د رڼا سرچینې ۱۲۵
په ننني مطلب کښې به د سوره احزاب د ۴ او ۵ نمبر آیتونو د شانِ نزول جاج واخلو، هیله ده چې دا لیکنه مو خوښه شي او تر پاې یې ولولوئ
په مکې کښې له عرفات سره نزدې د نخله او طائف سیمې ترمینځ په یوه پراخه دښته کښې، عُکاز نومې بازار و. دغه بازار به د هر کال په یوې میاشت کښې د خلکو له ګڼې ګوڼې ډکیده او ډیر پیر پلور به په کښې کیده. دغه بازار د جاهلو عربو د مشهورو شاعرانو او ویناوالو د ځان ښودنې ډګر هم و. عربانو به خپل ټول علمونه، تاریخونه او حکمتونه په شعر کښې منعکس کول. په هم دې وجه به شاعران په بازارونو کښې حاضریدل چې نور قبایل او قومونه یې شعرونه واوري. دغه شعرونه زیاتره د هغوي د پلرونو د یادونې او د تیرو جنګونو او بریاؤ په نسبت د ویاړ او غرور د احساس په هکله وو.
په «عکاظ» کښې به د ډول ډول شیانو پر پیرپلور سربیره د مرئیانو معاملې هم کیدلې. د تاریخ په کتابونو کښې د مرئیتوب په هکله داسې راغلي دي: «عربان تل په جنګ جګړو او د یو بل د مال حال په لوټلو لګیا وو، د مغلوبې قبیلې ښځې، سړي او ماشومان به یې اسیران کول او بیا به یې د مرئیانو د پلور په ګڼو بازارونو کښې چې ترټولو مشهور یې د عکاظ بازار و، خرڅول.
«زید بن حارثه» په ماشومتوب کښې له خپلې مور سره یوځاې، د خپلوخپلوانو د لیدو لپاره د «ثعلبه» قبیلې په لور روان و چې شوکمارانو پرې حمله وکړه او د هغوي له لوټلو وروسته یې، زید اسیر کړ. هغوي زید د مکې عُکاز بازار ته بوتله او د غلام په توګه یې وپلوره. د «حکیم بن حزام» په نامه یو کس هغه واخیسته او خپلې عمه (ترور) حضرت خدیجې ته یې ډالۍ کړ. خدیجې بي بي هم له حضرت محمد امین(ص) له سره واده وروته، زید هغه ته ډالۍ کړ. رسول الله مبارک چې لا په پیغمبرۍ نه و ګمارل شوی، سمدستي زید د خدای په لاره کښې آزاد کړ او بیا یې په مینې او مهربانۍ سره په خپل کور کښې وساته.
کلونه پس، زید د حج په ورځو کښې د خپلې قبیلې ځیني خلک ولیدل، د هغوي په ذریعه یې مور او پلار ته د خپلې سلامتیا خبر ورسوه او ویې ویل: زما پلار ته ووایئ چې زه دلته له ترټولو مهربانه پلار سره اوسیږم.
کله چې د زید پلار د هغه پته ترلاسه کړه نو له خپل ورور سره یوځاې مکې ته راغی چې زوی یې خپل ښار ته ستون کړي. په دې وجه حضرت «ابوطالب» ته ورغی او ویې ویل: ای ابوطالبه! زما زوی مکې ته راوستل شوی دی او اوریدلي مې دي چې ستا د وراره محمد(ص) غلامي کوي. زه غواړم چې محمد(ص) هغه په ما راخرڅ کړي او یا یې آزاد کړي او ما ته یې راوبخښي.
ابوطالب، خبره پيغمبر اکرم ته وکړه. رسول الله مبارک وفرمایل: زید آزاد دی. هرچرته چې وغواړي، تلی شي.
د زید پلار «حارثه» ډیر خوشال شو او له پيغمبر څخه یې مننه وکړه او په بیړه د زید په لور ورغی چې له ځان سره یې بوځي. خو په ناباورۍ سره یې ولیدل چې زوی یې غمجن شوی او له ځایه نه خوځي. د حارثه باور نه کیده چې د هغه زوی «زید» دومره د پيغمبر لیواله شوی او د مکي حال و هوا هغه د ځان پابند کړی دی. داشان چې له خپل کور کهول او مور او پلار څخه لرې والی یې هم ورته اسان کړی دی، کله چې د زید پلار، له ځان سره د تګ لپاره په حارثه زور راوړی نو هغه د موجودو کسانو د حیرانتیا په مینځ کښې پلار ته وویل: سره له دې چې پیغمبر زه آزاد کړی یم او له تا سره تلی شم خو له پيغمبر څخه لرې کیدل نه شم زغملی او ورڅخه نه شم بیلیدی.
پلار یې ورته وویل: مونږ په عزت سره ژوند کوو او د مرئیتوب شرم نه شو زغملی. په دې وجه که نور څه نه وي نو د خپلولۍ د حسب و نسب او د شرافت د ساتنې لپاره په مکه کښې له پاتې کیدو تیر شه او له ما سره خپل وطن ته ستون شه.
