Sep 09, 2020 08:48 Asia/Kabul

p-845-Az-Zumar-ayaat-29-32 د زمر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (845)  

  تفسیر ساده و روان آیات 29 تا 32 سوره زمر  

 

 تلاوت آیه 29 از سوره زمر  

«ضَرَبَ اللَّـهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِیهِ شُرَکَاءُ مُتَشَاکِسُونَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ هَلْ یَسْتَوِیَانِ مَثَلًا  الْحَمْدُ لِلَّـهِ  بَلْ أَکْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُونَ»

 

  الله ( د شرک او توحید لپاره) یو مثال بیانوي، یو (غلام) سړى دى،  چې په مالکیت کې یې څو ناسازه كسان شریكان دي.( او هر یو یې  په یو کار لګوي)  او بل (غلام) سړى دى چې سالم (او پوره) د یو سړي دى،( او یوازې د یو مالک په حکم کار کوي) ایا دغه دواړه په حال كې سره برابر دي؟ ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي خو د دوى اكثره نه پوهېږي

 

  خدای تعالی  د زمر سورې په اوه ویشتم ایت کې وفرمایل چې: مونږ په قران کې یو مثال راوړی چې خلکو ته یادونه وشي دا  ایت د یو مثال په چوکاټ کې د مشرکانو څېره او دهغوي ګډ وډ حالت تمثیلوي.

فرمایی:  فرض کړئ  چې یو مریی دی چې څو باداران لري او هر یو ورته جدا جدا امر کوي یو وایي  دا کار وکړه بل وایي هغه کار وکړه او دا مه کوه. هغه حېرانه او لالهانده شي چې د کوم یو خبره ومني او د کوم بادار امر ونهي ته غوږ کیږدي‎؟ هغه  چې د خپل هر مالک خبرې ته بې پامي وکړي مالک یې سزا کوي او  خوړو جامو یې محروموي.

خو د دې په مقابل کې  دا ایت یو بل مریي ته هم اشاره کوي چې یوازې یو بادار لري او دنده یې صرف د یوه د حکم منل دي. طبیعي ده چې دا مریی هیڅکله په عمل کې له لالهاندۍ او حیرانۍ سره نه مخامخیږي او همیشه یې بادار ملاتړ کوي او ضرورتونه یې ورپوره کوي.

 حضرت یوسف هم  په بند کې د یو خدای منلو ته د بندیانو د بللو لپاره له یوه همداسې تمثیله استفاده وکړه او هغوی ته یې وویل:

«أَ أَرْبابٌ‏ مُتَفَرِّقُونَ خَیْرٌ أَمِ اللَّهُ الْواحِدُ الْقَهَّارُ» -آیا ګڼ او خواره واره خدایان غوره دي که یو قدرتمن خدای؟

هو، د مشرکانو  او موحدانو حالت همداسې دی. شرک انسان په حیرت او لالهاندۍ اخته کوي او ورځنې د زړه ډاډه او قرار اخلي خو موحد انسان یوازې د یوه خدای مطیع او فرمانبردار وي او د هغه  مهربانۍ ته  امیدوار، البته د افسوس خبره ده چې اکثره خلک په خپل ژوند کې د شرک او توحید تر مینځ فرق ته پام نه کوي او ترې غافله دي. هغوی د شرک له عواملو د لرې کیدو او حقیقي توحید ته د ستنیدو په ځای هره ورځ په یو نوي شي  پورې زړه تړي او په حقیقت کې یې ځانونه د  هغه شي اسیران کړي  او خپل لاس او پښې یې تړلې وي.

  درسونه:

۱: موحد انسان په خپلو کارونو کې یوازې د لوی خدای د خوښۍ د لاسته راوړلو په فکر کې وي خو مشرک د ډېرو خدایانو د رضایت هڅه کوي او طبعا د ټولو  راضي کول ممکن نه دي ځکه چې د هر یوه سلیقه او غوښتنه له بل سره فرق لري.

۲: د شرک او توحید اثار یوازې په قیامت پورې محدود نه دي، په همدې دنیا کې هم  ګورو چې موحد انسان په عقیده کې له ارام او کرار ژونده برخمن وي او مشرکان  په اضطراب او پریشانۍ اخته وي.

 

  تلاوت آیات 30 و 31 از سوره زمر  

«إِنَّکَ مَیِّتٌ وَإِنَّهُم مَّیِّتُونَ»، «ثُمَّ إِنَّکُمْ یَوْمَ الْقِیَامَةِ عِندَ رَبِّکُمْ تَخْتَصِمُونَ»

 بې شکه ته به مړ کېږې او هغوی به (هم) مړه کیږي.

 نو بیا به تاسو د قیامت په ورځ  د خپل پالونکي په نزد مجادله او شخړه کوئ.

 

 د موحدانو او مشرکانو دواړه  انجام مرګ دی او  په دنیا کې هیڅ یو انسان د همیشه لپاره ژوندی نه پاتې کیږي. حتی پیغمبران چې د خدای غوریز کسان دي  هم له دغه قانونه مستثنی نه دي. که د اسلام دښمنان د هغه د مرګ انتظار کوي، پوه دې شي چې هغوی به هم مړه  کیږي  لکه څنګه چې د انبیاء سورې په څلوردیرشم ایت کې فرمایي: ای پیغمبره: آیا که ته مړ شې نو دوی به د تل لپاره پاتې وي.؟

خو په مرګ سره د انسان خبره ختمیږي نه،  او مرګ د  قیامت په لور یوه دروازه ده. هلته به مومنان او مشرکان له یوه بل سره مخامخیږي  او د حق او باطل په هکله به  له یوه بل سره بحث او شخړه کوي.ته وا مشرکان به هلته  هم د  خپلو افکارو او عقایدو باطلوالی نه مني او د خپلو کړنو دفاع به کوي. البته خدای تعالی به ډېر زر په  هغوی کې فیصله وکړي او هر ډله به خپل خپل برخلیک ته ولیږي.

  درسونه :

۱: مرګ د ټولو انسانانو لپاره د خدای قطعي سنت دی او دا سنت استثنا نه لري.

۲: د قیامت په محکمه کې به  مختلفو ډلې د یو بل په خلاف خبرې کوي او د یو بل د تورنولو او د ځان د سپینولو هڅه به کوي. خو په هغه ورځ به فیصله د هوښیار ، وسیال او نیاومن خدای په لاس کې وي او هغه به په خلکو کې په نیاو سره فیصله کوي.

 

  تلاوت آیه 32 از سوره زمر  

 

«فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن کَذَبَ عَلَى اللَّـهِ وَکَذَّبَ بِالصِّدْقِ إِذْ جَاءَهُ  أَلَیْسَ فِی جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْکَافِرِینَ»

 نو تر هغه چا ظالم څوک دی چې په خدای پورې یې دروغ وتړل او کله چې ورته رښتیا خبره راغله نو تکذیب یې کړه؟ آیا په دوزخ کې د کافرانو لپاره استوګنځای نیشته؟

 

د تېر ایت په دوام کې  چې د قیامت په محکمه کې د ټولو خلکو د حاضریدو په  هکله و دا ایت د خلکو یوې ډلې ته اشاره کوي چې د حق  خبره یې چې خدای د هغوي په لور ولیږله تکذیب کړه او منلو ته یې تیار نه  شول.

 بې ایمانه کسان چې د خدای  وجود نفي کوي،  یا هغه مشرکان چې د خپلو شرکیه عقیدو په وجه  په خدای پورې ناروا خبرې تړي دغو دواړو ډلو  حق دروغ ګڼلی او تکذیب کړی یې دی. طبعا په دنیا کې د دغو کسانو بد او غلط کارونه هغوی دوزخ ته بیایي.

خو د دغه دروغ ګڼونکو په اپوټه ځینې کسان مومنان دي چې د حق خبره یې تصدیق کړه او پرې یې ایمان راوړ. که خدای کوله په راتلونکي پروګرام کې به د هغوي په هکله وغږیږو.

  درسونه:

۱:تر اقتصادي او ټولنیز ژونده لوړ شی د ټولنې له فکر او کلتور سره  ظلم کول دي. ددغه ظلم تر ټولو ښکاره بېلګه په خدای پورې دورغ تړل او د حق خبرې تکذیبول دي.

 ۲: دښمني او ضد او بې ځایه تعصب، له هغوی عواملو دي چې سبب کیږي انسان د حق په وړاندې ودریږي او د خبرې سموالي او ناسموالي ته له پام پرته  هغه نفي کړي او وې نه مني.

پای.  ---------------  

 

     کلید واژه: بسوی نور، زمر، شرک، توحید، موحد، مشرک، قیامت