Sep 09, 2020 08:48 Asia/Kabul

p-846-Az-Zumar-ayaat-33-37 د زمر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (846)

  تفسیر ساده و روان آیات 33 تا 37 سوره زمر  

  تلاوت آیات 33 و 34  از سوره زمر گوش  

«وَالَّذِی جَاءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ  أُولَـئِکَ هُمُ الْمُتَّقُونَ»، «لَهُم مَّا یَشَاءُونَ عِندَ رَبِّهِمْ  ذَلِکَ جَزَاءُ الْمُحْسِنِینَ»

  او هغه كس چې صدق (رښتینى دین) يې راوړ او (هغه چې) د دغه (صدق) تصدیق يې وكړ (نو) هم دغه كسان پرهېزګاران دي.

د دوى لپاره د خپل رب په نزد هغه څه دي چې دوى يې غواړي، دغه د نېكي كوونكو بدله ده.

 

خلک به په قیامت کې دوه ډلې وي: موحدان او مشرکان، د تېرې برخې په وروستي ایت کې د مشرکانو برخلیک ته اشاره وشوه چې د هغوی ضد، دښمني او سپین سترګې توب یې دوزخ ته بیایي، دا ایتونه د موحدانو په هکله دي او فرمایي:  هغوی د حق  او رښتیا خبره واوریده او ایمان یې پرې راوړ او تقوا ته ورسیدل، هغوی داسې کسان دي چې هم یې له زړه د خدای په کلام ایمان راوړی او هم په وینا او عمل کې  د دین د تعلیمانو  مبلغان او پرې رښتیني عمل کوونکي دی. دغه شان کسان  له هر ډول ځان ښودنې او نفاقه پاک دي.

 د دوي پر وړاندې بیا مشرکان دي چې  د دوزخ په سخته سزا او اور اخته کیږي، د  رښتینو مومنانو انجام  جنت ته تګ دی. هلته  چې هر څه وغواړي ورته برابر دي، که هغه مادي خوښۍ او خوشالۍ وي او که معنوي خوندونه او مقامونه.

طبیعي ده چې واقعي مومنان د نیک  عمل او له یو بل سره د احسان خاوندان دي او دا بدله  د هغوی د  ایمان او نیک عمل په وجه ده.

درسونه:

۱:  په وینا او عمل کې رښتیا والی، په خدای د ایمان لومړی شرط دی او دروغ ویل د ایمان له روح سره سمون نه لري.

۲:  د دین تبلیغ په هغه بڼه کې اغیزمن او کارسازه دی چې مبلغ په خپلو خبرو عمل وکړي که نه وي ممکنه ده اپوټه او منفي نتیجه ورکړي.

۳:  په جنت کې به د خدای مهربانۍ او لورینې هیڅ محدودیت نه او د جنتیانو د غوښتې مطابق به وي.

۴: تقوا  او احسان، په قران کې دوه ډیر استعمالیدلونکي ټکي دي چې له یوه بل سره تړلې دي.

 

  تلاوت آیه 35  از سوره زمر  

«لِیُکَفِّرَ اللَّـهُ عَنْهُمْ أَسْوَأَ الَّذِی عَمِلُوا وَیَجْزِیَهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ الَّذِی کَانُوا یَعْمَلُونَ»

 

د دې لپاره چې الله له دوى نه هغه بدتر ګناهونه لرې (ختم) كړي چې دوى كړي دي او  ورته  د دوى د اجر بدله وركړي، په سبب د هغو تر ټولو ښكلو عملونو چې دوى به كول.

 له خدایه د متقیانو او نیکو کسانو یوه غوښتنه دا ده چې  د هغوي بد کارونه وبخښي او د هغوي ډېر ښه کارونه د اجر او بدلې لپاره معیار وګرځوي ، خدای تعالی به د هغوی دا غوښتنه ومني  او  د هغوي د ګناهونو په بخښلو سره  ورته ډېره ښه بدله او انعام ورکوي.

د یادولو ده چې تقوا  د عصمت په معنا نه ده چې ګني متقي انسان له ټولو ګناهانو او تېروتنو پاک وي بلکې  یوه  داسې خصلت او روده ده چې سبب کیږي انسان  په  ګناه او د خدای په نافرمانۍ پسې نه وي او د هغو کارونو په وړاندې چې د ګناه زمینه برابروي ځان وساتي. په عین حال کې دا احتمال هم شته چې دغه شان کسان تېروځي او نا خواسته په یوې ګناه اخته شي.

تقوا په اصل کې د یو سپر او ډال په شان ده  چې جنګیالی یې اخلي چې ځان د دښمن له غشیو وساتي خو کېدی شي ځینې داسې غشي هم وي چې ډال یې مخه ونه نیولی شي او بدن ته ورسیږي.