زید یوه شیبه د خپل پلار سترګو ته وکتل او ویې ویل: زه غلام نه یم. زه آزاد یم او په خپله فیصله کولی شم. ما پریکړه کړې چې په مکه کښې پاتې شم ځکه چې حتی یوه شیبه هم له حضرت محمد(ص)څخه لرې نه شم پاتې کیدې.
د زید پلار چې کله د خپل زوي له خولې دا خبره واوریدله نو ناهیلې شو او صبر یې تمام شو. په قهر سره یې چغه کړه: ای د قریش قبیلې خلکو! ګواه اوسئ چې زه له خپل زوي زید نه بیزاره شوم. هغه له دې وروسته زما زوی نه دی».
د حارثه چغې ټول خلک غلي کړي وو او زید په حیرانتیا سره خپل پلار ته کتل، ګوندي په دې تمه وي چې پیغمبر یو څه ووايي او حوصله وکړي او یا یې له دې دوه زړي توبه خلاص کړي.
پیغمبراکرم چپتیا ماته کړه او د حارثه د سختې فیصلې په ځواب کښې یې وویل: «ای قریشو! تاسو پوه شئ او ټول ګواه اوسئ چې له دې وروسته زید، زما زوی دی».
په دې جملې سره د زید له سترګو د خوشالۍ اوښکې روانې شوې او بې اختیاره په سجده پریوت او د خدای شکر یې وکړ. له هغه وورسته به زید د پيغمبر زوی ګڼل کیده. د پيغمبراکرم(ص) په نزد د زید محبوبیت او اړیکه دومره پياوړې او نزدې شوه چې خلکو به ورته د (ابنِ محمد) یعنې (د پیغمبر د زوي) غږ کوه او رسول الله مبارک پرې (زید الحبّ) یعنې محبوب زید نوم کښیښوده.
زید د اسلام له راتلو وروسته دریم مسلمان دی.
کله چې زید د واده کولو نیت وکړ نو پيغمبراکرم(ص) ورله د خپلې عمه لور «زینب» وغوښتله. دلته یوه مهمه خبره چې باید ویې وکړو، دا ده چې دغه واده د جاهلیت د یو غلط رسم د ماتولو سریزه وګرځیده ځکه چې د جاهیت په زمانه کښې به هیڅ مشهورې او باشخصیته ښځې له غلام سره واده نه کوه حتی که د لوړو انساني ارزښتونو خاوند هم وای.
البته څه موده پس دغه واده، په طلاق ختم شو او یو بل غلط دود یې باطل کړ. زینب کابو یو کال د زید په کور کښې تیر کړ خو بیا یې ترمینځ اختلاف راغی او د بیلتون فیصله یې وکړه. په هم دې وجه زید، رسول الله مبارک ته ورغی او له خپلې ښځې یې ورته ګیله وکړه او اجازه يې ترې وغوښتله چې طلاقه یې کړي.
پيغمبراکرم هغه صبر او زغم او له خپلې میرمنې سره اخلاقي تفاهم ته راوباله او ورته یې وفرمایل: «له الله وویریږه او میرنه دې له ځان سره وساته».
خو د زید او زینب ترمینځ د تفاهم او روغې رامینځته کولو لپاره د رسول الله مبارک او د ځینو ملګرو له هلوځلو سره سره، دغه واده په جدایۍ او طلاق ختم شو.
د جاهلیت په زمانه کښې رسم دا و چې د خولې زوی هم د انسان د خپل زوي په شان ټول حقوق ولري یعنې له پلندر څخه به ورته ارث او میراث رسیده او د پلار ښځه به په زوي او د زوي ښځه به په پلار حرامه وه.
رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) د دغه غلط دود د ختمولو لپاره د خولې د زوي ښځه له طلاق وروسته په نکاح واخسته ترڅو وښايي چې چا ته زوی ویل، حقیقتونه نه شي بدلولې ځکه چې د پلار او زوي اړیکه، یوه طبیعي اړیکه ده او دغه اړیکه په الفاظو، تړونونو او شعارونو سره هیڅکله نه ترلاسه کیږي.
که څه هم دغه واده د اسلام په دښمنانو کښې یو ستر جنجال جوړ کړ او د هغوي د ناوړه تبلیغاتو لپاره یوه پلمه شوه خو پیغمبر د دغه جاهلانه سنت د ختمولو لپاره دغو ټولو جنجالونو ته غاړه کښیښودله. دلته د سوره احزاب د څلورم آیت یوه برخه او هم پنځم آیت نازل شو او ویې فرمایل:
او ستاسو زامن بللي يې ستاسو (حقيقي) زامن نه دي ګرځولي. دا خو ستاسو د خُولې خبرې دي او خدای دی چې حق وايي (نه تاسو) او هغه دی چې سمه لاره ښيي.
او هغوي (بللي زامن) د خپلو پلرونو په نامه وبلئ دا د خدای په نزد زيات صحيح (کار) دی او که پلرونه يې نه پيژنئ نو په دين کښې ستاسو وروڼه او ملګري دي، او که خطا شوي يئ (په بدلې نامې مو غږ کړی دی) نو په تاسو څه ګناه نشته خو هغه څه چې قصداً یې وایئ(حساب کتاب به یې کیږي) او خدای ډېر بخښونکی او مهربان دی.
*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی