې هغې سوئې ته رسیدلې  چې حتی  په نړیوالې ایټمي موافقې  نیوکه کونکو  هم  منلي دي. 

              د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د ملګروملتو په امنیت شورا کې  دایران په شد د وسلو دبندیز د دوام  د پریکړه لیک له ماتې وروسته ،  په  ملګروملتو کې د ایران په ضد  له هیڅ ډول خبرواترو اوچنې وهلو ته له اړتیا پرته  او په اټومیټیک توګه  د بندیزونو  کارونکي سسټم (کرسنپ یا هماغه د ټریګر مکانزم)څخه کار اخستل پیل کړي دي .

 د ملګروملتو امنیت شورا په ۲۰۰۷کال کې پر ایران د وسلو پير پلور باندې بندیز لګولی دی . ټاکل شوې ده دغه بندیز   د  هغې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د مادو په اساس  چې په ۲۰۱۵کال کې ۵+۱ډلې غړو هیوادونو یعني ایران ، روسیې ،چین ، جرمني ، انګلستان، فرانسې او امریکا لاسلیک کړی ، د راتلونکي په اکتوبر میاشت کې پاي ته ورسیږي .

 دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  په همداوروستیو کې د  ملګرو ملتو  دامنیت شورا پړاویز مشر ته په یوه لیک کې  روښانه  کړې ده ، امریکا  د ډيرو دلیلونو  په اساس ، د ایران په ضد لغوه شوو  پریکړه لیکونو  د مادو د بیرته احیاء لپاره  هیڅ  حق نه لري .

امریکا په رسمي توګه په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې ګډون پاي ته رسولی او  په دغه اقدام سره  ئې د  اختلافاتو دحل له نظام (ټریګز مکانزم ) څخه  داستفادې لپاره  هیڅ ډول  حق  له لاسه ورکړی دی .

  د امریکا د ملی امنیت پخوانی سلاکارجان بولټند ۲۰۱۸کال دمئ په اتمه پخپلې وینا کې وئيلي وو،مونږ د۲۲۳۱پریکړه لیک له مادو استفاده نه کوو،په دې دلیل چې  مونږ له دغې نړیوالې ایټمي موافقې  وتلي یوو ::

 امریکا له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه  په یواړخیزې وتنې  او دبندیزونو په بیرته اعمالونې اوهمداارز دهغوکسانو په سزاکولوسره چې  پریکړه لیک ته پابنده وي،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  او دغه راز د ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزي کړې ده  .

 دغو واقعیّتونو ته  په پام سره،ایران  دملګروملتو له امنیت شورا تمه لري، څو ا مریکاد هغو نه جبرانیدونکو تاوانونو په دلیل چې  یوازې  د شخصي ستر ښودلو او داخلی سیاسی ګټو  په دلیلونو ئې  دایران په ولس تپلي دي ، ځواب ویلو ته اړباسي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه