آسمانی وږمې (۸)
https://parstoday.ir/ps/radio/uncategorised-i72206-آسمانی_وږمې_(۸)
ډیرو قدرمنو ملګرو او روژتیانو! په دې هیله چې د روژې په مبارکه میاشت کښې زمونږ طاعتونه او عبادتونه په خپلې درګاه کښې قبول کړی اوس هم د آسمانی وږمو په دغه پروګرام کښې په قران پاک کښې د مومن انسان د یوې بلې ځانګړنې په اړه خبرې کوو،نو راسره ملګری واوسئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2018 12:24 Asia/Kabul
  • آسمانی وږمې (۸)

ډیرو قدرمنو ملګرو او روژتیانو! په دې هیله چې د روژې په مبارکه میاشت کښې زمونږ طاعتونه او عبادتونه په خپلې درګاه کښې قبول کړی اوس هم د آسمانی وږمو په دغه پروګرام کښې په قران پاک کښې د مومن انسان د یوې بلې ځانګړنې په اړه خبرې کوو،نو راسره ملګری واوسئ.

خوږو دوستانو! د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو له خدای او پیغمبره د اطاعت  موضوع وڅیړله او ومو ویل،د اسلامی نړۍ د وحدت یوازینۍ لاره،پر دغه بنسټیز اصل عمل کول دی او ورته پام  نه درلودل به د تفرقې او نښتو لامل شی .دلته دغه پوښتنه مطرح کیږی چې د خدای او رسول بلنې ته له ځواب وییلو او اطاعت او پیروی د قران هدف څه دی؟قران مجید په دې باب د انفال سورې په ۲۴م آیت کښې فرمائی:ای ایماندارو!کله  چې خدای او رسول تاسو هغه څه ته چې ستاسو د تلپاته ژوند لامل یعنی ایمان ته وبولی،نو ویې منئ او پوه شئ چې خدای د یوه کس او د هغه د زړه ترمینځ حایل کیږی ( او د ټولو له باطنی رازونو ښه خبر دی) او ټول به د هغه و لوری ته محشوریږئ .

دغه آیت په روښانه  وائی؛د خدای او پیغمبر بلنه،ژوند او حیات وخواته بلنه ده. معنوی،اعتقادی،کلتوری،اخلاقی،اجتماعی او سیاسی او لنډه دا په درستو برخو کښې حیات او ژوند ته بلنه ده.نو که څوک راځنې وپوښتی چې خدای او پیغمبر ولې له مونږه غواړی چې  اطاعت یې وکړو او بلنه یې ومنو،په یوه جمله کښې ورته په ځواب کښې ویل کیدای شی چې موخه یې  د بشر د ژوند په ګردو اړخونو کښې د انسانی او الهی ژوند اروا پوکول دی . هماغه څه چې  اوسنۍ ټولنه ورته سخته اړتیا لری . نو ځکه روښانه ده،هغه کسان چې  دین او مذهب د بشر د ټولنیز ژوند له قلمرو بهر د بې روحه پروګرامونو په لړ کښې ګڼی او د ژوند له متنه بهر یې تصور کوی،څومره تیروتلی دی .

--- د اسلام مبین دین په درستو فکری،علمی،وګړنیزو او ټولنیزو زمینو کښې  ژوند او  غوړیدا پنځوی،د انسان او ټولنې د برخلیک په وړاندې د مسئولیت احساس رامینځته کوی    او واقعی ژوند بخښی .په همدې خاطر دی چې کفری نړۍ د سوچه محمدی اسلام له مخ پر زیاتیدا پراختیا او نفوذه ویریږی او د اسلامی ملتونو له بیا ژوندی کیدا سره چې د هغوئ ګټو او موقعیت ته خطر ورپیښوی،سخته مخالفه  ده،نو ځکه د ژوند بخښونکی اسلام د له مینځه وړلو لټه کوی .

=== د قران پاک د انفال سورې له  دغه ۲۴م  آیته بل اخیستون دا کیدای شی چې د انسان حقیقی ژوند هماغه انسانی او معنوی ژوند دی او که یو انسان یا یوه ټولنه دغه ژوند ونه لری  نو مړه حسابیږی .داسې مړه یا مړ  چې  د څارویو په څیر خوری  څښی ،ګرځی ،ویده کیږی،پاڅیږی ،خو د انسانی او اخلاقی ژوند هیڅ نښه پکښې نه لیدل کیږی .ښایی  په همدې وجه متعال خدای  خپل پیغمبر ته چې د رسالت موخه یې د معنوی مړینې له بنده د انسان  ژغورنه  او د انسانی ژوند احیا ده،لوی خدای د هغو کسانو په هکله چې د ژوند اثار یې له لاسه ورکړی  او د خوځیدونکو مړیو په څیر ژوند کوی ،د قرآن پاک د نحل سورې په ۸۰م آیت کښې فرمایی:په تحقیق سره ته خپل پیغام او وینا مړیو ته نه شی رسولی او هغو کسانو ته هم چې اوریدونکی غوږونه نه لری .

په بله وینا هغه کس او ټولنه چې د ګناه،هوس پالنې او د نورو پر حقوقو د تیری په جبۍ کښې  ډوبه ده ،د هغو مړیو په شان دی چې د مظلومانو  ژړا او فریاد نه اوری.قران مجید د داسې کسانو د ځانګړنو په بیانولو کښې د اعراف سورې په ۱۷۹م آیت کښې فرمایی:هغوئ عقل لری  خو د پوهې او درک کولو (او  له باطله د حق د معلومولو) قدرت نه لری . سترګې لری،خو بصیرت نه لری،غوږونه  لری ،خو د حق غږ نه اوری .دوئ د څارویو په شان دی،بلکې تر ځناورو هم  ټیټ او ګمراه دی هغوئ (د حقایقو د پیژندلو لپاره له خدای ورکړی اوزار سره سره)د ناپوهی او غفلت په دنیا کښې ژوند کوی .

---د پاملرنې خبره دا ده چې لوی خدای هغه کسان چې انسانی او معنوی ژوند نه لری اول داسې څارویو ته ورته بللی چې د عقل او شعور له نعمته بې برخې او د پیژندنې هیڅ ډول اوزار نه لری  او بیا فرمایی؛دوئ سره له دې چې عقل،سترګې او غوږونه لری  خو د هغو مړیو په شان چې هیڅ ډول درک او احساس نه لری،ژوند کوی . داسې کسان تر څارویو هم لا بې لارې دی .        قران کریم  دغه ډول کسان  هغو مړیو ته ورته بولی چې د ژوند په هدیرې کښې ښخ کړی شوی دی .ځکه خو الله پاک د قران د فاطر سورې په ۲۲م آیت کښې خپل رسول ته فرمایی:ژوندی (د حق جبهه)له مړیو(باطل جبهې) سره برابره نه ده.بې شکه خدای هر هغه څوک (چې وړتیا ولری) او وغواړی،هغه اوریدونکی جوړوی .او ته هغو کسانو ته چې په قبرونو کښې (ویده دی )خپل ژوندبخښونکی پیغام نه شی رسولی .

=== په پای کښې دغه ټول بندی ته رسیږو چې له الهی،انسانی او اخلاقی ژونده د بقرخمنیدا یوازینۍ لاره د خدای او پیغمبر حیات بخښونکی بلنې ته غوږ نیول او اوریدل دی چې دغه چاره د آګاهانه ایمان درلودلو ته اړتیا لری .هغه کسان چې آسمانی غږونو ته ځواب نه ورکوی  او ورته شا کوی،د وخت په تیریدا سره په معنوی مرګ اخته کیږی او تر دې حده د ځوړتیا ګړنګ ته غورځیږی چې په یوې پرتله ایزې  ارزونې کښې تر څارویو هم  ښکته کیږی .

نو د مهربان څښتن په درګاه کښې دعا کوو چې د روژې په مبارکه میاشت کښې زمونږ په اروا او بدن کښې د الهی آیتونو ژوند بخښونکی وږمه والوزوی  او له سپیڅلی اسلامی ژونده مو برخمن کړی . آمین یا رب العالمین