آسمانی وږمې (۷)
https://parstoday.ir/ps/radio/uncategorised-i71892-آسمانی_وږمې_(۷)
ډیرو قدرمنو ملګرو،د روژې په مبارکه میاشت کښې چې د سوالونو د قبلیدا غوره شیبې دی،د خدای په مهربانه درګاه کښې لاسونه لپه کوو،او دعا کوو؛ ای څښتنه مهربانه!مونږ ټولو ته د روژې میاشتې له بې ساری فرصتونو د استفادې توفیق عنایت کړی،دوستانو روژه د خدای میلمستیا د لړۍ د آسمانی وږمو په دغه پروګرام کښې له اولی الامره د مومن انسان د پیروی د آړتیا په هکله خبرې کوو،نو راسره مله اوسئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2018 09:42 Asia/Kabul
  • آسمانی وږمې (۷)

ډیرو قدرمنو ملګرو،د روژې په مبارکه میاشت کښې چې د سوالونو د قبلیدا غوره شیبې دی،د خدای په مهربانه درګاه کښې لاسونه لپه کوو،او دعا کوو؛ ای څښتنه مهربانه!مونږ ټولو ته د روژې میاشتې له بې ساری فرصتونو د استفادې توفیق عنایت کړی،دوستانو روژه د خدای میلمستیا د لړۍ د آسمانی وږمو په دغه پروګرام کښې له اولی الامره د مومن انسان د پیروی د آړتیا په هکله خبرې کوو،نو راسره مله اوسئ .

ګلونو دوستانو!د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو په آخرت کښې د نیکو کارونو په بدله کښې د مومنو پرهیزګارانو او متقیانو  جنت ته د تګ په باب خبرې وکړې او په دې زمینه کښې مو د قرآن مجید څو آیتونه بیان کړل .جنت پرهیزګارو مومنانو ته د خدای له لوری د دورکړل شوی  بدلې او اجر یو کوچینی سمبول دی.مومنان د تقوا توښې او هڅو  په  زیاتولو تر دې هم لوړ مقام ته رسیدلای  او د ایمان او تقوا څوکې په فتح کولو سره الهی قربت ته لا نیژدې کیدلای شی .په همدې خاطر قرآن پاک د جنت او پکښې د روانو ویالو په بیانولو پسې  د خدای په درګاه کښې د مومنانو لوړ مقام انځوروی او د  قمرسورې په ۵۵م آیت کښې فرمایی:د پنځون د قدرتمن واکمن په نیزد د صدق په مقام کښې ګرځی .همدغه راز د مریم سورې په ۸۵م آیت کښې فرمایی:هغه ورځ چې پرهیزګاران د مهربان او بخښونکی خدای د میلمستیا لپاره محشوروو.

--- بې له شکه د خدای په درګاه کښې شتون او داسې لوړ مقام ته د رسیدا لپاره باید په دنیا کښې د تقوا او پرهیزګاری لوړه ودانۍ وساتل او لاکلکه کړای شی څو د رفتاری او ګفتاری ګډوډیو زلزله ورته تاوان ونه رسوی .یو هغه خورا مهم لامل چې د ایمان او تقوا د ماڼۍ پیاوړتیا زیاتولای شی،په اخلاص سره د خدای د حکمونو او پیغمبر  د اوامرو پیروی ده  او ځنې مخلصانه اطاعت دی .لکه څنګه چې پاک پروردګار د قران مجید د نساَ سورې په ۵۸م آیت کښې فرمایی:ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی،د خدای اطاعت وکړئ او د هغه د رسول او چارواکو چې په خپله له تاسو دی،هم پیروۍ وکړئ .په دغه آیت کښې د خدای او پیغمبر اطاعت بیخی روښانه دی او دا هډو امکان نه لری چې د کلک ایمان او پیاوړی تقوا درلودونکی کسان د خدای او رسول اطاعت ونه کړی .دا د ریښتونو او دروغجنو کسانو ترمینځ د توپیر او جلاتوب یو روښانه معیار دی. په دنیا کښې داسې کسان شته چې د تاریخ په اوږدو او حاضر دمه د خدای او د هغه د پیغمبر د حکمونو او اوامرو اطاعت او پیروی یې کړی خو داسې کسان هم کم نه دی چې په دروغه ځانونه مومنان  ښکاره کوی خو د خدای او رسول د حکمونو پر خلاف ګام پورته کوی .