 مهمه دا ده چې جنګیالی، ډال په سال همیشه د دښمن  حملې ته ځیر او خبرداری وي. سره له دې  کیدی شي ډېر خلک داسې وي چې د تقوا سپر په ځمکه کیږدي او  د نفساني غوښتنو او شیطاني وسوسو پیروي وکړي.

خو په پرهیزګارانو د خدای لویه مهرباني وي او له ګناه د ځان ساتلو لپاره  د هغوی د هڅو په خاطر په داسې مواردو  کې چې  انسان ناخواسته په ګناه اخته کیږي، هغوي بخښي او ورته د هغوي تر کاره  زیاته ښه بدله او جزا  ورکوي ځکه چې د هغوي نیت او محرک همیشه تر هغه نیک کاره زیات و  چې هغوي یې په کولو بریالي شوې دي.

درسونه :

 ۱: مهمه ، د انسان اراده ، انګیزه او هدف دی یعنې که هغه  له ګناه د ډډه کولو  لپاره هڅه او کوشش وکړي خدای تعالی یې په  سپکو کارونو سترګې پټوي او نیکو کارونو ته یې ډېره ښه بدله ورکوي.

۲: له ګناهانو او د هغو له بدو اثارو پاکیدل، د الهي مهربانیو د لاسته راوړولو سریزه ده.

 

  تلاوت آیات 36 و 37 از سوره زمر  

«أَلَیْسَ اللَّـهُ بِکَافٍ عَبْدَهُ وَیُخَوِّفُونَکَ بِالَّذِینَ مِن دُونِهِ  وَمَن یُضْلِلِ اللَّـهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ»، «وَمَن یَهْدِ اللَّـهُ فَمَا لَهُ مِن مُّضِلٍّ أَلَیْسَ اللَّـهُ بِعَزِیزٍ ذِی انتِقَامٍ»

 آیا خدای د خپل بنده لپاره کافي نه دی؟ او ( کافران) تا له خدایه غیر له نورو معبودانو ویروي. او څوک چې خدای یې ګمراه کړي دهغوي لپاره هیڅ لارښوونکی نیشته.

او څوک چې خدای هدایت کړي هیڅ ګمراه کوونکي به ونه لري. آیا خدای ښه غالب او انتقام والا نه دی.

 د تېرو ایتونو په دوام کې  چې د مومنانو او کافرانو د پرتلې په هکله و دا ایت پیغمبر اکرم  ته فرمایي: هغوی د حق خبرې د منلو په ځای له تا سره مقابلې ته پاڅېدلې  په داسې حال کې چې  خدای ستا لپاره کافي دی او د هغه له اجازې پرته هیڅوک تاته تاوان نه شي رسولی  لکه څنګه  یې چې پخوا ابراهیم په اور کې له سوزیدو، موسی د ظالم فرعون له خطر او حضرت عیسی  په دار له ځړېدو وژغوره.

 ایت په دوام کې د هدایت او ګمراهۍ په هکله فرمایي: هر څوک چې د خدای هدایت ومني او پیروي یې وکړي له ګمراه کیدو به په امان کې وي او څوک چې الهي هدایت ونه مني د سعادت او کامیابۍ منزل ته به ونه رسیږي که څه هم ګمان  کوي چې هدایت موندونکی دی.

 

 ایتونه په پای کې په دې ټکي ټینګار کوي چې آیا مشرکان او کافران نه پوهیږي چې  هیڅکله  د خدای په وړاندې نه شي ودریدلی او د هغه په  ارادې نه شي غالبېدلی؟ او آیا دوی نه پوهیږي چې خدای  له هغو کسانو چې د الهي پیغمبرانو او تعلیماتو په وړاندې یې ودریږي انتقام اخلي؟ او د هغه انتقام هماغه د هغوی ګمراه کېدل دي.

 درسونه:

۱: که انسان د خدای مطیع او بنده وي خدای یې د کارونو او ضروریاتو لپاره بس دی.

۲: مومن انسان د دښمن د ګواښونو په وړاندې په خدای تکیه کوي او  په ځای د  دې چې د دښمن  له امکاناتو او طاقته وویریږي په خدای په توکل  او ورته په هیلې سره  د حق په لاره کې ودریږي.

۳: د انسان ګمراه کېدل هسې په هسې او بې مقدمې نه دي بلکې دهغه خپل غلط عمل هغه د هدایت له رڼا محروموي او انحراف او بې لارۍ ته یې کاږي.

 

   کلید واژه: بسوی نور، زمر،  تقوا، مشرکان، هدایت