آسمانی وږمې (۶)
https://parstoday.ir/ps/radio/uncategorised-i71776-آسمانی_وږمې_(۶)
ډیرو خوږو ملګرو!د روژې په مبارکه میاشت کښې ستاسو د طاعتونو او عبادتونو د قبلیدا په دعا سره ؛روژه د خدای میلمستیا د آسمانی وږمو په دغه برخه کښې راتلونکی او قیامت ورځې ته د یوه مومن انسان د پاملرنې د اړتیا په باب خبرې کوو،هیله ده د پام او استفادې وړ مو وګرځی:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2018 13:18 Asia/Kabul
  • آسمانی وږمې (۶)

ډیرو خوږو ملګرو!د روژې په مبارکه میاشت کښې ستاسو د طاعتونو او عبادتونو د قبلیدا په دعا سره ؛روژه د خدای میلمستیا د آسمانی وږمو په دغه برخه کښې راتلونکی او قیامت ورځې ته د یوه مومن انسان د پاملرنې د اړتیا په باب خبرې کوو،هیله ده د پام او استفادې وړ مو وګرځی:

Caption
Caption

 

محترمو دوستانو!په مدیریت علم کښې یو اساسی بحث،راتلونکی ته د هر انسان کتنه ده چې د راتلونکی په اړه یې فکر څه دی.په نړۍ کښې زیاتره اقتصادی،کلتوری،پوځی، استخباراتی  او امنیتی سیاستونه پر همدې اساس خپلول کیږی .ځینې هیوادونه د شل کلنې مودې،ځینې د نیمې پیړۍ او یوشمیر پرمختللی هیوادونه حتی د یوې پیړۍ لپاره خپل پلانونه او لرلیدونه انځوروی .د سوچه محمدی اسلام په رغانده او خوځنده کلتور کښې دغه اصل ته جدی پاملرنه شوی خو د وخت له پلوه راتلونکی ته دغه کتنه محدودیت نه لری  او د معاد یا قیامت یعنی د آخرت په لور د انسانانو د جاروت  تر عنوان لاندې د تل پاته او همیشنی  دنیا لپاره یې بنسټ کیښودل شوی دی .

اسلام دغه تفکر او لیدتوګه انسان ته ورزده کوی چې ته د دغه محدودې دنیا لپاره پنځول شوی نه یې  او باید له دغې لارې تیر شی  او ځان په تلپاته دنیا کښې د ژوند لپاره چمتو کړی.  کله چې مونږ د خپل لنډ مهاله ژوند لپاره پلانونه کوو او له اړتیاو سره سم خپل اړین امکانات برابروو،نو آیا د خپل تلپاته او ابدی ژوند لپاره باید کوم پلان او پروګرام ونه لرو؟آیا بې غوره پاته کیدلای شو او راتلونکی ته له کتنې پرته ژوند تیرولی شو او د راتلونکی لوی سفر لپاره هیڅ توښه برابره نه کړو؟

--- قرآن مجید له ټولو انسانانو په تیره بیا پرهیزګارو مومنانو غواړی،باید راتلونکی ته بې پروا ونه اوسی او مخکښې تر دې چې نوره یې د ژوند اوبه دانه پای ته ورسیږی،په پلانونې سره د خپل تلپاته راتلونکی لپاره بنسټیز اقدامات تر سره کړی  او د تقوا په خپلولو او الهی حدودو په رعایتولو سره  په دغې فانی دنیا کښې  د خپل ابدی ژوند لپاره خپله توښه برابره کړی.لوی خدای د قران مجید د حشر سورې په اتلسم آیت کښې فرمائی:                                                      ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی،الهی تقوا خپله کړئ او هر ځوک دې باید ووینی ( غور دې وکړی)چې د خپل سبا (تلپاته دنیا او قیامت)لپاره یې کوم (نیک او غوره عملونه مخکښې  لیږلی دی (راتلونکی ته کتنه درلودلی ده).

=== د قرآن مجید د حشر سورې د اتلسم آیت پر اساس، پر خدای باور درلودونکی او مومنان باید پر یک یوازینی خدای له ایمانه ورتیر،په قیامت ورځې د خدای و لوری ته  د انسان  په  جاروت او  معاد هم ایمان ولری .که څه هم پر خدای ایمان او الهی تقوا د انسان د شخصیت په جوړولو کښې ټاکونکی رول لری ،خو پر قیامت یعنی هغې ورځې ایمان چې په میلیارډونو انسانان راپاڅول کیږی،څو د خدای په عدل محکمې کښې خپلو کړنو ته ځوابګو واوسی او د تیښتې هیڅ لاره نه لری،که ووایو د انسان په رغیدا کښې لازیات رول لری ، چټی خبره مو کړی نه ده .په دغې دنیا کښې په ظاهره د تقوا او ایمان ښودلو امکان شته خو په آخرت کښې  د انسانانو له حقیقی ماهیت او رازونو پرده پورته کیږی .ښایی په همدې خاطر وی چې لوی خدای د حشر سورې د اتلسم آیت په پای کښې فرمایی:الهی تقوا خپله کړئ (او د خدای له نافرمانی وویریږئ)ځکه چې په تحقیق سره خدای له هغو ګردو کارونو خبر دی چې ترسره کړی مو دی .     د قرآنی آیت دغې برخې ته په پام سره دا نتیجه اخیستل کیږی چې په قیامت ورځ د انسان په  برخلیک کښې هغه څه چې ټاکونکی رول لری ،د هغه عملونه دی .څومره چې د ښو عملونو او غوره کارونو تله درنه وی هومره انسان ته لوړ مقام ورکول کیږی او هغه ترټولو غوره توښه چې په دې زمینه کښې اساسی رول لری،هماغه تقوا او پرهیزګاری ده .په دې هکله متعال خدای د قران کریم د بقرې سورې د ۱۹۷ م آیت په یوه برخه کښې فرمایی:                                                                            هر نیک عمل چې ترسره کړئ خدای ترې خبر دی او توښه برابره کړئ چې تر ټولو غوره توښه ،  تقوا ده او ای عقلمنو زما له نافرمانی وویریږئ .

--- یو هغه مهم عامل چې انسان د لازیاتو هڅو په لور ورکاږی او انګیزه یې پیاوړی کوی ،  د کار پای او نتیجه یې ده .څومره چې د انسان د زیارونو نتیجه لا زیاته میوه ولری هومره پکښې راتلونکی ته  د هیلې روحیه یې پیاوړی  کیږی .لوی خدای د پرهیزګارانو د کار پای په انځورولو کښې د قران مجید د زمر سورې په ۷۳م آیت کښې فرمایی:

او هغه کسان چې د خپل پالونکی په وړاندې تقوا خپله کړی،ټولی ټولی د جنت په لور بېول کیږی تر هغه ځایه رسیږی چې پرمخ یې د (جنت او الهی رحمت ) ورونه پرانیستل کیږی او د (جنت) ساتونکی ورته وائی ،سلام دې وی پرتاسو ،(له تولو ککړتیاو)پاک شوئ ،نو بس د تل لپاره ورته ننوځئ .

=== د خدای د لورېنو او نعمتونو شکر ادا کول ،ستاینه  او قدرونه ،د متقیانو یوه وتلی ځانګړنه ده .پرهیزګاران ډیر ښه پوهیږی چې که چیرې یې د خدای د فرمان د پوره کولو په لاره کښې ګام پورته کړی/که په لوړو انسانی او اخلاقی ارزښتونو پسلول شوی  او که پر خدای د ایمان او الهی تقوا د روښناییو په رڼا کښې ،په اعتقادی،عملی،وګړنیزو او ټولنیزو کږلاریو او ګړنګونو کښې له غورځیدا خوندی پاته شوی ،ټول د خدای د فضل او مهربانی په خاطر دی .  نو ځکه کله  چې  تلپاته جنت ته داخلیږی ، د قران پاک د زمر سورې د ۷۴ م آیت په وینا،داسې وائی:ستاینه او مننه یوازې د هغه خدای لره ده چې د خپلې ژمنې ریښتونوالی یې راته وښوده او د(جنت) ټاټوبی یې زمونږ میراث وګرځاوه .اوس د جنت په هرځای کښې چې وغواړو پاته کیږو نو د عمل کونکو اجر او بدله څومره غوره ده  .

په پای کښې د مهربان څښتن په درګاه کښې د دعاګانو لپاره لاسونه لپه کوو او وایو:                                     ای پاکه پروردګاره! پر مونږ هم خپل رحم و کرم وکړی او په تلپاته جنت کښې مو له مومنانو او متقیانو سره په یوځای کښې وګرځوئ او په دغې فانی دنیا کښې د تلپاته دنیا او اخرت د لوی سفر لپاره د غوره توښې د برابرولو توفیق راوبخښی .