=== د قرآن کریم د نساْ سورې  په  ۵۹ م آیت  کښې د خدای او رسول په اطاعت پسې د اولی الامر د اطاعت خبره راغلی ،چې د قران مفسیرین یې په هکله د نظر اختلاف لری .دشیعیانو په تفسیرونو کښې ،اولی الامر د خدای له لوری غوره کړای شوی امامان ګڼل شوی چې ځنې اطاعت او پیروی  لکه  د خدای او رسول  اطاعت بلل شوی،خو ځینې نور بیا د دغه آیت معنا ته عمومیت ورکوی او دا نظر لری چې؛هغه مشران چې د خدای او رسول لارې ته دوام ورکونکی دی او په اسې لاره کښې ګام پورته کوی چې ترې غوښتل شوی،د حق احیا کونکی دی او له باطل سره په جنګ دی،د عدالت ټینګونکی دی او ظلم او توپیر ڼه زغمی او هڅه کوی د اسلام بیرغ ورپوی او د کفر بیرغ نسکور کړی،داسې کسان د اولی الامر مصداق دی او ترې اطاعت هم فرض دی .سره له دې بیا هم د ځینو اصولی او یا فرعی موردونو په باره کښې د نظرونو اختلاف څرګندیږی .په دې اړه د همدغه آیت په دوام کښې د مومنانو دنده پیژندل کیږی چې فرمایی:نو کله مو چې په څهّ کښې اختلاف وکړ بیا خدای او رسول ته مراجعه وکړئ .ځکه چې دا بیخی امکان نه لری چې خدای او پیغمبر یې د اختلاف د ختمولو او د وحدت راوستلو لپاره راته خپله لاره ښودلی نه وی .

--- دا یو مهم اصل دی چې د رسول الله مبارک په ملکوتی رحلت پسې ورته بې پامی شوی ، په همدې خاطر اوس په اسلامی نړۍ کښې د پریمانه اختلافاتو کتونکی یوو.هرې ډلې او بهیر یوه لاره خپله کړی،دې ته له پامه پرته چې چې آیا دا هماغه لاره ده چې خدای او پیغمبر یې راښودلی ده .که داسې وې نو له شکه پرته به نن په اسلامی نړۍ کښې له یووالی ،وحدت او همپالنې پرته بل څه نه سترګو کیدل .

د دې لپاره چې پوه شو هغه کوم کسان دی چې د قران له مخې د خدای او رسول د لارې پیروی کوی او د اختلاف د ختمولو لپاره ورته مراجعه کوی ،د نسا سورې د ۵۹م آیت وروستۍ برخه  ورته اشاره کوی او فرمائی:که چیرې پر خدای او قیامت ورځې ایمان لرئ نو باید همداسې وکړئ چې دا ډیر غوره او نیک انجام دی .

بس نو دا هډو امکان نه لری چې یو څوک پر خدای او معاد ایمان ولری او بیا هم پر خپلو هغو وګړنیزو او جناحی لیدتوګو ټینګار ولری چې د خدای او رسول د نظر خلاف وی .د آیت وروستۍ برخه دغې خبرې ته پام اړوی چې فرمایی؛په هره زمینه کښې د اختلافاتو په بڼه کښې خدای او رسول ته مراجعه،غوره پایله ده .ځکه چې خدای او پیغمبر یې په بشری ټولنه کښې  د هرډول اختلافاتو د هوارولو او دیوزړه توب او همفکری د ټینګولو لپاره تر ټولو غوره لارې چارې وړاندې کوی .

هیله ده د قرآن دغه مهمه لارښونه ،اسلامی امت ته الهام بخښونکی واوسی او په نیژدې راتلونکی کښې د مسلمانانو د سترتوب او برم کتونکی واوسو.