Sep 09, 2020 08:48 Asia/Kabul

p-844-Az-Zumar-ayaat-24-28 د زمر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (844) -  

در ادامه با تفسیر ساده و روان آیات 24 تا 28 سوره زمر   

ابتدا  تلاوت آیه 24 از سوره زمر  

«أَفَمَن یَتَّقِی بِوَجْهِهِ سُوءَ الْعَذَابِ یَوْمَ الْقِیَامَةِ وَقِیلَ لِلظَّالِمِینَ ذُوقُوا مَا کُنتُمْ تَکْسِبُونَ»

 ایا نو هغه څوك چې  د قیامت په ورځ په خپل مخ سره ځان  له سخت عذابه بچ كوي (د هغه چا په شان دی چې له الهي عذابه خوندي دی؟)او ظالمانو ته به وویل شي: تاسو د هغو عملونو (سزا) وڅكئ چې تاسو به كول.

  په تېره برخه کې په وروستي ایت کې  دوو ډلو یعنې هدایت موندونکو او ګمراهانو ته اشاره وشوه. دا ایت هم د تېرو ایتونو په دوام کې دغه دوه ډلې پرتله کوي او  په قیامت کې د هغوي د کار انجام بیانوي او فرمایي: آیا هغه  کس چې په خپل مخ سره د خدای دردناک عذاب له ځانه لرې کوي د هغه چا په شان دی چې د قیامت په ورځ به په پوره امن او قرار کې وي؟ په هغه ورځ به د دوزخي  ظالمانو حالت دومره دردناک وي چې  په خپلو مخونو سره به د ځان دفاع کوي ځکه چې  لاسونه او پښې به یې په زولنو او زنځیرونو کې تړلې وي.

که څه هم په دوزخ کې د مجرم د بدن ټول غړي په اور کې سوزي، خو دلته د صورت یا مخ بیان د بدن په غړو کې د مخ د اهمیت او مقام په وجه دی منجمله دا چې د انسان پېژندنه هم په مخ سره کیږي پر دې سربېره، د  بدن د نورو غړو په پرتله د مخ سوزیدل ډېر درد لري.

 ایت په دوام کې فرمایي:  په قیامت کې به مجرمانو ته خطاب کیږي چې د خپلو دنیاوي کارونو سزا وڅکئ او وګورئ چې ستاسو لپاره یې څومره بده پایله لرله. دا ایت نه وایي چې د خپلو عملونو سزا وڅکئ بلکې فرمایي چې عملونه مو وڅکئ، کټ مټ دهغه  پخوونکي یا آشپز په شان چې بدمزه خواړه پاخه کړي او ورته وویل شي چې په خپله یې خو لږ وڅکه چې څه دې پخ کړې دي!

  په قیامت کې د خپلو عملونو لیدل او ورسره مخامخېدل هغه څه دي چې په دیني لغت کې ورته د عمل تجسم یا مجسم کیدل ویل کېږي.  یعنې په قیامت کې به خپل عملونه په مجسمه توګه ویني اوڅکي به یې، نه دا چې خدای تعالی به د هغوي له عملونو پرته بله سزا ورکوی.

درسونه :

 ۱:  د دوزخ سزا او عذاب،  په دینا کې د انسان د کارونو پایله ده  چې په قیامت کې  د اور په شکل کې څرګندیږي.

۲: انسان به په قیامت کې هغه عملونه چې دنیا کې یې کړې دي ګوري.

 

  تلاوت آیات 25 و 26 از سوره زمر  

«کَذَّبَ الَّذِینَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُونَ»، «فَأَذَاقَهُمُ اللَّـهُ الْخِزْیَ فِی الْحَیَاةِ الدُّنْیَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَکْبَرُ  لَوْ کَانُوا یَعْلَمُونَ»

 هغو كسانو تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، نو په هغوی عذاب له هغه ځایه راغى چې   نه پرې پوهېدل.

 نو الله په دوى په دنيايي ژوند كې رسوايي وڅكوله او خامخا د اخرت عذاب تر ټولو لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى.

 دا ایت په دنیا کې د کافرانو حالت بیانوي او فرمایي: په تاریخ کې هغه کسان چې پېغمبرانو او د هغوی اسماني تعلیمات یې دروغ ګڼلې، په همدې دنیا کې هم پرې عذاب نازل شوی دی.  هم هغه کسان چې په ظاهري شکل سره یې عذاب لیدلی او هم هغه چې د عذاب غیر مادي آثار ورته رسیدلې دي.

د یادولو ده چې  ځینې عذابونه جسماني اړخ لري  لکه د نوح  او لوې علیهما السلام د قامونو عذاب او یا د فرعون او قارون په شان کسانو عذاب، خو ځینې بیا روحي او نفسیاتي اړخ لري ، د مثال په توګه  له هغو ټولو امکاناتو او وړتیاوو سره سره چې  نننۍ پرمختللې ټولنې یې لري، په هغوي کې دیپرشن تر ټولو لویه ناروغي ده ځکه کوم کسان چې له خدای او معنویته لرې کیږي، په دې دنیا کې په هیڅه شي نه قانع کیږي او په هیڅه نه راضي کیږي او له یوې مودې وروسته په ډیپریشن او ژور خپګان اخته کیږي.

درسونه : 

۱: د مجرمانو د کار ځینې پایلې په دې دنیا کې ظاهریږي او ځینې یې په اخرت کې ، همداراز ځینې عذابونه جسماني دي او ځینې یې روحي او نفسیاتي اړخ لري.

۲: که څه هم ځینې عذابونه په دنیا کې ظاهریږي خو د دې په پرتله د قیامت عذاب ډېر سخت، پراخ او پرله پسې دی. 

۳: د کافرانو او تیري ګرو د سزا کولو لپاره د خدای لاس پرانستی دی او هغوی له داسې لارو چې هغوی یې نه شي اټکلولی عذابوي.

 

  تلاوت آیات 27 و 28 از سوره زمر  

 

«وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِی هَـذَا الْقُرْآنِ مِن کُلِّ مَثَلٍ لَّعَلَّهُمْ یَتَذَکَّرُونَ»، «قُرْآنًا عَرَبِیًّا غَیْرَ ذِی عِوَجٍ لَّعَلَّهُمْ یَتَّقُونَ»

 او یقینًا یقینًا مونږ د خلقو لپاره په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي.

په داسې حال كې چې دغه قرآن عربي (واضح) دى، کوږوالی نه لري، د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي.

 دا ایتونه یو ځل بیا د قران ځانګړتیاوو ته  ګرځي او د اسماني کتاب د جامعیت په هکله فرمایي:  دا قران چې هدف یې د خلکو هدایت دی، هر هغه څه چې د سعادت په لور د هغوی په هدایت کې رول لري  په دغه قران کې راغلې دي. په حقیقت کې قران  د هدایت نور دی چې همیشه ځلیږي او خلکو ته لاره ښیي.

د خلقت د نظام شناخت او د هغه اسرارو او هیښتیاوو ته پام / د ژوند په لاره د سم تګ لپاره د هغې  محکم  او روښانه قوانین / د ښو خلکو ښه انجام او د بدو او ظالمو کسانو بد انجام/ له مرګه وروسته نړۍ او د قیامت لویه ورځ  او داسې نورې موضوعګانې چې انسان ورته د خپلې کامیابۍ او نیکمرغۍ لپاره اړتیا لري، هغه څه دي چې په قران کې ورپاره  عیني مثالونه راغلې دي چې خلک په خود کې راشي او د غفلت له خوبه راویښ شي.  

 بیا د قرآن د ستاینې په دوام کې فرمایي:  د دغه کتاب ژبه ، فصیحه روښانه او ښکلې ده، ایتونه یې غږمله او تعبیرونه یې څرګند او ګویا دي.هیڅ ډول کوږوالی او بې لاري پکې نیشته او په مطالبو کې یې هیڅ ډول  تضاد او تناقض نه پیدا کیږي.

په پای کې باید وویل شي چې د دغه شان اوصافو او ځانګړتیاوو د لرونکي قران د نازلولو هدف دا دی چې خلک پرهیزګاره شي او له ګناهانو او سپکو کارونو ډډه وکړي.

 درسونه:

۱: قران یو جامع اوکامل کتاب دی ، هغه څه چې انسان ورته اړتیا لري، راغونډ کړې یې دي او هیڅه یې نه دي پریښې.

۲: کله کله د تمثیل او تشبیه ژبه تر استدلاله زیات په خلکو اثر کوي. نو ځکه قران د خلکو د موعظې لپاره د تمثیل یا مثال راوړلو له ژبې ډېره استفاده کړې ده.

۲: د قرآن ژبه صفا فصیحه او روانه ده. دا کتاب له هر ډول کوږوالي او تناقضاتو پاک دی.

 پای.